کور / طنز / پښتون په 2030 م کال کې

پښتون په 2030 م کال کې

ژورناليست:    کاروبار مو څنګه دی؟
پښتون:            زه  په نورو کې پاچا يم. ته يې وينې! همدا اوس تر لسو جوړو ډير بوټونه د رنګولو له پاره راته پراته دي، دا بوټونه په مازې خلکو پورې اړه نه لري، ټول د دولتي مامورينو دي، ښې پيسې راکوي. نور پښتانه دومره پيسې نه شي ګټلی.
ژورناليست:    ولې؟
پښتون:            ته خپل بوټونه نه رنګوې؟
ژورناليست:    ولي نه، هه! دا دي، خو زما پوښتنه بې ځوابه پاتې شوه.
پښتون:            څه؟
ژورناليست:    مخکې دې وويل چې نور پښتانه دومره پيسې نه شي ګټلی. ولې؟
پښتون:          هې وروره!  څه درته ووايم!  ټول پښتانه يا جواليتوب کوي، يا د نورو په کورونوکې مزدوران دي.  بختور يې هغه دی چې په ښاروالي کې د لارو کوڅو د پاکولوکار ورته پيدا شي، د ښار ټول سوالګر پښتو وايي، خو زه د خپل زړه  پاچايم، بل پښتون ته کله داسې  د خپل  واک او د عزت  کار  رسيدی شي.
ژورناليست:   خو په دې وطن کې هر موچي پښتون دی، ته تر نورو موچيانو څه ښه والی لری؟
پښتون:        هاغه مخامخ دنګه ماڼۍ وينې؟
ژورناليست: مخامخ خو ډير هسک  تعميرونه دي، په يوه پنجشير بازرګاني مرکز ليکل شويدی، په بل يې د هزارستان نوم ايښی، د هغې ديرش پوړيزې ودانۍ پر سر بيا د ازبک انټرنيشنل هوټل نوم ليکلی دی.  ته يې کوم يو يادوې؟
پښتون:     هاغه څنګ ته ولاړه هسکه ماڼۍ ښيم . هاغه چې تر مخې يې څو دوه زره ديرشم ماډل موټر ولاړ دي.
ژورناليست:  ومې ليده.
پښتون:     د هغه تامير څښتن يو هزاره دی. ډير مهربانه انسان راته ښکاريږي، يوه ورځ يې ور وبللم.  ډکه  خلطه جامې يې راکړې، ويل يې چې د ماشومانو يې دي، ډيرې نه دي استعمال شوې. خپلو اولادونو  ته يې ور واغونده.
ژورناليست:  ښه ، نو بيا؟
پښتون:     له هماغې ورځې راهيسې راباندې ګران شو، ته خو پوهيږي  چې دومره شتمن خلک کله د خوارانو پوښتنه کوي. څو ځله يې سلام ته ورغلم، بله ورځ يې را ياده کړه چې زما د مغازې تر مخې موچيتوب کولای شې. اوس  پوه شوې چې زه ولې تر نورو موچيانو ښه يم.
ژورناليست:  نه.
پښتون:         دا د ښار مينځ دې، دلته نورو موچيانو ته څوک ځای نه ورکوي، خو زما واسطه قوي ده.  ته خو پوهيږې! ټول دولتي او غير دولي کارونه  د دوی په لاس کې دې. تاجک، ترکمن او ازبک هم همداسې درواخله.  له عادي ماموره رانيولې، تر ريس، وزير او ان ريس جمهور پورې،  ټول دوی دي.   عادي کس يې ، دوه_ درې کوره او څو موټرې لري. د ټولو اولادونه په خارج کې سبقونه وايي.
ژورناليست:  ايا داسې پښتون در مالوم دی چې کوم ماموريت ولري؟
پښتون:    هه، هه، هه… ښه ټوکه وه، له خندا دې مړ کړم، خو ګوره، دا خبره دې  کوم بل چاته تر خولې ونه وځي!  متل به شې.
ژورناليست:  ولې؟
پښتون:  ته څنګه خبريال  يې!  په دې هم نه پوهيږې چې اوس هغه پخوانی زمانه نه ده، اوس د دفتر ډير عادي کار هم د پوهنتون اسناد غواړي.  کوم پښتون  دې درس ويلی؟  هه!
ژورناليست:   ما وبخښه، پام مې نه و.  خو دا راته ووايه چې پښتون ولې دومره دربدره شو چې ان  وچه ګوله نه شي موندلی؟
پښتون:   ځه! زه به خپله کيسه درته وکړم، ټول پښتانه همداسې در واخله.
