کور / راپور / د پښتون قام له درانه مشر افضل خان لالا سره مرکه 2

د پښتون قام له درانه مشر افضل خان لالا سره مرکه 2

(د لومړۍ برخي په ادامه )            دوهمه برخه


وردګ: افغان چارواکي، افغان ولس په تېره پښتانه په دې هکله څه بايد وکړي؟


خان لالا: وردګ صاحب! په موږ کې دا ملي احساس نشته، زموږ لوستي افغانان دې خبرې ته تيار څه چې هغوى يې قبلوي هم نه. نن زموږ د پارلمان (افغان ولسي جرګه) پښتانه غړي پر ځاى د دې چې پخپله د وحدت خبره وکړي موږ ته وايي چې که تاسې دلته کې پوره غورځنګ نه وي پيدا کړى نو دا خبره موږ ته تاوان دى او موږ ته هم وايي چې دا مه وايئ. بل خوا عطامحمد نور د مزارشريف ګورنر (والي) يوې غونډې ته خپل خطاب کې وايي: د افغانستان ستونزه په دې کې ده چې افغانستان د ډيورنډ کرښه نړيواله سرحدي پوله نه قبلوي او بايد چې افغانان (په رسميت وپيژني) ما چې کله دا خبر واوريد او ومې لوست نو په دويمه ورځ مې دا بيان ورکړ: چې عطامحمد نور ته دا وايم چې که افغان پښتانه خپل وحدت بيا ومومي نو ستا وزن به که د دې شته نه يو په سل نه وي نو يو په لس به خامخا زيات شي. نو ته ولې دا کوښښ کوې چې پښتانه دې په دايمي توګه تقسيم پاتې شي. نو د افسوس خبر داده چې په افغانانو کې د قومي وحدت دا جذبه، دا حس نه دى پياوړى شوى بلکې پيدا شوى هم نه دى. نو وردګ صيب دا ستاسو په شان د اهل قلمو، په ميډيا کې چې دست رس لرئ فرض جوړيږي چې هغه دې طرف ته توجه وکړي او يوازې دا نه چې په اخبارونو  او مجلو کې بلکې په الکټرونيک ميډيا کې د قومي وحدت خبره عامه کړي. هغه وروڼه چې په يورپ، امريکه او ترقي يافته ملکونو کې اوسي د هغوى لا زيات فرض جوړيږي چې دا مفکوره، دا حقيقت سرته راولي او دنيا ته وښايي چې ((پښتون قامي وحدت)) زموږ حق دى او زموږ سره ډېر ظلم شوى دى. په تاريخ کې او په قانون کې د غاصب عمل قانوني جواز نه لري د هغه پايه داري نه وي نو که دا استعماري کرښې له منځه لاړې شي افغانان به خپل قومي وحدت بيا مومي، په سيمه کې به امن راشي او يو تاريخي سرلوړى، پياوړى افغان ملت به په خپلو پښو ودريږي.


وردګ: خان لالا ته د څو بدنامو ګوډاګيو په بازاري خبرو مه خپه کېږه دا لويې ملي خبرې د دوى تر سپک وزن، وړې خولې او خام فکر نه ډېرې ډېرې درنې دي. افغانان وايي: کاروان تېريږي سپي غپيږي. خان صيب ته دا راته ووايه چې دا پنجابيان په څه دليل او کوم منطق افغان تاريخي خاوره او وګړي يې د ځان ګڼي؟ او د دې پايله به څه وي؟


خان لالا: پاکستان ځان د انګريزانو وارثان ګڼي. د پښتو دا متل چې ((خدايه د کمزوري زورور د زوره مې وساتې)) کمزوري چې زورور شي نو هغه په دې هم نه پوهيږي چې ستانه جامې څنګه وباسي او تا سره څه عمل وکړي.


