کور / طنز / عاجل خبر

عاجل خبر

لمر تندی ته را رسیدلی وه، داسې ګرمي وه چې د سړی په سر کې یې ماغزه په جوش راوستل، د کمپنۍ پله ته څیرمه ښار ته راتلونکي لوی موټر یو په بل پسې په لیکه دریدلي وه او د شپې انتظار یې کاوه، څو پرته له ګڼې ګوڼې ښار ته ننوځې، موټر چلوونکي هم تر موټرو لاندې یو خوا بل خوا سیورې ته په خپلو پلاستیکي فرشونو باندې اوږده اوږده غزیدلي وه او د شپې د سفر د پاره یې خوبونه پوره کول، نا څاپه دخلکو نه په په ګڼه ګوڼه سیمه کې منډې را منډې شوې چا ویل ځانمرګی یې ونیوه، چا ویل نه ماین یې خښولو، چا یو څه چا بل څه ویل، لدې سره یو شیبه کې دسیمې شاوخوا هټۍ وتړل شوې اوپه لږ وخت کې سیمه له خلکو تشه شوه.
د پولیسو د رینجر موټرو هارندونو یو په بل پسې سیمه په سر واخیسته او د خلکو غوږونه یې کڼول، د ملي اردو، ملي امنیت سرتیري او نړیوال سوله ساتي ځواکونه هم را ورسیدل او په ډیر کم وخت کې د یوه پلچک شاوخوا سیمه کلا بنده او چار چاپیره ترې اغزن سیم او د خطر سرې علامې تاو راتاو او په سیمه کې یې عملیات پیل کړل.
ساعت پوره دولس بجې کیدې ستړي او ستومانه ډریوران هم یو خوا بل خوا تیت او پرک شول پدې وخت کې یو تن چې لاسونه یې شاته تړلي وه او په سر یې توره کڅوړه کش کړې وه په داسې حال کې چې د وهلو او ټکولو د لاسه له پښو لویدلی وه د ملي امنیت موټر ته واچول شو.
صادق یو خوا بل خوا په خپل کلینر پسې چې د غرمي دیګی د پخولو دپاره له موټره کوز شوی وه وکتل خو پیدا یې نکړ له ځان سره یې وویل ځه له ویرې به چیرته پټ وي را پیدا به شي تر ښه ځنډ وروسته وږی شو، ټیلفون یې راوخیست دوه درې ځلې یې د ټیلفون بټن کیکاږله خو ټیلفون به ځواب ورکاوه (تیلفون را که شما میخواهید به تماس شوید، خاموش ویا ازساحه خارج می باشد) په هوټل کې یې خپله ډودۍ وخوړه او بیرته خپل ځای ته راغی او د ستړیا له امله په درانه خوب بیده شو.
په سیمه کې عملیات پای ته ورسیدل پوره دوه بجې په ټلویزیونونو کې بیړنی خبر داسې تیرشو:
\” افغان زړورو امنیتي ځواکونو دکابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې د شنبې په ورځ په یوولس نیمو بجو یو تن ترهګر چې په دیګ بخار کې یې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي وه او غوښتل یې چې د یوه پلچک لاندې چاودنه ورکړي لاس په لاس ونیوه، چارواکو پدې اړه د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې د پیښې نور جزیات په راتلونکو خبري سرویسونو کې مه هیروﺉ\”
دټلویزیون په پرده یو تن چې لاسونه یې شاته تړلې او څیره یې نه ښکاريده هم وښودل شو چې د پیښې په تور نیول شوی دی.
وخت د ماذدیګر شپږ بجې شوې خو د صادق د کلینر څه درک نه لګیده سودا یې شوه ټیلفون یې هم کار نه کاوه له ځان سره یې ویل چې لمونځ وکړم بیا به پسې ووځم، صادق لا دوه رکعته لمونځ نه وه کړی چې ګوډ او مات کلینر یې مخ ته په داسې حال کې ودرید ، چې د خبرو کولو توان یې نه درلود او شیبه په شیبه ضعف پرې راته کله چې صادق ترې پوښتنه وکړه چې ولې په دې حال شوې؟ کلینر چې خپله کیسه شروع کړه ضعف پرې راغی او له خبرو ولوید.
صادق کلینر روغتون ته یووړ او په روغتون کې یې بسترکړ کله چې ساعت وروسته کلینر په هوښ راغی ډریور ته یې خپله کیسه داسې پیل کړه:
\”پیاز او رومي مې په غوړیو کې سره کړه کچالو مې هم سپین کړي وه او دیګ بخار ته مې واچول او غوښتل مې چې د پلچک سیوري ته یې په ګاز باندې پاخه کړم کله چې مې غوښتل ګاز راواخلم پولیسو ونیولم او دامې حال شو\”، دوی لا همدا خبرې کولې چې په ټلویزیون کې بیا د همدغه تیرشوي عاجل خبر تکرار راغی.