کور / کیسه / نالیدلې مینه اوبیلتون

نالیدلې مینه اوبیلتون

انسان کله کله دخيال په وزرونولکه هوايي مرغۍ دومره لوړپرواز وکړي چې خپل لورى ورڅخه ورک شي سره لدې چې سترګې يې خلاصې وي خوبياهم فکرونه اوژورخيالونه دهغه دعقل سترګې داسې بندې کړي چې بيانه څه ويني اونه هم څه حس کوي .
سهار دچاى په چښلو بوخت وم چې په ټليفون مې زنګ راغى په بيړه مې ټليفون له جيبه وکيښ اودخبروکولو ټنۍ ته مې زور ورکړ. ګورم چې بياهم دهغه چازنګ دى چې زه له يوې اوږدې مودې دليدوپه انتظار يم خولا تراوسه مې هغه نده لېدلې .مونږدواړه ناليدلې مينان يو هره ورځ يو اوبل ته دليدو وعدې ورکووخو داچې دهغه ديدن به زما په نصيب وي او کنه الله خبر .دهغه دليدو لپاره مې ډېرې هڅې وکړې کوڅه په کوڅه وګرځېدم خو هغه مې ونه ليد .
ستا په لټون پسې كوڅو كې د ياد
يـم سرګـردان د وچې پاڼې په شـان
هغه لکه روح زماپه بدن کې ځاى نيولى وواوهره لحظه يې بې سکونه ساتلم .سره لدې چې دشپې ناوخته پورې به مودموبایل په مټ ديوبل سره خبرې کولې اودمينې رازونيازبه مو په مړه ګيډه کوله اوديوبل له خبرو به نه مړيدو اوله دنيابې خبره دمينې په نړۍ کې مودشږوبندونه سره جوړول اوله خپل تقدير نه ناخبر به مو دګډژوند دتېرولو قسمونه خوړول کله کله به يې راته ويلې ګرانه ساحل جانه ته زماژوند يې اوبې له تانه زه ژوند نشم تېرولى ستانه هيله کوم ماله ځانه مه بيلوه بې له تانه بغيربه زه مړه شم اوداټپه به يې هر وخت راته په ښکلي غږ کې په ډيرې مينې ويلې .
جدايــي راغــــله لارې دوه شــــوې
مرګ مې قبول دى جدايې نه قبلومه
زه په دې نه پوهېدم چې نه هغې زه ليدلى وم اونه ما خوبياهم ديو بل سره مو په ناليدلى نړۍ کې دومره ژوره اونه شليدونکي مينه په زړونو کې راشنه شوې وه چې دزړه په وينو به مو اوبه کيدله اوديو اوبل دوصلت په ارمان مو دژوند شېبې شمارلې چې يوه ورځ به سره يوځاى کيږو اويو بل ته به په سترګو کې حالونه ووايو او دمينې خبرې په مخامخ ډول سره وکړو .
ټليفون مې غوږ مې ته نږدې کړد ښکلا داواز په اورېدومې په سينه کې زړه په ټوپونو راغى اولدې سره په يوزړه وړونکي غږ يې راته وويل :ساحل جانه نن غواړم تاله نژدې نه ووينم ګرانه وايه ته اوس چېرته يې .په نه زړه مې ځواب ورکړ ښکلا جانې زه اوس په کورکې يم څرنګه چې له يوه زړه نه بل ته لار وي وپوهېدم چې زماپه شان دهغه د صبر کاسه هم نسکوره شوې اويواځې زماپه خبرودهغه مينه نه ماتيږي تر څو چې مې ونه ويني .په بيړه مې له کوره خپل کتابونه واخستل اودښارپه لورله سلوارزوګانو اوارمانونوسره يو ځاى له کوره ووتم اوپه څو شېبو کې دموټرو تم ځاى ته ورسېدم په موټر کې د کښېناستوسره سم يو ځل بيا په ټليفون زنګ راغى تليفون مې غوږ ته نږدې کړ اودهغې خبروته غوږشوم همغه پوښتنه يې بيا تکرارکړه وايه ګرانه چېرته يې نورمې په انتظارپښې ستړې شوې اوزړه مې درزيږي له دې سره دتليفون ليکه پرې شوه زماپه زړه کې هم دهغه دليدو تلوسه لا په زياتېدووه اوداسودا هم راسره وه چې هغه په څومره ستونزو په دې توانېدلې چې زماسره وګوري نو بايد زه هم دغه چانس دلاسه ورنکړ م .