کور / کره کتنه / د رفيع الله زيار ناول دمينې او ښکلا يوه شهکاره تابلو

د رفيع الله زيار ناول دمينې او ښکلا يوه شهکاره تابلو

(ما ووژنه خو مينه مه وژنه )دادې ځوان او هڅاند شاعر او ليکوال رفيع الله زيار دتازه چاپ شوي ناول نوم دی، چې ښاغلي زيار په خپلو هنرمندو ګوتو په ډيرې خوارۍ او دقت سره ليکلی او دژوند هنري خواږې شيبې يې پرې تيرې کړيدي. دغه ناول چې په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې په مالي لګښت سره د ٢٠٠٠ ټوکو په شمير خپور شوی، د رنګه پښتۍ په درلودلو سره په ١٢٠ مخونو کې په ښايئسته بڼه او په خړ رنګه کا غذ کې دچاپ په ګاڼه پوسلل شوی دی، .دناول له نوم څخه داسې څرګنديږي ،چې سوژه به يې دمينې او عشقۍ په مدار راڅرخيږي ،خو که چيرې يې لوستونکي په دقت سره ولولي اود ژوند يو څوشيبې يې مطالعې ته بېلې کړي، دنښتر په نوم د زلمي کرېکټر د ژوند دردوونکي خواږې اوترخې خاطرې دخپل زوريدلي ولس د وير او ماتم ساندې به پکې ولولي. دغه ناول چې په روانه خواږه پښتو ژبه ليکل شوی، د نښتر دژوند غمګيني دمسافرۍ او دهجرت شپې او ورځې پکې داسې يو د بل سره تړلي او پېيل شويدي، چې زمونږ په ګران هيواد افغانستان باندې دتېرو دريو لسيزو ناخوالو جنګ جګړو کرغيړن تصويرونه نيغ په نيغه دلوستونکو په ذهنونو کې ترسيموي. زمونږ په مظلوم ولس باندې راغلي بدبختۍ پکې په مهېنو الفاظو کې د تخيل او هنر په مټ لېکنېزه بڼـه انځور شوي دي ،چې لوستونکی له ځانه سره راکاږي ترڅو يادشوی ناول پاڼه په پاڼه په دقت سره ولولي .
دخوست راډيو تلويزيون مشر فيض الله غمخور چې د رفيع الله زيار ناول يې تر خپل نظر تيرکړی وايي: دغه ناول يوازې د ښکلا دمين د افکارو ترجماني نه کوي، بلکې زمونږ په ګران هيواد راغلي تېرې غميزې يې هم په ښه بڼه پکې دکرېکټر د رول سره په تړاو د ناول په منځپانګه کې ځای پرځای کړيدي .
(ما ووژنه خو مينه مه وژنه) په خپله د دغه ناول ليکونکی تکړه شاعر او ليکوال رفيع الله زيار بيا وايي: که څه هم پدې ناول کې ځېنې داسې پېښې رامېنځ ته شوې، چې په خيالي بڼه دتخيل دځواک په مټ ليکل شوي خو ولي د ناول په منځپانګه کې ځينې داسې صحنې او واقعيتونه او حقيقتونه شته ،چې دحالاتو سره ډډه لګوي . زمونږ دګران هيواد او ولس دتراژيديو او غميزو بېلا بيل زړه بوږنوونکي تصويرونه دلوستونکي سترګو ته مخا مخ دروي.
ددې ترڅنګ شاعر او ليکوال نورشاه نوراني چې د رفيع الله زيار ناول يې پاڼه په پاڼه لوستی او وايي ناول چې سوژه يې د مينې او ښکلا د مينانو دژوند دخواږو ترخو خاطرو څخه بحث کوي ، خو په ناول کې دکرېکټر د ژوند سره داسې مسايل هم تړلي، چې په پوليسي او جنايي برخو کې دغيرې قانوني کړنو ، بډې اخېستو څخه هم پرده پورته شوې او په واقعي مانا د ټولنې يو شمير هغه منفي خواوو ته پکې اشاره شوې، چې د سمون اصلاح لپاره يې اقداماتو ته اړتيا ليدل کيږي . که څه هم د دغه ناول د يادو مسايلو ترڅنګ د نښتر او ګورګورې په نوم ددوو مينو زړونو د درد او ژوند ،دکړاوونه او ناخوالې دوير او ماتم څخه ډک داستان بيانوي،خو په ټولنه کې يې روانې سياسي، ټولنيزې ناخوالې په مهينو تورو کې د دوی درول او د ژوند د شيبو سره داسې همغاړې کړي، چې دښکلا او د هنر پنځوونکي چټې پيغلې په خپلو نازکو ګوتو دپښتو ژبې دناوې دسينګار په خاطر دښکلا په تار داسې ملغلرې پېيلي چې دتل لپاره به يې دښايسته ځليدونکي وړانګي راتلونکي نسلونو او زوړنو ته دهوس او مينې ساه ورپوه کړي او د لاښه سوکاله ژوند دتيريدو لپاره دناول څخه په الهام اخيستنې سره يو ښه تګلوری ټاکلی شي . ښاغلی نوراني زياتوي د زيارصيب ناول داوسنيو نورو ناولونو سره جوت توپير پدې کې دی، چې زمونږ په افغانۍ ټولنې کې په تير اوسني پير کې تيرې شوو چارو يوه ښه اروزنه پکې شوي ده ، نه يوازې يې د مينې او عشق خبرې ديومين انسان دزړه سره اړخ لګوي، بلکې لوستونکي دخپلې ټولنې په ټولو برخو کې ترې عظيمه ګټه پورته کولای شي . نوراني همداراز وويل : چې دزيارصيب دغه ناول د مينې او ښکلا يوه شهکار تابلو ده، چې دتل لپاره به د پښتني فرهنګ غيږه پرې بډايه او عطروارينه وي . .