اوس پنجاب خپل تاريخ نه لري په پنجاب ټول عمر افغانان راغلي دي او په هغوى حاکم پاتې شوي دي او دا حقيقت و چې ټول هندوستان د خپلو مسالو د هوارولو لپاره به افغانانو ته کاته چې افغانان به راځي او زموږ مسالې به حلوي. ما په پارلمان کې وويل چې ټول هندوستان خو پريږده، پوره پنجاب هم پريږده، ترقي يافته پنجاب په هندوستان کې دى هغه نيم پسمانده پنجاب نن غواړي چې په پښتنو (افغانانو) سورلۍ وکړي. په موجوده وخت کې دا مفکورې ځکه منځ ته راځي چې په افغانانو کې لا دا احساس پياوړى شوى نه دى او بيداري پکې نده راغلې. خو زما دا يقين دى چې دا حالات په دې حال نه پاتې کېږي ډېر زر به پښتنو (افغانانو) ته د خپل ماضي مخ ته ودريږي او د دې احساس به ورته پيدا کېږي. نو چې کله په پښتنو (افغانانو) کې دا ملي احساس پيدا شو بيا د دې سوال نه پيدا کېږي چې پنجاب يا پرې بل څو سورلۍ وکړي.


وردګ: په سلګونو کلونو پښتانه د دې ملک حاکمان پاتې شوي، پړه نو په خپله د پښتنو ده، ځکه هر څه چې شوي او يا هر څه چې اوس کېږي پښتنو په خپله پر ځان کړي دي، نو ولې دا پړه په نورو واچوو؟


خان لالا: وردګ صيب! زه د محمدزيو او بارکزيو پاچاهانو دور ته د پښتنو دوره نه وايم. زه وايم چې اقليت د اکثريت د نماينده په ذريعه په اکثريت حکومت کړى دى. اوس هم په موجوده افغانستان کې ((موجوده ځکه ورته وايم چې احمدشاه بابا چې د قوم په مرسته کوم افغانستان جوړ کړى و هغه په ١٨٩٣ ز کال کې تجزيه شوى دى)) نن ٦٧ سلنه پښتانه او ١٢ سلنه تاجک خو اختيار د هغه ١٢ يا څوارلس فيصده سره دى او د دوى سره دا ويره ده که چېرې پښتنو خپل قومي وحدت بيا وموند نو کېداى شي چې بيا پرې موږ مشري ونه کړاى شو.


وردګ: دا ډرامه به تر کله روانه وي؟


خان لالا: وردګ صيب! زه د څو کالو نه راپدې خوا دا خبره کوم چې دا منطقه په دې حالت نه پاتې کېږي، په دې کې تبديلي را روانه ده او زما سياسي حس ماته دا وايي چې دا تبديلي را روانه ده خو زه په دليل سره دا نه شم ويلى چې دا تبديلي څنګه را روانه ده خو اوس چې د ناټو او امريکا پوځونه افغانستان ته راغلل نو زه دا وايم چې دا د هغه تبديلي او هغه بدلون اولنى قدم او اغاز دى.


وردګ: خبره د امريکا، ناټو او تبديلۍ شوه. پدې تبديلۍ کې خو بيا هم ګوري چې هره ورځ د پښتنو افغانانو عام وژنه روانه ده، د اسمان نه پرې د بمونو باران را اوري او پر مځکه د قصاب په غولي چړو ته پراته دي. پنجابي مداريان د همدغو لويديزوالو په مرسته د ترورستۍ اډې جوړې کړې دي، يوه پښتون ته په ملا بمونه ور تړي او ګڼ نور پښتانه پرې والوزوي يانې هم مو دوى وژني او هم افغان پر افغان وژني، دا هر څه د دوى په ملاتړ، مادي مرستو او ډالرو سرته رسيږي. هغه د شاعر خبره ده: ((چې هم وژل کا هم ژړا)) ولس ته اوس هر څه روښانه شوي او د دغو نخرو عيني شاهدان دي. افغان تاريخ هم شاهد دى هرکله چې استعمارګر راغلي دي يايې وژل او سيځل کړي دي يا هم د ملک تجزيه. نو دا نوى بدلون او تبديل به مثبت وي او که بله تجزيه يا غميزه؟


خان لالا: وردګ صيب! دلته کې عالمي (نړيوال) قوتونه او امريکه د خپل سپر پاور د مفاداتو لپاره راغلي دي. هغه د چين مخ نيوى کوي او د وسطي اشيا (اسيا) منابع خپل تصرف کې راولي او که دلته څه بدلون کېږي نو تر خپلو مفاداتو لاندې به يې راولي.


