کور / کره کتنه / (د نړۍ هېنداره) د كتاب كره كتنه

(د نړۍ هېنداره) د كتاب كره كتنه


د نړۍ هېنداره د هغو پنځه كتابونو نوم دى، چې  2000 _ 2006 كلونو ترمنځ د ښاغلي احسان الله آرينزي له خوا ليكل شوي دي. (آسيا)، (افريقا)، (اسټراليا)، (اروپا) او (امريكا) د دې كتابونوجلا_جلا نومونه دي، چې په پېښوركې (د ساپي پښتوڅېړنواو پراختيا مركز) له خوا د الازهرخپرندويه ټولنې په مرسته خپاره شوي دي.


لومړى به په ترتيب هركتاب درو پېژنو:
۱ _ آسيا:


د نړۍ هېندارې لومړى ټوك 823 مخونه لري او د يوې جغرافيايي سيمې په توګه د آسيا پرلويه وچه سربېره 49 آسيايي هېوادونه(آذربايجان، اردن، ارمنستان، ازبكستان، اسرائيل، افغانستان، امارات(عربي متحده)، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروني، بنګله دېش، بوتان، پاكستان، تاجكستان، تايلند، تركمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانكا، سنګاپور، سوريه، عراق، عربستان(سعودي)، عمان، فلېپين، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر، كوريا(شمالى)، كوريا(جنوبي)، كمبوديا، كويټ، ګرجستان، لاوس، لبنان، ماليزيا، مالديپ، منګوليا، مغولستان، نيپال، ويتنام، هندوستان او يمن) په كې په هر اړخيزه توګه پېژندل شوي دي.
د آسيا په كتاب كې لومړى د ليكوال او خپرندويه ټولنې سريزې راغلي او بيا د هرهېواد د طبيعي، بشري _ سياسي، اقتصادي او تاريخي جغرافيې ترسرليكونولاندې دا مطالب راغلي دي:
الف _ طبيعي جغرافيه: د نامه لنډيز يا Date Code، نړيوال نوم، رسمي نوم، پخوانى نوم، سيمه ييز نوم، جغرافيايي موقعيت، پراخوالى يا مساحت په km² او m²، د هېواد څلور خواوې او له ګاونډيو هېوادونو سره د پولو اوږدوالى په km، لوى غرونه، جګې څوكې، پراخه سيندونه، اقليم او په پاى كې د هرهېواد نورې جفرافيايي ځانګړتياوې څرګندې شوې دي.


ب _ سياسي جغرافيه : پايتخت (پلازمېنه) او نفوس، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو ګڼوالى په km2  كې، ښاري او كليوال نفوس، د نفوسو سني وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، په زرو زېږېدلو ماشومانو كې د مړينې كلنۍ شمېره، د نفوسو كلنى زياتوالى، د عمر منځنى اوږدوالى، د هرې ښځې د زېږون منځنى كلنى قابليت، د هېواد اداري جوړښت، لوى ښارونه او نفوس، حكومت، اساسي قانون، ولسمشر(جمهوررييس)، لومړى وزير، ملى شورى، قضاييه ځواك، سياسي ګوندونه او د هغوى مشران، د سياسي فشار ډلې او د هغوى مشران؛ نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليكدود، د خپلواكۍ ورځ، په UN او نورو نړيوالو موسساتو كې غړيتوب او ملي بيرغ.


ج _ اقتصادي جغرافيه: د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې په بحث كې لومړى د هرهېواد په عمومي اقتصادي وضع ټوليزه كتنه شوې او بيا لاندې واړه سرليكونه راغلي:


غيرخالص كورنى توليد GDP، د غيرخالص كورني توليد كلنۍ وده، د غيرخالص كورني توليد سكتوري جوړښت، د سړي سر كلنى عايد Per Capita، انفلاسيون، د كار قوت د شمېر او سكتورونو په تفكيك؛ وزګارتيا، بودجه د عوايدو او لګښتونو په تفكيك، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو كلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع، كرنه، څاروي، ځنګلونه، سيلانيان، غټ كانونه، صادرات او واردات د بيعې، اقلامو او سوداګريزه شريكانو په تفكيك؛ بهرني پورونه، بهرنۍ مرستې، ترانسپورت د اورګاډو، لويو لارو، نقليه وسايطو، نلليكو، سوداګريزه الوتكو او بېړيو په تفكيك؛ د راډيويي او ټلويزيوني خپرونو دمركزونوشمېر او د هر هېواد د ټولنيزې ودې په اړه لنډ معلومات د ټينګار وړ ګڼل شوي دي.


