کور / تازه خبرونه / دولت د پنځه ويشت مخالفينو د وژلو ادعا کوي

دولت د پنځه ويشت مخالفينو د وژلو ادعا کوي

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دولت د پنځه ويشتو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه وسله وال مخالفين د ارزګان ولايت د دهراوت په ولسوالۍ کې د وسله وال بريد په ترڅ کې وژل شوي دي. همدا راز اعلاميه زياتوي چې له دغو کسانو څخه ديرلس ميله وسله هم د پوليسو ګوتو ته ورغلې ده.
ويل کېږي چې په دغو پوځي عملياتو کې د مخالفينو يو قوماندان هم ټپي شوى دى. د کورنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ادعا کړې ده چې د مخالفينو د مړو جسدونه د جګړې پر ډګر پاتې دي.