کور / کیسه / جمال ،کما ل اوزرګره

جمال ،کما ل اوزرګره

لمړي برخه :   
بابا ولي ،وایه ولي؟


چي دمور له غیږي ولویدم پر مځکه  تردا اوسه سمه اوغر دي راڅخه ورکه 


 نه په خوند اونه په بوی دشي پوهیږم
                                      نه دخپل نه دپردي په فرق پوهیږم
 دچا غیږي ته چي ځان نژدي کومه
                                     دخپلي موردمیني پدل  ما تومه
 نرمي وي،ګرمي وي مګر نه نه…
                                   خودمورغیږی بوی نه احساسه ومه.                          
بیا مي  دمور دغږي په شان،نرم اوګرم ځای چیري پیدانه کړې اونه مي بیا هغه دموردغیږي بوی ترسږموسو. اوس که دجهان ټول ثروتونه راته راکړې  زه به يې څه کړم. بابا! رشتیا  راته ووایه مور مي څه سول؟ تا زه بد بخت پیداکړم ،ولي ؟ولي؟ پر څه ګناه، څه دي راپکښې لیدلې وه چي دي دبدبختیو ډکي دنیا ته  دي راوستم ؟  بابا ،تاخو په خپلوسترګولیدلې وه دا دناپوهانو،لیونیانو ،متعصبو ،ظالمو،وژنکو انسانانوډکه دنیا ،ته خوبه ظالم نه يې ؟ ته خو به قاتل نه يې ؟ نو تا په دي دنیا کي څه کول ؟ ته باید له دي دنیا څخه لیري تللی وای .تا باید دا دنجسو ډک کور نجسوته  پرې ایښي وای .یایا، با با  زه پوهه سوم ،زه پر تا نه یم ګران ، ګران خو څوک ښه  ځاي ته بیا يې ،هلته چي سړي وي ،هلته چي پوهه وي ،هلته چي یوانسان وبل انسان ته  په احترام ګوري . تا  خوزه دځناوروپه منځ کي  پیدا اوخوشي کړم ،ولي بابا؟.  یا،یازويه ؛  زه  ملامت نه یم ،ما مه ګرمه وه  ،دا هر څه دخداي (ج) کارونه دي ، ته خداي (ج) له اذله زما په بدبختیو را سره شریک کړې وی ،زه هم خداي (ج) دخپلي  مورڅخه ستا په شان پاک اومعصوم  پیداکړم ،پر دغه مځکه  یې پیداکړم ، ستا په شان  چي په ښواوبدو پوهیدلي یم  له ژوند خوښ نه وم. که څه چي ملایان خو وايې ناشکري ښه نده، مګر،هرڅه یوحدلری .زویه !دلته داسلام، انسانیت ،سړي توب ،خبري زما اوستا په شان بیچاره ګانو دخطا ایستلو لپاره کیږي .هرڅونه چي ناروا وي ،بدعمله وي ،وژونکي وي ،هغه ښه چلیږي .کله چي يې پیسیې ډیري سي  نورنودخیر پر غونډي کښیني دقوم مشر،معتبرسي،  حاجي سي ،ښه سړي سي اوشنین خر سي.زویه ما په خپل لنډ عمر کي ډیر داسي خلګ ولیدل. غریبا ن داسلام ناري وهي ،مګرظالمان اوزورورپټ،پټ تر خپلو منځو ورباندي خاندي اودلیونيانو نوم ورباندي ږدي.زموږ دآرام والې له پاره  ملأ صاحبان وايې چي دا دنیا خدای دازمایښت لپاره پیداکړیده ،اصلې ژوند پر هغه دنیا دي.مګرزویه خداي خو په رښتیا خوشحاله کیږي،خداي مي دي نه ګناه کار کوي ،دملاصاحب هم تر موږ بیچاره ګانوهغه ظالمان او وژونکې خوښ دي. هغه دغلا اوچور پیسی دونه کار وکړي ،چي په لږوخت کي يې ټولي بدي ورپاکي کړي. بابا !راځه زه اوته هم خداي ته ورسو،موږته به یوڅه رانه کړي؟ زویه زه پوهیږم چي ستا په پاک زړه کي څه دي.زه خوشپه اورځ خداي ته ژاړم،عجزونه اوزاری کوم،نه پوهیږم….. اوس بله زمانه ده ته تر ما ښه پوهیږي،دشکر ځاي چي په خط پوهیږي. بابا ته رښتیا وايې، زه هم ګورم چي دلمانځه په لمړي صف کښي هغه ظالمان ،قاتلان،رشوت خواره  ولاړوي  چي شپه اوورځ سړي وژني ، توپک لري ،باډیګارډان لري،رشوت خوري .