له دې وروسته د هرهېواد د سيمه ييزو يا نړيوالو احتمالي لانجو ذكر راغلى او پر پوځي تشكيلاتو يې رڼا اچول شوې ده.


د _ تاريخ: د هېوادونو د تاريخ په برخه كې پر لرغوني تاريخ ډېرې لږ خبرى شوي او هڅه شوې چې په معاصرو پېښو ډېربحث وشي.


د نړۍ هېنداره لومړى ټوك يا (آسيا) د لومړي ځل لپاره په 2000 (1379 ل.هـ) كال كې چاپ شوى دى. د كتاب ليكوال ليكې چې د دې كتاب د تاليف لپاره يې له 92 اخځونو كار اخستي، چې ټول د كتاب په پاى كې معرفي شوي دي. دا كتاب يو قاموس(سيند) يا نوملړ هم لري، چې 80 مخه دى او له لوستونكيو سره د ځينو جغرافيايي نومونو يا اصطلاحګانو د معنا په پوهيدنه كې مرسته كوي. لكه: ټاپو، ټاپو وزمه، طول البلد، نقشه، استوا، حاره، سمندرګى او داسې نور.


دا كتاب په كال 2003 كې د الازهر خپرندويه ټولنې پرته له كوم متني توپيره بيا چاپ كړ. دا ځل په كتاب كې يو بل قاموس هم زيات شو؛ ځكه په كتاب كې راغلي، چې دا هېواد (د مثال په توګه بروني) پر UN سربېره په IAEA، NAM، WTO او داسې نورو نړيوالو ټولنو كې غړيتوب لري؛ خو كېداى شي چې ډېردرانه لوستونكي دا ټولنې و نه پېژني، له همدې لامله ليكوال په دې قاموس كې كابو 60 نړيوالې ټولنې په لنډه توګه معرفى كړي،  چې له لوستونكيو سره د موضوع د ښه درك په برخه كې مرسته وكړي.
2 _ افريقا:
د نړۍ هېندارې دوه يم ټوك افريقا نوميږي چې په كال2001 (1381ل.هـ) په پېښور كې چاپ شوى دى. دغه كتاب د افغانستان د علومواكاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز د وخت علمي منشي ښاغلي نصرالله منګل په سريزه پيل شوى، ورپسې د كتاب د ښاغلي مولف سريزه راغلې، چې په هغې كې يې د دغه دايره المعارفګوټي د ليكلو د تاريخچې او خپلو راتلونكيو پلانونو په اړه خبرې كړي دي.


د مولف له دې سريزې وروسته د افريقا د لويې وچې پېژندګلوي راغلې او بيا د افريقا ټول هېوادونه په وار سره، كټ- مټ د كتاب د لومړي ټوك د متودولوژۍ له مخې په لاندې توګه معرفي شوي دي:


اريتريا، استوايي ګيني، الجزاير، انګولا، ايتوپيا، بوتسوانا، بوركينافاسو، بوروندي، بينين، تانزانيا، توګو، تونس، جنوبي افريقا، جيپوتي، چاد، د عاج ساحل، سوازيلند، سودان، سوماليا، سيراليون، سيشلز، صحرا (د-ج)، كامرون، كانګو(كينشاسا يا پخواني زاير)، كانګو(برازاويل يا د كانګو ډېموكراټيك جمهوريت)، كومورو، كيپ وردي، كينيا، ګابون، ګنا، ګمبيا، ګيني، ګيني بيساو، لايبيريا، ليبيا، ليسوتو، مركزي افريقا، مالي، مدغاسكر، مراكش، ملاوي، مصر، موريتانيا، موريشيز، موزمبيق، ناميبيا، نايجير، نايجيريا او يوګندا.


د كتاب مولف ښاغلي آرينزي د افريقا كتاب د ليكلو لپاره له 65 دري، پښتو او انګليسي اخځونو څخه كار اخيستى دى. د دغه كتاب په پاى كې هم هغه دوه نومليكونه راغلي، چې د آسيا د ټوك دوه يم چاپ په پاى كې راغلي دي. له هغه ځايه، چې د دې كتاب لپاره غوښتنه ډېره وه، نو (د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز) د (الازهر) خپرندويه ټولنې په مرسته دغه كتاب په  2005 (1384ل.هـ كال كې بيا چاپ كړى دى.


