کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کوټي ښار په توشنابي مورچه کي

د کوټي ښار په توشنابي مورچه کي




« ايا د حامد کرزي صاحب سره خبري کولای سم؟» ټليفون کوؤنکي (د بي بي سي ژورنالست) د مزي پورته کوؤنکي څخه وپوښتل.


« ورور خو مي اوس وخت په توشناب کي دی. تاسو د بي بي سي څخه خبري کوی؟»
«هو!»


«  تاسو زما سره خبري وکړئ، زه يې ورور احمدولي کرزی يم. »


« ډېره مننه، زه به يو څه وخت وروسته درته ټليفون وکړم.»


«څنگه چي ستاسو خوښه وي.»



د 2001 مېلادي کال د سپټمبر وروسته پر افغانستان د يرغل چمتو والی نيول کېدی چي د يو شمېر پخواني او متقاعد مجايدينو تر څنگ د يو څو نامشهورو قومونو د ناپېژندل سوؤ مشرانو نومونو د خبرونو په سرټکو کي ځای پيدا کړی. دغو کسانو خپل ځانونه د افغانستان رهبران معرفي کول.



څو ورځي تر مخه لا د يوه پخواني جهادي قومندان په کور کي ټوله رسنۍ جمع سوي وې. عبدالحق د دبئ د متقاعدۍ د ژوند څخه را ايستل سوی ؤ او د امريکا د جاسوسو ادارو لخوا ورته د افغانستان د ژغورنې دنده سپارل سوې وه. کله چي نوموړی د خپلو ملگرو او هغه بکس سره و افغانستان ته ور داخل سو چي پکښي سېټلائټ ټليفون او د ډالرو بستې وې نو طالبانو هغه په ناڅاپه توگه ونيوی او وې وژی.



همدا ؤ چي لوېديځه رسنۍ چي تر هغه وخته يې لا د طالبانو د نوم د سم ادا او تلفظ کونې تمرينونه کول، ورته د طالبانو د بربريت ښکاره کولو لپاره يوه نوې موضوع په لاس ورغلله. هغه پداسي حال کي چي يوه متقاعد کس ته د ډالرو ډک بکس په لاس ورکول او هغه د ظالمو طالبانو و هيواد ته لېږل په ځان کي يو بربريت ؤ.



کله چي پر افغانستان يلغر پېل سو نو د يوه بل نجات دهنده او ژغورونکي نوم واخیستل سو. دغه کس داسي معرفي کړل سو: په کوټه کي اوسېږي، نامتو قبيلوي مشر دی، معروفه قومندان دی. خو د نوموړي دغه پېژندگلوي يوازي د پاکستاني او امريکايي استخباراتي ادارو پوري محدوده ؤ.



د نورو ژورنالستانو په توگه موږ هم د تليفون شمېرې دايري کړې. بيا مو دائر کړې چي په ترځ کي يې د يوه سېټلائټ ټليفون شمېره راکړل سوله. پدې وار پخپله مشر ورور حامد کرزي راسره د ټليفون پر ليکه سو او راته وې فرمايل چي هغه اوس په کندهار کي دی او د يوه نامعلوم غره څخه راسره خبري کوي. هغه وويل « موږ به افغانستان د طالبانو د منگولو څخه آزاد کړو……» وغيره وغيره



ټليفون کوؤنکی (ژورنالست) حیران پاته سو چي دغه قدرمن (حامد کرزی) څنگه پدې وتوانېدی چي د کوټي د توشناب څخه د شلو دقيقو په اوږدو کي د کندهار و غرونو ته ځان ورسوي.



د احمدولي کرزي دغه کيسه زما هغه وخت را پياد سوه کله چي مي په امريکايي اخبارونو کي د هغه د مړيني تعزيتي پېغامونه لوستل.



د هغه امريکايي مينه والو په يوه جمله کي هغه ته د مخدره توکو د قاچاق وړونکي، سخت سري او جنگي سردار او د امريکا د ريښتني ملگري خطاب کړی ؤ. د دوی په وينا د هغه د وژنې وروسته اوس د افغانستان په جنوب کي يوه ستره تشه رامنځ ته سوېده.



