کور / اسلامي / قرآنی روغتيا

قرآنی روغتيا

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ


(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))



قرآنی روغتيا


(يوه لنډه پېژندګلی)
 ليک: انور شاهين خانخېل – پېښور ( کوزه پښتونخوا )


برېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.com



په تېرو ورځو کښې خپل يو دوست د مردان سيمې ښاغلی عبدالرحيم درانی چې د پښتو د يو شمېر کتابونو ليکوال او ژباړونکے دے راته د يوې سی ډی د اورېدو لارښوونه وکړه چې پکښې د ښاغلی استاذ جمشېد خدادادی وېناګانې وې. يقين وکړئ چې هغه سی ډی چې پکښې د قرآن او انسانی سلامتيا او روغتيا په موضوع لس لېکچرونه وو داسې خوندور،  په نه انکارېدونکو عقلی او نقلی دلائلو مشتمل  او د انسان د فطرت عېن مطابق وو چې مې بيا بيا هغه لېکچرونه وارېدل او خوند به يې راکوۀ او نوې نوې خبرې به مخې ته راتلې. بيا مې په تکل سره د دغه قدرمن استاذ څه ليکنې او يو دوه کتابونه هم تر لاسه کړل او له لوستلو نه پس مې غوښتل چې څه پرې وليکم او د خداےپاک مخلوقاتو ته ترې څه ګټه ورسی


     ښاغلے استاذ جمشيد خدادادی د ايران د اسلامی جمهوريت له اصفهان ښار سره تعلق لری. که څه هم په بنيادی توګه د هوائی ځواک ستر افسر او د پرمختلليو ماډرن  هوائی جهازونو (الوتکو) لوے ماهر دے خو څه موده اګاهو ورته داسې حالات رامنځته شول چې د قرآن او سلامتيا په موضوع يې تحقيقات شروع کړل. لکه هغه د خپل ځان په باره کښې وائی چې کله زۀ په ښه بده پوه شوم نو يو سوال به زما په ذهن کښې راتۀ او هغه دا چې زۀ ولې مسلمان يم ايا چې زۀ په مسلمانه کورنۍ کښې پېدا شوم نو خا مخا به مسلمان يم او همدا مسلمانی عقيده صحيح ده ځکه چې زۀ پکښې پېدا شوے يم؟ نو بس په دې موضوع مې ريسرچ او څېړنه شروع کړه او تقرپباً د دنيا د ټولو مشهورو دينونو او مذهبونو مطالعه او تحقيق مې شروع کړ او اخير کار دې نتيجې ته ورسېدم چې اسلامی عقائد او اسلامی تعليمات د انسان د فطرت عېن مطابق دی. وائی بيا په هغو وختونو کښې چې په ايران باندې د عراق لخوا په مسلط شوی جنګ کښې په اخير کښې کله د د ملګرو ملتو د ٥٩٨ قرارداد له مخې جنګ بند شو نو د ملګرو ملتو (يو اين ) لخوا د افسرانو يو ماموريتی پلاوے (وفد) راغلے ؤ نو زۀ د يو رابطه افسر په توګه له هغوی سره په تماس کښې وم په دغه پلاوی کښې د يوګوسلاويې يو افسر ؤ چې  (( ډېوېډ اويچ )) نومېدۀ هغۀ سره يو ډول دارو وو چې (( پراپوليز )) نوميدل خو عجيبه دا چې چا ته به چې هر څه بيماری ولګېده نو هم هغه درمل به يې ورکوۀ چې هغه کله لاړ نو زما په غوښتنه يې ما ته هغه دارو راولېږل نو ما په هغۀ باندې تحقيقات شروع کړل او په اخېر کښې ډېر حېران شوم چې د دغه دارو پوره فارمولا بو علی سينا د خپل کتاب (( قانون )) په دويم ټوک کښې په تفصيل سره ليکلے ده نو بس له هغې ورځې نه د قرآن مجيد په دې دعوا چې   فرمائی چې وَلَا رَطْبٍ وَ لَا يَابِسٍ اِلّا فِي كِتَابٍ مُبينٍ . ( انعام ۵۹ ) يعنې هيڅ لوند او تر داسې نشته چې په دې مبين کتاب کښې موجود نه وی تحقيق شروع کړ چې قرآن مجيد هر کله دا دعوا کوی نو بې ځايه نه ده او دا چې قرآن مجيد يو معجزه او شفاء ده نو پکار دی چې په دې کتاب کښې د انسان د ټولو بيماريو په خاصه توګه د هغو بيماريو چې ډاکټران او طبيبان يې له علاج څخه عاجز دی موجود وی او چې څومره د قرآن مجيد د مبارکو ايتونو ژورتيا ته تلم دومره به راته د علم او حکمت نوی يوی بانونه او کړکۍ خلاصېدې او بالاخره مې له دغه معجزاتی کتاب څخه د انسان د ټولو بيماريو علاج کشف کړ. او د خداے پاک دا فرمان بالکل په ځاے دے چې فرمائی: وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا (سورۀ عنکبوت ٦٩ ايت) يعنې (( چې څوک زما په لار کښې کوشش او هڅه کوی نو زۀ يې خپلو لارو ته هدايت کوم )) هغه وائی چې په قرآن مجيد کښې ١٦٠ ايتونه د انسان د خوراک څښاک په حقله راغلی دی چې دا چاره د انسان خوراکونو ته د قرآن مجيد د اهميت ورکولو ښودنه کوی.



