کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سوله؟ هو – ستراتيژيک تړون؟ يا !

سوله؟ هو – ستراتيژيک تړون؟ يا !

شف شف شفتالو سو

بالآخره شف شف شفتالو سو او امريکا د ستراتيژيک تړون تر نامه لاندي د افغانستان
قواله غواړي. خو هر هغه تړون چي افغانان تر حد اکثر څلورو کالو څخه زيات مکلف کوي و
اوسنيو او تيرو حالاتو ته په کتلو سره هيڅ منطق او مشروعيت نه سي درلودلای. د دې تر
څنګ هر هغه تړون چي په افغانستان کي د يوه بهرني عسکر د پاتي کېدلو او د خپل ځان په
هکله د افغانانو په تصميم نيونه کي د محدوديت او بهرني شراکت سبب ګرځي د يوې دقيقې
په ميعاد لا هم د منلو وړ ندی.
افغانان چي څنګه پر خپله خپلواکۍ مين دي هغسي د نورو قومونو او ملتونو و خپلواکۍ ته
احترام لري. څنګه چي د خپل حق لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کولای سي نو د سولې او
ننواتي دود هم پالي. خو دغه يوه ډېره مهمه او عميقه خبره ده چي استعمار او د هغه
لاسپوڅي بايد ځان په پوه کړي. هغه دا چي افغانان سوله خوښوي خو هغه سوله چي پايله
يې غلامي نه بلکه حريت او بشپړه خپلواکي وي.

افغانان خپله خاوره نه ګروي کوي

استعمار بايد ځان په دې پوه کړي چي افغانان په خپله خپلواکۍ او تصميم نيونه کي هيڅ
چا ته د ونډه ورکولو اراده او دود نه لري. افغانان بېله د خدايه بل زور او واک ته
سر نه ټيټوي او نه يې هم ټيټ کړی دی. د افغانستان پاکه خاوره د افغانانو ناموس دی.
افغانان د هيڅ امتياز او ګټي لپاره خپله خاوره په کرايه او ګروي نه ورکوي حتی که د
دغې کرايې او ګروۍ دوام صرف يوه دقيقه هم وي. افغانان هيڅکله دا نه سي منلای چي د
پاکي خاوري څخه يې د نورو ملتونو پر ضد د بريدونو او لاسوهنو لپاره کار واخيستل سي.
افغانان د سولي غوښتونکي دي خو نه پدې قيمت چي دغه سوله د لويو او کوچنيو ګاونډي
قدرتونو سره د ابدي دُښمنۍ سبب وګرځي.
بېله دې چي زيات تفصيل ته ولاړ سو نو افغانانو ته دا تثبيت سوېده چي خيبراو کوټه چا
د افغانستان د وجود څخه جلا کړل. د افغانانو دا هم ندي هېر چي کابل ته چا اور
ورواچوی او کندهار و هلمند چا کله او کوم وخت څنګه هوار او د مځکي سره برابر کړل.
په زياته بيا په تيرو لسو کالو کي افغانانو د هغو نوؤ جمهوري غوښتونکو علامې او
پېښې هم وليدلې چي پخوا به پر پاټک ناست ول او اوس وزيران واليان او رئيسان دي. دغه
کسان او يا هم د هغوی ملګري هيڅ کله د افغانستان د انا او بقا لپاره دايمي يا هم
لنډ مهاله تصميم نه سي نيولای او نه يې حق لري.

د لاسپوڅو تړون مشروعيت نه لري

که يې رالنډه کړو نو يو يو هغه کس چي د جموري رياست څخه نېولې بيا تر عام رياست
پوري يې په تيرو لسو کالو کي حکومتي دنده تر سره کړې وي افغانان د هغوی او د هغوی د
بشپړه کورنيو د وفادارۍ په هکله جدي شک و شبهه لري. افغانان دغسي کسانو يا د هغوی
خپلوانو ته خپل استازيتوب نه ورکوي او نه يې هم د خپلو استازو په توګه مني. په
زياته بيا پداسي موضوع کي چي هغه دي د افغانستان د خرڅلاو موضوع وي. ولي چي دغه
کسان د امانت د ساتلو په ترځ کي ښه شاليد نه لري.
د افغانانو لپاره د ټاکنو هغه ډرامې چي د يو نيم لکو بهرنيو عسکرو په حضور کي په
افغانستان کي تمثيل سوې هيڅ مشروعيت او باور نه لري. افغانان هغه تش په نامه غونډي
او اجتماعي هم نه مني چي د دوی د استازيتوب په نوم د استعمار پر وخت تر سره سوي دي
او يا هم د دې وروسته د پرديو تورو تر سيوري لاندي تر سره کيږي. بلکه بالعکس
افغانان د جرګو د خپل پخواني او مبارک دود په وړاندي دغه پېښې د جرګو د خپل دروند
کلتور سپکاوی بولي.
افغانانو د زورواکو تر څنګ د استعمار لخوا د خپلو رانيول سوؤ اجنټانو هغې غونډي هم
وليدلې چي ورباندي د افغانانو د جرګو نوم ايښودل سوی ؤ. که هغه د شورای احل و عقد
جرګه وه او که نورې تش په نامه جرګې وې چي د اوسني لاسپوڅي حکومت په وخت کي تر سره
سوي وې او يا يې هم د استعمار د قانوني کولو لپاره د دې وروسته په پلان کي نيول
کيږي. داسي جرګې هيڅ کله هم د افغانانو د حريت پر سر د سودا کولو حق او مشروعيت نه
سي درلودلای.
د افغانانو لپاره د استعمار د لاسپوڅي او د نړۍ د تر ټولو فاسق او خاين حکومت
تړونونه اعتبار او مشروعيت نه لري. هغه حکومت چي غړي يې ټوپکسالاران، کاچاکيان،
قاتلين او توکمپال دي هيڅکله د افغانانو مشروع استازيتوب نسي کولای.

