کور / کیسه / وصال يتيم شو!!

وصال يتيم شو!!

دژوند د اوولسم سپرلي، لمر وړانګويې دحسين مخ ګل غوټۍ سپړولې ،چې د رويبارانو تګ راتګ يې کورته پيل شو،ډله ډله خلک به له خپل کلي ،اونورولېرې ځايونونه به په جرګو شپه اوورځ راروان وو،خودشګوفې دکورنۍ ځواب به منفي وو،ويل به يې چې لايې لور کوچنۍ ده اوهغه بايدخپلوزده کړوته تداوم ورکړي،په دې وخت کې شګوفه د ښوونځي په نهم ټولګي کې زده کړياله وه، لايې دژوند دملګري په اړه فکر هم نه ووکړى، خو تقدير او قسمت داسې څه دی چې هغه د انسان په هېڅ راز مجبورۍ فکر نه کوي .


دهمدې پسرلي په پاى کې شګوفه يوښکلي او با استعداده ځوان ته کوژده شوه ،حال داچې دهغې زړه نه وه او په دې دوستۍ نه وه خوښه، داسې نه وه چې هلک يې خوښ نه و،هغې په دې عمر کې هېڅ نه غوښتل چې واده وکړي ولې چې لايې ځان کوچنى باله،په دې وخت کې مشال هم په يوولسم ټولګي کې وه، هغوي دواړو په يوه محله کې ښوونځي لوستل،يود ذکورو اوبله داناثوپه لېسه کې وه.


 داچې شګوفه ښکلې ، لايقه او ارامه انجلۍ وه نو دمشال هم ډېره خوښه شوې وه ،او له ځان سره يې پرېکړه کړې وه چې که دخداى پاک رضاوه نو له شګوفې سره به واده کوي، خوهغه ډېر جدي هم نه و، لکه د نورو خلکو او ځوانانو په شان چې يوڅه يې خوښ شي نوبيا يې چې په هره بيه وي دلاسته راوړلو هڅه کوي اولاسته يې راوړي ،که هغه په زړه بدوالي او دښمنۍ هم تمامه شي،مشال له دولسم ټولګي نه فارغ شو،او شګوفه لا يوولسم ټولګي ته تازه بريالۍ شوې وه چې واده يې وشو.


 وروسته له واده بياهم هغه له ښوونځي او زده کړو نه چامنع نه کړه، خپلو زده کړوته يې ادامه ورکوله لنډه داچې له همدې ښوونځي څخه فارغه شوه، کله چې دا فارغه شوه نو خاوند يې ورته وويل چې اوس به دواړه د کانکور په ازموينه کې يوځاى ګډون کوي ولې چې هغه غوښتل دواړه يو پوهنځى ووايي، شګوفې ورسره ديوځاى ازموينې ورکولو ومنله خو دمشال انتخاب پوهنځى دهغې نه وو خوښ،هغې غوښتل طب ووايي او يوه ډاکټره شي ،همداسې يې وکړل،دخداى پاک مهرباني وه دواړه دخپلو خوښو پوهنځيوته بريالي شول،دخپلوزده کړو ترڅنګ يې خپل کورني ژوند ته هم په سمه توګه توجه کوله ،دکورنۍ نور غړي يې هم نه پرېشانه کول ، شګوفې دخپل خسر اوخواښې سره ډېره مينه لرله ، دهغوى به يې ډېر عزت کاوه ،دانو اوس د٢٧کلونو وه چې له طب نه فارغه شوه، له فارغېدونه وروسته په خپله منطقه کې يي معاينه خانه جوړه کړه، داچې دوى ښارته ډېرنږدې اوسېدل، کلى اوکور يې هم ډېرګڼ مېشتى وو،نوښه ګذاره يې روانه وه،دواده يې دولس کاله تېر وو چې دوى دواړه له خپل ښکلي ماشوم زوى( وصال) سره ديوه دوست کورته په مېلمستيا روان وو،چې دلارې په اوږدو کې يې موټر له بل موټر سره ټکر وکړ!! له بده مرغه بايد ووايم چې په دواړو موټرو کې د مشال په ګډون څلورتنه ځاى پرځاى شهيدان شول.


