کور / روغتيا / د لمر وړانګي

د لمر وړانګي

ماورا بنفش وړانګې زموږ روغتيا ته ډيرې مهمې او ګټورې دي: دغه وړانګې د ويټامين ډي په توليدکې اساسي رول لوبوي، همدارنګه د کلسيم په جذب او د هډوکو په وده کې ځانګړی اهميت لري.
کچيرې يو انسان نوموړې وړانګې په ډيره پيمانه جذب او يا د ډير وخت لپاره دغو وړانګو سره مواجه شي (که هغه لمر وي او يا هم مصنوعي شعاع يا وړانګې) نو په دغه صورت کې نوموړې وړانګې د لمر سوځيدو (sunburn)، د پوستکي زوړوالی (skin aging) او د پوستکي د مختلفو ناروغيو سبب ګرځي.
د ماورابنفش وړانګې له اړتيا پرته له ۵۰- ۹۰ فيصده د پوستکي د سرطان سبب ګرځي. د سرطان د څيړنو د نړيوالې ادارې (IARC) په اساس هر کال په نړی کې نږدې ۲۰۰،۰۰۰ په ميلنوما او ۴۶،۰۰۰ ميلنوما ته په ورته پيښو اخته کسان مري. همدارنګه ۲،۸ ميليونه سکومس (squamous) حجراتو سرطان او ۱۰ميليونه د بزل (basal) حجراتو سرطاني واقعات د ماورابنفش له اضافي وړانګو سره د مواجه کيدو له امله تثبيت شوي دي.
پدې اړه چې د ماورابنفش اضافي وړانګې د معافيتي سيستم اغيزمنتوب کموي، د خلکو تر منځ لږ پوهاوی شتون لري، همدارنګه د کټکرت او د سترګو د نورو ناروغيو سبب ګرځي.
UICC غواړې د ماورابنفش د اضافي وړانګو د اخيستو په وړاندې د WHO د لمر د اخيستنې پروګرام له لارې يو پراخ فعاليتونه او يا اقدامات په لاره واچوي.
پرته لدې چې پوستکی مو وسوځيږي له لمر نه خوند واخلۍ:
لمر نه ډيره ګټه مه اخلۍ او کوښښ وکړی چې لمر ته د ډير وخت لپاره پاتي نه شی. کله چې لمر سره مخ کيږی نو له هغو پردو نه استفاده وکړی چې د لمر وړانګې نه جذبوي او همدارنګه هغه جامې چې دغه ځانګړنه لري او دغه د سرطان په وړاندې يو ښه محافظوي ميتود شميرل کيږي.