په هر صورت موټر هم په ګړندي سرعت فاصله طى کوله اووروسته له لږ څه ځنډه ښارته ورسېدم اوله موټرنه دښکته کيدوسره سم مې له جيبه پيسې وويستې اوپه دې هم پوه نه شوم چې موټروان ته څومره پيسې ورکړې په بیړه مې ګامونه ددخپل دفترپه لورواخستل ددفتردکوڅې هغه سرکې مې یوه انجلۍ ولاړه ولیده زړه مې په درزاشوه سترګې مې له اوښکې ډکې شوې په نه زړه دهغې خواته لاړم مااوهغه دواړه یوبل ته حیرانه حیرانه ګوروخونه دهغې دخولې اونه هم زما دخولې نه کوم لفظ وځي .له ځانه سره مې وویل راځه داجرت خونن دلومړي ځل لپاره وکړه اوورڅخه پوښتنه وکړه چې ته ښکلایې خوڅنګه مې چې خبرې ته خوله جوړه کړه په کوڅه کې دیوه کورله دروازې نه یوه ماشومه راووته اوزما دزړه خبره یې زما په زړه کې غوټه کړه ماشومه دهغې خواته راغله اوورڅخه یې پوښتنه وکړه .
تاسې دچا کورلټوی ؟
ځواب یې ورکړنه دچا کورنه لټوم یوڅوک رانه ورک دی دهغه په لټه کې یم .
دهغه نوم درته معلوم دی .
هونوم یې راته معلوم دی په غږباندې یې پیژنم خوهغه مې تراوسه لیدلی ندی .ډیره موده وشوه چې له هغه سره په ټلیفون خبرې کوم اوهره شیبه دهغه لیدوته شېبې شمارم نن په دې قصد له کوره په ډیرې وېرې وتلې یم چې هغه وګورم .
دهغه نوم راته ویلی شې کیدای شي زه هغه وپیژنم اوله تاسره یوڅه مرسته وکړم .
زه په دې وخت کې ددوی دواړو خبروته په ډیردقت سره غوږ وم اوپه دې باوري شوم چې همدازما مینه ښکلاده چې زه یې دلیدوهیله اوارزوله ډیره وخته په زړه کې ګرځوم .
هغې ماشومې ته زما نوم واخست هونوم یې ساحل دی .
ساحل هوساحل ته هغه پیژنې نه .له نه سره سم په غیرارادي توګه مې له خولې نه داجمله ووتله تاسې ساحل لټوی هغه زه پیژنم .
ته ساحل پیژنې هوزه ساحل پېژنم هغه سره دې څه کاردی ؟
له دې سره یې په بدن باندې خوله راغله ستونی یې وچ شوزه هم وپوهیدم چې ښکلازه وپېژندم .ناڅاپه یې په ژړغوني غږوویل ساحله هیڅ باورمې نه راځي چې زه ستا سره مخامخ ولاړه یم زه خو،به خوب نه وینم نورنوپه ځان ونه پوهیدواوله یوله بله موسینې سره جوختې کړې اودسکون ساه مودیوبل په غیږوکې واخستې .
نورنودکلونوانتظارموپای ته رسیدلی واووصال موبه برخه شوې وه .خودغه وصال ډیرلږو.ښکلاراته وویل ساحل جانه دخدای په امان زه ځم چې نورپه ما ناوخته دی .هغه زما نه لاړه اوزه یې یواځې پریښودم په شاته شاته کتوسره دخپل دفتردروازې ته ورسېدم اوهغه هم زما دسترګونه پناه شوه .له دې وروسته بیاکتل مو په نصیب نه وځکه چې هغه له ډیروغرونو پناه یوبل هیوادته لاړه اوزه دلته یواځې پاتې شوم .خودهغه یادونه تراوسه زما په زړه کې موجونه وهي اوتل مې بې قراره ساتي .