نو مي فکر یوسي چي  پر دوي ولي دملأ صاحب خبرو اوقرآن مجید اثر ندي کړي؟. پر لمانځه ولاړیم سورتونه وایم ،مګراصلاً تشویش کوم اوچورتونه وهم.هو!زویه ته رښتیا وايې، شیطان ظالم شي دي. نیکه بابا چي په نیستيو اوخواریوکي رالوي سوي وو،دټول ژوند ثمره يې دایو لمسئ ورته پاته دي سخت پرګران دي،هلک لائق دي ،هري خبري ته متوجي دي ،پښتني اوسوالون يې  دقیق دي ،دمسجد ملأ صاحب هم کله پوښتي .ملأصاحب هم  له کماله لار چپوي ،نیکه دلمسي څخه دځان دخلاصون په خاطر لږپه قهرسره وویل :زویه اوس نوته تر ما هم په خبروښه پوهیږي ، زه دونه درته وایم چي دا بې وفا دنیاده  زه څه کولای سم ، خداي داسي جوړه کړیده ،ژر متوجی سو،توبه يې وکښل اوويې ویل خدای می دي ددي خبرو په ګناه نه نسې . عصاب يې ګډوډ سول،ستړي هم وو،خبره بلې خواته ځیني ولاړه ،هغه چي کلونه يې نه غوښتل خپل لمسئ…..خبر کړي هغه ځیني وویل سوه.زویه تاهم پلار لاره ،موردي وه ،یودي دخپلي مور څخه سکه ورور اویوه مشره خور لرل ، دورورنوم دي ځوانې مرګ کمال وو او دخور نوم دي شهید بي بي زرګره . جما ل پر را ږغ کړل :ځواني مرګ کمال او شهیده زرګره ؟دا څه اورم بابا ! نیکه خپل لمسئ ته په ژړاسوهو هو زویه ! ځوانیمرګ کمال اوشهیدي بې بې زرګري مي پرزړه داغونه راپریښول . ستا دپلار مرګ يې را څخه هیرکړي .بیا کمال پرسر لاسونه ونیول او په چغو سو،نیکه ته يې وویل: زما دپلار؟ولي ته زما پلار نه يې بابا ؟ ته زما پلار نه يې بابا؟ کمال تر دي وخت پوري نه پوهیدي چي دي پلار نه لري.نیکه يې ورته وویل زویه! زه ستا نیکه یم .ستا پلار هم زما اوستا  څخه داظالمانوتوپکوالو  ……دکمال  ځوانیمرک سره یوځاي شهید کړي. زرګري بې بې  دخپل غزت دساتلو په خاطر په هغه شپه… چي لايې تر ځایه نه وه رسولي ……  هغې ځان وواژه .خبره دزرګري پرځواني وه ،زرګره توپکوالو دتوپک په زوربیول……. هغه وچي ټول………يې راشهیدان کړل،فقط دا شپاړس کاله پخوا چي ته لاماشوم وې.  یووړپټي مځکه ،یو مودیوي غويي لاره هغه داختر جان کاکو دغوايي سره سرئ وو .  زوي جمال جان چي دبابادخبرو داوریدو پر وخت  له ډیري ژړا  سخت ستړي سوي وو، پریشاني یوو ړي، دمور،ورور اوخور دلرو خبري اوبیا دهغوي دوژلوپه باب فکرکاوه چي دا ولي دهغوي سره په اسلامي هیواد اوټولنه کي دونه ظلم سویدي .نیکه يې متوجي ندي قیصې ته يې دوام ورکړي،کله چي يې  ،دپټي او غوايې نوم واوریدي نوکمال جګ پر ځاي کښینوست ده  ته داخبره هم بیخي نوی اوعجایب وه،دنیکه په ژبه پوري لکه غالبوزه ومښت، پټی، پټی،غويې، مو لاره؟ چيری؟ کم پټی؟. نیکه  يې نه  په ژړغوني آواز بلکي په وټ وټ ژړل، ورته ويې ویل  هو بچو پټي اوغوايې مو هم لاره. صبروکړه دپټي او غوايې قیصه به هم دخیره بیا درته کوم. نور يې خبري نسواي کولاي ،یودم يې اوښکي له سترګو پر باړخوګانو اوبیا ږېره کي راتوي سوي، ژوره نفس يې ویستې ،سخت ستړئ وو چپ سو،کرار يې وویل، دخداي کارونه  وه.اوس به نود ټول ژوند داستان درته  بیان کړم،ته شکردي ځوان سوي اوزمان دژوند وروستي شپي  دي،ښه دي چي خپل ځان وپیژنۍ. اول ستا دمهرباني،غمجي او ستړي مور دمرګ  داستان  دپټي ګروي قیصه،دکمال جان ژوند او ځوانیمرګي اودزرګري بی بی دشهادت اوځان وژنه او غویئ دخره په تاوان کي یو په یوه درته بیان کړم.