      اوس دغه محترم استاذ د قرآنی طب په څانګه کښې په دنيا کښې يواځېنے محقق او متخصص دے او تر اوسه په دې موضوع چا هم څېړنه نه ده کړے او د ايران په لوے طبی سائنسدانانو او موجدانو کښې شامل دے او په دې څانګه کښې يې اعزازی ډيګري اخېستې ده. دغه محترم تر اوسه پورې په ډېرو زياتو هغو بيماريو چې جديد مېډيکل سائنس يې تر اوسه علت نه دے معلوم کړے علت يې له قرآن مجيد څخه کشف کړے او هغه بيمارۍ يې معالجه کړی دی او بيمارانو يې شفا موندې ده چې پکښې يو تر ټولو وروستۍ او مشهوره بيماری ايم ايس هم ده. هغه وائی چې  په قرآن مجيد کښې د ټولو ناروغېو علاج موجود دے خو که انسان ورته غور او فکر وکړی په دې کتاب کښې که يو طرف ته د انسان لپاره روحی او معنوی شفا ده نو بل طرف ته پکښې بدنی شفاء هم ده ځکه چې انسان د دوو څيزونو مجموعه ده يو روح دے او يو بدن نو قرآن مجيد د انسان د دې دواړو اړخونو خيال ساتلے دے.. هغه دا هم وائی چې د انسان علاج خداے پاک خپله د انسان په خوراکونو کښې اېښودے دے او که انسان خوراکونه هغسې وخوری چې څنګه قرآن او اسلام يې مونږ ته سپارښتنه کړې ده نو يوه بيماری به هم انسان ته نزدې نه راځی او که د خپلو بې احتياطيو په وجه بيمار هم شی نو په هم دغو خوراکونو کښې يې علاج موجود دے چې کوم بې شمېره خوراکونه مونږ ته خداے پاک د نعمتونو په توګه عطا کړی دی. او که انسان د خوراک دغه روشونه او رودې عملی کړی نو هيڅکله به بيمار نه شی او چې نه بيماريږی نو عمر به يې هم ډېر زيات وی.


     د ښاغلی خدادادی د نظريې له مخې خداے پاک حېوانات په خپل يو فطرت باندې پېدا کړی دی او هر يو حېوان د خپل خپل فطرت مطابق خوراکونه خوری لکه که ګډې او بزې وغېره ته غوښه واچوې نو که ډېر هم اوږی وی نو و به يې نه خوری خو که واښۀ ورته واچوې نو خوری يې دغه شان که پيشو او سپی وغېره  ته واښۀ مخې ته کېږدې نو که ډېر هم اوږی وی نو څکه به ترې و نه کړی او که غوښه ورته واچوې نو خوری يې. خو بل طرف ته خداے پاک انسان اشرف المخلوقات ګرځولېے دے او ورته يې په خوراک څښاک او اعمالو کښې ازادی ورکړې ده چې هغه له دې ازادۍ نه په ناوړې استفادې سره د هر ډول بدو عملونو په ترڅ  کښې په خوراکونو کښې هم هره الا بلا وراچوی او چې بيمار شی نو ډاکټرانو ته مراجعه وکړی چې هغوی يې په رائجو کېميائی داروګانو هغه درد او تکيلف په وختی توګه اودۀ کړی او د بيمارۍ هغه علت هم هغه شان پاتې شی او بل طرف ته چې هغه داروګان په بدن کښې کوم خپل منفی اثرات پرېږدی له هغو څخه نورې بيمارۍ په وجود کښې راشی او انسان زر د کټ شی او بالاخره داسې بيمارۍ ورته ولګی چې ډاکټران ورته ځواب ورکړی او اخېر مړ شی.