څوک د راتلونکو نسلونو استازيتوب کولای سي؟

د ټولو خبرو برسېره د تاريخ پداسي کړکېچنو حالاتو کي چي په افغانستان کي د تيرو درو
لسيزو راهيسي توده جګړه روانه ده، اوسنی نسل دا حق نه لري چي د افغانستان د
راتلونکو نسلونو په هکله تصميم ونيسي او هغه هم داسی يو تصميم چي د پيدا کېدلو څخه
تر مخه نوي نسلونه د خپلواکۍ څخه بېبرخي کوي. موږ بايد د خپلو راتلونکو نسلونو په
وړاندي د امانتدارۍ څخه کار واخلو. موږ بايد هغه خپلواکي چي موږ ته زموږ نيکونو د
سترو قربانيو وروسته په ميراث کي پرې ايښې وه بېرته تر لاسه کړو او خپلو راتلونکو
نسلونو ته يې په ميراث کي پريږدو. نه دا چي ورته د غلامۍ زولنې په ميراث پرېږدو.
معلومه خبره ده چي هغه کسان چي په تيرو لسو کلنو کي يې مېلې او چرچې وې د دې لپاره
پروپاګند کوي چي د امريکا د مرستي او شتون پرته افغانان ورکيږي. د دغه پروپاګنډ وجه
دا ده چي دغه کسان غواړي چي د دې وروسته هم د دوی په مېلو او چرچو کي کمښت رانه سي
ولي چي دوی په دې ښه پوهيږي چي په يوه خپلواکه افغانستان کي د پرديو لاسپوڅي پرته
له ذلته بل څه نسي موندلای.

نصرت او ساتنه صرف د الله له جانبه دي

که زموږ ستاسو په زړه کي لږ ايمان هم پاته وي نو بايد راپياد سي چي زموږ د عقيدې له
مخي خير او شر د الله د جانب څخه دی. بل دا چي پرته د الله تعالی بايد د بل چا څخه
نصرت او ساتنه ونه غواړو. په زياته بيا د داسي يوه بدنامه او بد وعدې قدرت لکه
امريکا څخه د ګټې ليدلو هيله په اصل کي د عقل څخه ليري خبره ده.
لږ فکر په کار دی چي هغه عربي هيوادونو د امريکا څخه څه ګټه وليدله چي ورسره
ستراتيژيک تړونونه لري او يا هم ورباندي تکيه کوي. ايا پدغو هيوادونو کي خلک په نس
ماړه سول؟ ايا پدغو هيوادونو کي ولسواکۍ رامنځ ته سوې؟ ايا دغه ولسونه او د هغوی د
خاورو بشپړتوب د اسرائیل د شره په امان پاته سو؟ ايا امريکا په لسيزو لسيزو پر دوی
زورواکي او خاين لاسپوڅي نه کړه حاکمان؟
ليري به نه ځو او د پاکستان بېلګه به را واخلو چي د تاسيس کېدو راهيسي د بريتانيې
او امريکا ملګری دی. تر دې اندازې چي جنرال ايوب خان لا ويلي ول چي د پاکستان پوځ د
امريکا خپل پوځ دی. ايا دغه نژدې والي پاکستان د تقسيم او بنګله دېش د جلاکېدنې څخه
وژغوری؟ ايا دغه ملګرۍ پاکستانيان په نس ماړه کړل؟ ايا دغې ملګرۍ د کشمير ستونزه
هواره کړل؟ ايا د امريکا ملګرۍ رښتينې او دوامداره ډيموکراسي رامنځ ته کړه؟ ايا
پاکستان يې د فقر او احتياج څخه خلاص کړی؟
که نور نه نو خپل د هيواد تيرو لسو کالو ته به وګورو. د امريکا په برکت څوک پر موږ
حاکمان سول؟ د امريکا په برکت موږ د خپل کوم ګاونډي د کوم شر څخه خلاص سوؤ؟ امريکا
موږ ته کومه فابريکه او کوم صنعت راوړی؟ که موږ تاسو دغو ټولو پوښتنو ته ځير سو نو
بايد دې نتيجې ته ورسيږو چي امريکا موږ ته په تيرو لسو کالو کي ګټه او ساتنه نده
راکړې او په آئنده کي ورڅخه د ساتنې هيله درلودل هيڅ منطق نه لري. په زياته بيا که
دغه مرموزه ساتنه د خپلواکۍ او يا په خپلواکۍ کي د محدوديت په قيمت وي.

منورين، روڼ آندي، شاعران او ليکوال دي ږغ پورته کړي

زما په فکر بايد د هغو افغانو منورينو، روڼ آندو، شاعرانو او ليکوالانو ږغونه راټول
کړل سي چي د افغانستان د خپلواکۍ د سودا پر ضد دي. د دغو کسانو د نومونو ليسټونه
بايد جوړ او پر انټرنټ خپاره کړل سي. پدې لړ کي ښايي د يوې ځانګړي انټرنټ پاڼي
جوړول او د افغانانو په ټولو وېبپاڼو او په فېس بوک کي د هغې لينک اچول يو اغېزناکه
کار وي. پدې توګه به يوازي هغو کسانو ته د ږغ پورته کولو موقع نه وي برابره چي د
پرديو او کورنيو رسنيو اجارې يې تر لاسه کړي دي.

تبصره نسته

  1. اڅکزی صاحب سترڅښتن (ج)موپه ټولوچاروکي سرلوړي اوبریمن لره ډیرپرځای اوګټوروړاندیزونه موکړي دي ،سل په سلوکي درسره موافق یوخدای دي تاسي غوندي بااحساسه اوپرخپلواکۍ مین شخصیتونه دافغان ولس له سره نه لیري کوي .مننه ښاداوسئ !سیدسعید

  2. محترمه وروره احمدولي اڅکزيه،
    ستاسو احساس او ريښتينوالی د قدر وړ دی. زه هم د سيد سعيد ورور په رنګه ستاسو د ټولو وړانديزونو سره موافق يم. الله دي ستاسو پر ريښتيا ليکونکي قلم برکت کړي.
    الله دي د پرديو لاسپوڅي زموږ د خاوري ورک او د دې خاوري ريښتين بچي واکمن کړي. آمين

  3. اڅکزی صاحب .
    څه چي تا سي لیکلې دا يو حقیقت دي .