ډېره لويه د بدقسمتۍ خبره ده چې اول دوه عالمي (نړيوال) قوتونه دلته راغلل چې زموږ ورسره هېڅ سروکار نه و، هغوى خپل جنګ زموږ په خاوره وکړ او په لکونو افغانان شهيدان شول. اوس چې دا بل سپريم پاور دلته راغلى دى خپل مفادات زموږ په خاوره باندې مخکې کوي.


وردګ صيب! تاريخ موږ نه ډېر مخکې تللى دى او موږ شاته پاتې يو. چې څومره زر کېداى شي پدې قوم کې حس را پيدا شي، يوه قومي خوله زموږ پيدا شي، يو قومي ترجمان زموږ پيدا شي چې که دغه تقسيم يا بدلون کېږي چې پدې بدلون کې زموږ چې کوم قومي حق دى چې د هغې موثره نشاندهي وشي او په دغه بنياد دا بدلون راشي څوارلس د بره سل کاله خو پدې کې پاتې او تاواني شولو خداى مه کړه چې نور تاواني نه شو خو که زموږ يو اواز نه وي يوه خوله نه وو نو ډېر امکان شته چې تاواني شو نو په همدې وجه زه دا خبره کوم چې څومره زر کېداى شي موږ ټول افغانان دې طرف ته متوجه شو چې دا احساس د دې قوم په ذهن او عزم کې راشي.


که يو طرف ته پښتانه چې څومره شاته پاتې شوي دي او څومره بې اتفاقه دي د تربګنۍ له لاسه در په در دي اتفاق نلري نو بل طرف ته زما دا يقين هم دى که دوى يوه اراده وکړي او ملاوتړي نو بيا پکې دا صلاحيت شته چې کوم قام يو کار په کالونو او مياشتو کې کوي نو دوى بيا هغه په ورځو کې سرته رسوي. نو خداى دې وکړي چې د دغه بدلون نه مخکې د پښتنو قومي وجود، واحده قومي خوله او قومي ترجمان پيدا شي چې که دا بدلون کېږي، زموږ په ښېګڼه کې وشي دا نه چې موږ ته نور تاوان را ورسيږي.


وردګ: خان لالا که لږ سپينې خبرې وکړو تاريخ ګواه دى او دا درې لسيزې يې موږ او تاسو په خپله ژوندي عيني شاهدان يوو، چې ګاونډي تاريخي دښمنان او افغان دښمنې ډلې د لوديز او کمونيزم په ګډون افغانان يوې خولې او يوه ترجمان ته نه پريږدي. او بله اصلي خبره خو دا ده چې خپله افغانان يې هم ظرفيت نلري چې يوه خوله شي. افغانان اسلامي اوامر هم نه مني چې د ملي وحدت روحيه خپله کړي. افغاني او پښتونولي دود هم تر پښو لاندې کوي. د ملي احساس افغانان يا لږ يا په ډېر کم اقليت کې دي، هغوى هم استعمار او يا يې ګوډاګيان نه پريږدي چې ميدان ته شي. زما منظور د عام ولس نه ندى زه هغه ناروغه روڼ اندي، بې فرهنګه فرهنګيان، مرتجع سياستوال او نورو راته جوړ کړي ليډران او رهبران يادوم. خان لالا زما په خبرو کې که څه بې ادبي شوې وي، زه بښنه غواړم، مګر دا هغه تريخ حقيقت دى چې ما وويل. د يوه افغان سياست پوه په توګه ستاسو نظر څه دى؟


خان لالا: بنيادي خبره همداده چې موږ په دې خوارلس د بره سل کاله کې خپل حق ترلاسه نه کړ بلکې زه دا خبره په عام طور کوم چې موږ کې ملي احساس کمتري پيدا شوې ده. وردګ صيب که تاسې خيال کړى وي اوس هم چې زموږ يو پښتون ليکوال يا عالم يا پوهان يوه مجله يا يو اخبار راوباسي نو که موږ نيمه حصه فارسي ته نه ورکوو نو درېيمه حصه خو خامخا ورکوو خو د دې په مقابله کې فارسيوان مجله يا اخبار وباسي نو هغه پښتو ته يوه کرښه هم نه ورکوي. زموږ د تاريخ پدې دور کې چې پښتو په ١٧١٠ کې د ميرويس بابا په مشرۍ کې سياسي ازادي واخسته چې بيا وروسته د احمدشاه بابا په سرکردګۍ او مشرۍ کې نوره پياوړې کړه خو د بدقسمتۍ نه ژبنۍ او کولتوري ازادي يې وانه اخسته او همغه زړه ژبه او زوړ کولتور په دفترونو کې پاتې شو. نو په همدې وجه لکه څنګه چې ما مخکې هم ويلي د بارکزو او محمد زو پاچاهانو دور د پښتنو دور نه دى او اقليت د اکثريت د نماينده په ذريعه په اکثريت حکومت کړى دى.


