کور / روغتيا / د زړه پرناروغۍ باندی د ټولنیزو اړیکو اغیزی

د زړه پرناروغۍ باندی د ټولنیزو اړیکو اغیزی

 که دمینی داغ ناسور دچا پر زړه شی          په درمل د طبیبانو به ښه نه شی


دانسان زړه هم یو عجیب شانته ماشین دی . کله دنړۍ دغمونو درانده پیټی زغملای شی خو کله یی بیا دمینی یو وړوکی داغ دجراحی تر میزه رسوی . دلوړ بیت پشان شعرونو باندی خو په زرګونو کلونه شاعرانو دیوانونه ډک کړیدی . تر اوسه پوری داسی ګڼل کیدل چی ګوندی دایوازی د حساس تخیل هغه مالګه ده چی شاعران خپل شعرونه ورباندی خوندور کوی . زما دشعرونو په ټولګه ( دوړانګو جنازی ) کی هم دغه دود دیاده ندی وتلی چی هیڅکله می هم ددغه نازک احساس و مادی واقعیت ته پام نه وو اوښتی .


 تیره ورځ می د ۲۴ساعته ( * ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی ( ۱۳ / ۱ / ۲۰۱۱ ) یوسرلیک ترسترګو شو چی لیکلی یی وه : د ګران شخص مینه کولای شی چی د زړه رګونه دی بند کړی . داڅیړنیزه  لیکنه می سمدستی ولوسته اوخپله هغه ژمنه رایاده شوه چی دخپل زړه دبایپاس عملیاتو وروسته می دځانه سره کړیوه . دهغه راهیسی می چی کله د زړه د رګونو دبندیو ناروغی په اړه په روسی ، ډنمارکی او انګریزی ژبو رسنیو کی څه نوی شی ترسترګو شوی ، هغه می پښتو ته اړولی او دلوستونکو سره می پدی موخه شریک کړیدی چی خدای مکړه دوی هم زما پشان ددی ناوړی ناروغۍ په دام کی غافلګیره نشی . خبره به نوره نه اوږدوم ، دا تاسی او داهم دنومړی څیړنیزی لیکنی یا راپور دبشپړ متن پشتو ژباړه :
       نوی څیړنی ښئی چی ټولنیزی اړیکی دزړه ناروغۍ په پراختیا او وده کی د پام وړ اغیز لری . دمینی او ګرانښت له مخی د معشوقی د ښیګڼو په هکله تشویش کولای سی پدی ناروغۍ باندی د اخته کیدو رسک په سلو کی تر دری سوه پوری جګ کړی . دفامیل دغړو یا دوستانو لخوانه دخواخوږۍ اویا مرستی کولو له حد نه زیاته غوښتنه احساس هم کولای شی دی ناروغۍ ته لمن ووهی . دا هغه څه دی چی دیوی هراړخیزی څیړنی نه ترلاسه شوی او د زړه دناروغانو اتحادیی داپایلی حیرانونکی او ډیری په زړه پوری بللی دی ځکه دالومړی ځل دی چی دزړه درګونو ناروغی دهغو نژدی ټولنیزو اړیکو سره په تړاو کی څیړل کیږی ، دکومو سره چی موږ په ورځنی ژوند کی تړلی یو . دا چی د زړه درګونو ناروغی په اړوند خوراکی مواد ، سګریټ او الکول ، ورزش او سترس د رسک فکتورونه دی ، له پخوا نه څرګنده شوی خبره ده . خو داڅیړنی د نوموړی ناروغۍ د نوو فکتورونو سره په تړاو کی ترسره کیږی او اړیکی یی ورسره ښودل کیږی ، دا یوه ډیره په زړه پوری خبره ده .د زړه دناروغانو په اتحادیه کی د روغتیایی چارو مسئول شارلوتی کیمبو وایی چی ددغو پایلو له مخی به موږ اړ سو چی په راتلونکی کی باید خپلی اجتماعی اړیکی ددی ډول ناروغی په اړوند د رسک د پارامترونوپه توګه په پام کی ونیسو . دغه څیړنی پر ۴۵۰۰ ډنمارکی نارینه وو او ښځو باندی د شيږو کالو په موده کی ترسره شویدی . دا ټول کسان دڅیړنو تر پیل دمخه روغ رمټ ول مګر پدغه جریان کی دهغو کسانو په وجود کی چی دفامیل دغړو په هکله یی تشویش درلود او یا تل دهغوی لخوا دزیاتوغوښتنو سره مخامخ کیدل ، د دوو څخه تر درو ځلو پوری زیات د ستینوکاردی نښانی ولیدلی شوی چی دا دزړه دناروغۍ لومړی مرحله ده او وروسته د زړه درګونو دبندیدلو لامل ګرځی .