يوه ژورنالست په شاعرانه مبالغه سره وويل چي امريکايانو به د احمدولي کرزي سره د لاس د ستړي مه سې وروسته خامخا خپل لاسونه مينځل. نه پوهېږم چي پدغه جمله سره د امریکايانو پاکي خوښېدنه څنگه ثابتېدلای سي. نه يم خبر چي د احمدولي کرزي سره د غاړي د ستړې مه سي وروسته به يې څه کول.



دا هم ممکنه ده چي خدای بخښلي احمدولي کرزي به هم د امريکايانو سره د ستړې مسي وروسته اودس تازه کا وه. خو د دواړو اړخونو لخوا په دوامداره توگه د خپلو لاسونو د مينځلو پدغه کيسه کي بشپړه هيواد غرقېدو ته نژدې سوی دی.



رښتيا خبره خو دا ده چي هغه ژورنالست چي د احمدولي کرزي  مشر ورور حامد کرزي سره  يې پر ټليفون خبري کولې پدې نه ؤ خبر چي هغه (حامد کرزي) د کوټي د يوه توشناب څخه د کندهار د جگړې مورچه نيولې وه. خو پدې ټوله نړۍ خبره ده چي دوې مياشتي وروسته يعني د 2001 مېلادي کال په دسا مبر مياشته کي چي کله د حامد کرزي تاج پوشي کېدله نو هغه د امريکايي پوځيانو په حفاظت کي ؤ او تر ننه پوري د هغوی په حفاظت کي دی.



هيله ده چي اوس چي کله حامد کرزی توشناب ته ځي نو امريکايان به دباندي ورته پيره داري کوي ولي چي د خپل خانداني ساتونکو څخه يې اعتبار ايسته سوی دی.



ليکونکی: محمد حنيف (د بي بي سي اردو وېبپاڼه)
د اصلي متن اردو بڼه دلته لوستلای شئ:


http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2011/07/110714_karzai_brother_fz.shtml

تبصره نسته

  1. ډیر دافسوس ځای چه لیکونکی ډی احمق دۍ.ژباړونکۍ ډیر ساده دی.او ولي لروبر دغومره چټیات نشروي

  2. لیکوونکی محمد حنیف یوازی احمق نه بلکی یو پنجاسپی معلومیږی. او پنجاسپیان دافغانستان او دافغانانو دبربادی یوازنی منبع ده.

  3. هو اجمله وروه!

    بالکل دي خبره سمه ده. ته ښه سړی يې کرزی ښه سړی دی او زه ښه سړی يم. دا ټوله پنجابيان دي چي د کندهار مځکي يې لاندي کړي دي. دا خو پنجابيان دي چي عطا، دوستم، فهيم او نور انډيوالان يې د نيم افغانستان پاچهان کړي دي. دا خو پنجابيان دي چي افغانستان يې خرڅ کړی او په دبی فلوريډا او ميامي کي يې ځايونه په اخيستي دي.

    ستا تر دا حق ويونکې خولې جار سم وروره خبره دي بالکل سمه ده. دا په کندهار کي چي خلک تښتيي او بيا ورڅخه تاوانونه غواړي دا کارونه ټوله بنجابيان کوي.

    دا د کابل بانک پيسې همدغو پنجابيانو لوټ کړلې د دوی دي کور خراب سي. دا انټرنټ چي د پوليسو د قومندانو په ويډيوگانو ډک دی چي د ځان سره دولس کلن پوليسان گرځوي دا هم ټوله د پنجابيانو دسيسه ده.

    خبره دي بالکل سمه ده دا د کندهار د گمرک پيسې خوړونکي او دا د سړکونو او ودانيو ټېکه اخيستونکي هم ټوله پنجابيان دي چي د يو مليون پروژه اخلي او په شل زره يې خرڅوي.

    د پنجابيانو دي کور وران سي چي کندهار يې پر قومونو وېشلی دی او د هر قوم جلا جلا ټولنه لري. بېچاره کرزيان او ته گران اجمل خو هيڅ قومي تکليف او د قومپرستۍ ناروغي نه لرۍ. هغه خو پنجابيان دي چي د عينو ميني د غره د آخوا مځکي يوازي پر پوپلزو خرڅوي. د دغو پنجابيانو دي کور خراب سي چي د افغانستان حکومتي مځکي خرڅوي او هغه هم يوازي پر پوپلزو چي خوارکی حامد جان کرزی بدنامه کړي.