وردګ صيب! په موږ کې قومي شعور نه شته. د مثال په توګه دا دى نن امريکنيان (امريکايان) افغانستان ته راغلل زما په نزد د امريکايانو او پښتنو تصادم (ټکر) بې ځايه دى ځکه چې تصادم (جنګ) په مفاداتو (ګټو) راځي. د امريکايانو د سريم پاور په حيث چې کوم مفادات دي هغه زموږ نه دي. نه زموږ کېداى شي او نه موږ د دې د عويدار يوو. موږ انګريز تقسيم کړي يوو، موږ خپل ملي قومي وحدت غواړو. زموږ قومي وحدت د امريکې پر ضد نه دى که دا قومي وحدت وشي نو پدې منطقه کې به امن راشي چې پښتنو (افغانانو) قومي وحدت نه يې شوى نو امن نه شي راتللى مثال يې دا دى که يو وجود په منځ نيم کړې نو تر څو پورې چې دې ګنډلى نه وي نو د هغې وينه نه بنديږي.


امريکايان چې زموږ خاورې ته راتلل نو د افغانانو په خاوره د بدقسمتۍ نه د طالبانو حکومت و. طالبان په قوم پښتانه و خو هغوى ځان ته طالبان ويل پښتانه يې نه ويل.


امريکايان چې دلته راغلل نو هغوى ته وسله ورکول او ډالر ورکول مشکل نه وو هغوى ته دا مشکل وو چې د امريکني تابوت امريکا ته لاړ نه شي نو هغوى دلته کې ځان ته ملګري غوښتل. وردګ صيب شمالي اتحاد هم شريعت نافذاوه او طالبانو هم شريعت نافذول غوښتل مقصد يې يو و په شريعت کې تور او سپين نشته. په طالبانو کې دا شعور نه و هغوى وويل چې اسامه بن لادن او القاعدې والا د امريکا د سي اى اې د طالبانو نه ډېر مخکې راوستلي و دوى نه راغوښتي دي او نه د دوى ميلمانه و که چېرې دوى راغوښتي واى نو ټيک ده چې هر څه کېدل شوي واى ځکه د پښتنو روايت دا دى چې هغه خپل ميلمه چا ته نه ورکوي. دا د CIA ميلمانه و او CIA راوستي وو او CIA چې ورسره کومه خبره کوله هغې سره د دوى هېڅ سراو کار نه و. او بيا دا چې طالبانو سره دا شعور نه و چې موږ کوم قوت سره تصادم (ټکر)  کوو. ايا موږ د دې جوګه يو چې د دې قوت سره تصادم (ټکر، جنګ) وکړو. لاکن شمالي اتحاد د هغوى سره همکاري وکړه نتيجه دا شوه چې کله حامد کرزى د بن د معاهدې لاندې افغانستان ته راغى نو شمالي اتحاد په ټول افغانستان قابض و سره د دې چې امريکې ورته ويلي و چې کابل ته به نه ننوځي نو هغوى کابل ته هم ننوتي و او تر اوسه پورې هغه قابض دى.