 شګوفه او وصال هم ټپيان وو،مړي اوټپيان روغتون ته ورسول شول،له تداوۍ اودرملنې ،درې ساعته وروسته شګوفه په هوښ راغله د ليونوپشان يې اخوا د ېخوا ته کتل ، ژر يې په ځان يوځغلنده نظر تېرکړ،ګوري چې دواړه پښې يې په ګچ کې دي اوترڅنګ يې نازک وصال هم چې له سره يې سپين بنداژ تاو کړ شوى و په بل چپرکټ بېهوښه پروت و،دځان ګرد چاپير ، يې نور ناروغان هم وليدل، چې له خولې يې يوه تېزه چيغه ووته مشاله!!!!!! له دې سره پرې ډاکټران راټول شوو ،لاسونه اوپښوې ورته ټينګ ونيول، خوهغې ډېر بدحال کاوه ،په وارخطايۍ سره يې وپوښتل مشال څنګه دى اوهغه چېرته دى؟
ډاکټرانو ورته وويل هغه ښه دى ، اوس راځي خو داڅه پوهېده چې مشال به نور هېڅ رانشي ولې چې هغه داسې ځاى ته تللى دى چې راتلل ترې هېڅ امکان نه لري ، په دې وخت کې يې په (سېلاب) چې د مشال دتره زوى و سترګې ولګېدې ، چې ژاړي، هغه چې وليدل شګوفه په هوښ راغلې، نو يې خپلې اوښکې پټې کړې ، مخ يې ترې واړاوه ،دهغې په زړه کې بيا يوه وېره پيداشوه،اواز يې پرې وکړ سېلابه! مشال څه شو،  هغه ښه دى!؟
هولالامې ښه دى ،له ژړانه په ډک ستوني يې وويل.
شګوفه پوهه شوه چې هرومرو څه خبره شته نو يي ورته وويل چې هغه ماته راولۍ له دې خبرې سره سيلاب ترې روان شو،دې ډير بد حال شروع کړ، نژدې ؤ چې ځان له چپرکټ څخه لاندې وغورځوي چې ژر سيلاب رامنډه کړه ، ويي نيوله دې پرې همداسې منګولې لګولې او مشال مشال يي وايه،ټول واټ يې په سر اخيستې وه او ناروغان يي هم په عذاب کړل، نور نو د سيلاب حوصله ختمه شوه ،په ژړاکې يې يوه ويروونکې چيغه يي پرې وکړه مشال لا لا مې نور ژوندى ندى هغه مړ شو!
نا!!!! د روغ وايې دسېلاب په مخ يې وارونه وکړل اوپه چپرکټ پرېوته.
وروسته له يوې نيمې مياشتې شګوفه له روغتون څخه خارج شوه، اوس يي پښې هم روغې وې،خو په زړه کې يي چې د مشال مينې کوم سورى کړى وه هغه به هېڅ وخت جوړ نه شي د هغې د بدبختۍ ورځې نورې پيل شوې،له خپل ماشوم ځوى سره به سهار له کورته وتله او ماذديګربه په وخت راتلله،دکتنځاى (معاينه خانې)ترڅنګ يې په يوه نژدې روغتون کې هم وظيفه واخسته.
د خاوند د مرګ يي اوومه مياشت وه چې يوه ورځ چې شګوفه له وظيفې ستړې اوستومانه راغله نو،يي مشر ليور ورته راغې او په نيمه نيمه يي داسې پوهه کړه چې، هغه غواړي له دې سره نکاح وکړي .