    مونږ خو څه کمزوري نه یو، چي د ګاونډیانو څخه ډاریږو.
    زمونږ ګاونډیان ایران، پاکستان، تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان ټوله مسلمنان دي. او چین یو تاریخي او غښتلي ګاونډی چی ډیر ي ښې اړیکي ور سره لرو.

    مونږ نه غواړو چی خپله سپیځلي خاوره خپل غیور ولس او اسلام د یو تاریخي یړغلګر په ولکه کښي ور کړو.

    غربي يرغلګري اتحادیي خوب لیدلي دي که څه ؟؟.

    چی افغانان د دوی فوج وي، ټوله اټومي صلاح او میزایلونه به په افغانستان کښي نصب کړي ، او د چین سره به ښکر په ښکر سي .

    چي په نتیجه کښي به د چین ټوله اټومې ميزایلونه پر افغانستان اوریږې.

    وایي سوکان څټ و خوړل .

    مونږ خو څه ليوني نه یو چي په ځان کښي ؟؟؟؟ و وهو .

  4. Athikzi sahib salam o aliakum
    Allah de sta pe qalam ka brakat wachawe. ter hagha che hagha afghanan zondee de ch nen they kofar aw de doy murtado ghilamano dara jangezee . afghanistan ba pe hech na kharthezee. No moonz ba inshalalla da deen aw da khawra bree ta rasowoo. Allah mo zemonze mall shee.

  5. ورونو ! دومره تاوده مه خورى، موضوع ته له ريالستيك نظره كتل په كار دي، دا مهال په نړۍ كې يوازي ۴۶هيوادونه داسې دي چې دامريكا پوځي اډې په كې نشته او پاتي نورو ټولو هيوادونو كې په يو نه يوډول امريكايي آډې شتون لري، ايا موږ ويلاى شو چې دا هيوادونه ټول اشغال شوي دي، نن سبا هيڅ هيواد په يوازي ځان نشي كولاى په دې نړيوال نظم كې پرته له دې چې له بل چاسره په سيمه ييزاو يا نړيواله همكارۍ كې شامل نه وي خپل ژوند تضمين كړي حتا چين او او روسيه هم د شاوخوا هيوادونو سره پر سيمه يزې همكارۍ تاكيد كوي او په منځنۍ اسيا كې د روسيې پوځونه شته نو ايا موږ ويلاى شو چې هغه هيوادونه اشغال شوي دي موږ هم حق لرو چې د سيمه ييزو ښامارانو نه د ځان خلاصولو په مخه له بل هر چا سره تړون وكړو او د هغو ګاونډيانو غوښتنو ته تسليم نه شو.

  6. کلبت خان ته
    لګه چی دا دغلامی ژوند ډیر خوند درکوی
    ودکړوامید ددنیا نیمګړی ژوند لره خرڅ دکړو حریت دغلامی د ګوړی خوند لره

  7. ګلبت خان ورو ته،
    مهمه خبره دا ده چي ځان ته معلومه کړو چي هغه هيوادونه چيري چي امريکايي لښکړي پرتې دي په هغوی کي يې کوم اسلامي هيوادونه دي او تر اوسه يې څه ګټه ليدلې ده.
    د هغه پرته خو په نړۍ کي د نر او نر نکاح قانوني حق دی، نو ايا موږ هم د هغوی پېښي وکړو. په نړۍ کي که يو نارينه د بل چا د ماينې سره اړيکي لري د قانون له مخي يې مېړه هيڅ اعتراض نه سي کولای پدې شرط چي ماينه يې د هغه بل سړي سره په اړيکو راضي وي. د ښځي او ښځي نکاح بنسټيزه قانوني حق دی. ايا دغه ټول ته په افغانستان کي منې؟

    دا چي د خدای پر ځای د امریکا يا پرنګي يا بل کافر څخه د ساتنې غوښتنه کوې نو ورسره او د ميوند د غزا ټوله شهيدان د قبرونو راوباسه او د شوروي په وړاندي په جګړه کي چي مو کوم شهيدان ورکړي دي هغه ټوله مرتد اعلان کړه.

    نو ګرانه وروره نوره نړۍ چي څه کوي هغه دي کوي. افغانان خپل دين او خپل افغانيت لري او هيڅکله اشغال نه مني.

    بله خبره دا چي د نړۍ په کومو هيوادونو کي چي امریکايي اډې سته په هغوی کي يې مسلمان هيوادونه زموږ لپاره په زړه پوري دي. هغه اروپايي او زياتره نور هيوادونه خو د امريکا په دين او توکم دي. د مسلمانو هيوادونو لنډ معلومات درته ليکم چي پکښي امريکايي اډې سته:

    د امريکا موخي<—امريکايي چارواکو شمېر<—د هيواد نوم<—شمېره
    افغانستان تر 15000000 مليونو ډالرو څخه زيات قيمت لرونکي معدني خزانې لري. افغانستان د نړۍ د راتلونکو سترو اقتصادي او پوځي ځواکونو چين او هندوستان تر څنګ و راتلونکي اسلامي اټومي قوت ايران ته نژدې پروت دی. افغانستان د شوروي د پخواني جمهوريتونو سره ګاونډی دی چي پکښي د نفتو ستري ځېرمي سته. <—103700<—افغانستان<—1
    امريکا د ايران سره وجنګوی، په ملياردونو ډالرو يې وسلې په وپلورلې. د عراق زورواکی صدام يې د خپل ملت په وړاندي په لسګونو کلونو تقويه کړی تر څو د مليونونو عراقيانو د وژنې په قيمت يې هلته اډې جوړي کړې. عراق د نړۍ تر ټولو ښه د نفتو ځېرمي لري ولي چي د دغو نفو را ايستل او بيا هغه په اوبو کي د تيلو ټانکر بېړۍ ته رسول د نوري ټولې نړۍ په پرتله لږ مصرف غواړي.<—85600<—عراق<—2
    امريکا د عراق څخه د جګړې ټوله مصارف اخلي او بې حسابه يې نفت پمپوي. پرته د شاهي کورنۍ څخه د هيواد د راتلونکي لپاره هيڅ پانګونه نده سوې. هغه پداسي حال کي چي په 40 کلنو کي يې نفت پای ته رسېدونکي دي<—10548<—کويټ<—3
    دويم عراق<—8500<—ليبيا<—4
    مفت نفت، زورواکي<—8029<—قطر<—5
    مفت نفت، زورواکي<—1495<—بحرين<—6
    اروپا<—830<—کوزوؤ<—7
    مفت نفت، د تيلو وروسته پېر لپاره هيڅ پانګونه او پلان نسته<—96<—عرب امارات<—8
    د امريکا د دوستۍ په مننه کي يې سيمي پر اسرائيل بايللي او د يوې کورنۍ لخوا په لسګونو کلونو پر زورواکي سوې او اوس بله زورواکي روانه ده<—52<—مصر<—9
    وږي ملکي خلک<—36<—عمان<—10
    ؟؟<—27<—جکارتا، اندونيزيا<—11
    ؟؟<—15<—ملايشيا<—12

    نو ګرانه ګلبت خانه، لکه څنګه چي اڅکزي صاحب ليکلي دي د مسلمان په توګه د الله څخه پناه او ساتنه وغواړه نه د امریکا او يا پرنګي څخه. الله دي زموږ پر هيواد او اسلام ورحميږي او الله دي مو د يهود او نصارا د شره خلاص کړي چي اوس يې خپل بچي راته بېلاره کړي دي. آمين

  8. سلامونه او نیکي هیلي له زخمي کندهار ومنﺉ!!!
    اول، اڅګزی صاحب ستاسو یې کورودان چي خپل دوطن مینه مو دقلم په څوکه ماته کړې. دوهمه خبره داده چي که زه نن دکررزي صاحب په شان دافغانستان ارګمشر وایی، نو دانن به مي یا ځان پانسی کړﺉ وای، یا به مي دامریکا دایستلوږغ پورته کړی وای. خو متاسفانه چي دوی خپله خاوره څه بلکي خپل وجدان یې هم دڅوډالروپه مقابل کي خرڅ کړی دﺉ. زه حیران یم په دې یم چي داڅنګه وجدان دﺉ، داڅنګه انسان دﺉ، څنګه شیدې یې خوړلي دي چي هیڅ الفاظ تاثیر نه باندي کوي!!! که یې مور ورمړه کړي، که یې پلار ورحلال کړي که یې فامیل وربې غزته کړي، که په یوه ګړي کي په سلهاوو خوار افغانان را شهیدان کړي مشر لا لا مو همدا وایی( کمیسون مو ورته وټاکﺉ اوداکار ارګمشرپه سختو ټکو غندي) نو وایم چي اول مو دي خدای پاک ددې خپلوغلامانوڅخه خلاص کړي اوبیا دکفارو څخه او دادي ښه زړه ته ورتېره کړي چي افغانان ټول ختم هم کړي، هم یې ولاکه راڅخه نوش جان کړي، ډبري،درختي اومرغان به مو هم جنګ کوي او ګلبت خان ته وایم چي په شرمونو دي وشرمولو، پزه دي غوټه راپرې کړه. البته په پای کي یوه ضروري یادونه لرم هغه دا چی دلروبراداره باید موږته دنظر اوتبصرې ورکولو ضمینه برابره کړي، فیس بوک مېس بوک نه غواړي.

    مرګ پرژوندواومړو وطن فروشانو!!!

    په درنښت،
    نصرت الله ترکی
    کندهار ښار،
    ده خواجه صاحب اغا جامع

  9. هیڅ افغان به هم د امریکایي عسکرو د دایمي پاتې کیدو په طرف نه دي. مونږ افغانان د هیچا غلامي نه منو خو ولې د حقیقت څخه هم باید سترګې پټې نه کړو. هغه ولسونه چې له حقیفت څخه سترګې پټوي هیڅکله هم په خبلو پښو نه شي دریدلای. مونږ باید پوه شو چې جنګ د اسلام او کفر نه بلکه د ګټو جنګ دی او پاکستان مونږ د اسلام په نامه د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. مونږ افغانان هم ښه د تودې وینې لرونکي او جذباتیان یو او د پاکستان لپاره خپل ملک ورانوو او خپل خلک ووژنو. که ریښتیا ووایم نو پدې وخت کې زمونږ ستر دښمنان پاکستان او ایران دي او له بده مرغه دواړه ځان ته اسلامي هیوادونه وایي. خو زمونږ ډیری مخور افغانان او ډیری ویب پاڼې اوس هم د پاکستان له شومو اغراضو څخه ځان بې خبره ګڼي او یا هم ورته کار کوي. ځکه خو د آي ایس آي ډیری کارکوونکي پښتانه او افغانان دي.

    که د افغانستان معاصر تاریخ ته وګورو نو وبه وینو چې افغانستان تل یو غریب او په نورو متکي هیواد وو. مونږ یواځې په کیسو او خیالونو کې یو قوي او په خپلو پښو ولاړ هیواد وو. مونږ بهرنیو مرستو ته ضرورت در لود او تر ډیره وخته به یې ولرو. علاوه له دې مونږ باید پدې سر خلاص کړو چې آیا پاکستان به وروسته د امریکا د وتو څخه زمونږ هیواد په کرار پریږدي؟ مونږ باید هر تړون ته د غلامي په سترګه و نه ګورو. مونږ کولای شو چې د دې تړون مادې داسې جوړې کړو چې د خپل وطن ګټه مو پکې وي. دا تړون کیدای شي چې تر هغه وخته پورې و اوسي ترڅو چې افغان ځواکونه په خپلو پښو نه وي دریدلي.