  4. just i want to say why you hid the reality, that is right in transitional goverment warlords and world fundementilists didn't want the taliban to take part in transitional government while there were lots Afghans killers because of their selfishness, but it was the reality that because of hamid karzai we have army and at least a government so i request to larawbar website manager please avoid these kind aditors.

  5. واقعا چي بي بي سي بايد داسي شيان خپاره نه کړي. څنگه چي وينم د دغې ليکنې اصلي منبع د بي بي سي اردو وېبپاڼه ده. پداسي حال کي چي زموږ اردو نده زده نو د لر او بر يې کور ودان چي پښتو ژباړه يې خپره کړېده تر څو موږ په خبر سو چي نړۍ والې رسنۍ څه ليکي.

    په احترام

  6. ياره که زه ووايم چې دې ليکوال ډېره ښه او واقعي ليکنه کړې ده نو زه به هم دپنجابيانو سپی يم. ياره که حقيقت ويل سړی دداسي تورونو سره مخامخ کوي نو زه دا اوس دپنجاب تر ټولو لوی سپی يم او بلکي په دغه ډول سپيتوب وياړم او افتخار په کوم. دکابل ګوډاګي او مذدور رژيم چې دپښتنو سره څه کړي دي هغه په تاريخ کې له پښتنو سره نه دي سوي او نه يې څوک پټولای سي.
    نو ژوندي دي وي پنجابي سپيان

  7. د حامد کرزی (کورزي) دنا سکه ورور قتل سیاسی انګیزه نه لری،ټولو درنو عزیزانو ته معلومه ده چی دکورزی دکورنی ټول غړی دمافیای سازمان غړې دې او په دی سازمان کی تر تولو غټه ونډه ولی خان کرزی در لوده،او سردار محمد غازی چی دوی ورته قاتل وایی هم ددوی دخپلی کورنی غړی وو او دمخدره توکو په کارکی ورسره سم شریک کس وو، ددوی دواړه تر منځ په شخصی او احسا ساتی لفظی شخړه کی نوموړی حادثه را منځ ته شوه او دواړه په کی ولاړل،بنآ دا کوم سیاسی وژنه نه ده بلکی دکورزیانو خپله کورنی لانجه او شخصی شخړه ده چی لابه نوره هم دوام ولرې او دکورزیانو دکورنی ډیر غړی به په دغه لاره کی له منځه ولاړ شې

  8. واشنګټن پوست : دکرزي قاتل دامریکا جاسوس و
    واشنګټن پوست ورځپاڼې دولسمشر کرزي دناسکه ورور احمدولي کرزي دقاتل سردار محمد خان په اړه کښلې دي ، چې نوموړې له څو کلونو راهسې له طالبانو سره په جګړه کې دامریکا ملګری او ملاتړی و . ورځپاڼه کاږي : سردار محمد ،چې دپولیسو قومندان و په څو میلمستیاوو او پروګرامونو کې له امریکايي او برتانوي جنرالانو سره کتلې دي او دارزښت وړ استخباراتي معلومات يې وړاندې کړې او دهغو پولیسو په نیول کې يې مرسته کړې ده ،چې له طالبانو سره به یې لار درلوده .
    ورځپاڼه دا خبره هم کوي پر هغو لاملونو پوهیدل اوس هم ناڅرګند دي ، چې څرنګه يې دا 35 کلن ځوان یو ځل پر بله واوښت او په سویل کې يې تر ټولو پیاوړې سړی وواژه . دا رښتیاهم یو ډراماتیک بدلون دی .
    دکرزي دکورنۍ یو غړي وویل : دکرزي له ترور وروسته دا جوته شوه ، چې سردار محمد خان درې میاشتې وړاندې کوټې ته سفر کړې و او له هلته یې له طالبانو سره کتلې و سرچینه وايي : په وروستیو اونیو کې دسردار محمد کړنې عجیبه او غریبې وې خوب يې نورمال نه و ، خوبځای به یې ژر ژر بدلوه ، خپلو سړیو ته به یې دشک په سترګه کتل له خپلو به یې تل پوښتنه کوله ،چې څوک درسره په ټیلفون غږیږي .