دوهمه برخه
دجمال دمورمړینه
                  
بابا ولي؟  ولي بابا؟
 چي دسر ګنکسیت مي ولاړي                لږپه ځان وپوهید مه
نه مي موروه نه مي پلار                     یویتم خوار ګرځیدمه
زه رښتیا وایم وتاته                          دخپل ژوند قیصه کومه 
چي رښتیا ووایم چاته بابا                    ولي؟ پر داسر څپړي خورمه
 داپرسرخولۍ مي سورۍ سوه                نور لڅ سر به زه ګرځمه
دوی يې په کړونو،نه شرمیږي               زه يې په ویلو،و شرمیږ مه
دخدای لعنت دي پرهغووي                چي زه يې خواراو یتیم
  زویه :موردي اولس بي بي نومیده: جګ قد،ښکلۍ رنګ  يې لاره، په ژبه پوه ،مهربانه اوزړسوانده ښځه وه. دکلیو پرښځو ګرانه وه، څه معمولي شانته ټوخ ورته پیداسو، دکلیو دښځوپه مشوره به موږ(ما ،پلار دي،کمال جان اوزرګري)ستا مورته هر ډول  داني او دبوټو ريښي راوړي دي به ایشولي اواوبه به يې څښلې ،مګر زویه هرڅه  دخداي پلاس کي دي ،موږڅه کولاي سواي . بیا دکلیوزړوښځو به ویل چي  پلانې ملاصاحب، پلانې پیر صاحب اوپلانی زیارت داسي رسینده دي،هرچاه ته يې فیض رسېدلې دي. هغو ته يې بوزي ،څاښتونه،پلیتی ،تعویضونه ،خوردی ،دم اوچو به پروکړي .خداي مهربانه دي ، داحتمي نور بلاوي پر ناستي دي .زویه ! څه درته ووایم ،چي( پوهه علم نه وي ،دوااوډاکتر نه وي ،ترټولو زوروره يې لاداچي پېسی  نه وي ) نوملأ ،پیر،زیازت اوآغا ټولو  خپلې ناړي ، دم اوچو ،څاښتونه ،پلیتي اوتعوزونه ،په دروږو (پیسو،پسو،غویو اوچرګو) خرڅوي . دپلار بې چاره لاس دي تش وو،ستامورهم یوازي  څلور چرګي لرلې ،ژر چرګي کوډ ګرو وخوړي ستا دمور ټوخي زور اخستي . دلته منې راغلې  هوا یوه ورځ تربلې سړیده .  هلته مو په پټي کي غنم په ناړیو کي  پراته وه ،هغو غوبل غوښتې ،ترڅوچي درمند مېده کېدي ، بادي خلاصېده ،دمورتکلیف دي ډیریدي ،موردي پرپلار ډیره ګرانه وه.پلار چي به خپلي  غریبي  اوناوسي ته کتل  اودخپلې میرمني مریضي ته ،دئ بیچاره هم نه نې دی . هر ځل چي به دمسجد ملأ صاحب دلمانځه آزان وکړي ،پلار به دي لاس پورته  اوخداي ته به يې خواست وکړي(خدایه ددغه آزان اودغه لمانځه په برکت  مي داښځه راجوړه کړي.)  تر هر آذان ورسته دمخه تر دي چي مسجد ته ولاړشي  دا خواست يې کاوه. دشپې  به دي پلار نفل لمونځونه کول  او خداي ته زارې :زویه……پلار دي دهرکال په شان دخپلي لږمځکي څخه یوخروار اوشل منه غنم واخیستل ،لس منه يې ملأ صاحب ته ورکړه،پنځه منه دولي میراواو بچک یووړه،شل منه پیش خور وو،دشلومنوسلم يې کړي وه هغه ته ورکړل. دومنه غنم يې دکلي دلاک ته ورکړل ،چي ټول کال يې سرونه راخریل .لس منه يې دتخم دپاره خوندي کړل. دشکرځاي و،چي لوګري غنم یونه وړل ،پدي چي لودي خپله  پلار کړي و. نوموږته ۵۳منه غنم پاته سول. پلار به دي ویل یولس منه به په جورو بدل کړو اولس منه به په اوربشو، بیانوکه خیرو تر ژمي وزو اوداخبري به يې هرشپه زما  اوستاله موره سره کولي ،هغه هم خوشحاله وه .ځکه لس منه غنم پنځلس منه جواري ،اولس منه غنم شل منه اوربشي کیږي. یوځل به دخبرو او خواږه مجلس په منځ کي  ستا د مور ټوخي زیات اونفس به يې بند بند کیدي.خوښي به په غم بدله سو، دپلارترستوګو به دي اوښکي را تويې سوي  اوموږته به يې کتل،یوه اوږده دبې وسي سابه يې وکښل. نه پوهیدم چي دده په آرمان جن زړه کي به لاڅه وه، دځان سره به يې څه ویل .دمور به دي هم دډیره ټوخي اونفس تنګي  شونډان شنه سوه. ستړي او زهیري سترګي به يې ستاسي پر لور کږي کړي ،وبه يې ژړل .غمجني شپه به تیره سوه ته ډیر ماشووې ،ته به بیده سوي مګر کمال اوزرګره به وېښ وو او پر خپله مور به ټپریدل اوترستګوبه يې اوښکي تویدي. حی زویه!په سبا شیطان( دکلۍ ملک ) ورته ویلې وه. چي دولسوالې په مرکز کي یوډاکترسته هلته دي داښځه بوزه ،څه دوا په وکړه. پلار بیچاره دي هم دعیال دنفقي څخه بیا یوشل منه غنم خرڅ کړل.اوس نوموږته ۳۰ منه غنم پاته سول، دولسوالۍ ترمرکزه پوري دوي شپي اودوي ورځي پیاده لاره وه. په کلي کښي يې په خواست یوخر پیداکړي،ستامور پرخپلو پښونوره نسواي تلاي.ته لا سم ته لادری درینیم کلن نوي،(هو بابا کوچنی ووم مګر مور مي په یاد ده)، زویه ،وروردي کمال جان دڅورلسو کالو هلک وو، اوخورزرګر بې بې  ددولسوپه عمر وه. ته او دوي يې ماته راپرېښولاست، مور اوپلاردوي دي دولسوالۍ پرخوا ولاړه.حي زویه! څه درته ووایم ،څوورځی مووکتل چي نن به دي  بابا اومور راشی اونن به راشی نن ،سبا د …… ژبه بنده بنده سول نوردژوند داستان وکمال جان ته نسواي ویلاي. کمال جان ورته وویل ښه بابا نوبیا څه وسول ! دبابا چي ستوني يې ډک و،وویل ته اوس بیده سه ماته هم خوب راغلې بله ورځ به خبري کوو. کمال جان  نوي ځوان دي خوب نه ورځي ،له درده يې زړه دسینی په قفس کي ټو فونه وهي. ،چورتونو اوغمونو پر سر اخیستې وو ،خوبابا  فکرکاوه چي کمال بیده سو ، دي بیا ولاړسو نفل يې شروع  کړل او هرځل چي به پر سجیده سو په وټ ،وټ به يې ژړل ، بیا به  يې  دوعاګانې وکړی ،خپل لمسئ به يې پر سر مچ کړم او په کراره به کوره ووتي……..کمال نه پوهیدي چي نیکه يې چیري ځي، کمال به  هم له نیکه څخه پټ تر خپلې زړي بړستنې لاندي ژړل . له ډېري ژړا ورسته  به سټړي اوبیده سوې وو . بابا هرشپه دخپل زوي ، هدیري تللی هلته به يې دهغه له قبرسره په ژړا شپه روڼه وله .خوسهارچي دکمال دراویښیدو وخت به کیدي  بابا پر خپل ځاي پروت وو. سهار به بیاد کمال پوښتنې شروع سوي:ښه بابا ،نوبیا څه وسول؟
زویه !بیا ما ستا مور اوپلار دواړه یوځاي ونه لیدل.پلاردي پسله دومیاشتو چي سوړ ژمي ،ناجوړ اوپریشان کورته راغلې ،موردي مړسوي وه پا ک رب دي وبخښي ، پلار دي یو سر وو موږ په دي کلې کي پردي وو،پلار دي دمړي دراوړو وسه نه  وه ،هلته يې پرلاره تورو خاوروته  په پردي هدیره کي سپارلې وه. هغه پردي خر هم غلو ځیني  وړي وو. کورته خالې لاس راغلې له یوی خوادي پلار مریض پریوت ،هلته دخر مالیک دخره تاوان غوښتۍ .ژمي ډیر سوړ وو،خرڅ مونه لاره ،پلاردي مجبورسو مځکه موپه لږو پېسواول ګروکړل.