    په پای کې د ټولو افغانانو څخه هیله کوم چې د جذباتو په ځای د تدبیر او پوهې څخه کار واخلي او د خپل هیواد په ګټه کار وکړي. او د پښتنو ویب پاڼو لکه بینوا ، لراو بر او نورو څخه هیله لرم چې نور د خدای لپاره خپل دښمن وپیژنئ او د پاکستان د ګټو لپاره کار مه کوئ. ځکه هر کله چې زه دې ویب پاڼو ته ځم نو یوازې یو اړخیزه تبصرې او خبرونه پکې ګورم. داسې را ته بریښي چې د افغان دولت او افغانانو په ضد کار کوي.

  10. په لومړي سر کي د اڅکزي صېب څخه مننه کوم چي دومره مهمه موضوع يې په داسي توګه څېړلې چي د افغانانو د زړه د حال څرګندولو تر څنګ ډيرو نورو مهمو ټکو ته پکښي پام سوی دی. د انځور څخه ماته دغه ليکوال ځوان رامعلوميږي خو ليکنه يې ډېره پخه او پر ځای ده.

    اوس نو اجمل ستانکزي ورور ته،

    تاسو ليکلي « خو زمونږ ډیری مخور افغانان او ډیری ویب پاڼې اوس هم د پاکستان له شومو اغراضو څخه ځان بې خبره ګڼي او یا هم ورته کار کوي. »
    ج: ايا تاسو پدې هکله جدي ياست چي ډېر مخور او وېبپاڼي د پاکستان لپاره کار کوي؟ يو ډېر لوی تور دی وروره . ډېر لوی تور!! ګرچه زه په شخصي توګه د دغې ليکنې ليکوال نه پېژنم خو کوم څه چي دغه قدرمن ليکلي دي دا د دغه ليکوال يوازنی نظر ندی بلکه دا پرته ستاسو غوندي څو کسانو د بشپړه ملت ږغ دی او د زړه چيغه ده.

    تاسو ليکلي « افغانستان تل یو غریب او په نورو متکي هیواد وو. »
    ج: دا چي څوک همېشه پر بل اتکا کوي همېشه به خوار او غريب وي. امريکا موږ ته د کرزي او يو شمېر نورو خاينينو پرته څه راکړه؟ ايا د کرزي ورور کاچاکبر او قاتل به کندهار خپل سر ته پرېږدي چي پر مخ ولاړ سي او که به فهيم و دوستم حکومتي او شخصي لاندي کړي مځکي بېرته خلکو ته واپس کړي؟ امريکا اوس د افغانستان څخه څه دبۍ جوړه کړه چي د دې وروسته به يې غربت ليري کوي. د کابل بانک څخه په سلګونو مليونه پيسې اخيستونکي، واليان، امنيه قومندانان، پخواني توپکيان او يو څو رئيسانو پرته خو په تيرو لسو کالو کي د کوم افغان نس نه سو موړ. د دې وروسته به امريکا څنګه ښامور راباندي جوړ کړي.

    تاسو ليکلي « ځکه خو د آي ایس آي ډیری کارکوونکي پښتانه او افغانان دي. »
    ج: هر هغه څوک چي د افغانستان حکومت ته هينداره نيسي پر ټولو د آی ايس آی ټاپه لګول کيږي. ايا حامد کرزی، احمدولي کرزی، عطا، دوستم، فهيم او دا نور ناروا او د اسلام او افغانستان دښمنان هم آی اېس آی استخدام کړي؟ رشتيا به سره وايو ګرانه وروره، دا ستاسو غوندي خلک د دغو خاينينو تر شا ولاړ دي او مسلمانان تېر باسي.

    تاسو ليکلي « آیا پاکستان به وروسته د امریکا د وتو څخه زمونږ هیواد په کرار پریږدي؟»
    ج: زه دلته د قدرمن ليکوال اڅکزي پوښتنه تکرار کوم: امريکا په تيرو لسو کالو کي د پاکستان څخه څه ساتنه راکړه چي د دې وروسته به يې راکړي؟

    تاسو ليکلي « د خدای لپاره خپل دښمن وپیژنئ او د پاکستان د ګټو لپاره کار مه کوئ.»
    ج: هو، ټول ملت احساساتي دی او ستاسو غوندي هوښيار او د سړې سينې څښتنان خلک کار ته نه پرېږدي. د افغانستان اداري فساد، په ټاکنو کي درغلۍ، د پوليسو او پوځ په صفونو کي د قومندانانو سره د کمسنو هلکانو ګرځېدنه، په کابل کي د سياف د پخواني قومندان تر څنګ د نورو فحاشه خانو تر شا هم ايا دغه احساساتي کم عقله او دښمن نه پېژندونکي خلک وينئ؟

    تاسو ليکلي « مونږ کولای شو چې د دې تړون مادې داسې جوړې کړو چې د خپل وطن ګټه مو پکې وي.»
    ج: د موږ څخه ستاسو مراد څوک دي؟ کرزی؟ …. فهيم؟…. سياف؟… رباني؟…. دوستم؟…. عطا؟…. او که د کرايې سپينږري لکه اڅکزي صېب چي په خپله ليکنه کي ورته اشاره کړې ده. او که ستاسو مقصد د رېفرنډم يا ولسپوښتنې يا هم د لويي جرګې څخه دی؟ نو زما پوښتنه دا ده چي د يو نيم لکو پرديو عسکرو په شتون کي به هغه څه پرېکړه کيږي چي استعمار او د هغوی لاسپوڅي يې غواړي او که هغه څه چي ملت يې غواړي؟

    تاسو ليکلي « بینوا ، لراو بر او نورو څخه …. د افغان دولت او افغانانو په ضد کار کوي.»
    ج: هو، دا خو معلومه خبره ده چي ټوله نړۍ خرابه ده او افغان حکومت ملايکه ده. هر څوک چي پر افغان حکومت بد وايي ستاسو په آند يو لوی جنايت کوي ولي چي د ملايکو پر ډله تور لاسونه تېروي.