د جهاد او جنګونو په وخت کې چې دلته زموږ افغانان وروڼه راغلي وو ماورته کله هم د مهاجر کلمه نه ده استعمال کړې، ما ورته هميشه ولي دي چې دا د دوى د خپل پلارنيکه ملک او خاوره ده دا شريکه يوه خاوره ده چې که څوک دلته اوسي او که هلته که په لاندې تکليف راغلى بر تللي او که په برو تکليف راغلى لاندې تللي دي خو زموږ دغه وروڼه چې کوم دي دوى کې يو تن هم خپل قومي وحدت ته د سر غوږ نه اېښوده زه چې اوس په اول وار کابل ته تللى وم نو هلته د کابينې ځنې وزيرانو لکه امين ارسلا، احدي صيب او نورو هم همدا خبره کوله او حامد کرزي صيب ته ما وويل چې که په قومي وحدت باندې ته زما نه زيات واضح نه يې نو کم هم  نه يې او په دې وجه باندې زما زړه ډېر غټ شو چې زه تا ته خبره کوم. تاسې بايد امريکې ته دا وښايئ چې زموږ او ستاسې د مفاداتو تصادم نشته او دا جنګ هسې پيدا شوى دى. ما ورته وويل که پدې کې ستا حيثيت د يو ايجينټ (نماينده) شو نو تاته هم تاوان دى او ستا قوم ته هم تاوان دى. او که په دې کې ستا حيثيت د يو اتحادي شو د مساوي درجې شو نو تاته هم فايده ده او ستا قوم ته هم فايده ده. نو زه به يو ځل بيا ووايم چې زموږ عالمانو او پوهانو ته دې خداى د نيکۍ هدايت وکړي چې د دې خپل قوم فکر وکړي او په داسې لار روان شي چې دا کور نور وران نه شي.


وردګ: قدرمنه مشره داسې مې اوريدلي دي کله چې تاسو ننګرهار او کابل ته تشريف وړى وو په ويزه تللي وئ.‎، دا رښتيا ده چې خپل وطن ته په ويزه تللي وئ؟


خان لالا: وردګ صيب! ما په جلال اباد کې په خپله وينا کې وويل چې ماته ډېر لوى افسوس دى چې زما دا دويم وار دى چې خپل ملک او وطن افغانستان ته زه په ويزه راغلى يم. د دې نه مخکې زه د انګريزانو په وخت کې هم راغلى وم په هغه وخت کې زه په ويزه نه يم راغلى. زه افغان يم او افغانستان چې زه يې خپل کور ګڼم چې هغې ته زه په ويزه راځم نو د هغې خو دا ښکاره او صفا مطلب دى چې زه دا حق نه لرم چې افغانستان ته خپل کور ووايم.


وردګ: ډېره جالبه او حيرانونکې خبره ده، ما دا خبره اوريدلې وه مګر خداى مې شاهد دى چې د منلو راته نه وه. دا کوم د افغانيت، انسانيت او اسلاميت تعريف دى چې يو افغان د خپل کور، وطن او پلرني ټاټوبي ته په ويزه راشي. خان لالا دا د افسوس خبره نه ده دا ډېره د شرم خبره ده، زه خو د وجدان په حکم د يوه افغان په صفت پدې خبره ډېر و شرمېدلم شخصاً بل ځواب تاسو ته نه لرم. خو يوه خبره د افغان په توګه په جرئت تاسو ته کول غواړم او هغه ومنئ، دا کار د اصلي افغانانو کار نه دى، دا د افغان قهرمان ولس کار نه دى، افغان خپله خاوره نه خرڅوي او خپل وطنوال نه پردي کوي. مګر موږ وليدل چې ګوډاګيو رژيمو افغانستان وران، افغانان بې کوره، بې وطنه او پر دي کړل. دا زموږ د خپلو حماقت وو که د تاريخ جبر، دا ټول وشول. سربيره پر دې که افغانان بيا هم د يوه بې کفايته ګوډاګي حکومت نه د ملي احساس توقع ولري دا ځل به دا بله لويه ګناه او يوه بله لويه تېروتنه وي. پښتون وژنه، پښتون شرمونه او پښتون ختمونه د دوى ورځنىۍ اصلي چارې دي. وګورئ کابل د ټول افغانستان او ټولو افغانانو پلازمينه ده، په کابل کې په سلو کې شپېته پښتانه هستوګن دي مګر پښتون بايد په ويزه ورته راشي. پښتون بايد پکې سپک شي، پښتو ويل پکې لويه ګناه ده ځکه چې ملي وحدت ته يې زيان ګڼي، په پښتو ژبه پوهنتون، ليسه، متوسطه لاپريږده چې په پښتو ژبه يوه لومړني ښوونځي ته هم اجازه پکې نشته. حتا د دوکانو او ټرافيکو يوه لوحه هم په پښتو نشي ليدلى، داسې يوه ملک او ښار ته پښتون بايد په ويزه راشي. تاسې په دې هکله د يوه افغان قومي مشر په صفت په ارګ کې ناست پښتون ولسمشر ته څه پيغام لرئ؟


خان لالا: په کابل کې به ستا ذهن ته هېڅکله دا رانه شي چې دا کابل د پښتنو ښار دى. يا به درسره فارسي وايي او که په فارسي نه پوهيږي نو انګريزي به درسره وايي. د ابادۍ په تناسب چې هر څه وي وي به خو کابل ښار د پښتنو نه حسابيږي هغه د فارسيوانانو ښار دى.