  9. درنو دوستانو داحمد ولی کرزی ته دفردوس جنت هیله او ارزو لرم، دا دپشتنو لپاره یوه لویه ضایع وو چی ددی قام په نصیب شوه، الله پاک دی مونږ له نورو داسی ناوړو غمونو ځخه وساتی

  10. I am who I am,
    I am not who you think I am,
    I am full of tearful eyes,
    I am full of widows,
    I am full of orphans,
    I am full of poverty,
    I am full of injuries,
    I am full of silent voices,
    I am pride,
    I am love,
    I am honour,
    I am courage,
    I am brave,
    I am comfort to my children,
    I am history,
    I am the land full of history that speaks for itself, Poverty
    I am the mountains full of history,
    I am the graveyard of empires,
    I am the graveyard of Alexander,
    I am the graveyard of Genghis Khan,
    I am the graveyard of Persia,
    I am the graveyard of British imperialism,
    I am the graveyard of USSR communism,
    I am not going to be destroyed by the name of terrorism,
    I am not going to be destroyed by the name of modernism,
    I am not going to be destroyed by the name of extremism,
    I am not going to be destroyed by the name of nationalism,
    I am not going to be destroyed by the name of capitalism,
    I'm not going to be destroyed by the slavery of modernism,
    I am not going to be destroyed by the companies of oil
    I am burying the oppressors in my soil,
    I am not going to be fooled by your fake democracy,
    I am not giving up my freedom for your Americanism in my soil,
    I am not allowing your capitalism in my soil,
    I am not allowing your communism in my soil,
    I am rising for my dignity,
    I am going on the path of freedom and I will never return,
    I am taking the path of my parents and its my turn .
    I am standing to the invaders firm ,
    I am showing love to my barefooted, homeless, wandering, torn clothes, hungry children ,
    I am breaking the prison of invaders ignorance,
    I am raising my voice,
    I am depending that country , and it is my choice,
    I am who I am , and dear to me is the best my women .
    I am J.T pashtoon from that country which is Afghanistan.

  11. Salamoona

    As I have mentioned before we had respected Larawbar as an independent source of news for afghans but unfortunately it is been highlighted that Laawbar is just another foreign paid media outlet with very dark and hidden agemda.

    Besmal rom Germany ! shut up you idiot

  12. Dear translator of this piece,
    I hope you knew a little bit journalism.I also read this piece in BBC Urdu and the journalist had called Ahmad Wali Karzai as Ahmad Wakil Karzai.he ahd repeated this mistake manay many times in one piece.If he doesn't know or write precise name of an important person in his news how can we trust his impartiality and his ability to write such an important piece.I believe that it is a faction not news .And this faction has been made by Punjabis.
    Though I hat Karzai but would defend him against Punjabis.

  13. قدرمن وروره د لندن خانه،

    بي بي سي تاته په لندن کي ډېره نژدې ده هيله ده چي هلته به دي احتجاجي ليک لېږلی وي او د ښه ژورناليزم څو مشورې به دي هم ورته لېږلي وي. که داسي وي چي ته هلته کار کوې نو بيا خو بيخي درته نژدې ده.

    پدغه ليکنه کي کوم شی دروغ دی؟ يا ستا مخالفت د څه شي سره دی؟

    ايا ستا مخالفت پدې کي دی چي ته ادعا کوې چي کرزی ملي سړی دی او د امريکايانو په بغل کي افغانستان ته ندی راغلی؟

    ايا ته دا نه منې چي کرزي د کوټي څخه دا ادعاگانې کولې چي د طالبانو په وړاندي يې سخته جگړه شروع کړې ده؟

    ايا کېدای سي چي ته توکمپال يې؟ ايا ستا د پنجابيانو څخه پدې بد راځي چي هغه پنجابيان دي. او د خپلې دغې کرکي له امله د خپل او زموږ ټولو دُښمن کرزي څخه دفاع کوې؟

    زه دا نه ردوم چي زموږ په بدبختۍ کي د پاکستان لوی لاس دی. خو تر ټولو زيات لاس همدغه زموږ د جاسوسانو دی چي کله پر پنجاب، کله پر ايران، کله پر بريطانيې او کله پر امريکا خپل ايمان خرڅوي. او د کوم چا دفاع چي ته کوې هغه په خپل وار پر ټولو نوموړو هيوادونو ځان پلورلی دی.