3 _ اسټراليا:
د نړۍ هېندارې درېيم ټوك اسټراليا(اوقيانوسيه) نوميږي. دغه كتاب په كال 2003( 1382ل.هـ) كې په پېښور كې (د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز) له خوا خپور شوى دى.


د اسټراليا د كتاب په پيل كې د مولف پرسريزه سربېره، د نړۍ د خپلواكه هېوادونو او د نړۍ د ناخپلواكه سيمو جدولونه راغلي دي. په دغو جدولونو كې د هرخپلواكه هېواد يا ناخپلواكه سيمې موقعيت(په نړۍ كې)، د پايتخت يا پلازمېنې نوم، د نامه لنډيز او په UN كې غړيتوب يا نه غړيتوب راغلى او بيا د كتاب متن پيل كېږي، چې د اسټراليا يا اوقيانوسيه د لويې وچې يا قارې دغه هېوادونه په كې معرفي شوي دي. د اسټراليا لويه وچه د استراليا هېواد، فيجي، كريباتي، مارشال، ميكرونيزيا، ناورو، نوى زيلند، پالوو، پاپوانيوګيني، ساموا، سليمان، تونګا، تووالو او وانواتو.


د دغه كتاب د تاليف لپاره له 51 معتبرو اخځونوكاراخستل شوى او كتاب ټول 396 مخونه لري. په دغه 396 مخونو كې هغه دوه قاموس ګوټي هم راغلي چې د افريقا د ټوك په پاى كې راغلي وه.


4 _ اروپا:
د نړۍ هېندارې څلورم ټوك(اروپا) نوميږي، چې په كال 2005 (1384ل.هـ) په پېښور كې ( ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز) او الاذهر له خوا خپور شوى دى. د دغه كتاب ښايست او د چاپ ښه والى دا څرګندوي، چې د كتابونو د خپرېدنګ په چاركې د (ساپي) او الازهر) د همكارانو تجربه ډېره شوې او په دې پوهېدلي، چې كتاب بايد د منځپانګې د ښكلا او بډاينې  په څنګ كې ظاهري او چاپي ښايست هم ولري.


د اروپا ددې ستركتاب په پيل كې لومړى د مولف سريزه راغلې چې لس پاڼې لري. د اروپا په كتاب كې د ليكوال له سريزې وروسته د نړۍ د ټولو خپلواكه هېوادونو او نا خپلواكه سيمو جدولونه راغلي دي. له دې وروسته لومړى د اروپا لويه وچه او بيا د دې قارې 44 هېوادونه پېژندل شوي دي.


البانيا، اندورا، استريا (اتريش)، بېلاروس(سپينه روسيه)، بلجيم (بلژيك)، بوسنيا اوهرزګوينا، بلغاريا، كروشيا، چك، ډنمارك، استونيا، فنلنډ، فرانسه، جرمني(المان)، يونان، هنګري(مجارستان)، ايسلنډ، ايرلنډ، ايټاليا، لاټويا، ليختن اشتاين، لېټوانيا، لوكزامبورګ، مقدونيه، مالټا، مالډووا، موناكو، نيډرلنډ(هالنډ)، ناروې، پولنډ، پرتګال، رومانيا، روسيه، سان مارينو، صربيا او مونتينګرو(يوګوسلاويا)، سلواكيا، سلوانيا، اسپانيا، سويډن، سويس (سويتزرلنډ)، تركيه، اوكراين، انګلستان او واتيكان.


د نړۍ هېندارې د داېره المعارفګوټي دغه څلورم ټوك(اروپا) 882 پاڼې لري او د ليكلو لپاره يې له 42 معتبرو اخځونو څخه كار اخستل شوى دى. په دې كتاب كې د هرهېواد د ټولنيز_اقتصادي پرمختګ عنوان هم زيات شوى چې دا معلومات په كې راغلي: د سواد سلنه، د ښوونځيو او پوهنتونونو د زده كوونكيو او محصلينو او استادانو شمېر، روځپاڼې، جريدې، كتابونه، روغتيايي حالت، ډكټران، ناروغي، د TV _ راډيو، ټيليفون او نورواسانتياوو شمېر، د ښځو وضع، سيلانيان او داسى نور.


