کور / تازه خبرونه / د كندهار ښار درې عمومي سړكان په اساسي ډول پخېږي

د كندهار ښار درې عمومي سړكان په اساسي ډول پخېږي


 د كندهار د ښاروالۍ او کليو پرختيا رياست د ښار په منځ كي د درو عمومي سړكانو د پخولو چاري پيل كړي دي.



شاه بازار، هرات بازار او ښكارپر بازار كه څه هم د كندهار ښار په منځ كي عمومي سړكان دي خو د بيا رغوني چاري يې د ماسټر پلان د عملي كېدو په بانه له تېرو څو كلونو راهيسي پاته وې.



 دغه سړكونه تر اويايمي لسيزي وړاندي يو ځل پاخه سوي وه، چي د كورنيو جګړو پر وخت پر يوه مخ له كاره لوېدلي وه.



د دغي پروژې عملي كېدو ته د كندهار ښاروالۍ او کليو پراختيا رياست يو – يو ميليون امريكايي ډالره ور كړي چي د څو ورځو راهيسي يې د يوه شخصي ساختماني شركت له خوا د پخولو اساسي كار پيل سوى دى.


 





د بازارونو دكانداران او د ښار اوسېدونكي خوشاله دي او وايي د يادو سوو سړكانو په پخولو به يې را روان ژمي ته ډېري ستونزي اواري سي.


د کندهار اوسني والي اسدالله خالد تر ټاکل کېدو وروسته په تيرو دريو کلونو کي دا د بيا جوړوني تر ټولو غټه پروژه ده چي عملي کيږي .



د يادوني وړ ده چي د کندهار ښار دننه او شاوخوا ډيرو نورو سړکونو د پخولو کار د پخواني والي ګل اغا شيرزي د دندي پر مهال پيل سوی و چي ځيني يې هماغه وخت بشپړ او د يوشمېر نورو کارونه ننګرهار ته د نوموړي د لېږل کېدو سره سم په ټپه ودريدل .