کور / مرکه / افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ کال د نړۍ غوره څانګپوه ډاکتر ونومول شو

افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ کال د نړۍ غوره څانګپوه ډاکتر ونومول شو

د انګلستان د کمبرېج  (Cambridge) د بيوګرافي څېړنيز نړيوال مرکز، چې په نړۍ کې يو نامتو څېړنيز انستيتوت دی، هر کال د زرهاوو ډاکترانو، انجينيرانو او سياستپوهانو د ژوند ليکونو څېړنه تر سره کوي او د هغوی په اړه ټولپوښتنې تر سره کېږي، چې بيا د کال غوره څانګپوه شخصيت ټاکل کېږي، د دغه څېړنو پر بنسټ يو افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ ميلادي کال د نړۍ غوره څانګپوه شخصيت نومول شوی دی، چې د دغه پرېکړې پر بنسټ نوموړی ډاکتر د (LEADING HEALTH PROFESSIONALS OF THE WORLD) لقب ویاړ تر لاسه کړی.


دغه ډاکتر سيد نصير احمد نومي، چې د نيدرلند هېواد د اوتريخت ولايت د نيوخين په ښار کې مېشت دی او د نيدرلند د نايمېخن (Nijmegen) ښار د نايمېخن د پوهنتون په روغتيايي اکادميک مرکز کې د جراح په توګه کار کوي، اوسمهال د نایمېخن په روغتون کې، چې د اروپا په کچه يو لوی روغتيايي او څېړنيز مرکز دی، د رګونو جراح او يا واسکولر سرجن (Vascular Surgeon) په توګه کار کوي (انځوريزه مرکه له دې ځايه ولولی )