دریمه برخه:


داګروخومي بابا کړه،خرڅه چاکړه          بابا ولي؟ وایه ولي
 اوس مي نه پرسر سمه خولۍ سته        نه مي په پښو سمي څپلۍ سته
نه مي باغ،نه مځکه اوپټي سته            نه مي  خره ، نه پسونه اوغويي سته
ترڅوبه داسي ګرځم سرګردان            چي نه کوروي نه کالۍ وي نه دیګدان
سوال ګرپرکوروګرځم شرمیدلۍ          هره ورځ د پردوسپیویم خوړلۍ
 
سړه وچه ډوډئ مي په قسمت سي        دخواست تروی شولومبی هم په مینت سي


په وطن کي هرڅه سته خوزمانه دي     ددی خپل قسمته ژاړم چي دا څه دي
وپردوته به دخواست لاس غزومه       په ډکه خاوره کي به وږي ګرځید مه
وهرچاته چي کومه دابیان                لکه هدیره کي چي ملأ کوي آذان
زویه !داتیري سوي خبري دي،اوبه چي تر ورخ تیري سي بیرته نه راګرځي.زه اوته ډیر بیچاره خلګ یو،هغه ز موږمځکه حاجي خیروپر جبارخان خرڅه کړل . اوس مځکه نده بلکي دانګوروباغ دي .دچا سرمو دعوه دلاسه نه کیږي،زویه اولنوهیڅ پټ ندي پر ايښئ «وايې چي نه لري سړې ،مه کورت خوره مه غوړي».نیکه دي ستا بلأ واخلې،زه زوړیم اوته هم نوي شپاړس کلن ځوان.خان زور،زر،حکومت،ملا،قاضي ،ملک ټول سره یودي. زویه تر خبرو پوري داخبره راغله که نه مانه غوښتل چي ته پدي ټولو خبرو خبرسې.خداي بخښلي پلار دي مځکه خرڅه کړی نده،قباله يې لرو.مګردوي (ظالمانو) هرڅه په سرکار کي بدل کړې وه.دايې قباله په چايې منې،چي زور اوزر نه وي بچو دخدایه پدي ملک کي څوک نه بیریږي.ما  اوکمال ځوانیمرک څوکاله مخکي خپله قباله سرکاري دفتروته یووړه ،هغوراته وویل زموږ په دفتروکي داسي اسناد نسته چي وښئ تاسي مځکه لرل. .پلار دي سخت نا جوړه وو ،خلګ ټول توپک وال سوي وه ،دچا سره يې زور برابر نه و زاره تکرک سو.پلار دي خداي تعالی وبخښه هغه خوخبره نه پټول.کله چي دمځکي دګروي لږپېسې يې واخیستی څه دده مریضي وخوړي اوپاته چي دي( پلار) دي وفات سو دهغه ګور اوکفن سوي .بیا موږ دمځکي خاوندان نه سو.زه کمال شهید ،بي بي زرګر شهیده اوته سره پاته سو.شهید کمال وروردي دهیڅ خواري څخه مخ نه اړاوه،جوه کارونه،روزانه، خښتي مښل،دیوالونه وهل،لو،انګور کښۍ.بی بی زرګره شهیده هم پیغله سول ،په رنګ ښایسته  به قد جګه دخپلي مور په شان،ښه خامکی غاړي جوړوي،رخچیني اويې.ما ،کمال اوزرګري فیصله کړي وه،چي زرګره به دکمال په مخۍ یو چاته ورکوو چي دکمال کور هم جوړ سي. زرګري ته ډیري مرکې راتلې خوزموږ
فیصله وه چي زرګره دکمال په مخی ورکړو.  مګر ظالمانو …… بس نیکه په ژړاسو ،هیڅ يې ژړا او اوښکي نه دریدلې ……موږيې پري نه ښوولو.زویه کیسه داسي وه:زه کمال ځوانیمرګ او شهیده بی بی زرګره يوه شپه په خونه کي تر ناوخته ناست وو، په دغه ورځ یوچا دخیرات څه غوښي راوړي وي ،زرګري  بی بی داسي مزه دار ښوروا ځیني پخ کړي ووه ،چي دلاس ګوتي ورسره خوړل کیدي .موږ هم دري څلور میاشتي غوښي نه وي خوړلې . تر ډوډی ورسته مودغه خبري موکولي چي دخیره سره به ددواړوکورونه جوړکړو،دلعل محمد کاکا سره به دوستي وکړو.دهغه لور(بازیګره) به دی کورته راولو اوخپله زرګره به عبدالله جان ته ورواده کړو. هغوي دا څووم ځل دي چي مرکې کوي دلعل محمد کاکا زوي عبدالله جان ښه هلک دي.سم خلګ دي ګوزاره موورسره کیږي،زموږ ټولو خوښه وه. دلعل محمد کاکا دوي کورنۍ هم زموږ په دوستي راضي وه.که څه چي کمال ځوانمرګ به په ټوکو ویل چي زماخور زرګر پر بازیرګري ښایست او کمال داره ده. زرګره به باغ باغ سول اوبیا چي کمال به داخبره پر ایضافه کړل چي ،عبدالله هم ښه ځوان دي.هدف دخبري يې داوو چي بازیګروتلې ښایسته نه ده.زویه د هوکړي خبره رالنډه وه،پدي شپو او ورځوکي په کلیو کي دپاکستان لخوا څه بیکاره هلکان یا دا توپکوال هم را پیداسوي وه دشپي به پورته او کښته کیدل دا دمکتبو معلمان اومکتبیان يې وژل.پدغه شپه یوه ډله څوڼه وراوږیره ورمو دکورمخته راغله.زه اوکمال ورووتو،دوي ویل ستړی یو،ډوډی راکړي. موږ مجاهد یو ،موږته داخبره نوي وه او په رښتیا هر څه چي مولرل تردوي مو قربانه ول. زرګري بی بی ژر ژرهغه څه وچه ډوډی چي مولرل او څوهګۍ چي په کور کي وي،پخی کړي ،چاي يې هم جوړي کړي.موږ په ډیره مینه دراغلوخدمت کاوه،خپل دیوي هفتې خرڅ مو په دوي وخوړي.خونه یوه وه،جلاځاي مونه لاره،زرګري کار وکړي هلته لیري په کونج کښي دخوني کښینستل.خوپدي څڼه وروکي یوه خپلي دوسترګي دزرګیري پرلورکږی نیولي وي.کمال ورته متوجي وو،کمال توپکوال ته وویل ،میلمه يې .دکمال هدف داؤ چي دانور ملګري يې پوه نسي چي دده ستر په زرګري کي دي.څوڼه ور دتوپکوالو مشرؤ،دکمال خبره يې پر…. بده ولګیدل پرسړويې آمر وکړي ،زه