    اجمل ستانکزيه وروره، هيله ده چي په خپل ګرېوان کي وګورې او د جنايتکارانو ملاتړ او پلوي پرېږدې او سپېڅلي خلک په اجنټۍ او ګمراهۍ تورن نه کړې.

  11. تاسو ليکلي « خو زمونږ ډیری مخور افغانان او ډیری ویب پاڼې اوس هم د پاکستان له شومو اغراضو څخه ځان بې خبره ګڼي او یا هم ورته کار کوي. »
    ج: ايا تاسو پدې هکله جدي ياست چي ډېر مخور او وېبپاڼي د پاکستان لپاره کار کوي؟ يو ډېر لوی تور دی وروره . ډېر لوی تور!! ګرچه زه په شخصي توګه د دغې ليکنې ليکوال نه پېژنم خو کوم څه چي دغه قدرمن ليکلي دي دا د دغه ليکوال يوازنی نظر ندی بلکه دا پرته ستاسو غوندي څو کسانو

    د بشپړه ملت ږغ دی او د زړه چيغه ده.

    زه د دې او هر بل لیکوال د لیکنو قدر کوم که څه هم ور سره موافق نه یم ځکه هر څوک حق لري خپل نظر وړاندې کړي. ما دې لیکوال یا کوم بل مشخص شخص ته اشاره نه ده کړې خو دا یو حقیقت دی چې ډیر افغانان اوس هم د پاکستان په لومو کې دي او د اسلام په نوم خپل ملک ورانوي. او دا

    ویب پاڼې لکه د خیبر تلویزون د دوی دتبلیغ مهمه آله ده. یوازې هر هغه خلک چې په دې ویب پاڼو کې راټولیږي او هر هغه څوک چې بیا پاکستان او د دوی لاس پوڅی نظام غواړي هغه به لدې لیکوال سره موافق وي. د افغانستان نور اقلیتونه او همدارنګه ډیری پښتانه وروسره نه دي موافق. ملت د سولې لپاره چیغې وهي نه د نورو بې مانا جنګونو لپاره.

    تاسو ليکلي « افغانستان تل یو غریب او په نورو متکي هیواد وو. »
    ج: دا چي څوک همېشه پر بل اتکا کوي همېشه به خوار او غريب وي. امريکا موږ ته د کرزي او يو شمېر نورو خاينينو پرته څه راکړه؟ ايا د کرزي ورور کاچاکبر او قاتل به کندهار خپل سر ته پرېږدي چي پر مخ ولاړ سي او که به فهيم و دوستم حکومتي او شخصي لاندي کړي مځکي بېرته خلکو

    ته واپس کړي؟ امريکا اوس د افغانستان څخه څه دبۍ جوړه کړه چي د دې وروسته به يې غربت ليري کوي. د کابل بانک څخه په سلګونو مليونه پيسې اخيستونکي، واليان، امنيه قومندانان، پخواني توپکيان او يو څو رئيسانو پرته خو په تيرو لسو کالو کي د کوم افغان نس نه سو موړ. د دې وروسته به

    امريکا څنګه ښامور راباندي جوړ کړي.

    راځئ چې په حقیقت سترګې پټې نه کړو او ریښتیا ریښتیا و وایو. افغانستان بله چاره نه لري بلکه د نورو په مرسته به په خپلو پښو دریږي. که ته کومه لار لري نو مونږ ته ووایه چې څرنګه کولای شو بې د نورو له مرستې پخپلو پښو ودریږو. خو زه پوهیږم چې نه یې لرې بیا هم که لرې یې مهرباني وکړه مونږ سره یې شریکه کړه.
    ما په خپله لیکنه کې د کرزي او يا کوم بل جنګسالار طرف نه دی اخیستی. زه په دې عقیده یم چې باید ټول محکمه شي. زه دا وایم چې د دغو غلو نه کرکه وکړئ خو له خپل دولت نه یې مه کوئ. دا زمونږ او ستاسو دولت دی. کله چې زما او ستا دولت قوي شي نو دا غله به هم محکمه کړي او که

    ما او تا خپل دولت کمزوری کړو نو همدغه غله به همیشه قوي وي او په ما او تا به ظلم کوي. راځئ چې د دولت ښه کیدو ته کار وکړو او د ورانولو په غم کې یې نه شو.
    زه بیا وایم چې په حقیقت باید سترګې پټې نه کړو د اوس افغانستان د جنګسالارانو او طالبانو له وخت سره پرتله کړه او ریښتیا ووایه چې څومره کار شوی. که هغه وخت دې افغانستان نه وي لیدلی نو له هغو خلکو پوښتنه وکړه چې لیدلی یې وي. زه منم چې ډیرې پیسې دغو غلو پټې کړی ولې بیا هم

    ډیر کار شوی. سړکونه، ښوونځي، مخابرات، انترنیت، کارخانې، ملي ځواکونه، او نور ډیر شیان جوړ شوي. همدارنګه یوه لویه بیلګه یې د کندهار د ښار څخه د ځینو وروڼو پواسطه د انترنیت له لارې پدې پوست کې لیکل دي چې پخوا دا شیان نه وو. دا چې پدې شیانو ته سترګې پټوې لکه اوښ چې

    په بډه وهې.

    تاسو ليکلي « ځکه خو د آي ایس آي ډیری کارکوونکي پښتانه او افغانان دي. »
    ج: هر هغه څوک چي د افغانستان حکومت ته هينداره نيسي پر ټولو د آی ايس آی ټاپه لګول کيږي. ايا حامد کرزی، احمدولي کرزی، عطا، دوستم، فهيم او دا نور ناروا او د اسلام او افغانستان دښمنان هم آی اېس آی استخدام کړي؟ رشتيا به سره وايو ګرانه وروره، دا ستاسو غوندي خلک د دغو

    خاينينو تر شا ولاړ دي او مسلمانان تېر باسي.

