کور / کیسه / سولې! ته به راځې!! ادبي ټوټه

سولې! ته به راځې!! ادبي ټوټه

ای سولې زه په تا پوره باور لرمه چې ته به راځې ته به ضرورراځې دجنګ سپيره لمنه به ټوله کړې دطبعيت ښکلا به درته هرکلې وايي ته به ځان سره دژوندد ښايست ګلونه راوړې
ته به د نړۍ انسانانو ته د انسانيت ارمغان راوړې ته به دجنګ غم ځپلو ته ګل ورينه خندا راوړې ته به دانسانانوز ړونو نه د کرکې او نفرت تخمونه ټول او دخپل ګلڅانګونه داتفاق او يوالې خوشبويي خپروې
هو سولې زه پوره باور لرمه ته به راځې
ته به راځې د درديدلو ميندو شنډو ته مسکا او د يتيم ماشوم شنډو ته خندا راوړې
ته به راځې دبهاند سيندونو سره به د ازادی دليلا ناوې ته سندرې وايې زه پوره باور لرمه چې ته به دشينکي اسمان لمنه کې دځلانده ستور مينځ کې لکه سپينه سپوږمې زما د هيواد پرمظلوم ملت اودنړۍخلکوته خپل دښايست شغلۍ وروې
هو سولې زه باورلرمه چې ته به زما د بيګناه اولسونودبيوسې اوښکې وچې کړې دبيګناه شهيدانو پر مزارونو به د ريدي ګلان زرغون کړی خو زه تاسره ډيره مينه لرمه ځکه چې جنګ نه نفرت لرمه هو سولې ته به راځې
ته به ضرور راځې