کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آیا موږ خپلواکي لرو،چې ویې لمانځو؟

آیا موږ خپلواکي لرو،چې ویې لمانځو؟

په مخکینۍ لیکنه کې مې خپلواکي  تاسو درنو لوستونکو ته  تعریف کړې  وه نن به  زیات  څه  نه  ورباندې لیکم  یوازې  تاسوقدرمنو لوستونکو ته یوڅو لنډې پوښتنې عرض کول غواړم :
۱ــ تاریخ  څه  او کوم  څه  پکې  راغونډېدلای شي ؟۲ ــ په یومعین جغرافعوي موقعیت کې ، چې پېړۍ پېړۍ له سلګونو زرو تر میلیونونو پورې نفوس  وجود ولري   نو آیا تاریخ  به ونه لري ؟۳ ــ زموږ افغان ویاړلی تاریخ، چې  ډېر پرې ویاړو ولې یې په ساتنه کې پاتې  راغلو؟۴ ــ دتاریخ، اوتاریخي اثارو دقېمتي خزانې ساتنه په لمړي ګام کې دولس دنده ده اوکه په هغه ولس حاکم یا تپل شوي دولت ؟۵ ــ دولت  څه ډول تعریفوئ ؟۶ ــ که افغانستان  دولت لري نو دعراضي دکنترول ساحه، ملي حاکمیت، اداره او خپلواکي یې څنګه ارزوئ؟۷ ــ په افغانستان کې دنړیوالو زوزوروباوجود دیوې لسیزې له تېرېدو سره سره نظام جوړ نه  شو نوآیا  دیوګډوډ او منفورنظام  دناکامواو ګمراهو ارګانونومجموعې ته دولت ویلای شئ؟۸ــ دیوهیواد په هوائي اوځمکني حریم دپر له  پسې تېریو د نه مخنیوي پړه دعادي وګړوپه غاړه ده اوکه ددولتي ارګانونویا دهغه تش په نامه دولت دبادارانوپه غاړه؟۹ ــ آیا  تاسو اوس هم  په  دې  باور یاست، چې نړیوال دوستان؟؟ دنظام جوړونې  او  زموږ  سوکالي  ته  راغلي که زموږ  نفاق اولا نورې  تباهي  ته؟۱۰ ــ کله ، چې  د یو هیـــواد په  دننه کې  د بهرنیانولخوا بمورۍ ، پرله  پسې  وژنې،  تالاشۍ  او نورې   ډول   ډول  ځورونې  دیولړ مرموزواوناولو موخو لپاره  ترسره  کیږي آیا تاسو هغه  هیواد د ادارې  څښتن  اوخپلواک ګڼئ؟درنو لوستونکو!
د پورتنیو پوښتنوځوابونه  له  تاریخ، خپلواکي  او ملي حاکمیت سره مخامخ  اړیکې لري  پوهېږم، چې  ځوابونه به یې له  چا سره  په یو ډول  او له  چا سره  په بل  ډول  وي ، دغم  په  ټغر ناست  په  هیواد او خپـلواکي میینان  او با احساسه کسان به  افغانستان  محکوم  او تراشغال لاندې  بولي  خوهیواد پلورونکي او بې ایمانه کسان  به کوم، چې په نننۍ  رسوأ  اداره کې په لوړو څوکیوسریښ اودمافیا ځانګړې کړۍ تشکیلوي  په بل نظر وي .
ستاسو دوخت  په پام کې نیولو سره نه غواړم پورتنۍ پوښتنې پخپله وسپړم یوازې دومره وایم، له بده مرغه بیا هم له بده مرغه ،چې موږ خپلواکي نه لرو زموږ په هوائي اوځمکني حریم شپه اوورځ  تیري کیږي خودومره څوک نشته ، چې یا یې مخه ونیسي اویا خوکم له کمه له خپلې شرمېدلې څوکۍ څخه استعفأ ورکړي .
په افغان ولس ددولتي واکمنانوپه نوم  تپل شوې مافیايي څېرې هیڅکله دنظام جوړونې وړتیانه لري دا ښاغلي  په لوی لاس دبې ثباتي او هیواد ورانولو لپاره په قدرت نازول شوي  او هریویې دبهرنیو مزدور او جاسوس ګڼل کیږي .
دکابل  د تش په نامه  ادارې  د درۍ ګونوقواوو بدمعاشیو، مسخره بازیو او سپین  سترګیو وښوده، چې  دوی د مملکت په کچه  داداري  اوحقوقي  مکلفیتونو دسرته  رسولو له وړتیا څخه  مطلق محروم  دي .
که  تاسوزماد پورتنۍ جملې منطق  راسره  منئ  نوداهم  ومنئ، چې زموږ دملي ګټو په پام کې نیولوسره  پورتني پردیپال د هیڅ   ډول  رسمي  تړونونوحقوقي  صلاحیت  نه  لري  داکه  دامریکايي پوځي  هډو په  اړوند وي  او که  دبن  په  راروان  دوهم مرموزکنفرانس کې د کومو نویو دسیسو په  هکله  وي .زما په  نظر داډېر د شرم  ځای  دی، چې  دیوتاریخي اونامي هیواد دملي ناموس  او حاکمیت  ساتنې لپاره   زموږ یو څوبې ایمانه  پلنڅټي(۱)  دپوځي هډوپه  پلمه  له  هغه  چا سره معامله کوي، چې دیوې لسیزې  په  تېرېدوسره یې داسې ناوړه  وسلې زموږ  په بېګناه ولس وکارولې، چې  اوس دهغو سیمواوسېدونکي له ګڼ شمېرخطرناکو ناروغیو سره لاس ګرېوان  او یو په بل پسې له نړۍ سترګې پټوي .