     د ښاغلی د نظريې مطابق د انسان دا بدن د خداے پاک يو امانت دے نو پکار دی چې دا امانت په ډېر احتياط سره استعمال شی ځکه چې خداے پاک به څنګه په اخېرت کښې له انسان نه د اعمالو تپوس کوی نو دغه شان به ترې د بدن تپوس هم کوی چې څه يې ورسره کړی دی؟ بلکې استاذ خدادادی په قرآنی دلائلو سره دا هم ثابتوی چې د انسان خوراک څښاک د هغۀ له ښو او بدو اعمالو سره نېغ په نېغه تعلق لری يعنې يو خوراک کولې شی انسان بدعملۍ، فحاشۍ، وحشت او ډول ډول ګناهونو ته وهڅوی او دغه شان يو خوراک کولې شی چې په انسان کښې مينه، صبر، استقامت او روحانيت پېدا کړی. لکه په قرآن مجيد کښې د خنځير غوښه حرامه کړې شوې ده نو ځکه چې په خنځير کښې داسې عادتونه دی چې د هغۀ د غوښې په خوړلو سره  په انسان کښې هغه عادتونه راځی چې بالاخره هغه بد عادتونه د انسان د دواړو جهانو د بدبختۍ او هلاکت سبب ګرځی. خداے پاک د خنځير غوښه يو مثال راوړے او اشاره يې ورته کړې ده په نورو غوښو خوړلو کښې خپله انسان ته پکار دی څېړنه وکړی.