خبریم دغه هلک هرورځ بازارته ځی، دي حتمي دحکومت جاسوس دي.زویه غم جوړسوپه څونفرويې کمال ډیر ووهه، ما ډیري زاري ورته وکړي ،زرګري پر کمال ځان واچاوه بیانو دوي کمال خوشي کړي ،څه وسه مونه رسیده  دوي ولاړه. کمال له هغه وهلو څخه مریض سو.زه ولاړم زویه دډیرودروازي مي وټکولي،ددغه څوڼور پلارته چي په یوه روپي نه ارزیدي (بچک عبدالله جان)ته ورغلم اوورته مي دا بیان وکړي .چي زوی دي دڅولنډغروسره راغلئ ډوډی مي ورکړل،آخیر يې زما لمسي په خپلولنډغروسخت وواهه.زویه بچک هغه بچک نه وو،کوريې دپردیو کوروپه کمبلو اوغالیو فرش وو،هغه پینه،پینه پرتوګ يې په ځان کي نه وو.هغه رښکي ،رښکي لنګوټه اوشمله يې نه وه ،لونګئ يې تړلې وه.هغه چي لمونځ يې پیژندي هم نه اوس يې تسبح په لاس اوخوله يې ښورول.زویه ما بچک وپوښتي چي داټول شیان دکومه سول. ساده توب یې هغه پخوانې وو،ده ویل جهاد دي دا دغنیمت مالونه دي خداي راکړل.زویه :توبه مي وکښل اوپر خپل ورتګ پښیمان بیرته کورته راغلم.کله چي کمال جان څه ښه سو ،دلعل محمد کاکا دکورنۍ سره  مود دوستي خبره  ورستي کړل.دپنجشنبي دورځي پر درو بجو اول موږ دلعل محمد کاکا کورته ورتلو دکمال لپاره مو دبازیګري شریني کورته را وړل ،دجمعي په ورځ دوي زموږ کورته راتلل دعبدالله جان لپار مو دزرګري شریني ورکول.دلته بیا نیکه ښه وژړل ،دخداي کاروته ګوره……..حی زویه : یوه شپه موږ په خواږخوب بیده وو،چي توپکوال په خونه  راننوتل .هغه غم لړلې دبچک زوي وو،دوي غوښتل زرګره وتښتوي. زرګري ناري کړی ،زه اوکمال ځوانیمرک دواړه را ویښ سو،زه يې دتوپک په بیخ(کنداغ) ووهلم ولویدم په درونفرو يې وتړلم،کمال یوله توپکوالورا چپه کړي،توپکوال ناري کړي چي توپک راڅخه اخلې،بل توپکوال راغلې او کمال يې پر سر وویشت اوشهید يې کړي.بی بی زرګري چي زوريې دتوپکوالو سره برابرنه و،خپل ننګ پرګران و ډیري خپړي وسره ولګولي،تیاره وه ورسته دخپل کور پیاز بُری چاړه په لاس ورغله،دوه اودري واري يې پرڅڼورواوږیروروکړل، اوچي نورنه کیدل په خپل نس يې چاړه چخ کړل اوکلمي يې پر مځکه را ولویدي، توپکوالو ټکان پر وکړل او بی بی زرګره شهیده سو.
څڼورولاړه . سهار چي رڼا سول زما سرمات لاسونه او پښي مي تړلې پورته وم،زویه ته مي یومخ هیر کړي وي .هلته بی بی شهیده زرګره په خپلو وینو اوشهید کمال په وینولړلې شهیدان سره راته پراته وه.زویه ټول کلۍ مو دشپی ناری اوریدي،څوک مو مرستي ته رانه غلل. پدي چي ټول توپکوال دهمدغه کلې لنډغروو.غرمي ته لعل محمد کاکا خبر سوي وو، دڅوسړوسره راغلل زما لاسونه اوپښې يې را خلاص کړل او شهیدان موخاوروته ته وسپارل ،هغه وخت بچو ته هم دپنځو کالو هلک وې یاد به دي وي. هوبابا ! هغه  صحنه اوهغه شپه مي ښه په یاد ده،کله کله او س هم فکرکوم چي دا خوب و،یا به داقیصه کوم چاه ماته کړي وي.دونه بیریدلې ووم چي پدي باب مي پوښتنه هم نسواي کولاي.اوس مي هغه دکمال شهید اوزرګري خوردمړنې پروخت په وینو لړلې مخونه  په خوب کي مخته پورته اوکښته کیږي،چي ظالمانو شهیدان کړل ،ددوي ویني ددوي دبدنو شاوخوا ډنډ ولاړي وي، لاسونه ،کالې اومخونه يې په خپلو وینورنګ وه ښه رایاددي .زه خو درته وایم بابا چي دا دځناورو کوردي .ښه بابا خبري دي کولي؛زویه: نور نو زما په دي کلۍ کي څه وه (یوازي هدیره ).له هغي ورځي ترهغو چي زورورو،زموږ هدیره هواره وله، هرشپه ددوي قبروته تلم اودوعاګاني مي ورته کولي. بابا خلګ وايې چي  افغانستان ته روسان راغلې وه ؟ یا زویه روسان راغلې نه وه روسان  يې  له ځان سره راوستل .له یوي بلا خلاص نه وو چي پر سلو بلاو واوښتو. دهغه روسانو دي بلا زموږ پر( څڼوروغلو،رشوت خورو،قاتلانو، دامریکا اواروپا څخه را باندي واکدارکړل سووفساد پیشه ګانو )باندي وګرځي. دا قیصه هم دخیره درته وکړم . ما فکر کاوه چي اسلام اوعدالت به راسي،زه به هم دنورو افغانانو په شان داسلامي شریعت په روڼاکي دا راسره سوي نارواوي داسلام دخلیفه په وړاندي عرض کړم.لاکین نه زویه؛ اوس هغه دي پرهدیره موهم دپاچا خپلوانودیوال را تاوکړي او زموږددوستانو قبرونه يې هوار کړل،کورونه پر جوړوي.زویه جنایت کاران پا چا تر خپلې لمن لاندي ساتي. نوبابا دا پاچا خوبه غل ،توپکوال او  …. نه وو .زویه چي بل ځاي دي تر خوله ونه وزی (ژړ…… د……. وروروي) .خداي
خو مهربان دي ،خداي ظالم ندي  حالات په بیړه پر مخ ځي .