    زه د هیڅ خاین طرفداري نه کوم. او دا ټول سره د ګلبدین ، ملا عمر او نورو باید محکمه شي. آیا ته دا ویې چې آي ایس آيي افغان کارکوونکي نه لري؟ په دولت نیوکه ملت ته خدمت ده خو د دولت ورانولو لپاره هلې ځلې د ملت د سره خیانت دی.

    تاسو ليکلي « آیا پاکستان به وروسته د امریکا د وتو څخه زمونږ هیواد په کرار پریږدي؟»
    ج: زه دلته د قدرمن ليکوال اڅکزي پوښتنه تکرار کوم: امريکا په تيرو لسو کالو کي د پاکستان څخه څه ساتنه راکړه چي د دې وروسته به يې راکړي؟

    دلته بیا ته ریښتیا پټوې. د جنګسالارانو او طالبانو په وخت کې تر کندوز او تخار پورې پنجابیان پراته وو. ستا ښوونځي، اردو، له ۴۵۰ څخه ډیرې الوتکې او نور نظامي وسایل، ستا سرکونه او اداره هر څه پاکستان در وران کړل. او جوړولو ته یې هم نه پریښودې مګر د خارجي ځواکونو او د افغان

    دولت د جوړیدو نه پس پاکستان د هغسې ښکاره مداخلې جرت نه شي کولای. او پټه مداخله یې هم تر ډیره حده کمه شوی ده. خو پدې نه پوهیږم چې ځینې افغانان ولې له افغانستان څخه پاکستان ته ځان نزدې بولي. آیا ته ریښتیا فکر کوې چې د خارجي ځواکونو په یو دم وتلو سره په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل نه شي او په زرګونو افغانان به خپل ژوند له لاسه ور نه کړي؟

    تاسو ليکلي « د خدای لپاره خپل دښمن وپیژنئ او د پاکستان د ګټو لپاره کار مه کوئ.»
    ج: هو، ټول ملت احساساتي دی او ستاسو غوندي هوښيار او د سړې سينې څښتنان خلک کار ته نه پرېږدي. د افغانستان اداري فساد، په ټاکنو کي درغلۍ، د پوليسو او پوځ په صفونو کي د قومندانانو سره د کمسنو هلکانو ګرځېدنه، په کابل کي د سياف د پخواني قومندان تر څنګ د نورو فحاشه خانو تر

    شا هم ايا دغه احساساتي کم عقله او دښمن نه پېژندونکي خلک وينئ؟

    منم دولت ستونزې لري خو د دولت ورانول د دې حل نه دی. د یو څو سپګو لپاره باید ټول پوستین و نه سوځوو.

    تاسو ليکلي « مونږ کولای شو چې د دې تړون مادې داسې جوړې کړو چې د خپل وطن ګټه مو پکې وي.»
    ج: د موږ څخه ستاسو مراد څوک دي؟ کرزی؟ …. فهيم؟…. سياف؟… رباني؟…. دوستم؟…. عطا؟…. او که د کرايې سپينږري لکه اڅکزي صېب چي په خپله ليکنه کي ورته اشاره کړې ده. او که ستاسو مقصد د رېفرنډم يا ولسپوښتنې يا هم د لويي جرګې څخه دی؟ نو زما پوښتنه دا ده چي د

    يو نيم لکو پرديو عسکرو په شتون کي به هغه څه پرېکړه کيږي چي استعمار او د هغوی لاسپوڅي يې غواړي او که هغه څه چي ملت يې غواړي؟

    زما مقصد د مونږ څخه ټول افغانان دي. که افغانان په ریښتیا هم سره پدې خبرې وکړي د یو نیم لک پردي عسکرو شتون به هم د دوی په فیصله څه اغیزه ونه کړی.

    تاسو ليکلي « بینوا ، لراو بر او نورو څخه …. د افغان دولت او افغانانو په ضد کار کوي.»
    ج: هو، دا خو معلومه خبره ده چي ټوله نړۍ خرابه ده او افغان حکومت ملايکه ده. هر څوک چي پر افغان حکومت بد وايي ستاسو په آند يو لوی جنايت کوي ولي چي د ملايکو پر ډله تور لاسونه تېروي.

    زه څه وایم او سرنده مې څه وایي. زما پوست بیا ولوله چې پرې پوه شوې بیا پرې تبصرې کوه. زه دا وایم چې دوې یوازې دولت پسې را اخیستې ده او مخالیفینو یا پاکستان پسې څه نه وایي. دوی باید په خپلو خبرونو کې عدالت مراعت کړي.

    اجمل ستانکزيه وروره، هيله ده چي په خپل ګرېوان کي وګورې او د جنايتکارانو ملاتړ او پلوي پرېږدې او سپېڅلي خلک په اجنټۍ او ګمراهۍ تورن نه کړې.

    ما نه د جنایت کارانو ملاتړ کړی او نه به یې وکړم. خو له تاسې څخه هیله کوم چې راځئ چې نور د افغانستان د ورانولو په ځای د هغه په جوړولو هم لږ لږ فکر وکړو. او هر څه ته د عدالت په سترګه وګورو. بله دا چې په هر څه سوچ وکړئ چې ایا امکان لري او که نه. مونږ ډیر شیان غواړو خو په دې نه پوهیږو چې څرنګه به یې لاس ته راوړو.

    زما په فکر مونږ تر هغه وخته پورې بهرنیو ځواکونو ته ضرورت لرو ترڅو چې زمونږ خپل ځواک په پښو نه وي دریدلی.
    مونږ افغانان په ځانګړې توګه هغه څوک چې زده کړه یې کړې وي چې کله په یوه موضوع بحث کوو نو که مقابل لوری زمونږ خبرو سره موافق نه شي په هغه مختلفې ټاپې لګوو او که وس مو ورسیږي نور زیان هم ور رسوو. زه ستا د نظر سره موافق نه یم ولې بیا یې هم احترام کوم. که د یو هیواد

    په وګړو کې د نظریو په اختلاف وجود ولري هغه هیواد ښه پرمختګ کوي.

