کور / طنز / څوک ضعیف دی ؟!

څوک ضعیف دی ؟!

خبریال: تاسو دا ځانمرګې چاودنې څرنګه ارزیابي کوئ؟
کرزی :دا د هغو ډیر ضعیفوالی ښیي، چې بې ګناه خلک وژني .
خبریال: دا د کندهاردامنیتې کومندان وژل دننه په کومنداني کې څرنګه ارزیابي کوئ ؟
کرزی :دا د هغو ډیر ضعیفوالی ښيي چې ماشومان جنرالان دننه وژل کیږي
خبریال:دننه په دفاع وزارت کې دا برید څنګه ارزیابي کوئ؟
کرزی :داد هغو ډیر ضعیفولی ښيي چې په یو ډنګر وزیر برید کیږي
خبریال:ستاسو د کندها رله بندیخانې څخه د پنځه سوو بندیانو تښتیدل څرنګه ارزیابي کوئ؟
کرزی :دا دهغو ډیر ضعیفوالی ښيي، چې بندیان لکه موږکان تر مځکه لاندې تښتي
خبریال:د ا د کندهار پر ښار برید چې دوې ورځي یې ونیولې څرنګه ارزیابي کوئ؟
کرزی :دا د هغو ډیرضعیفوالی ښيي چې پر دولتی ځایونو بریدونه کیږي
خبریال:دد اسمار نیول څرنګه ارزیابي کوئ ؟
کرزی :د ا د هغو ډیر ضعفوالی ښيي چې یو لوی ولایت نیول کیږی
خبریال:وبښه دا هغوی څوک دی ؟!
کرزی یو وار وریت وریت وژړل او بیا يي کټ کټ وخندل
خبریال: صیب پوه نشوم ولي دی وژړل او بیا دی ولي وخندل ؟
کرزی: ژړا په دی راغله که زه نه وای په دي ملک کې به دی له چا دا سوال پوښته
او خاندم په دی چې زه هم نه پوهیږم چې دا هغوی څوک دي