    ورسه د ولسمشرۍ دفتر ته ټليفون وکړه او د کرزي لالا څخه پوښتنه وکړه چي ايا دی د امريکا سفارت ته نه ؤ ورغلی چي ورته خپل جاسوسي خدمات يې وړاندي کړي ول؟

    گرانه د لندن خانه،
    د ډول ږغ د ليري خوند کوي! ته دلته افغانستان ته راشه او بيا وگوره د خلکو څه حال دی. ورسه د کندهار پر خلکو پوښتنه وکړه چي ټولې مځکي يې همدغه خدای بخښلي احمدوکيل (احمدولي) کرزي لاندي کړي وې.

    ورسه د هغې ماشومي څخه پوښتنه وکړه چي په بمباريو کي يې پښې د لاسه ورکړي او کرزي يې په ټولو مطبوعاتو کي د انځورونو څخه د ځان لپاره ناوړه گټه پورته کړه. اوس د هغه جنرال پر سينه د غازي اکبر خان مډال ټکوهي!!

    د بدو پای بد وي!! دا يې گز دا يې ميدان. گورو به چي ستا د کرزي او د هغه د نورو جنايتکارانو انجام به څه وي. هغه به وي لکه چي په افغانستان کي د ټولو غدارانو انجام سوی دی

  14. Sultan Muhammad Salmona awo Hitramaat

    No one is claiming that karzi is an angel .
    Everyone knows that he come to Afghanistan with the help of foreigners. However Please gave me the name of three afghan rulers in the last 200 years starting with Amir Dost mummhad khan who did not came to power with the help of foreigners
    Under current circumstance he is the best choice for Afghanistan. I will elect him any day compering to Dostum , Abdullah or raban
    r please note the following

    As far is writer is concern he is an idiot the way he wrote the article
    Larawbar has beehive in a very none Pashtone, none Islamic way of publication this article on day of Ahmad wali karziFathea.

    Remember we are afghans . we respect

  15. تاسو پوښتلي چي:
    Please gave me the name of three afghan rulers in the last 200 years starting with Amir Dost mummhad khan who did not came to power with the help of foreigners

    ځواب: غازي امان لله خان، ظاهر شاه، شهيد محمد داؤد خان، ملا محمد عمر اخوند

  16. درنو لوستونکو!
    په سلامونو مو لمانځم چې رښتیا سره ووایو له سفر څخه ستړی راغلی یم او سبا ته یو بل سفر په مخ کې لرم خو یو شمېر خوږو دوستانو دتیلیفون په وسیله مجبور کړم، چې دهغه کرغېړن ځواب ولیکم هغه دا چې :
    دې نرښځي دا ځل بیا زما نوم کارولی او له مړیو (مړو) څخه یې هم حیأ نه ده کړې دهغه چا سپکاوی یې زما په نوم کړی دچا ورور(حامد کرزی) چې دې کرغېړن ته دایران له کڅوړو څخه معاش ورکوي دې نامرد دسږ کال مارچ په میاشت کې هم زما په نوم دښاغلي ډاکتر داود اعظمي سپکاوی کړی و چې بیا دهغې تبصرې سپناوی په لاندې ډول وسره شو:

    http://larawbar.org/details.php?id=25616

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : محمد امين بسمل
    نېټه : ٢٧ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-03-18
    لاندنۍ ليکنه دډاکټر داود اعظمي د جايزې په اړه د بسمل نوم څخه په استفادې د يوې تبصرې په سپيناوي کي سوې ده . چي د اصلي موضوع سرليک يې دادﺉ
    داود اعظمي : د ځوان نړيوال مشر جايزه وګټله
    لراوبر ډاټ کام – کندهار
    ________________________________________