دحیرانتیا اوپوښتنې  وړ خو دا ده، چې امریکاهمدا اوس اوس  دناټوله  غړوسره یوځای  په افغانستان کې له یو لک اوپنځوسو زرو څخه  زیات  پوځیان لري  خو ددومره فزیکي اوتخنیکي حضورباوجودیې زموږ دخلګو امن تامین  نه کړای  شوپه سویل ختیځو سیموکې یې  دزرګونو توپچي  حملو په وړاندې هیڅ  غبرګون ونه ښودنوکه په ۲۰۱۴ ز کال کې  د دوی  دا پیاده قواوې  ووزي  بیابه نو څنګه  دیوڅومحدودو پوځي  هډو هغه  هم  هوائي  او کوماندویي  پرسونل  اوپخپل سروبموریو سوله  تأمین کړي؟راګرزم خپلواکي او بلواکي ته .
دالیکنه  په  داسې  وخت  کې کوم، چې  د امریکا غږ  رادیوله  لارې  مې  د اوبا ما لخوا کرزي  ته  دخپلواکي د ۹۲ نویمې کلیزي دمبارکي  دپیغام  خبر واورېد.
هم په غوسه شوم هم خندا راغله کرزي بېچاره او ټول افغان ولس ته مې دخپل ځان  په ګډون زړه بد شو .
کرزي  ته  د اوباما پیغام  داسې  راته  ښکاره شولکه کرزی ، چې  ماشوم  اوپه  عین  وخت کې  معیوب  هم  وي  او
دسپینې ماڼۍ واکمنانو یې دیوې  تورې  دسیسې له لارې  مور اوپلاردواړه  ورته  وژلي  وي اواوس ورته وايي، چې د مور او پلار مړینه  دې مبارکه  شه .
تاسو په  خدای باور وکړئ، چې  د اوباما دې سپین سترګي  ته  حیران  پاته  شوم .
د دې  ترڅنګ  مې  دمېرمن کلینتن  خبرې  هم  واورېدې هغې اغلې وویل، چې موږ دکرزي دتصمیم هرکلی کوو، چې ولسمشري ته  د دریم ځل لپاره ځان  نه نوماندوي .
وه ګرانو خویندو او وروڼو!
اوس نوتاسواوخدای (ج) چې داپه افغانانو او د افغانستان  په اساسي قانون  ملنډې نه  دي، چې مېرمن کلینتن یې پرې وهي ؟امریکایانو دا لس کاله  زموږ ګران  افغانستان  ترمرۍ نیولی، داساسي قانون  په لویه  جرګه یې  د خپلې  خوښې مواد ومنل  ولسمشري  ته  دنوماندي لپاره یوازې  دوه  دورې ومنل  شوې  خو مېرمن کلینتن لا نه  ده خبره .
په  حقیقت کې ټول  ښه  پوهیږي خوځانونه  ناګاره (۲) اچوي .
دې ظالمانو زموږ دګران اوتاریخي  هیوادتجزې ته  مټې رانغښتي دي .
که زموږ  وروڼه قومونه  پخپله  سرښندنه  ملي یووالی تأمین  نه کړي هر یو به لکه  تنکۍ لښته  په ملا مات  مات شي .
تاریخي پټان خو دپخوانیو اشغالګرو په  شمول  داده یوه لسیزه لوېدیځ  ته د ډال په  شان  ټټر نیولی خوخدای مه کړه که  داتاریخی  پټان مات شوبیانوزموږ دانوروروڼه قومونه په  یوه اونۍ کې  ویلې کوي ځکه دګرانوتاجکو، ازبکو ، هزاروو، ترکمنو او نورو ګڼو قومونو له  روڼ  اندو څخه  هیله کوم،  چې له بل هر څه  دمخه دملي یووالي
 غم وخوري که  نه  نوموږ به  یو هم  پاته نه  شو خو راغلي نابللي  به زموږ په  پلرني  هیوادګران  افغانستان  باندې  تر پېړیو واکمن  پاته شي .
دا، چې  د روژې مباره که  میاشت  ده نه غواړم څوک وځوروم اودیوشمېر تپل  شوو افغانانو نومونه  ذکر کړم  خو له  اختره وروسته به له خیره سره بیا  په بله لیکنه کې پرې  غږیږو .
(۱) پلن څټي زه هغه  چاته وایم، چې سرونه یې ټیټ  وي که دچاغاړه  هرڅومره نرۍ  هم وي خو، چې سرځوړندمانا دغلامي  پېزوان  په  پوزه کړي بیا یې نو دا نرۍ غړۍ  پلنه  ښکاري .
 (۲) ناګار ځان ناخبره اچولو ته وايي .دخپلې لیکنې  په اخېرکې غواړم  په مصویر ډول  تاسوته قناعت  درکړم، چې  موږ نه سیاسي خپلواکي لرو، نه  اقتصادي  او د تش  په  نامه  بیان  آزادي له  لاسه  خو مو  آن  فرهنګي خپلواکي هم سلګۍ وهي .




 


 



 http://Larawbar.com/data/image/news/top_295_198.jpg