     محترم استاذ ادعا کوی چې انسان خداے پاک غوښه خور نه بلکې سبزی خور، مېوې خور ، دالونه خور او غَلې  خور پېدا کړې دے او که په سائنسی توګه د يو غوښه خور ځناور د بدن د اندامونو، لاسونو پښو، پنجو، غاښونو، د معدې د جوړښت معائنه وشی او په مقابل کښې يې د انسان د دغو ټولو اندامونو معائنه وشی نو د دواړو ترمېنځ به د زمکې او اسمان فرق وی او دا به په سائنسی توګه ثابته شی چې د انسان اندامونه د مېوې او سبزۍ لپاره جوړ کړې شوی دی. هغه وائی چې له دې نه انکار نه شی کېدې چې کوم حېوانات خداے پاک حلال کړی دی نو غوښه يې خوړل پکار دی خو مطلب دا نه شو چې شپه او ورځ دې غوښين څيزونه خوری  بلکې زيات نه زيات په هفته کښې يو ځل غوښه خوړل پکار دی او هغه هم کوشش پکار دے چې د اوبو د حېواناتو لکه کب غوښه خوړل پکار ده او که د زمکنی حېواناتو غوښه خورې نو تر ټولو ښه غوښه د ګډو بزو غوښه ده او بيا احتياط پکار دے چې که هغه حېوانات په غرونو کښې څرېدلی وی او قدرتی ګياګانې يې خوړلې وی نو غوښه او پۍ (شودۀ) استعمالول يې د انسان لپاره ښۀ دی او که نه په مصنوعی طريقه رالوې شويو ګياګانو باندې غټ شوے وی نو غوښه او پۍ وغېره يې د فائدې په ځاے نقصان کوی. دغه شان مصنوعی او فارمی چرګان او هګۍ هم دغه حال دے چې هغوی ته کلورومفينکول په شان خطرناک داروګان او نور خطرناکې بيمارۍ جوړوونکی خوراکونه ورته ورکيږی او ستنې ورته لګول کيږی چې په دغو باندې وده موندونکو چرګانو غوښه خوړلو سره په انسان کښې رنګ رنګ خطرناکې بيمارۍ راپېداکيږی. او تر ټولو خطرناکه او د ظلم خبره دا چې دغه چرګان له ٤٥ نه تر ٥٠ ورځو پورې نه پرېږدی چې اودۀ شی چې له دې کبله يې بدن له تيزابيت نه ډک وی. دغه شان په کور کښې پالل شوی هغه چرګان چې چرمخکۍ، کرړی، چينجی، ګونګټان او منږکان خوری د هغو غوښه خوړل هم د انسان لپاره خطرناک او د ډول ډول بيماريو سبب ګرځی له دې نه علاوه په حېواناتو کښې هغه حېوانات چې نجاستونه خوری له هغو څخه چرګان هم دی او د خداے د ګران رسول (ص) په احاديثو کښې راغلی دی چې (( چرګ د مارغانو خنځير دے )). البته که چرګان په داسې ماحول کښې وساتل شی چې دغه څيزونه و نه خوری او پاک خوراکونه ورته ورکړې شی نو خېر دے که غوښه او هګۍ يې وخوړې شی.دغه شان استاذ جمشېد خدادادی د خوراک د هغو څيزونو د خوړلو چې په مصنوعی توګه په کارخانو کښې تياريږی په خاصه توګه چې په ټيلی ويژن او اخبارانو رسالو کښې يې تبليغات کيږی مخالفت کوی او  د انسان لپاره يې ډېر خطرناک او د بيماريو سبب ګڼی او په ډېرو نويو سائنسی دلائلو  سره يې خپلې ادعاګانې ثابتې کړې دی او وائی که انسان د دغو څيزونو کارخانو ته لاړ شی او وګوری چې دا څنګه جوړيږی او کوم زهرجن او خطرناک څيزونه پکښې ګډوی او د هغو کېميائی څيزونو څېړنه وشی نو ټول عمر به دغو خوراکونو ته نزدې ورنشی. دغه شان د چايو ، ماستو او کوکوکاکولا، فانټا ، پيپسی او د دا ډول مصنوعی شربتونو، او د بېکرۍ د څيزونو، سېنډ وېچونو، پيزاګانو وغېره له استعمال نه هم خلق په سختۍ سره منعې کړی دی.


     بله خبره چې محترم استاذ ترې نه خلق منعې کوی خوراکونه او پخکړی په پرېشرکوکر، مائېکرو فېر او د دا ډول څيزونو کښې پخول دی او په سائنسی دلائلو سره يې ثابتوی چې په دغه ډول څيزونو کښې په پخ شوی خوراکونو کښې د هغوی د سېلولونو ترتيب تباه کيږی او پکښې شامل وېټامنونه او نورې انرجۍ له منځه ځی او فقط د بوسو په څېر يو څيز پاتې کيږی چې فقط خېټه پرې ډکه شی او د فائدې په ځاے نقصان کوی. هدا رنګ هغه له ډوډۍ نه لږ مخکښې، د ډوډۍ په دوران کښې يا له ډوډۍ نه فوراً پس اوبو څښل ډېر ضرر ورکوونکې ګڼی او سپارښتنه کوی چې له ډوډۍ نه نيمه ګېنټه مخکښې او له ډوډۍ نه دوه نيمې ګېنټې پس اوبو څښل پکار دی.


       په هر حال هغۀ قدرمن چې د کومو څيزونو له خوړلو نه خلق منعې کړی دی نو ډېر عمر يې په هغو باندې تحقيقات کړی دی او چې کوم نقصانات يې په ګوته کړی دی له هغو څخه تر اوسه يو روعتيائی سائنسدان او ډاکټر انکار نه دے کړے.او نه کولې شی.