  12. سلامونه،
    تاسو ليکلي «افغانستان بله چاره نه لري بلکه د نورو په مرسته به په خپلو پښو دریږي. که ته کومه لار لري نو مونږ ته ووایه چې څرنګه کولای شو بې د نورو له مرستې پخپلو پښو ودریږو.»
    ج: د پرمختګ لومړی ګام خپلواکي ده. تر کومه وخته چي پردۍ لښکري په هيواد کي پرتې وي لکه د شورويانو په وخت کي او لکه دا اوس، نو د واک چاري به د جاسوسانو او ناکسانو په لاس کي وي. د استعمار پر وخت د ملت لپاره نه بلکه د استعمار د ګټو لپاره کار کيږي. د هيواد د پرمختګ يوازنۍ لاره بشپړه خپلواکي ده او نه داسي تړونونه چي پکښي د يوه پلچک په بدل کي زموږ په پاکه خاوره کي د نړۍ بدمعاش ترينه لښکر کډه واړوي.
    بل موږ مسلمانان يو او تکيه مو پر الله ده. هغه څه چي رسول ص کړي او عملي کړي دي هغه زموږ لاره ده. موږ د يهود او ‍نصارا څخه مرسته نه غواړو بلکه د خدای څخه يې غواړو. تر هغه وخته چي ددغه مخالف عمل کوؤ همداسي در په دره به يو.

    تاسو ليکلي: «دا زمونږ او ستاسو دولت دی.»
    نه! دا د افغانانو دولت نه دی. تر کومه وخته چي پکښي دغه د خدای دښمنان واکمن وي او پردۍ لښکري په افغانستان کي وي نو دغه هيڅکله هم د افغانانو نماينده دولت نسي کېدلای. که داسي وای چي دغه جوړښت تر مخه موجوده وای او بيا دغه کسان راغلي وای نو موږ به ويلي وای چي خير دی څلور کاله يا اته کاله وروسته به يې له شره خلاص سو. خو اوس دغه دولتي جوړښت د بنسټيزه جوړښت لپاره نه بلکه د دغو څو کسانو او د استعمار د شومو مقصادو د اړتيا سره سم جوړ سوی دی. هغه کسان چي په تيرو لسو کالو کي يې په زرهاؤ مليونه ډالره دبی، فلوريډا او مناکو ته کش کړې او استعمار ته يې ستر خدمتونه وکړل د هغوی لمسيان او کړوسيان به لا پر موږ حکومت کوي. د دغه بېلګه په پاکستان او نورو ورته هيوادونو کي وګورئ چيري چي د انګرېزانو وفاداره خانان او ملکان په څلورم او پنځم نسل کي پر خلکو حکومت کوي.
    لنډه دا چي زموږ خپلواکه دولت يوازي هغه وخت منځ ته راتللای سي چي موږ خپلواکه يو او پداسي يو ستراتيژيک تړون کي نه يو ګير لکه امریکايان چي يې زموږ څخه غواړي. هغه وخت خپلواکه دولت لرلای سو چي په خپله شړۍ کي راسره نامحرمه او کافر د کرايې په بدل کي راګډ نه کړو. ډېره بخښنه غواړم ډېره بخښنه غواړم ليکن ما خو زده کړي چي وطن مور ده. نو دا چي د چا مور غريبه وي و کافر ته يې ورپه نکاح کړي چي بډايه شي؟ بخښنه غواړم دغه ډېره جدي بېلګه ده خو خاوره تر خپلې مور زر چنده هم زياته د چا ناموس او غيرت وي.

    تاسو ليکلي: «جنګسالارانو او طالبانو په وخت کې تر کندوز او تخار پورې پنجابیان پراته وو. ستا ښوونځي، اردو، له ۴۵۰ څخه ډیرې الوتکې او نور نظامي وسایل، ستا سرکونه او اداره هر څه پاکستان در وران کړل.»
    دا اوس په افغانستان کي څوک واکمن دي؟ ايا دغه هغه پخواني جنګسالاران ندي؟ د افغانستان په نوم چي څومره پيسې په تيرو لسو کالو کي مصرف سوي دي که د هغه سلمه برخه هم رشتيا په افغانستان کي مصرف سوي وای نو ښايي رشتيا هم لږ پر مختګ سوی وای. پاته سوه د پاکستان خبره: هغه د متل خبره ده چي پر خپل مال پام کوه او ګاونډی په غلا مه تورنه وه.
    ته کوم نظامي وسايل يادوې؟ هغه وسايل چي د قران پاک د سوځولو پر ضد په مظاهرو کي چي يې پر بې وسلو احتجاج کوؤنکو ډزي کولې؟ هغه پوځ او پوليس چي د غلو څخه خپله ونډه او د هيروين د فابريکو څخه خپله ونډه اخلي ؟ خدای دي داسي ورځ نه راباندي ويني چي د ستراتيژيک تړون په نوم به امريکا د افغانستان څخه پر نورو هيوادونو د بريدونو کار اخلي. خو که داسي وسوه نو وبه ګورو چي دغه نظامي وسايل تا د چين، پاکستان او که ايران د شره خلاصوي. که امريکا پاته سي نو بيا هم د دغو ټولو هيوادونو سره چي اټومي وسلې هم لري په جګړه کي پاته يو.

    تاسو ليکلي: «په وګړو کې د نظریو په اختلاف وجود ولري هغه هیواد ښه پرمختګ کوي. »
    چي د خپلواکۍ، اسلام او غيرت او ناموس پر ضد نظر وي هغه هيڅکله د هيواد په پرمختګ کي ګټه نه رسوي.

  13. سلامونه.
    جي فدايي دابدي ژوندون هستي لتوي
    لكه خليل فه سرواورونو كي شادي لتوي
    زاني كاروان ورسره خواكي بدرگه روان دي
    سوك له شامارسخه فوست كاژي سوك غمي لتوي
    دوار فه وراندي ييغربيساينسي تخنيك بي كار دي
    له دربه ورسته رقيب خفل مري فه سفي لتوي