ژورناليست: سمه ده، وايه!
پښتون:  زه څلويښت کلن يم، په وړکتوب کې مې له مکتب سره جوړه وه،  خو پلار مې په دوه_ دوه کېده، ويل يې چې پلار دي مکتب ويلی که نيکه؟  مکتب به څه وي، ګټه به يې څه وي. ځه!  خپلې اوزې دې پيايه. 
د کلي څو ماشومان مکتب ته تلل، خو وروسته هغه هم ترې بيغمه شول، مکتب يې وسوځاوه.
چې لږ غټوکی شوم، پلار مې په ګټه پسې ايران ته وليږ.لم، اوه کاله مې مزدورې وکړه، کورته راغلم، په نس نه وو ماړه. په قاچاقي لارو مې دوبۍ ته مخه کړه، پنځه کاله له يوه عرب سره مزدور وم، يوه ورځ پوليسو ونيولم، ګټلې پيسې مې له عرب سره پاتې شوې، وطن ته يې را واړولم، پلار مې مړ و، ځمکه مې خرڅه کړه، واده مې وکړ، په کلي کې نيستي وه، ښار ته راغلم، اوس موچي يم.
هه! واخله، بوټونه دې ورنګېدل.
ژورناليست:    څو اولادونه لرې؟
پښتون:            مال د خدای، دوولس.
ژورناليست:    اولادونه دې څه کار کوي؟
پښتون:          دوه زامن مې جواليان دي، دوه نور د خښتو په بټۍ کې کار کوي. يو هم پلاستيکي خلطې پلوري.
ژورناليست:    کور لرې؟
پښتون:      هه، هه، هه… پوښتنه دې بيا له عقله ليرې ده. تا کوم پښتون ليدلی چې په ښار کې کور ولري.
ژورناليست: نو چيرته اوسې؟
پښتون: خدای  يو تاجک  راباندې مهربانه کړ، په خپل کور کې يې دوې کوټې راکړې، ميرمن او پيغلې لوراني  مې د هغوی د کور کارونه کوي، جامې يې مينځې او ماشومان يې کراروي.  په مقابل کې کرايه نه رانه اخلي.
ژورناليست:  ته خو پښتون يې، څنګه دي غيرت منې چې پيغلې لوڼې او ځوانه ميرمن دي د نورو په کورونو کې مزدوري وکړي، هغه د پلار نيکه شمله دې څه شوه، هغه تاريخ دې څه شو. هغه توره دي څه شوه؟
پښتون: هې وروره!  په دې خبرو پسې مه ګرځه!  اوس زمانه بدله ده، د تورې ځای قلم نيولی. موږ همدو غټو غټو خبرو غرق کړو،  په خپله هيڅ هم نه وو،  په تاريخ به نازيدو، درس او  تعليم ننګ راته ښکارېده، اوس يې نتيجه وينو، نه  توره  ډوډۍ راکولی شي او نه هم د پلار نيکه اوږدې شملې.
 زه خپل ماشومان نه شم وژلای، د ژوند له پاره بايد يو څه وکړو. ته ووايه! پښتون بل  کوم کمال لري؟  همدا پردی مزدوري به کوو.
ژورناليست:  هه! دا دې هم د بوټونو  د رنګولو پيسې، خدای دی مو پرده وکړي.
پښتون:           هې ! يوه بله واوره!
ژورناليست:   څه؟
پښتون:           ته خو خبريال يې، له ډيرو خبرو خبريږې، اوريدلي مې دي چې پښتانه له ښارونو څخه وباسي، دا خبره سمه ده؟
ژورناليست:    هو ! وايي چې پښتانه بيسواده دي، په ښاري ژونداو ښاري  نزاکتونو نه پوهيږي.  ټؤل سوال کوي، جامې يې هم خيرنې او زړې دي، اوس دوه زره ديرشم کال دی، ښارونه  بد ورسره ښکاري.
پښتون:         څه وخت؟
ژورناليست: نه پوهيږم. راتلونکې اونۍ به  د وزيرانو شورا تصميم ونيسي.
پښتون:       خدای مهربانه دی، هغه هزاره اشنا مې په حکومت کې ډير واک لري. کيدای شي چې نوې تذکره راته واخلي. داسي تذکره چې د پښتون پر ځای، تاجک يا هزاره پکې ليکلي وي.
پای