کور / شعر / رڼي اوښکي

رڼي اوښکي

رڼي اوښکي
ان دغم ترخوڅپوکی
دادژوند له خوابدی نه
څنګه زغرده رابهیږي
څنګه ریږدی٬څنګه ریږدی
مرغلري٬مرغلري
مخ په ستونی
مړاوي
مړاوي
ورکږیږي
داعجیبه!
خواوبه دی
شني شفافي
هم غونډاري
رغړي رغړي
سپیني سپیني
ژړغوني٬ژړغوني
خوافسوس اوسل افسوس
چي
دغه خواري
دابیوزلي
ستړي٬ستړي
ترهیدلي
له هغونه
چی دي لري
له فطرته
له اخوت
او
اوبشریته٬


چي تک تور دي
په وجدان کی
له هغو نه
له ببرو ډارونکو
له بی خیره
له بی خدایه
ان له ځمکی
له هوا نه
دا د مرګ کنډرله شانه
ځوروي اوښکی بی ځایه


همدا اوښکي
په مخ رغړي
کله شونډوته پناه شی
خوداشونډی ژړغونی
سرګرداني
غم وهلي
ریږدیدلي
وګوري څه حال دی؟
اوښکی کومی خواته لاړي
کته شوي ټټرته
که بخارشوي
دود وهلی دجنګ اورته
دغواوښکو
له سلګیوو سره یوځای
څه ویل یې
توردیګي کې
دغم اورکې
دنینو په شان
غونډاري
پورته پورته
الوتلی
کړیدلي
وچیدلی
سوځیدلي