کور / کتابتون - بېلابېل اثار / په Windows XP کي د پښتو ليک دود اچولو طريقه

په Windows XP کي د پښتو ليک دود اچولو طريقه

  په  XP کي د پښتو ليک دود اچولو طريقه ( Pa xp Installing Info )



د شېرزاد کامه وال څخه په مننه چي پښتوته يې د اول ځل لپاره وړيا سافټوېرونه جوړ کړي؛ او ځپلې پښتو يې د نړيوال جال سره د اول ځل لپاره اشنا کړې ده !

په Windows XP کي تاسي کولای شی چي په خپل کمپيوټر کي پښتو په ډيره اساني سره ځای يا Install کړي ، او د کمپوټر په هره برخه کي په خپله مورنۍ ژبه ليکل او لوستل وکړی ، ددې تر څنګ تاسي کولای شی چي په پښتو بل چاته برېښناليک ولېږی ، او د نورپه پښتو ليکل شوي ليکونه ولولی ، په MSN کي د خپلوملګرو اودوستانو سره په پښتو بانډار وکړی .او په نورو ډيرو زياتو پرګرامونو کي پښتو ليکل وکړی . د Windows کارونکي کولای شي په لاندي لارښوونو په ډيره اساني سره پښتو په خپل کمپيو ټرونو کي واچوي



١ : لومړی تاسي بايد د پښتوKeyboard او د پښتو ليکبڼه لاندي خپل کمپيوټر ته کښته کړی
الف : د پښتو Keyboard د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړئ
ب : د پښتو ليکبڼي د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړئ  : پښتو فانټونه
ج : د پښتو xp فـايلونو د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړئ



يادونه : پر واړو پرګرامو کليک وکړئ تر څو ستاسي په کمپيوټر کي Install شي




په Windows XP کي د پښتو ليک دود اچول ( Pa xp Installing Info )
















































٢: دوهم د نوموړوپرګرامونو تر کښته کولو او Installing وروسته به په خپل کمپيوټر کي د Start Menu په Click سره د خپل کمپيوټر و Control panel (دوينډوز واکمن ځای ) ته لاړ شی .

٣: دريم پهControl panel کښي به Regional and Language Options خوښ کړی
٤ : څلروم په Regional and Language Options کي په Language خوښ کړی
۵: پنځم په Language کي به د لنګويچ پاڼي ته ورشی او هلته به دراسته څخه و چپه خواته د ليکلود ژبو دوسيي په خپل کمپيوټر کي پرانيزی چي دا کار د نوموړي تشي خانې په نښه کولو سره کيږي
٦ : شپږم داختاري کړکۍ په راتګ سره به د OK په click سره ستاسي کمپيوټر د دوسيو د پرانيستلو ورسته د سره روښانه شي

۷ :اووم کله کي ستاسي کمپيوټر د سره روښانه شي نو تاسي به بيرته همدغه ځای ته راشی يعني د Start Menu په خوښولو سره به Control Panel ته لاړ شی او هلته به Regional and Language Options ته ورشی او تر هغه وروسته به دLanguage په کليک سره د Language پاڼي ته راشی خو دا ځل به Details کليک کړی
۸: اتم د Details په خوښولو سره به تاسي لاندي پاڼي ته راشی چي هلته به تاسي يواځي انګليسي keyboard وينی تاسي به د ADD پر سر click وکړی تر څو دوهم يعني پښتو keyboard هم پکښي اضافه کړی
۹: نهم دADD په Click سره به تاسي د ژبو د خوښولو پاڼي ته ورشې او هلته به د پاسني ليست څخه Arabic ( Saudi Arabia ) خوښ کړی
يادونه : که چيري په ليست کي عربي ژبي نه وې نو تاسي د راسته څخه و چپه خواته د ليکلو ژبي نه دي پرانستلي وګوری پنځمه لارښوونه
١٠ : لسم د Arabic ( Saudi Arabia ) تر خوښولو ورسته به په لاندني ليست کي Afghan [pashto] پيدا کړي او هغه په خوښ کړی
يادونه : که چيري په دوهم ليست کي Afghan [pashto] په سر سر کي نه و نو تاسي د لمړۍ لارښوني الف برخه خپل په کمپيوټر کي نه ده install کړی
١١: يوولسم د Afghan[pashto] تر خوښولو ورسته به OK کليک کړی او تر هغه لاندي پاڼه کي به د انګليسي پر سرد afghan keyboard برخه هم راشي او تر دې ورسته به نوموړې او نوري ټولي پاڼي ترApply کولو وروسته دOK په click کولو سره وتړی

