کور / طنز / طنز، دکندهاردوروستیوپيښوپه اړونددطنزپه ژبه مرکه

طنز، دکندهاردوروستیوپيښوپه اړونددطنزپه ژبه مرکه

په وروستیووختونوکې په پرله پسې ډول څوخونړۍ پیښې په ښکلي کندهارکې پیښې شوي په دی اړوندخنداوره طنزولې دروانوحالاتوواقعي انځورترسیمږي. مرکه دطنزپه ژبه دکندهار دوالی صاحب اونورولوړپوړوچارواکوسره انځورشوی ده:
پوښتنه: ښاغلی والي صاحب! اجازه راکړی چې دتیروخونړیوپیښوپه اړوندڅوپوښتنې وکړم
ځواب: مهرباې وکړی. زه دهرې پوښتني دځواب لپاره تیاریم.
پوښتنه: څوموده مخکې دکندهارښاردپولیسوپه مرکزي دفتریانې قوماندانی کې ځان مرګې بریدترسره شوداطلاعاتوله مخې دقوماندانی دانګړڅنګ ته دبهرنیانودفترونه هم شته. ولس به څنګه په ډاډه ډول ژوندوکړی چی په دومره مهم اوخوندې ځای کې ځان ځان مرګې برید تر سره کیږی؟
ځواب: وروره! تاسوبایدپوهیدلې وای چې موږدکلیوالي خلکودپوره خوندیتوب اوددي لپاره چې دملکي خلکو مرګ ژوبله په ټپه ودریږی، دجګړې لیکه ښاراوامنیتي مرکزونوته راانتقال کړل.
پوښتنه: څوورځي مخکې دمجاهدینوپخوانی قوماندان اوداوس وخت دکندهاردڅاروندوی مشرپه ځانمرګې بریدکې ووژل شو. فکرنه کوی چې تاسومشران دځان ساتلوته هم عاجز یاست.
ځواب: داخویوڅرګنده حقیقت دي چې مشران بایددامتیازونوپه وخت کې په وروستۍ لیکه کې ولاړوې اوپه قرباني ورکولوکې مخکښه وې.
پوښتنه: په وروستیووختونوکې اوازي دي چې دکندهارلوړپوړي چارواکې په ځانګړي ډول دزندانیانوسره ښه رویه نه کوي.
ځواب: داڅه واېې داډیربې ځایه شکایت دي. په وروستیووختونوکې افغانې مشرانودبهرنیو دوستانوپه مشوره دسولې دعالې شوراپه غوښتنه دڅوطالب جنګیالیودخوشي کولوامرکړی وو. ولې دکندهارمشرانودخلکودخوښۍ په خاطرټوله طالب جنګیالې خوشي کړه حتی څوتنه جنایي مجرمین هم دخلکوپه غوښتنه په ډیرعزت دزندان څخه ویستل شول.
پوښتنه: ښاغلی والي صاحب! اوازې داسې دي چې طالب زندانیان دمخکې نه جوړشوي تونل دلارې په نیمه شپه وتلې دي. نوداکیسه ګواکې درواغ ده.
ځواب: په بشپړډول، دایوبې ځایه تهمت دی. موږنه غوښتل چې دومره ډیرکسان دورځی لخواخوشې شي ځکه:
۱ ـ هواډیره ګرمه وه په یوځل ددومره بندیانوخوشې کول په سخته ګرمي، دوړواوخاوروکې دبندیانودروغتیالپاره خطرناکه وه.
۲ – ددغومروډیروکسانووتل په یوځل ښارته هم ګڼه ګوڼه جوړول چې دولس دازارسبب کیدلای شوای.
ددغودلایلوپربنسټ مودشپې په سړه هوااوپه سوړتونل کې رخصت کړه چې هم دطالب جنګیالیوروغتیاخوندې وي اوهم عامه وګړوته دګڼې ګوڼې ستونزی رامنځته نه شي.
پوښتنه: دومره ډیرکسان په تیاره شپه پرپښوخپلوکورونوته ولاړه؟ ځکه دلیرې سیموخلک به هم ورپه کښې کې وو. دازندانیانوته ستونزمنه نه وه.