    اسلام علیکم عزیزانو!
    دا دی پوره یو ساعت مخکې له کار څخه راورسېدم دمه مې وکړه او فکر مې سم برابر شولمړنی کار مې دا وکړ چې لر اوبر وګورم چې بیا داعظمي صاحب په اړوند څومره دروغ او رښتیا لیکل شوي دي له نېکه مرغه زما له ماسپښینۍ تبصرې څخه وروسته کوم چا تبصره نه وه لیکلې .
    زه هم پخپله ماسپښنۍ تبصره ځکه پښیمان شوم چې دیو ناکس او مزدور سره ولې ځان برابر کړم خو زما ګناه ځکه نه وه چې ما ته یې نن مزاحمت کړی و هغه داچې زموږ دکولتوري ټولنې له ملګرو سره په دې مشورو بوخت وم چې سږ کال څنګه دنښتر دودیزه کالنۍ مشاعره ولمانځو .
    په دې جریان کې دبي بي سي له رادیو څخه زما یواشنا ژورنالست تیلیفون راته وکړ چې داد اعظمي صاحب په ارتباط تا لیکنه کړې ده؟
    ما ورته وویل چې ماخوپه دې ورځوکې سر پر سر ډېرې لیکنې کړې دي خو زه نه پوهېږم تاسوکومه یوه ښیاست؟
    هغه بیا راته وویل چې داعظمي صاحب د جایزې په اړوند .
    ما ورته وویل چې چېرې ؟
    وېل په لر اوبر کې .
    ماوېل نه ته صبر چې زه لر او بر ته ورداخل شم هلته مې دا لاندې تبصره چې زما په نوم یې لیکلې وه تر سترګو شوه :
    بسمل ٢١ / ١٢ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2011-03-12 16:41:05 زېږديز
    داود اعظمی دکرزی او امریکایانو او په هغو پوری دشورای نظار دډلی خدمتګار دې،نوموړی ته چی دغه جایزه هم ور کړه شوی ده علت یی دکرزی او امریکیانو ښه صفتونه دی چی داود اعظمی هر ه ورځ په راډیو ګانو او نورو رسنیو کی تر سره کوي،داود اعظمی په افغانستان کی دبیګناه خلګو پر وزلو چی دامریکیانو او دکرزی دګو ډاګی حکومت له لوری تر سره کیږي ههمیشه چوپه خوله پاتی شوې دې او تر نن ږرځی پوری یی هیځ نه دی ویلې

    اول خو دا چې دابېسوادچې زما نوم یې کارولی دومره نه پوهیږی چې زما لیکنې خو زیاتو افغانانو لوستې دي زه خو تر خپله وسه په لیکنو کې املا او انشأ مراعتوم زمالیکنیز متود ډیرو ته مالوم دی تاسو وګورئ چې دې بې عقل دپورتنۍ تبصرې په هره جمله کې څومره سهوې کړې دي آیا زه به خپل ځان داسې وشرموم؟
    له هغه څخه چې راتېر شواودحبیب الله تبصره وګورو زما په اغلب ګمان داتبصره هم دغه لېوني لیکلې ده ځکه چې عیني سهوې یې په تبصره کې لیدلې کیږي البته بله ناپوهي یې داده چې خپل نوم یې د حبیب الله په ځای حبیب اله لیکلی دی .
    ورپسې یې بیا دسلیمان په ځای دځان نوم سلمان لیکلی او د تبصرې ټول متن یې کټ مټ سهوې لري لکه دا نورې دوه تبصرې .
    ورپسې یې خپل ځان ښځه کړی او په ځان یې امینه نوم ایښی هغه یې هم غلط لیکلی امنه یې لیکلې ده له دې څخه وروسته یې دنورالله په نوم له کابل څخه داسې یوه ناوړه او له شرمه ډکه تبصره لیکلې چې باید پخپله وشرمیږي دا ځل یې بیا خپل نوم دنورالله په ځای نوراله لیکلی دی او ټول متن یې دتېر په څېر یو ډول املايي غلطۍ لري .
    کله چې پوه شوی چې کوم چا یې ملاتړ نه دی کړی نوبیا یې ځان ته دمیرویس نوم غوره کړی او په تبصره کې یې نصیحت کړی دی چې بیا هم هغه سهوې او هغه . . . دا کار یې د افغان ــ جرمن په نظریاتو کې هم کړی وچې بیا افشأ شو .
    ګرانو لوستونکو!
    تاسو کوم بل فکر ونه کړئ زه نه دومره وخت لرم چې دخپل کاروان لار لمړی له . . . څخه خالي کړم او بیا کاروان په مخ بوزم اونه خو د داسي . . . په کیسه کې یم که له بي بي سي څخه چا تیلیفون نه وای راکړی ممکین زه به ډېر وخت او هیڅ خبر نه وای خو کور دې د اعظمي صاحب ودان وي چې څه یې نه دي لیکلي رښتیا هم دروند سړی دی .
    هغه خامخا پوه شوی چې دا زه نه یم په هر صورت دا کس په دې نه ارزي چې دومره وخت پرې ونیسو تېر کال یې هم دلوی اختر د مباره کي په ځای په لر او بر کې دسید حبیب او سرور په نوم په ماپسې ناوړه تبصرې لیکلې وې او بیا یې دافغان ــ جرمن ویبپاڼې ددیدګاها په برخه کې هم ډېر . . . خوړلي وو زما دوستانو هم سم ځوابونه ورکړي وو خو حیف د هغه وخت چې زما ملګرو پرې ولګاوه دا دی ما هم نن یو څه وخت پرې ضایع کړ خو نور به یې په کیسه کې نه شم هر څومره . . . چې خوري خوښه یې خپله لکه پخوا مې چې ورته لیکلي و دا ځل بیا هم هغه خبره ورته لیکم چې کاروان به تېریږي او . . .به غپیږي .