څلورمه برخه :
غويې دخره په تاوان کي
باباولۍ وایه ولۍ؟
راځه بابا چي رب ته عریضه وکړو      ددي خپل خراب قسمت یوه چاره وکړو
داخلګوڅنګه خپل قسمت بدل کړي        زه اوته به هم ددوي په شان دنده وکړو
ګوندي برابرسو دښادیو پرښار            هلته به کرارزه اوته هم خپله ګذاره وکړو
که چیري نه ودخوړلوحساب              نوبه په ژوند کي موږهم یوه میله وکړو
زویه: دازموږپه وطن کي؟
اوس دژوندکولودایوه لاره ده                خورا ارزانه اوساده لاره ده
نه مکتب ،نه تحصیل اوتجریبه غواړي    نه سابقه،نه عمراورتبه غواړي
نه قد،نه قامت اونه فیافه غواړي           یومجبوره،وږي ،تږي اوساده غواړي
توپک پردی، خواوروې به مرمۍ           سړي په وژنه  ،خوټولوې به روپۍ
دا دقسمت دبدلیدولاره ده                    دبل په وینودخپلۍ خیټي دډکیدولاره ده
بابا ! زه اوس هغه یوه لحظ چي مور به مي هم ستړي دټوکرانو پر نغاړه کې دلنډ وخت لپاره، زما بیدوته ځان بیکار کړي ،اومابه دهغي پر هغه ځنګون چي دکالو به يې ددود،خوشیو اوشولبو ګډ بوی  تلي خپل خیرن ببر سر اوچاودلي مخ کښیښود اوموربه مي  دخپل زیږ لاس په  ګوتو زما دسر ویښتان سره اړول  ماته  په سترګو دهغې لاسونه زیږه معلومیده ،خوکله چي به يې زما پر مخ اوسر خپل  لاسونه تیره کړل، ما داسي احساس کاوه ،چي زما دمورترلاسونرم ،خوش بویه شي به بل پردي دنیا نه وي. اوتراوسه يې هم هغه احساس ،خوند اوبوی  په خپله  حافظ کې لرم. اوکله چي تنهاسم  اوپه فکرونوکي لاهوسم  هغه یادونه را تازه کوم  ،اوخپل تسلیت په کوم.اوداارمان لرم چي حداقل دمورقبر مي لیدلې واي اویوځل ما هم ورته ویلې وايې :موري زه هم ستا زوي یم ولي دي تنها پرښووم؟ خوډیروختونه  بیا پدي ستړي سم چي بي مور چاه کړم ، ددي  الهي نعمت،حق اوسعادت څخه چاه بې برخي کړم .زه مجرم وم ،که زما مور ،ماته يې جزا راکول ،که زما مور یا پلارته ؟  چي سره جلا يې کړو .کوم یوه جرم کړي وو. آیا په اسلامي شریعت او بشري قوانینو کي دا حق چاته ورکول سویدي ،چي دیوه په ګناه دي بل (زوي ،پلار،مور ،ورور،خور) یاکوم بل شخص ته جزأ ورکړل سي ؟زه خو دوه کلن ووم ،ملا صاحب خو وايې چي تر څوچي کوچني بالغ سوي نه وي، قا ضي دالله دحکم له مخي هغه مجرم نسي بلاي ځکه مؤمین دي .نوما څه جرم کړي وو،چي په دوه کلنې کي يې راته جزأ راکړل؟ اوداچاه راکړه بابا؟ ولې ولې بابا. خداي (ج) ویلۍ دي چي ماشوم ته جزأ نشته ،نوبیا ولي ماته جزأ راکړل سول ؟زه دخپلې مور لاسونه بیا پر خپل سر غواړم ،هغه دماشوم توب پاک اومعصومانه هیلي اوچُرتونه هغه وخت بیا راځي؟ بابا. زویه ! نه پوهیږم هغه ستامورهم خداي راڅخه واخیستل .دپلارڅخه دي یوازي یوغويي او داته بي مور،بي پلاره بې وروره اوبې خوره ماته پاته سوي.زه هم سره ددي چي زوړو م، دبل بزګرووم ،اوزویه (ته) ماشوم وي.دزرګري ځواني مرګي دشهادت په دوهمه  شپه سره لدي چي یو مشتک دوړو مولاره ،خوڅوک نه وه چي اوړه لانده کړي ،څوک ډوډي پخه کړي . شپه نیکه اوماشوم لمسی وږي بیده سول .سهاردملک سړي راغلې،ماته يې وویل چي ملک ویل یوځل دخان سراچئ ته راسه.زه ورغلم هلته څودپاکو کالیو وال او څونفره څڼور ناست وو، ددي څڼورو په لیدوزما سترو نور څه نه لیدل ،هغه ویني اوشهیدان ما فکر کوي چي ممکن ماته به دکمال شهید اوزرګري شهیدي فاتحه راکوي ،ځکه ملأ صاحب هم ناست ؤ.خونه زویه داسي خبره نه وه؛ما سلام واچوي ،ځینو وعلیکم دي سلام راته ووایه،ملک را ږغ کړل دالته کښینه،معنا پر مځکه کښینه کمبلی ته مه راځه.زه هلته پر مځکه کښينستم،ملک وویوڅڼورته وویل ،چي جان اکا دغه دي راغلي دي. څڼور بیله دي چي نوري خبري وکړي په قهر سره راته وویل چي تا ولې ځان داسي اچولې دي،دخلګو حق نه ورکوي؟زه پوه نه سوم چي دچا حق،دڅه شي حق.دلته څڼور په قهرسو،ښه دڅه شي حق؟اوس به يې دروښیم ،چي حق څه دي.دا داسلام محکمه ده،دلته درواغ نه چلیږي،یو څڼورپر بل ږغ وکړي مولوي صاحب وادي وریدل درواغ هم وايې.دمولوي څڼي اوږدي ږیره يې ډیره ببر  نه وه،هغه ماته وویل :ښیلی درواغ شرعاً حرام دي ،پدي درواغوویلو دي خپل جرم دوچنده کړي،تا د اسلام دقاضي په حضور درواغ وویل.