5_ امريكا :


د نړۍ هېندارې پېنځم ټوك(امريكا) نومېږي، چې د 2006 ع په سپتمبر (1385ل.هـ) كال كې چاپ شوى دى. دغه كتاب د ظاهري ښكلا او نفاست له مخې د اروپا ټوك ته ورته دى او دا د كتاب د چاپ په برخه كې له (د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مركز) سره د (الازهر) خپرندويه ټولنې د فني_تخنيكي مرستو ښه بېلګه بلل كېداى شي. 


د امريكا د كتاب په پيل كې له فهرست وروسته د كتاب ډالۍ راغلې ده. د كتاب مولف خپل دغه كتاب د افغانستان دوه سترو پوهانو او څېړونكيو عبدالحى حبيبى او عبدالشكور رشاد سپېڅلو ارواوو ته ډالۍ كړى دى. هغه دوه نوميالي چې خپل ټول شريف عمرونه يې د پوهې، څېړنو او علمي فعاليتونو د خپراوي او پياوړتيا لپاره وقف كړي.


له دې وروسته د نړۍ د خپلواكه هېوادونو او نا خپلواكه سيمو جدولونه، بيا د امريكا د لويې وچې پېژندګلوي او ورپسې د دې لويې وچې د ټولو هېوادونو په اړه معلومات راغلي دي. 


د امريكا د لويې وچې دغه 35 هېوادونه د الفبې په ترتيب دا دي: 


انټيګوا او باربوډا، ارجنټاين، بهاما، بارباډوس، بوليويا، بيليز، برازيل، كاناډا، چيلي، كولمبيا، كوسټاريكا، كيوبا، دومينيكا، دومينيكن، اكواډور، السلواډور، ګرينادا، ګواټيمالا، ګويانا، هايټي، هانډوراس، جميكا، مكسيكو، نيكاراګوا، پانامه، پاراګواى، پيرو، سنت كټس او ناويس، سنټ لوسيا، سنټ وسنټ او ګريناډينز، سورينام، ترينيډاډ او توباګو، د امريكا متحده ايالات، يوروګواى او ونزويلا.


 


د نړۍ هېندارې د دايره المعارفګوټي دغه ټوك 738 مخونه لري او په ليكلو كې يې له 54 اخځونو څخه كاراخستل شوى دى.  


اوس راځو د دغو پېنځو كتابونو پرګټورتوب لنډې خبرې كوو:


په افغان مطبوعاتو كې د نړۍ د هېوادونود پېژندګلوۍ (طبيعي، سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د كوچني يا ستراو تفصيلي كتاب ځاى، چې ښاغلى آرينزى يې دايره المعارفګوټى بولي، په رښتيا تش و او دا هغه لومړنى كتاب دى، چې په پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پېژندګلوۍ په اړه ليكل شوى دى. كتاب ټول له ارقامو ډك دى او په داسې ساده ژبه ليكل شوى، چې په پښتنو سربېره نور افغان وروڼه قومونه هم استفاده ورځنې كولى شي. 


په كتاب كې د خلكو، ځايونو، ګوندونواو نورو مهمو نومونو تر څنګ د هغوانګليسي نومونه هم راغلي، چې له لوستونكيو سره د كتاب د لوستلو په وخت كې د سم تلفظ مرسته شوي وي.


سربېره پردې په كتاب كې د هېوادونو نقشې او ملي بيرغونه هم راغلي دي. كه څه هم چې د چاپ د لګښت د لږولو لپاره نقشې تورې او سپينې چاپ شوي؛ خو ملي بيرغونه په خپلواصلي رنګونوچاپ شوي دي.


د نړۍ هېندارې د دغو پېنځه ټوكونو معلومات زمونږ د ښوونځيو د جغرافيې د ښوونكيو، زده كوونكيو، د پوهنتونو نود محصلينو، ژورناليستانو او د عمومي معلوماتو د ليوالو لپاره په زړه پورې دي. كه څوك د يوه هېواد د طبيعي جغرافيې په اړه معلومات غواړي، كه څوك د كوم هېواد د نفوسو او يا د نفوسو د جوړښت په اړه څه پوهېدل غواړي؛ كه څوك د كوم هېواد د حكومت يا سياسي ګوندونو يا پارلمان په اړه څه معلوماتو ته اړتيا ولري، همدا راز كه څوك د كوم هېواد د اقتصاد يا تاريخ په اړه څه غواړي؛ نو ټول په دې كتابونو كې پيدا كولى شي. د كتاب ډېرى شمېرنې نوې دي او له همدغو وروستيو كلونو سره تړاو لري.