دهغه په دې خبرې سره شګوفه په خپل ځاې کې ودرېده، له ډېرې غوسې يې په ژړا پيل وکړه ،خپل لېور ته يې ډېرې سپکې سپورې وويلې ، ورته يې وويل چې ته شرمېږې نه چې داسې خبرې کوې؟ زما خولاتراوسه د خاوند تخته وچه شوې نده اوتابدبخته بيا زماپه نکاح کولوهم فکر وکړ داسې هېڅکله هم نشي کيداى، ورته يي وويل چې دا خبره بل ځاې ياده نشي نو د دواړو په ګټه به وي او کنه نو ښې پايلې به ونه لري، خو بيا هم نصير دواړه پښې په يوه موزه کې اچولې وى او هماغه خپله خبره يي کوله، خو شګوفې ورسره په هېڅ شکل نه منله تر څو يي خبره سپين ګيرو او له سپين ګيرو څخه محکمې ته ووته، د شګوفې وروڼو د خپلې خور په ګټه د قضيي خلاصېده غوښتل او نصير په خپله ګته، لنډه دا چې جرګه راوغوښتل شوه او دواړه خواوې سره کښېنول شوې.
شګوفې جرګې ته وويل زه د خپل نفس او ځان په هکله د هر راز پريکړې او تصميم نيولو صلاحيت لرم اوداصلاحيت اواجازه ماته شريعت راکړېده او کولاې شم چې په خپله خپل انتخاب وکړم، خو زه نه غواړم له داسې يو شخص سره چې ٧٥ کاله عمر ولري او ددې تر څنګ درې نور ودونه هم ولري نکاح وکړم، زه خو د نصيرلالا د لور پر ځاې يم نو زه څنګه هغه سره نکاح وکړم؟
نصير ورته وويل چې داد پښتو کار دى او زه غواړم چې خپل شرم په خپل کور کې خوندي کړم ته زما د ورور کونډه يي او زه بايد له تا سره نکاح وکړم دا چې نصير ډېر مالداره سړى و، نو جرګه مارو ته يې ډېرې پيسې ورکړې وې، چې په خپلو غلطو او نا سالمو دليلونو او منطقو يې داسې فيصله وکړه چې شګوفه اوس د نصير دو ى د کور عزت ده، او بايد نصير سره نکاح وکړي خو هغې ورسره نه منله.
جرګه ختمه شوه هر څوک په خپل کار پسې ولاړل،بيګاه ته د نکاح شپه وه، ملا صاحب راغې نکاح يي وتړله، شګوفه هم خپلې کوټې ته يوړل شوه ،کله چې ښځې دناوې له کوټې نه ووتلې،هغې دروازه وتړله ،تشناب ته ننوتله هغه دروازه يې هم په ځان پسې قفل کړه،په تشناب کې دڅارويودحلالې لويه چاړه چې په چرمي پوښ کې وه په تيرکې راځړېدله ، هغه يې راښکته کړېوه په هماغه ځاى کې له خپل ټکري نه دځان لپاره دار اچولى وه،چاړه يې له پوښ نه وېستې وه ،اودپښولاندې يې څراغ پايه ايښې وه کله چې نصير خپلې کوټې ته راغى نو ګوري چې دروازه تړل شوې ده، څو ناريې ورپسې وکړې چې شګوفې دروازه خلاصه کړه ، خو دروازه بنده وه ،نصير په غوسه شوه،دروازې ته يې لغته ورکړه ،دکوټې دننه خوانه قلپک راوخاته، کوټې ته په غوسې سره ننوته خوشګوفه په کوټه کې نه وه ،ژريې دتشناب په لور وکتل ،هغه دروازه هم کلکه وه، دروازې ته يې زور وکړ خو خلاصه نه شوه ، هغه يې هم په لغته ووهله ،چې له لغتې سره نصير دتشناب په منځ کې په ډنډ وينوکې ودرېدګوري چې شګوفې په خپل سپين ټکري ځان راځړولى دى اوچاړه يې په خپله ګېډه کې ننوېستې وه اونوره دتل لپاره دمشال خواته تللې وه.