د نوموړو لارښونو پس ستاسي د کمپيوټر د Windows په Language Bar ( د کړکۍ په چپ خوا کي د ساعت سره ) يو علامه چي EN پر ليکلي دي راپيدا شي چي د هغه په click سره به تاسي پاس دAR په click سره خپل keyboardو پښتو ته اړولای شی او يا هم د خپل keyboard د چپ لاس دShift او Alt په يوځايي کښېکښلو سره هم خپل keyboard پښتو ته اړولاې شی او بيا يي د همدې Shift اوAlt په يوځايي کښېکښولو سره بيرته انګليسي ته اړولای شی




ستاسي د keyboard ډول به په لاندي شکل وي ، تاسي کولی شې چي د لاندي انځور څخه د پښتو توري په خپل keyboard کي پيدا کړی ، چي پاسني ئې د Normal Keyboard توري دي او لاندني ئې هغه توري دي چي د Shift په کښېکښلو سره راځي





بېرته شاته


خپل کمپيوټر ته پښتو آفيس وړيا ښکته کړئ.


د خوښۍ ځای دی چي په پښتو ژبه د مايکروسافټ معتبري کمپنۍ د آفیس بنډل وژباړه او په نړيوال جال کي يې ګټي اخستني ته وړاندي کړ.
تاسو کولای شۍ د انګرېزي پر ځای له پښتو آفیس Microsoft Office څخه ګټه واخلۍ! چي د وورد Word، اکسیل Excell ، پاورپاينټ Power Point او اوټلوک Outlook پروګرامونه يې په پښتو ژبه کارېدلی شي.
د کاروني لاري چاري:
۱- تر هرڅه د مخه تاسو باید د مايکروسافټ «وينډوز اکس پي دوهم سرویس پک» (Microsoft Windows XP service Pack 2) نصب کړی وي. که چېري تاسو پورتنۍ ورژن پروګرام نه لرۍ پښتو آفيس نه شۍ نصبولی.
۲- که مو (Microsoft Windows XP service Pack 2) نصب کړی وي خو د پښتو ژبه په کمپيوټر کي شتون ونه لري بيا هم تاسو نه شۍ کولی چي پښتو آفیس نصب کړی.
یادونه: که تاسو (Microsoft Windows XP service Pack 2) نصب کړی وي او پښتو ژبه ونه لري له دغه ځایه د پښتو ژبي لپاره د مايکروسافټ آپډېټ ښکته کړۍ او نصب يې کړۍ چي د کمپيوټر له بيا چالانولو وروسته به پښتو ژبه ستاسو په سيسټم کي پیدا شي.
۳- د افيس د پښتو ژبي آپډېټ د نصبولو لپاره تاسو اړ یاست چي مايکروسافټ افيس ۲۰۰۳ MS Office 2003 په خپل کمپوټر کي نصب (انسټال) کړۍ.
۴-که تاسو پورتنۍ چاري په سمه توګه تر سره کړې وي له دغه ځایه د مايکروسافټ پښتو آفيس لپاره آپډېټ تر لاسه او نصب يې کړۍ.
۵- وروسته له هغه په لاندي لارښود باندي عمل وکړۍ څو ستاسو افيس په پښتو ژبه واوړي:
Start Menu Programs—Microsoft Office—-Microsoft Office tools
Microsoft Office 2003 Language Settings —– in user… and help tab click on (display Office 2003 in “ Pashto”
کله چي مو پورتنۍ کړکۍ پرانستله نو د انګریزی په ځای پښتو وټاکۍ چي له هوکي کولو وروسته به ستاسو آفيس پروګرام په پښتو ژبه وي.