د كتاب اخځونه، چې د هر ټوك په پاى كې راغلي خورا د ډاډ وړ دي. دا اخځونه كتابونه، دايره المعارفونه، مجلې، اخبارونه، د كمپيوټر سي ډي ګانې CDs او د انټرنت پاڼې دي.


دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې د نړۍ هېندارې په خپرولو نه يوازې د كابل كالنۍ نشراتي عنعنه ژوندۍ وساتل شوه، بلكې له هغې څخه په لوړ كيفيت او له معاصرو تخنيكي او علمي امكاناتو څخه په استفاده د نړۍ د ټولو خپلواكه او نا خپلواكه هېوادونو، هېوادګيو او سيمو عمومي او انسايكلوپيډيك معلومات په نوي او عالي علمي بڼه د هېواد د فرهنګ مينانو ته وړاندې شول.


ناويلي دې نه وي پاتې چې د كتاب ښاغلي مولف د(آسيا)، (افريقا)، (اسټراليا)، (اروپا) او(امريكا) د ټوكونو په هره سريزه كې له ښاغليو لوستونكيو او فرهنګيانو په كلكه هيله كړې، چې له ده سره د دې دايره المعارفګوټي په بشپړولو كې مرسته وكړي او مشورې


وركړي. ليكوالو او مولفينو ته د مشورو وركول اود دوى پر كارونو علمي كره كتنې، له هغوى سره مرسته كوي چې د خپل كار نيمګړتياوې له منځه ويسي او داسې آثار خپاره كړي چې ټول پرې وپوهېږي.


درې مياشتې مخكې په كابل كې د غازي محمد جانخان علمي مشورتى شورى، پر دغه كتاب د كره كتنې لپاره يوه غونډه رابللې وه. په دې غونډه كې د افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د جغرافيې څانګې مشر پوهاند غلام جيلاني عارض او پېنځه استادانو، د ښوونې او روزنې د پوهنتون د جغرافيې څانګې استازيو، د كابل پوهنتون او پوليتخنيك ځينو استادانو، پوهانو او علمي شخصيتونو برخه اخستې وه.


د غونډې په پيل كې د قرآن عظيم الشان له تلاوت وروسته، د(نړۍ هېنداره) مولف ښاغلي آرينزي مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل  چې د دې كتاب لومړى، دوه يم او درېيم ټوكونه اوس هيڅ نه پيدا كېږي او ځينې دفترونه دې ته چمتو دي چې هغه بيا چاپ كړي.


ده وويل چې د كتابونو پخواني معلومات او ارقام اوس زاړه شوي او نه ښايي چې له بيا كتنې پرته چاپ شي.


ښاغلي مولف وويل چې په هغو كتابونو 10_ 6 كاله وتلي او زمونږ په اوسنۍ نړۍ كې بدلونونه دومره ګړندي او جدي دي، چې داسې كتابونه بايد هر كال له نويو معلوماتو او ارقامو سره چاپ شي.


