کور / تازه خبرونه / عالمان د نشه يي توکو په بنديز کي مهم رول لوبولای سي

عالمان د نشه يي توکو په بنديز کي مهم رول لوبولای سي

د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې وزارت مرستيال انجنير محمد سميع وايي ،  چې د دغو توکيو د کښت او کارونې په مخنيوي کې،ديني عالمان مهم رول لوبولى شي .


سيمع دغه خبره، نن د هغه څلور ورځني روزنيز ورکشاپ په پيل کې وكړه ، چې په کابل کې د ګڼو ولايتونو شاوخوا ١٥٠ تنو ملاامامانو او خطيبانو په ګډون جوړ شوى دى  .


نوموړي زياته کړه ، چې په دغه ورکشاپ کې ديني عالمانو ته د نشه يي توکيو د کښت او د هغو د کارونې په اړه، دعامه پوهونې روزنه ورکول کيږي .


نوموړى  روزنيز ورکشاپ، د نشه يي توکيو پرضد د مشورتي پروګرام ( کولمبو پلان ) په همکارۍ جوړ شوى ، چې د هېواد په پنځو ولايتونو کې پر نشو د اخته کسانو د درملنې لپاره هم، مرکزونه جوړ کړي دي .


ولسمشر حامدکرزي هم څه موده مخکې د نشه يي توکيو پرضد دمبارزې په درېيم ملي کنفرانس کې،ددغو توکيو پرضد مبارزه کې د ديني عالمانو رول ، مهم بللى و .


دا په داسې حال كې ده ،چې د ملګرو ملتونو ديوې سروې له مخې،سږکال ( ٢٠٠٧ )  په افغانستان کې دکوکناروپه کښت کې ١٧ او د نشه يي توکيوپه توليدکې ٣٤ % زياتوالى راغلى دى .