دا دى دكمپيوټر لپاره د پروگرام جوړولو تر ټولو سترې موسسې Microsoft چليز سيستم Windows ته د نړۍ يولس نورې ژبې ( چې له نېكه مرغه پښتــــــو ژبه هم پكې شامله ده ) ورډېرې او Update (نوى كوونكى) فايل يې په 27052005 نيټه جوړ او پرون ورځ ( د 2005 كال د اگست په نهمه نيټه ) يې د انټرنټ له لارې مينه والو ته وړاندې كړ .
دغه يوولس ژبې به دWindows XP ServicePack 2 نوې(Updated) بڼې ته ورډېرې شوې دي او وروسته لدې به ټولو راتلونكو Windows چليز سيستمونو كې موجودې وي .
كه چېرې ستاسې په كمپيوټر كې Windows XP ServicePack 2 چليز سيستم ولرئ نو د يوه نوي كوونكي Windows XP –KB 897338-V2-X86-ENU.EXE نومي فايل په ښكته كولو سره به مو په Windowsكې پښتو Pashto(Afghanistan) سره له كره كليدړې ورډېره شي .
لارښـــــــــــــود:
ددغه Update د كښته كولو لپاره:
۱
ـــ لومړى كښته كول Download كښېكاږئ.
۲
ـــ بيا وروسته :
ـــ د سمدلاسه Instalation لپاره همدغلته په Open يا Run كليك وكړئ .
ـــ كه غواړئ فايل كښته كړئ ، وه يې ساتئ او بيا يې كوم بل وخت Install كړئ نو Save يا
Save this program to disk كښېكاږئ .

او يا هم دا
http://www.microsoft.com/downloads/details. aspx?FamilyID=3fa7cdd1-506b-4ca0-bd47-b338e337a527&displaylang=en كرښه كښېكاږئ او ورپسې په نوموړې پاڼه كې دDownload تڼۍ كښېكاږئ .


د نوموړي نوي كوونكيupdate file ځينې ځانگړنې :
د فايل نوم: Windows XPkw89338-v2-x86-ENU.exe
1.0 :Version
دجوړېدو نېټه : 27-05 -2005
د خپـرېدو نېټه : 09- 08-2005

ژبه :
انگرېزي English
( له انگريزۍ پرته د نورو ژبوWindows XP ServicePack 2 درلودونكي كولاى شي نوموړى Update file د مايكروسافټ له اړوندې سيمه ايزې څانگې څخه د خپل چليز سيستم له ژبې سره سم د هماغه ژبو دWindows لپاره دغه Update file تر لاسه او په Windows XP ServicePack 2 يې ورډېر كړي .)


1792KB : Downloading size د كښته كولو كچه
د كښته كولو تخميني وخت : له يوې تر پينځو دقيقو (ستاسې د انترنت سروس په ډول اوچټكتيا اړه لري.)

پر دغه كره كليدړه باندې دپښتو تورو
: د ويش ترتيب



نورمال حالت




د Shift سره حالت


پدې توگه د Microsoft موسسې د تخنيكي څانگې د كاركونكو څخه چې دې كار ته يې وخت او ارزښت وركړ ، او همدارنگه له ټولو هغو پښتنو ورونو څخه چې پدې لار كې يې زيار كښلى او نوموړې موسسې ته يې د پښتو ژبې او په Windows سيستم كې يې د شاملولو ارزښت ور په گوته كړى او يا يې نورې مشورې ورلېږلې دي او هڅولي يې دي ، د زړه له كومي مننه كوو او د دغه كاميابۍ مباركي ورته وايو .





ماخذ ونه :


ټول افغان / بينوا / لراوبر