کور / کره کتنه / توره توته ما ت دي سه ښاخونه:

توره توته ما ت دي سه ښاخونه:

تاسو به له ځينو ولسي سندروسره بلد ياست, او اوريدلي به مو وي.او ما سي به كله كله خپل كلي كي د اسندره او ريده, سي وايي.

توره توته مات دي سه خا ښونه —— وي زما لالي ته دي ور پوري كړل ټيونه
او توره توته مات دي سه خاښونه —– وي زما زړګي ته دي ور پوري كړل غمونه
او توره توته مات دي سه خا ښونه—– وي څنګه دي خالي كړل د پلانۍ سپين مړوندنه
او……..
نه پوهيدم سي تور توت كي به څه تاثير وه, سي پيغلو او ښځو به په ښاديو او خوشحاليو كي
په خپلو خواږه اوازو كي يادا وه , خو كله سي مي تحقيق وكړد سيمي ځيني مخورو او با تجربه مرمنو, زما د پوښتني په ځواب كي د. توره توته مات د ي سه ښاخونه. سندره داسي تعريف كړه.
(ځكه په كليوالو سيمو كي كليوالي انجوني او پيغلي د اسندره يادوي ,يو وخت په يوه سيمه كي خوانان را غونډ سوي ول او د تورطوت سي يوه خوږه او خوندوره ميوه ده, او دا خورا جګه او غټه ونه لري .د خوړلوپه نيت هغه ته د لاس رسي لپاره له لازمو لارو څخه كار اخيست, د بيلګي په ډول يو زړور زلمي به يه په خپل منځ كي غوره كړ او بيا به وني ته وروچت شو. او دتورو طوتانو د تويولو لپاره به يه ه د طوت د خاښونو په ښورولو لاس پوري كړ,سي نا څاپه نوموړى زلمي د يو خاښ د ماتيدو سره لاندي راغورځي , نو يا خو بيه هرمرو ﮋوند له لاسه وركړي وي او يا خو بيه بدن ټپونه اخلي, نو ده پيښي څخه وروسته سي به كله كليوالي پيغلي او انجوني په يو ښادي كي سره راغونډي شوي،او سي به د پيښي ښكار شوي زلمي خپلو خپلوانو هم ګډون درلود اود زړه بړاس بيه ايستلو او تور توت بيه په داسي سندرو كي غانده).

نو ګرانو لوستونكو نږدي يوه لسيزه كيږ سي د غرب سره طوتان را سرشوي, او،اوس سي په ځاي تورو طوتانو د واك چاري په غاړه اخيستي, او هغه نا خوالي, سي يه زمونږ د ګران هيواد پرښارونو سربيره د كليو او بانډو , ډيرو كورنيو ته ور وا ړولي او ډيري كورنۍ يه وزورولي او د ډيرو زړونه يه ازار كړل , نو اوس هغه كليوالي پيغلي سي د تور توت له لاسه يه زړونه ازار شوي او د ﮋوند ارمانونه يه نيمګري شوي وي ,نو سي نور څه يه په وس كي نه وي , نو دخپل زړه بړاس به لاند ډول په ورته سندرو ويلو كي باسي ,سي بيلګه يه د غزني ولايت د ګيلان ولسوالي د يوي سيمي پپغلي انځوروي,چي زه ورسره پداسي حالت كي مخامخ شوم¬¬-
كله سي مي د خپل يو ملګري سره د ليدو په نيت يادي سيمي ته د سفرتكل وكړ, كله سي مي د جنډي نومي بازار پوري د موټر لاره طي كړه, او وړاندي تر سيمي پوري د موټر تلو امكان نه وه, د موترچلونكي سره مي مخه ښه وكړه , او نور مي نو يوه نري لاره په مخه وركړه , څو د خپل ملګري كلي ته ځان ورسوم,سي د يو څه واټن وهلو ورسته , خورا ستړي شوم د يوي سايي(سيوري) په لټه كي شوم , او لږ مي وړاندي وكتل نو يوه زړه برجوره قلعه (لوړديوال لرونكي كور) وليد او مخي ته يه دوه شني وني هم ولاړي وي خورا خوشحال شوم او خوا وشا يه هم وړوكي ما شومان او ځوانان تاويدل را تاويدل داسي معلوميده سي دلته با يا كوم غم يا ښادي وي , خو سي كله سيمي ته ور نږدي شوم الحمدالله د ښادي اوازونه تر غوږ كيدل او زه چي هم دير ستړي شوي وم خواكي مي ورسره د هغي وني سايي ته ډډه ووهله او سيل مي كاوه , د ننه په قلعه كي خوراپه جم او جوش غزلي ويلي كيدي….
سي يو څو شيبي تيري شوي, نو دا ډول سندري راپورته شوي.

ويل توره توته مات دي سه خا ښونه¬¬—– وي او سي په امردي ورانيږي زمونږه كلي ګودرونه
او توره توته مات دي سه خاښونه —– وي دا ستا له لاسه مو په زړه پولي غمونه
او توره توته مات دي سه خاښونه – واي— واي – او چي دي تازه كړل زمونږد كلي پرهارونه
او توره توته مات دي سه ښاخونه — ——- وي سي دي كړو مړاوي زموږد كلي زيړګلونه
او توره ظوته مات دي سه ښاخونه ———– وي ســـــايه دي نشته بادوي, ګــــــرم ورونه
او توره توته مات دي سه ښاخونه —– په امر دي ورانيږي د ګيلان شينكي باغونه
او…
او د دا ډول څو نورو زړه راښكنكو سندرو زما زړه بي ځايه كړ او لږنور هم ورته ايسار شوم او سوچ مي ډير لري وروپسي لاړ, او بيلاخيره مي د طور طوت درك ويستلو او دا سوچ راسره پيدا شو سي يا خدايه! ريښتياهم په دي كلي به دتور توت له لاسه څه تير شوي وي! څه ميندي بيه بوري كړي وي ! كوم ما شومان بيه يتيم كړي وي!
او سي زما يه هم دير پام راپر بله كړاو نور څه مي ونشواي كړاي,نوزما تر خوله هم يو اواز وخوت..
توره توته مات دي سه خا ښونه —— واي — ته به هم وران كي زمونږه كلي او كورونه
توره توته مات دي سه خاښونه—- واي—- څنكه به وركي اخرت ځــــــــوابونــــه
واي واي .
نوالله دي دغرب تورطوتا ن زمونږنه واخلي!