    قدرمنو خویندواو وروڼو!
    دا له همت او پښتونولي څخه محروم دا دسي ای اې جاسوس دا ځل زما په نوم دوژل شوي احمدولي کرزي او ټولو کرزیانو سپکاوی په لاندې ډول سره کړی دی :
    بسمل،جرمنی ٢٥ / ٤ / ١٣٩٠ لمريز ~ 2011-07-16 20:13:19 زېږديز
    د حامد کرزی (کورزي) دنا سکه ورور قتل سیاسی انګیزه نه لری،ټولو درنو عزیزانو ته معلومه ده چی دکورزی دکورنی ټول غړی دمافیای سازمان غړې دې او په دی سازمان کی تر تولو غټه ونډه ولی خان کرزی در لوده،او سردار محمد غازی چی دوی ورته قاتل وایی هم ددوی دخپلی کورنی غړی وو او دمخدره توکو په کارکی ورسره سم شریک کس وو، ددوی دواړه تر منځ په شخصی او احسا ساتی لفظی شخړه کی نوموړی حادثه را منځ ته شوه او دواړه په کی ولاړل،بنآ دا کوم سیاسی وژنه نه ده بلکی دکورزیانو خپله کورنی لانجه او شخصی شخړه ده چی لابه نوره هم دوام ولرې او دکورزیانو دکورنی ډیر غړی به په دغه لاره کی له منځه ولاړ شې .
    دوستانو!
    هیله ده، چې ددې نالایق تبصره مو په غور سره لوستې وي که تاسو ددې نامرد املایي ستونځې وګورئ او زما ټولې لیکنې وګورئ نو باور به مو راشي ، چې دا یوبل څوک دی .
    دې ښاغلي د داود اعظمي په ضد تبصره کې ۲۹ غلطۍ او د کرزیانو ضد تبصره کې پوره ۳۹ غلطۍ کړې دي ددې تر څنګ یې زما لخوا سردارمحمد غازي بللی په داسې حال کې ، چې نه سردار محمد غازي دی او نه احمدولي کرزی شهید دی، بلکې دا دواړه ځوانیمرګان دبهرنۍ استخباراتي شبکې قربانیان دي ، چې زه دیو افغان په صفت نه یوازې په دوی دواړو بلکې دهر انسان او حتی حیوان په وژنه هم افسوس کوم زه شاعر یم له وینو تویوولو مې سخت بد راځي که په هر عنوان وي .
    په پورتنۍ تبصره کې یې دابد هم لیکلي، چې داحمدولي کرزي مړینه سیاسي انګېزه نه لري زه وایم ، چې د احمدولي کرزي مړینه سیاسي انګیزه لري خو احمد ولي کرزی ملي شخصیت نه بلکې یو جوړ شوی (مصنوعي)قومي مشر و.
    جالبه خو لا دا ده، چې کرزیان یې کورزیان بللي دا کلیمه ددې شهادت ورکوي، چې دا کس سلام خان دی هغه سلام خان، چې هیڅ وجود نه لري مانا یو مستعار نوم دی ، چې په افغان ــ جرمن،دعوت،او ځینو نورو رسنیو کې یې کاروي خو اصلي نوم یې تاسو ته له شواهدو سره هغه وخت لیکم، چې له خیره سره له سفره راوګرزم تر هغه وخته له تاسو څخه هم هیله کوم، چې دسلام خان په اړوند مالومات راسره شریک کړئ دفعلأ لپاره تاسو دسلام خان دا لاندینۍ تبصره ، چې هلته یې دسرور نوم کارولی او په لاندې نېټه یې زما ویبلاګ ته رالېږلې وه له دا اوسنۍ تبصرې سره پرتله کړئ ، چې څومره سر سره خوري :