ده وويل چې د كتاب په پخواني تاليف كې د كار ميتودولوژي د ده خپله وه او اوس د جغرافيې د علم له محترمو استادانو غواړي چې د كتاب د بيا ليكلو په چار كې ورسره مرسته وكړي او ميتودولوژي په لاس وركړي. ده وويل چې په لسګونو نوي اخځونه يې تيار كړي او چمتو دى، چې كتاب په يونيم كال كې بيا وليكي؛ خو استادان بايد ورسره مرسته وكړي چې څنګه يې وليكي؟
له دې وروسته پوهاند غلام جيلاني عارض، د تعليمي نصاب سرمولف نجيب الله امين افغان، د ښوونې او روزنې پوهنتون د جغرافيې استاد عبدالقديررويان، د (راه آينده) د جريدې مسوول مدير غلام دستګيرهژبر، د “ويسا” ورځپاڼې مديرمحمد زبيرشفيقى، د پوليتخنيك پوهنتون استاد پوهاند حكيمي، د مخابراتو وزارت او مخابراتي قوانينو د رياست غړى انجينيرياري، د ملګروملتونوهمكار انجينير محمد عارف سروري، د بشري حقونو د ادارې غړي استاد هدايت الله او استاد عنايت الله، د “پيام افغان” ټلويزيون همكارانومحترم اصف وردګ او محترم حبيب الله مايار خبرې وكړې او د كتاب د محتوياتو، معلوماتو او ارقامو په برخه كې يې خپلې مشورې له نورو سره شريكې كړې.
ښاغليو ويناوالو د داسې علمي او معلوماتى كتابونو د ليكلو او خپرولو په برخه كې د افغانستان د پوهانو او علماوو د كار او زيار په ارزښت ټينګار وكړ او ويې ويل، چې په افغانستان كې د يوه نوي فعال، زيارايستونكي، پوه او مدبر نسل د روزنې لپاره علمي آثارو ته ډېره اړتيا ده او د ښاغلي آرينزي په شان مولفينو او ليكوالو زيار د ډېر قدر وړ دي، چې همدا يو كتاب يې 3850 مخونه لري.


د غونډې لومړى او مشرويناوال ښاغلى پوهاند غلام جيلانى عارض و، چې د جغرافيې 40 كلنه تدريسى سابقه لري او كابو دېرش كتابونه يې ليكلي دي. نوموړي د خپلو خبرو په پيل كې وويل: “من افتخار دارم كه يك تن از هموطنان عزيزم محترم احسان الله آرينزى كه از نويسنده ګان پرتوان وچيره دست كشورهستند، اقدام به تاليف جغرافياى طبيعى، سياسى، بشرى، اقتصادى و تاريخى جهان كرده اند… اين اقدام يك كارنهايت دشوار، پرمشقت و پر زحمت است كه محترم آرينزى ممالك جهان را در تصنيف هر براعظم با توضيحات مستند و احصائيه سال 1384 تاليف و به جامعه تقديم كرده اند، كه البته وقت زيادى را مصرف كرده و معلومات جامعى را درين مجموعه علمى ګنجانيده اند، اولين فرد افغان هستند كه در سطح ملى و بين اللملى افتخارانجام اين كار بزرګ را حاصل كرده اند).


دلته دا خبره د يادونې وړده، چې يونيم كال مخكې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د جغرافيې څانګې يو پلاوي دوه مياشتې ايران ته سفر كړى و؛ د دې سفر هدف دا و، چې دا استادان د جغرافيې د مضمون ليكلو نوې ميتودولوژي زده كړي او په افغانستان كې پر شويو كارونو رڼا واچوي.


استاد عارض وويل، چې دوى په دې سفر كې له افغانستان څخه همدا پېنځه ټوكه كتابونه (آسيا)، (افريقا)، (اسټراليا)، (اروپا)، او (امريكا) له ځان سره ايران ته وړي وه او هلته يې د افغانستان د (كار) د يوې بېلګې په توګه ايراني استادانو ته ښودلي وه.


د غونډې برخه وال او ويناوال په دې سلا ول، چې:


1 _ د (نړۍ هېنداره) پېنځه ټوكه (آسيا، افريقا، اسټراليا، اروپا او امريكا) دې بيا چاپ ته چمتو شي. په دې ځل ليكلو كې دې د كتاب معلومات او ارقام نوي شي او هڅه دې وشي ، چې د كال 2010 معلومات په كې راوړل شي.


2_ د هرهېواد نقشه دې په ملي ژبه برابره شي، چې لوستونكي ښه پرې پوه شي او كه ممكنه وي رنګه دې چاپ شي.


3_ په كتابونو كې دې د فزيكي جغرافيې برخه زياته شي.


4_ هڅه دې وشي، چې د كتاب ژبه ډېره ساده اوعلمي وي.


5_ د هرهېواد لپاره د كلتوري _ ټولنيز پرمختګ برخه اړينه ده او دا پرمختګ دې د ارقامو په ژبه بيان شي.


6_ د كتابونود پاى دوه قاموسونه يا نومليكونه دې نورهم بډايه شي، چې له لوستونكيو سره د مطالعې په وخت كې پوره مرسته وكړى شي.


7_ كتابونه دې دا ځل په سپين كاغذ چاپ شي. كه ممكنه وي د هرهېواد يو يا دوه عكسونه دې هم ورسره زيات شي.