تاسي امیان اوچادیان خو په خپل خیر اوشرهم نه پوهیږي.رب فرمايې:یوبنده دبل بند په قرض ورکولو کي باید راست وي،دبل دپورپریکول فرض دي او درواجن ته به علاوه دآخیرت پر عذاب پر دي دنیا داسلام دقاضي لخوا جزأ ورکول کیږي ،چي دنوردپند اوعبرت سبب وګرځي.زویه زه نه پوهیدم چي دچا قرض دار یم ،پدي لحظ کي قاضي راته وویل چي ستا زوي چي دبچک آغامحمد خربوتي هغه څه سو،ما ورته وویل چي هغه خوډیر کلونه مخکي خبره وه،زما دخداي بخښلې زوي څخه خر غلو واخستي.دلته بیا داسلامي محکمي قاضي چي سترګي يې لکیدار توري کړي وي،په درد راته وویل: ته هم پلار يې زودي بندي غاړي په ګور کي پروت دي اوتا يې غاړي ندي خلاصي کړي.ماوردرسته کړل ولې بندي غاړي ،هغه وخت چي مي زوي مځکه ګروکړل ،دستي يې دآغامحمد دخره تاوان ورکړي.آغامحمد هلته ډډه وهلۍ تاست وو،نه دخرتاوان يې نه دي را کړي هغه  پېسي خو ما دخره په کرایه کي حساب کړي.اوس دخره تاوان غواړم،ما محکمي ته غرض کړیدي. څه چي شریعت حکم کوي زه يې منم .ما ورته وویل چي راځه نوهلته به په حکومت کي دعوه وکړو.داخبره نه وه لکه دخداي (ج) قهر چي نازل سي درو،څلور راحمله کړل ،چپ يې کړم ښه يې ووهلم ، راته ويې ویل ته دکفارو دحکومت او قاضي فیصله منی ،هغه کله مسلمانان دي. نفر يې راسره کړل چي ورسي دکور مالو او غويې ځیني راولې.دي تر اوسه هم دحکومت خبري کوي ،دي اسلام اوشرعت نه منې.سړي راغله ستا دمور دواده دوختونو دوي کمبلې او دوي بستري چي موږ دځوانیمر کمال جان دواده دپاره ساتلې وي هغه يې په شاه کړي ،اوژړغويې يې هم تر جلو ونیوي اوبويې تلې.زه ورپسي ورغلم چي زما دغويې په قیمت خو دري خره رانیول کیږي مولوي صاحب ،دا دکورکالې اوهغه ایضافې پیسی خويې راکړه.مولوي صاحب راته وویل ډیر بي عقل سړي يې داموږ په څه شي کي بیده سواوموږ څه وخورو.ځه دا دمحکمي فیصله بیرته نه راګرځي. نو زویه: نیکه ته دي نور دلته پاته کیدل او اوسیدل خوند نه ورکاوه ،هر لحظ مي هغه په وینو لړلې حالت تر سترګو کیدي. نیکه سهار وختي خپل ماشوم لمسي ترلاس ونیوي ،یو زوړ تلتک اونغاړه کی چي دشهیدانو په وینو نه ولړلې اولږ اوړه چي يې لرل له ځان سره واخیستل نورسامان او پر دي خونه يې پریښول مخ پرلمرخاته لاره يې ونیول روان سول.هدف معلوم ندي ،نه پوهیږي چیري ولاړسي ،له چا پټ سي او څنګه پټ سي . پخوا خلګ له درینده ګانو پټیدل اوس موږ……. په ټیږو .چي ښه ډیر منزل يې و کي یوه کلۍ ته لمرولیده ورسیدي،نیکه اولمسي سخت وږي سول ،دڅوکورنو په دروازوکي يې ږغ وکړي چي کوله ډوډي غواړو،خیرات غواړو. دفقر په چل هم نه پوهیږي هر کورته چي ږغ کوي کوچنیان ور پوري خاندي.دشپي یومسجد ته ورغلو چي  شپه تیر کړو،سهاربه بیا وګورو چي پرکومه ولاړسو. شپه وه په مسجد کي څوک نه وه،موږهلته بیده سو.سهاروختي چي دکلۍ خلګ مسجد ته راغلي وه،ګوري چي یوسړي اوبل ښایسته ماشوم دمسجد په کونج کي بیده دي.ملأ صاحب راورسیدي ،ملأ صاحب پر یو ږغ وکړي چي داسړي اوهلک ولاړ کړي چي اودس اولونځ وکړي.تر لمانځ وروسته دکلې خلګو راته څه ډوډي راکړل.موږ ستړي و دباندي هوأ سړه وه .نوموکتل چي هوا ښه شي دمسجده به وزو،پدي وخت کي مسجد ته څه هلکان راغلل،سپاري يې په تخرګوکي نیولې وي،ملأ صاحب ته يې وویل چي په رادیوکي يې وویل چي مجاهدین کامیاب سول،حکومت يې ونیوي. جمال یو ښایسته لاره ،کالې ،لاسونه اومخ يې خیرن خو ملا صاحب ورته متوجی سو .  ملاصاحب په هرڅه خبر دي،دجمال نیکه يې ځان راوغوښتي آوڅه پوښتني يې ځیني وکړي.ملاصاحب دنیکه دخبرو څخه وپوهیدي چي نیکه اولمسي نوله ژونده ستړي دي.ملاصاحب جمال اونیکه ته پردي دنیا دنعمتو اوپرهغه دونیا دجنتو ادرس وکرکړي ،اوپریوه سوري کاغذ  يې خط ولیکۍ اودوي ته  يې  ورکړي . اوپه ټنګه يې ورته وویل چي خط څوک درڅخه پیدانکړي،څوپیسي يې هم دلاري خرڅه ورکړي.جمال او نیکه  پردي دنیا دنعمتونو اوپر هغه دنیا دجنتونو پر ادرس روان سول.خداي (ج) دي خیر ورپېښ کړي. دڅلرمي برخي