    2010/12/01 at 3:21 pm
    سرور
    afghanistan
    sarwwar50@yahoo.com
    85.113.174.5
    ګرانه بسمل صاحب سلامونه ومنه
    دکورزی کوم بل ګوډاګی بیاهم دنیازی صاحب اوستا په باب په افغان جرمن انلاین ددیدګاه ها په پاڼه کی خبری لیکلی دي او په مشعل دکمونستانو په پاڼه کی هم ددیورند دجرګی په پرخه کی ستا په باب ځه وړاندی شوی دي .
    درنو لوستونکو!
    په افغان ــ جرمن او دکمونستانو په پاڼه کې پخپله همدې پمن زما په ضد څه لیکلي وو دا دسرور په نوم یې ، چې تبصره لیکلې دلته یې هم کټ مټ غلطۍ کړې لکه په هغه دوو پورتنیو تبصرو کې خو تر ټولو جالبه دا ده، چې دتېر کال ډسمبر په لمړۍ نېټه یې دسرورنوم په کارولو سره دکرزي په ځای (کورزی) لیکلی دا دی نږدې اته میاشتې له هغې خبرې تېرې شوې خو ددې حرامي کینه لا همداسې په ځای پاته ده دکورزي دکلیمې په اړوند به دسپیناوي په لیکنه کې تاسو ته مالومات درکړم .
    نور مو وخت نه نیسم ددې جعلکار د لا رسوائي اوثبوت لپاره به یوه بله دسپیناوي لیکنه تاسو ته له مدارکو سره هغه وخت وړاندې شي ، چې په خیر له سفر څخه راوګرزم تر هغو پورې له ټولو کرزیانو څخه احترامانه غوښتنه کوم، چې ژر تر ژره دا دلستوڼي مار اخوا وغورځوي .
    یادونـــــــه :
    زه هیڅکله دتبصرو لیکو وخت نه لرم خو که بیا ډېره مهمه موضوع وي تبصره ورباندې لیکم او یوازې دهغې موضوع په اړوند تبصره لیکم نه داسې لکه دا بې . . .، چې موضوع یو څه وي او دی نور . . . خوري .
    ستاسو ورور محمدامین بسمل

  17. Dear friends, Karzai is an Afghan and he is elected by Afghans to rule this country, he is a legitimate president of Afghanistan…Punjabi dogs like Mula Omer and Haqani who are the dogs of ISI and CIA never can collapse the decision of Afghanistan people. Karzai does not belong to Pashtoons only; he is representing all Millions of Tajiks, Uzbeks. Hazaras and others too…If Karzai is affiliated to US, yet it is better to be affiliated to Panjabi Daalkhoors….or to be ISI servant who kill innocent Afghans by their suicide bombings…the Taliban has killed more than all 20 years of civil war in Afghanistan….please give up serving ISI, come to your country and response to peace and brotherhood…this is the way of Islam and this is the way of humanity