     او تر ټولو په زړۀ پورې خبره دا چې محترم استاذ چې له کومو څيزونو له خوړلو نه خلق منعې کړی دی نو خلق يې همداسې بې برخليکه نه دی پرېښودی بلکې د هر منعې کړی شوی څيز په مقابل کښې يې څو چنده خوراکونه ښودلی دی چې ټول هغه انرجۍ چې په منعې کړې شويو خوراکونو کښې  پکار دی موجودې وی خو انسان د هغو په تيارولو کښې هغه له منځه وړی وی.د استاذ په ښودل شويو خوراکونو کښې هغه انرجۍ په څو چنده موجودې دی او بله ښه خبره دا چې هغه مصنوعی خوراکونه چې کوم منفی اغېزې لری هغه د استاذ په ښودل شويو قدرتی او طبيعی خوراکونو کښې وجود نه لری او لا عجيبه خبره دا چې خوند او رنګ به يې هم له مصنوعی يا په غلطه طريقه پخکړې شويوخوراکونو څخه زيات وی. البته که څه هم هغه د سبزېو او دالونو په پخليو باندې ډېر زور ورکوی خو بيا هم د کټوۍ پخولو موجوده رائجو طريقو مخالف دے او د دغو څيزونو د پخولو لپاره يو ډول مخصوصې او دوديزې طريقې ښئ چې په هغو باندې په عمل کولو سره د دغو پخکړيو څيزونو خوند، رنګ او مزه هم زياته وی او انرجی او طاقت يې هم په خپل ځاے برقرار پاتې وی په خاصه توګه هغه د چکه غوړو سخت مخالف دے او د تېلو استعمالو په تېره بيا د زېتون د تېلو او که زېتون نه وی نو د نمرپرست ګل د تېلو د خوړلو سپارښتنه کوی همدا رنګ د تېلو سرۀ کول يې هم په سختۍ سره منعې کړی دی. او د اخلی پخلی ډېر خوندورې او جالبې طريقې يې ښودلې دی لکه په يو  کتاب کښې يې د څو سوو پخکړيو او خوراکونو د اخلی پخلی طريقې ښودلې دی او هم دا رنګ يې په يو بل کتاب کښې تر سلو پورې شربتونه او جوسونه جوړول ښودلی دی خو په دغو ټولو پخکړيو ، خوراکونو او شربتونو او جوسونو کښې يې يو هم مصنوعی څيز نه دے استعمال کړے ټول څيزونه يې طبيعی او عام خوراکی څيزونه دی.


     ښاغلے استاذ جمشيد خدادادی د ايران يو پېژندل شوے شخصيت د روغتيا او خوراکونو په موضوع ګانو يې مختلف کتابونه ليکلی او په پوهنتونو کښې يې باقاعده کېلاسونه لګی په هغو کېلاسونو کښې چې د ډاکټرانو په شمول د ژوند د مختلفو شعبو خلق موجود وی ګډون کوونکو ته لېکچرونه ورکوی چې د هغو لېکچرونو سی ډی ګانې هم جوړې شوی دی او خلق ترې استفاده کوی . هغۀ ته نن سبا داسې بيماران مراجعه کوی چې ډاکټرانو ورته ځوابونه ورکړی وی. يا ځينې ډاکټران هم ورته د خپلو بيمارانو لپاره مراجعه کوی بله عجيبه دا چې هغۀ ته کوم مريضان مراجعه کوی نو ورته داروګان نه ورکوی بلکې ورته وائی چې دا دا خوراکونه بند کړه او دا دا خوراکونه خوره او په دې طريقه يې خوره او هغه بيماران د خداے پاک په فضل سره جوړ شوی دی چې ډاکټران ورته حېران شوی چې دا څنګه جوړ شوی دی؟ او په زړۀ پورې خبره دا چې هغۀ ته څوک بيمار د علاج يا مشورې لپاره مراجعه کوی نو   هغه ترې څه فيسونه او پېسې نه اخلی بلکې بس فيس يې دا دے چې ورته ووائی چې د خداے پاک شکر ادا کړه چې دومره نعمتونه يې درته عطا کړی دی او په حضرت محمد (ص) او د هغوی په آل باندې درود وليږئ.چې د هغوی له مخه يې درباندې دومره مهربانۍ کړی دی. او بله جالبه خبره دا چې هغه وائی چې له دې قرانی او طبيعی خوراکونو له استعمالو نه مخکښې زۀ او زما کورنۍ به هر وخت په بيماريو اخته وو او په روغتونونو کښې به داخل وو خو چې له کله نه مو دغه منعې کړې  شوی خوراکونو خوړل پرېښودل او فطری او طبيعی خوراکونو ته مو مخه کړې ده نو کلونه وشول چې حتی زکام او سرخوږے هم راته نه دے لګېدلے او نه مو چرته يوه ډسپرين ګولۍ استعمال کړې ده.