وردګ صيب! لکه څنګه چې ما مخکې درته وويل په موږ کې احساس کمتري پيدا شوې ده. زموږ په ځنې شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو او پوهانو کې احساس کمتري پيدا شوې ده پر ځاى د دې چې خپلې ژبې او کولتور ته پرمختيا ورکړي دوى د پهلوي فارسي لپاره کار کوي.


زه په پېښور کې د افغانستان قنسلګرۍ ته ورغلى وم ما سره زما يو بل ملګرى چې د سټوډنټس فيډرشن مشر پاتې شوى رياض خټک نوميږي و. ما ورته وويل چې دلته پدې قنسلګرۍ کې دې څه احساس وکړ، نو د هغې ورته پام نه و نو ما ورته وويل چې زه ور ننوتلم او بيرته ترې را وتلم نو ما پدې قنسلګرۍ کې دوه ژبې وليدې چې يوه يې انګريزي او بله يې فارسي نو دا د افغانستان قنسلګري ده په کراچۍ کې نه ده په لارهور کې نه ده، په پېښور کې ده لاکن پدې کې انګريزي ژبه شته، فارسي ژبه شته او پښتو ژبه نشته. ټيک ده چې تاجک، هزاره، ترکمن، ازبک، نورستاني او نور ټول افغانان دي زموږ وروڼه دي کم از کم پدې افغانستان کې دې پښتنو ته د خپلې ابادۍ (شمېر) په تناسب خپل حق ورکړي او که د شمېر په تناسب پښتون خپل حق نه شي اخستلى نو بيا يې د ازاد حيثيت نشته بيايې د غلام حيثيت دى.


که د پېښور فنسلګرۍ ته پام وکړو نو جنرال قنسل فارسي وان نه دى هغه د فراه خان دى ليکن حالات دا دي چې پښتو ژپه پکې نشته يوازې فارسي او انګريزي چلېږي.


وردګ صيب! زموږ د افغانستان د پارلمان يو غړي زموږ د اپريدو يو ملګري ته ويلي و چې که دلته کې تاسې پوره غورځنګ جوړ کړى او د وحدت خبره کوئ نو صحي ده او که پوره غورځنګ نه وي نو دا بيا موږ ته تاوان دى.


نو زه دغه وروڼو ته داسې وايم چې تاسې چې د ډيورنډ د کرښې خبره کوئ نو په داسې انداز کې يې کوئ لکه په موږ چې ډېر احسان کوئ لکه دوى چې د دې نه د سره خبر نه وي دا په موږ احسان نه دى دا عمل انګريز د ټول پښتون (افغان) سره کړى دى او قامي وحدت يوازې د لاندې پښتنو مسئله نه ده بلکې د ډيورنډ کرښې پوره قام ويشلى دى دا يوه قامي مسئله ده دا يقيناً يو غورځنګ غواړي خو د دې دا مطلب هېڅکله نه دى چې ګنې دغه غورځنګ به دلته جوړيږي او فقط موږ به ورته وده ورکوو دا د پورته افغانانو هم وظيفه ده چې خپل سياسي رول ولوبوي او حامد کرزى صيب او نورو ټولو ته دا خبره کوم چې که په ويزه باندې پښتانه افغانستان ته ځي نو بيا خو په غير شعوري توګه موږ دعه استعماري کرښه خپل سرحد وټاکه. کم از کم افغانانو ته خو بايد د پاسپورټ او د ويزې ضرورت نه وي لکه څنګه چې د انګريزانو په وخت کې نه و. خداى وکړي چې دوى زما په خبرو پوهېدلي وي.