د كتاب پښتۍ دې ښكلې او كلكه وي، چې كتاب ډېره موده وساتل شي.


8_ كتابونه دې CD ګانې ولري، چې ځوان لوستونكي او مينه وال ترې په خپلو كمپيوټرونو كې استفاده وكړى شي.


9_ كتابونوته دې انټرنټي سايت جوړ شي، چې استفاده يې عامه شي او ډېر خلك يې ولوستل شي.


10_ د نړۍ هېنداره پېنځه كتابونه دې په دري ژبه هم وژباړل شي، چې د استفادې ډګر يې نورهم پراخه شي او دري ژبي وروڼه له كتاب څخه سمه ګټه واخستى شي.


11_ ښاغلي نجيب الله امين افغان په يوه ليكلې پاڼه كې وړانديز كړى، چې د الفبايي ترتيب په ځاى دې د هرې لويې وچې پرمختللي هېوادونه مخكې او كوچني او وروسته پاتې هېوادونه وروسته معرفي شي.


12_ د هرې لويې وچې يوه طبيعي _ سياسي نقشه دې په كتاب كې زياته شي، چې لوستونكي د مطلوب هېواد موقعيت او جغرافياوي څرنګوالى په كې وموندل شي.


ښاغلي پوهاند عارض په دې نظر و، چې تركيه د تاريخ، كلتور او جغرافياوي موقعيت له مخې يوآسيايي هېواد دى او په كار ده، چې د(نړۍ هېنداره) په لومړي ټوك (آسيا) كې ځاى په ځاى شي؛ خو دا، چې له اروپايي اتحاديي سره د يو ځاى كېدو سياسي او اقتصادي مينه لري، دا بېله خبره ده. دى همدا راز په دې اند دى، چې (آذربايجان)، (اوستيا) او (ګرجستان) د جغرافياوي وېش له مخې په (اروپا) كې پراته دي او د (اروپا) ټوك ته ويوړل شي.


پوهاند صاحب همدا راز وويل، چې د هركتاب په پيل كې دې د ټولې نړۍ د هېوادونو الفبايي لست راشي، چې لوستونكي د نړۍ د هېوادنو په شمېر او موقعيت پوه شي او د اړتيا په وخت كې مطلوب ټوك ته مراجعه وكړي.


د غونډې په پاى كې ښاغلي آرينزى ژمنه وكړه، چې د كتاب د بيا ليكلو ستر كار به د جغرافيې د استادانو او مسلكي پوهانو په مرسته لارښوونه او مشوره ډېر ژر پيل كړي او هيله من ښكاريده، چې په 2011 ع كال كې به د دې كتاب دوه ټوكه (آسيا) او (اسټراليا) له ډېرو نويو معلوماتو سره لوستونكيو او مينه والو ته وړاندې كړي. ده همدا راز وويل، چې غواړي د دې كتابونو لمن پراخه كړي او د همدې پېنځه كتابونو له متن څخه نوي كتابونه برابركړي. لكه د آسيا له كتاب څخه (افغانستان) يو بېل كتاب كېداى شي. همدا راز (اسلامي هېوادونه) او (د پخواني شوروي اتحاد خپلواكه جمهوريتونه) هم هغه عناوين كېداى شي، چې په 2011 او 2012 ع كلونو كې به خپاره شي.


د دې ليكنې په پاى كى ښه ښكاري، چې د دې علمي غونډې په جوړولو كې د غازي محمد جان خان د مشورتي ټولنې د فعالو غړيو الحاج محمد عارف وردګ او انجينير حسيب الله كيلمزي هڅې وستايل شي. دى حضراتو د دې غونډې د جوړولو له پاره ډېر كار كړى و.


ښاغلي آرينزي د (نړۍ هېنداره) د ستر كتاب ليكوال او د ګران افغانستان ټولو پوهانو، استادانو اوعلماوو ته د ډېرو برياليتوبونو په هيله، د دې ليكنې لمن رانغاړو او انتظار باسو، چې د دې كتاب نوي او تجديد نظر شوي ټوكونه بازار ته وړاندې شي. هغه وخت به وګورو، چې ښاغلي مولف د كره كتنې د دې علمي غونډې څومره مشورې او سپارښتنې عملي كړي دي.
پاى