      د بيماريو د تشخيص په حقله د دې سوال په ځواب کښې چې تۀ د بيماريو تشخيص څنګه کوې وائی: زۀ د ژبې او مخ  او لاسونو په کتو سره د بيماريو تشخيص کوم حتی د هغو بيماريو چې په لېبارټريو کښې يې تشخيص نه کيږی د خداے په فضل سره د ژبې او مخ او لاسونو په کتو سره يې تشخيص ممکن دے.


     د استاذ خدادادی اصل مقصد دا دے چې د انسان خالق، مالک او جوړوونکے خداے پاک دے او چې په عام ژوند کښې هم چې يوه مشينری چا سائنسدان جوړه کړی وی نو هغه پرې ښه پوهيږی چې دا مشين په څه چليږی، څه ورته ښه دی او څه ورته نه دی ښۀ او په څه سره خرابيږی؟ نو دغه شان انسان ته هم پکار دی چې د خپل بدن د مشينرۍ په باره کښې د دې جوړوونکی يعنې خداے پاک ته رجوع وکړی چې هغه پاک ذات د خپل پاک قرآن، پاک نبی او پاکو بزرګانو په ذريعه د دغې پېچيده مشينرۍ د استعمالولو له څه رنګوالی نه خبر کړی يو،  نو پکار دی چې د خالق په هغو هداياتو باندې عمل وشی. د هغۀ په قول هر هغه علم چې هغه په ژوند کښې د ځان او نورو مخلوقاتو د فائدې لپاره استعمال نه شی هغه علم نه يواځې دا چې څه فائده نه کوی بلکې اکثر وختونه د فائدې په ځاے نقصان کوی.


 په اصل کښې محترام استاذ غواړی چې انسان د خپل فطرت په مطابق ژوند وکړی او له مصنوعی ژوند څخه  راوځی  او خپل خداے ته نزدې شی ځکه چې هغه کله د فطری او طبيعی نعمتونو بې شمېره او معجزانه ښېګړې په عملی توګه ووينی نو د خپل خالق او مالک به لا زيات موحد، شکرګزاره او منونکے بنده جوړ شی.دلته دې مسئلې ته هم پکار دی پاملرنه وشی چې اکثر خلق ليدل شوی دی چې کله بيمار شی نو وائی چې خدايه پاکه تا راباندې دا درانۀ اېښودی دی يا وائی بس دا د خداے کارونه دی چې په داسې مصيبت کښې يې راګېر کړے يم حال دا  چې خداے پاک په خپلو بندګانو باندې ډېر زيات مهربان دے او د هغوی خېر غواړی بِيَدِكَ الْخَيْرُ  د هغۀ په لاس کښې خېر دے بد نشته او هيڅکله دا نه غواړی چې يو بنده دې بدبخته او بدمرغه يا بيمار شی. دا هر څه انسان په خپله په خپل ځان کوی او که يو کس خا مخا ځان د ذلت، خوارۍ او بدبختۍ په لور راکاږی نو بيا يې خداے پاک هم په خپل هغه حالت کښې پرېږدی. البته که د خپلې تېروتنې او اشتباه په وجه انسان په څه مصيبت يا بيمارۍ کښې مبتلا شی نو بيا غفور او رحيم ذات پرې مهربانی کوی او هغه مصيبت او  بيمارۍ ترې لرې کوی او يو لړ داسې اسباب يې ورته په دنيا کښې رامنځته کړی دی چې د هغو په ذريعې سره شفاء بيا مومی لکه په قران کښې په يو ځاے کښې حضرت ابراهيم (ع) د ټولو انسانانو په نمائندګۍ سره وائی:وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ((يعنې  چې کله زۀ بيمار شم نو هغه ذات ( خداے پاک ) راته شفاء راکوی )) يعنې په دې ايت مبارک کښې داسې نه وائی چې  خداے پاک مې بيماروی. بلکې وائی چې زۀ خپله بيمارېږم يعنې انسان خپله ځان بيمار کړی نو بيا شفاء ورته خداے پاک ورکوی. يعنې انسان خو له خپله لاسه ځان تباه کړے وی خو دا د خداے پاک مهربانی ده چې د هغۀ د شفاء لپاره يې په دنيا کښې يو لړ داسې شفاء ورکوونکی خوراکونه پېدا کړی دی چې د هغو په استعمالولو سره رغيږی. خداے پاک هيڅله په چا ظلم نه کوی چې بې ګناه بې خطا چا ته بيماری او بدبختی ورپغاړه کړی. دلته به ډېر په افسوس سره ووايم چې ځينو ملايانو هم د قضاء او قدر په مسئله کښې له خداے پاک نه يو ډکټيټر او جابر باچا جوړ کړے دے او بس بې ګناه بې خطا خپل هغه مخلوق چې په ډېرې مينې يې جوړ کړے دے زوروی. ارواښاد غنی خان به ډېرې ښکلې خبرې کولې لکه د هغۀ د نظريې مطابق: (( ځينو ملايانو له خداے پاک نه يو باؤ بلا جوړ کړې ده حال دا چې خداے پاک زما جانان دے هغه ما سره مينه کوی زۀ به هغۀ سره مينه کوم او دا ښکلے انسان چې يې په ډېره مينه جوړ کړے دے امکان نه لری چې بې ګناه بې خطا يې و ډبوی او وې  زوروی  ))