وردګ: خان لالا اکثريت افغاني مطبوعات حتا د کابل سرکاري رسمي خبري رسنۍ د ملي خيانت خبرې بربنډې په ډاګه کوي د ملک تجزيه غواړي. د کمونستانو د وخت د تجزيې هغه خطرناکه روسي وسله اوس هم په خپل ټول قوت سره استعمالوي چې افغان قومونو ته مليتونه وايي او په يوه واحد افغان ملت کې مليتونه جوړوي، او په جګ اواز د افغان تاريخي خاورې د ليلام خبر په هسکه غاړه هره ورځ څو څو واره تکراروي او وايي چې: د پاکستان باجوړ، د پاکستان کوټه، د پاکستان شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان، د پاکستان پېښور او …. که څوک ځينې وپوښتي چې دا ولې د پاکستان؟ په څه منطق د پاکستان؟ ښکاره خبره ده چې ځواب يې نه لري. که دا د افغان خاورې ليلام نه دى نو څه دى؟ دا دى ستاسو نوى بل زيرى چې اصيل افغانان بايد خپل اصلي وطن او کورته په ويزه لاړ شي. که دا د ډيورنډ په رسميت پېژندل نه دي نو څه دي؟


دلته د بې کفايته حکومت او سرکاري مطبوعاتو ملي موقف تر سوال لاندې راځي. ولسمشر کرزى د ولس په رايو راغلى دى نه د کودتا له لارې، خو حکومتي چارې يې د يوه ګوډاګي رژيم په څېر د وطن فروشئ بڼه غوره کړې ده. د دې ټولو ناوړه کارونو اصلي وجه د پخوانه بربنډه شوې ده. لومړى دا چې ولسمشر باکفايته يو ملي کاري ټيم نه لري. بل دا چې د ده په همدې بې کفايته مصلحتي ټيم کې اکثريت مرتجع اپرچونستان، شخصاً د ده دښمنان، ګوډاګيان او د ملت قاتلين ځاى پر ځاى شوي دي. دا به نو هم ډېره ناديده خبره وي که څوک ووايي  په افغانانو کې د ملي شخصيتونو علمي کدرونه نشته. د کرزي په دربار کې د دغو د بړه مارو مطبوعاتي مشاورينو وظيفه څه ده؟ ولې ولسمشر نه خبروي؟ دوى ولې د ملي خپرونو خنډ ګرځي چې ولسمشر يې ون ګوري؟ ولې دوى غواړي چې ولسمش د ارګ په تيارو کې وساتي؟ په خپل عمر کې يې چې کتابت نه وو کړى وزيران شول، که کورونه يې نه درلودل قصرونه يې جوړ کړل، که جيبونه يې خالي وو اوس  په ډالرو ښه ډک شول، نور نو څه غواړي؟ لږ خو دې د خداى د دې ولس د شهيدانو، کونډو او يتيمانو نه خو وشرمېمي. که دغه بې کفايته درباريان وي او دغه د دربار دبړه ماران، کرزي او او ملت ته دې خداى خير پېښ کړي.


ولسمشر ته پکار دا ده چې ځانله يو ښه باکفايته کاري ټيم جوړ کړي، ګنې هېڅکله به د تاريخي مسووليت نه ځان خلاص نشي کړى او د تل لپاره به افغان تاريخ ته يو پړ ولسمشر وي. ډېر وبښئ خان لالا چې زما خبرې هم تکراري وې هم اوږدې. تاسو څه پکې وايئ؟


خان لالا: وردګ صيب! دوى ته هېڅ تاوان نشته زما په نزد دوى د حق اخستلو پر ځاى په دې سوچ کوي چې که دوى ته کومه توکړه ورغورځوي نو دا توکړه به منع شي نو دا د افسوس خبره ده چې نن د ٢١ پېړۍ په اغاز کې خوارلس د بره سل کاله پس  په موږ کې نن هم دا جذبه نه ده پيدا شوې.


وردګ: ستاسو درانه مشر سره زما خبرې نه دي خلاصې خو وخت خلاص شو. يار زنده صحبت باقي، تاسو چې د سفر پدې بيړني حالت کې زما پوښتنې ځواب کړې ډېره ډېره مننه خان صيب. ښه سفر درته غواړم.


خان لالا: وردګ صاحب ډېره مهرباني خداى دې اباد لره چې کله دې پېښور ته تشريف راوړ نو زما ځاى ته حتمي راشه.