ځواب: ژورنالیست صاحب! ته هم عجیب سړی یی. دومره موږهم ظالمان نه یو. ددی ستونزې فکرموکړی وو. هغه کسان چې دلیرې ځایونووو، ترپال لرونکې موټرموراغوښتی ووچی ددوړواوخاوروڅخه هم وساتل شې، په مړوبتیو(څراغونو) وخوځیږی چې بیده ښاریان دخوبه ونه باسې اوپه سړه هواخپل ترکورونوجوړاوروغ ورسیږی. دښاراوسیدونکې په جوپه جوپه په ټکسیانوکې خپل کورونوته ولاړه.
پوښتنه: ښاغلی دزندان قوماندان صاحب! داسې اوازی دی چې تاسودطالب جنګیالیودوتلود پروګرام څخه بې خبره واست؟
ځواب: وروره! زه داوږده کارتجربه لرم. زماپه مخکې څوحکومتونه نسکوراوپخوانې تښتیدلې بیرته واک ته رسیدلې دې. دابه بې سنجشه کاروي چې ما طالب جنګیالې دکندهارپه زندان کې په غصه کړی وای.هغه څه چې ددوی لپاره کوچنی مزاحمت رامنځته کاوه، زما ورته فکرو. ډیری میاشتې کیږی چې دزندان دننه ته نه یم ورغلي. هرڅوک حق لری چې دراتلونکې په غم کې واوسې. څوک خبردی چی په راتلونکې کې به طالبان واک نه ترلاسه کوي (اول ځان پسې جهان).
پوښتنه: طالبانوڅوورځي مخکې دکندهاردښارپرمهم ځایونوبریدونه وکړه په دی اړوندڅه ویل لري.
ځواب: دارښتیاده. موږدوې ورځي دښارپه منځ کې دطالبانوسره په ډیره سړه سینه جګړه وکړه. ژورنالستانوته دې هم خدای انصاف ورکړی چې دکوچني خبری څخه ببو(بلا) جوړه کړی. خوشبختې داده چي ډیرلږشهیدان لرو. کوم فوق العاده وراني رامنځته شوي نه دي. یوازی څونفره شهیدان اویوشمیرزخمیان شول چې دزخمیانوعلاج کیږی اوشهیدان موپه عزت ددوی خپلوانوته وسپارل. څوودانۍ څه خرابې شوی دی هغه ودانۍ چې تردومې ورځی ورباندې جګړه وه، ډیره خرابه شوی ده. په دی بریدکې دوی موږګټې ترلاسه کړی لومړی دکندهارهوټل دبیارغونې پروګرام مخکې ترلاس لاندی و. اوس خوښه داشوه چې بیارغونه به یی دطالبانوګناه وګڼو. اوبله ګټه داده: هغه کسان چې موږپه عزت خوشی کړی وو، دوی پروعده وفاونکړه، دوه دری تنه مړه اویاونیول شوه. داخپله یوه لویه لاسته راوړنه ده.
پوښتنه: ښاغلی والی صاحب! په پرله پسی ډول ولسی جرګه اودسناشوراپرتاسولوړو چارواکو نیوکې لري ولې تیره ورځ دسناغړووویل چې دکندهاروالی په خپلوخبروکې ویلي دی چی دسناغړی بایدپه دی چاروکې لاس وهنه ونه کړی ولی ځینوسناتورانووویل چی داخبره والی صاحب نه ده کړی. که تاسومهربانې وکړی چی اصلی اورښتیاخبره څه ده؟
ځواب: که رښتیادرته ووایم موږټول ګنګس یو. «ماوویل چې زه هروخت اودهرمقام پوښتنو ته تیاریم. په غیردسنا، دسترې محکمې…اوحتی دیوکوچنې مقام پوښتنوته هم تیاریم.» په (غیر) کلمې ناورین جوړکړی ولی څه به ووایم. دیوچادویناپوهیدل هم ستونزمن کاردی اوبله خبره داده چې خپل منځي جنجالونه دهیوادوترګټوپه لومړی لیکه کی ډیروختونه راځي.
ستاسودمرکې نه مننه. هیله ده چې په خپله دنده کې نورډیربریالیتوبونه موپه نصیب شي.