     نو بس انسان ته پکار دی چې د خپل خالق لور ته رجوع وکړی او کومه فطری لاره چې خداے پاک ورته ټاکلې ده په هغه لار يون وکړی او د ژوند په هر ډګر او هره مرحله کښې له هغه مهربان ذات څخه لارښوونه او هدايت واخلی نو په داسې حالت کښې به يې ټولې نېکمرغۍ او خوشحالۍ پښو ته راشی.او په دا ډول به د مالک او بنده په مېنځ کښې د مينې او محبت او عشق هغه رشته لا مضبوطه او خوږه شی . بده به نه وی چې په اخېر کښې د خداے پاک د دغه عظيم الشان کتاب قران مجيد په باره کښې د اميرالمومنين حضرت علی (ع) يوه وېنا وړاندې کړم چې فرمائی:


(( قرآن هغه نور دے چې تيارۀ پکښې نه موندل کيږی او هغه څراغ دے چې رڼا لره يې زوال نشته، هغه رسۍ ده چې رشته يې پياوړې ده، هغه پناهځاے دے چې څوکه يې اوچته ده، هغه سمندر دے چې تږی يې په اوبۀ راوېستلو نه شی ختمولې،هغه شفاء ورکوونکے دے چې له ويرې او وحشت نه ډکې بيمارۍ له منځه وړی. قرآن د علم د چينو د زړۀ سپرلے، د عدل او انصاف سرچينه او د حقيقت صفا جاری نهر دے. نو بس خپل علاج له قرآن نه وغواړئ او مصيبتونو کښې له قرآن نه مرسته واخلئ او خپلې غوښتنې د قرآن په وسيله وغواړئ او له قرآن سره په دوستۍ سره د خداے لور ته مخه کړئ، ځکه چې له خداے پاک سره د بندګانو د نزديکت لپاره له قرآن نه بله ښه وسيله نشته )) (نهج البلاغه، د امام علی (ع) له ١٧٦ او ١٩٨ خطبو څخه )


      په هر حال ما بنده هم د خداے پاک د مخلوقاتو په تېره بيا د خپلو پښتنو وروڼو خوېندو د استفادې لپاره ځنې غټې غټې خبرې قلم ته وسپارلې او انشاء الله که خداے پاک وغواړی نو په راتلونکو وختونوکښې به د دغه قدرمن محقق او څېړونکی استاذ له ليکنو او لېکچرونو څخه څه نا څه نور مطالب هم خپلو ګرانو پښتنو ته ډالۍ کړم. 


           ستاسو د دعاګانو محتاج  انور شاهين خانخېل