کور / تازه خبرونه / شپېتو طالبانو بسته ولسوالي ونيوله

شپېتو طالبانو بسته ولسوالي ونيوله

 اسوشيېټيډ پريس


پر موټرسايكلانو او موټرو كي ناستو طالبانو د  ډايكنډي ولايت د خاران ولسوالي هم ونيول.
راپورونه وايي د شپېتو په شاوخوا كي طالبان په ډېره اساني توانېدلي چي د مركزي افغانستان د غرنۍ سيمي يوه ولسوالي له افغان پوليسو څڅه ونيسي او د ولايت له مركز سره وصل لاره د تګ راتګ پر مخ وتړي.


د ډايكنډي والي سلطانعلي روزګانى وايي پوليس تېره شپه د خاران له ولسوالي څخه د ولايت د مركز خواته پر شا سوه.


روزګانى وايي په دې اړه يې له مركزي حكومت او ناټو ځواكونو سره تماس نيولى خو تر اوسه له يوې خوا هم مرسته نه ده ورته رسېدلې.


دا په تېرو دوو ورځو كي دوهمه او په يوه اونۍ كي څلورمه ولسوالي ده چي د طالب جنګياليو لاس ته لوېږي.
تېره ورځ طالبانو د فراه ولايت خاك سفيد ولسوالي هم بې ټك او ټوكه له افغان حكومت څخه نيولې وه.