کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى پاکستان ته ځي

ولسمشر کرزى پاکستان ته ځي

ټاکل سوې ده چي د افغانستان ولسمش حامدکرزى نن د جمعې تر لمانځه وروسته اسلام آباد ته روان سي.
ولسمشر کرزى به دوې ورځي په پاکستان کي پاته سي او د بهرنيو چارو وزارت وياند رسنيو ته ويلي چي افغان او پاکستاني چارواکي به په افغانستان کي د سولي پر پروسه او د دواړو هيوادونو ترمنځ پر پوځي، سياسي او اقتصادي چارو باندي خبري وکړي.