 دکوپنهاګن په پوهنتون کی د ټولنیز طب د ډیپارتمنت استاد او دنوموړو څیړنو ګډونکونکی ریکا لوند وایی : « ددی ناروغۍ دڅرګندیدو شدت زړه ته داشخاصوپه نژدیوالی پوری اړه لری یانی هرڅومره چی تشویش دنژدی کسانو په هکله وی اویا دډیرو نژدی کسانو لخوا ورڅخه غوښتنی کیږی ، هغومره یی پدی ناروغۍ باندی د اخته کیدوخطر زیات دی . په لومړی سرکی پارتنر ( میرمن ، معشوقه . . . ژباړ ) ځای لری چی ورپسی بچیان ، دفامیل نور غړی او دوستان راځی . » نوموړی استاده وایی چی ددی څیړنو پایلی به دهغه طبی پرسونل په کار کی مرسته وکړی چی دزړه ناروغانو دژغورلو سره سروکار لری . دا پدی اړوند زیاتوی : « د روغتیایی چارو کارکونکی باید دا په پام کی ونیسی چی انسانان یودبله جدا جزیری نه بلکه په یوه ګډ ټولنیز جال کی ګډون سره لری او داکار د دوی پر روغتیا باندی دلمس وړ اغیز ښندی . »  .
       هغه تشویشونه چی د زړه ناروغی رامنځته کوی ، کیدلای شی دنژدی کسانو دروغتیا ، اقتصادی حالت اویا اجتماعی ناخوالو په اړه وی . دکار او تحصیل په اړوند تشویشونه هم پدی ډله کی راتلای شی . تشویشونه کیدلای شی دیوچا د راتلونکی په باره وی چی په اړه یی دڅه کولو توان موجود نه وی . دنژدی کسانو لخوا دخواخوږۍ یا مرستی غوښتنه هم هغه وخت دزړه ناروغی رامنځته کولای شی چی داډول غوښتنی دچا پر اوږو باندی دیوه درانده پیټی پشان پرتی وی او دترسره کولو توان یی ونلری .      
د ژباړی پای .
       د ژباړونکی یاددونه : لکه څنګه چی معلومه ده د زړه درګونو ناروغی په زړه کی دهغو رګونو دبندیدو لامله منڅته راځی کوم چی پخبله دزړه وعضلو ته وینه رسوی . دابندیدل په رګونو کی دمنګ په بڼه دغوړینو موادوکلیستیرول دترسب له مخی پیداکیږی چی په وینو کی د حیوانی غوړو ( په ځانګړی توګه دڅلور پښی لرونکو حیواناتو ) ، دشکری او مالګی زیاتوالی د کلیستیرولی موادو په ترسب او منګ نیولو کی مرسته کوی . په همدغه خاطر لوړ دری توکی که له نورم نه زیات وخوړل شی ، ډیر مضر تمامیږی چی باید پرهیز ورنه وشی . مګر دنوموړی څیړنو څخه په پایله اخیستلو کی دا څرګنده شوی نده چی یاد شوی تشویشونه یا غوښتنی دانسان په ارګانیزم کی څه ډول فعل او انفعالات منڅته راولی چی په وینو کی دترسب او په رګونو کی دمنګ نیولو او دوینی دجریان د بندیدو سبب کیږی . که زموږ محترم ډاکتران پدی اړه مالومات ولری ، هیله ده راسره شریک یی کړی .
  ـ  پدی هیله چی ګران لوستونکی می د زړه دناروغۍ او دژوند دټولو ناخوالو څخه په امان وی !