پنځمه برخه


دنعمتو اوجنتونولاره


بابا


داملأ صاحب څونه مهربانه وو           یو يې خط ،څه يې روپۍ راکړي


دجنتونولاره خو يې راوښولول           دښو،ښادیو يې سم ادرس راکړي


یوڅه حکمت خوبه پکښي ؤبابا           که نه ! داخط يې څنګه په هوس راکړي    


هوزویه دغه لاردجنتونوبه وي           سوال دادي ،دی ولي دلې اوسي


ږیره ژړه سترګي يې شنې غوندي        نه چي دي خپله فرنګي اوسي


هو؛دا وطن دساده ګانوکوردي             په هره کوڅه کي یو پر دي اوسي 


نیکه اولمسی نو دملأصاحب دخط پر ادرس د(نعمتو اوجنتو) لاره ونیول.بلأخره تر څوشپواوورځو منزل ورسته دافغانستان دخاوري وزي او د پاړچنارپه کلیو کښي دهغي باوړۍ  پوښتنه کوي چي څنګ ته يې دمولانأ ….. نوي مدرسې ته رسي. مولانأ ته خط سپاري،مولانأ نیکه اولمسی خپلۍ مدرسې ته  دهغوی تود هرکلۍ کوي اودستي ورته دپاکستاني ټوکرڅخه جوړي نوي جامي،لنګوټي ،دسمال،خولۍاوڅپلۍ ورکوي ،اوغرمه ښه ډوډي،په لیلیه کي بستره چپرکټ،روجاي،شړي.نیکه اولمسی په اول لمانځ کي خط ورکونکي ملأ صاحب ته دوعاګانې وکړي.اویقین يې راغلۍ چي ملأ صاحب رښتیا ویل،هغه نعمتونه خودغه دي،ډوډي اومیوه پریمانه وررسیږي.بله ورځ لمسی او نیکه دنورطالبانو سریوځاي درسي کوټوته ولاړل. مازدیګر چي بیرته دخوب کوټي ته نیکه اولمسی را غلل سره تنها سول یودبل دحاله ځانونه خبروي .چي څه يې ولیدل؟اوڅه يې وکړل؟بابا: هلته يې په موږ لمړي سپاره ولوستل،ببا یوبل سړي راغلۍ کټ مټ دهغه ملأ په شان چي ما اوتاته يې خط اوپیسی راکړي.هغه موږته توفنګچه راوښول اوپه هغه فیرکول.تاته يې بابا څه دروښول؟زویه په ما يې څوځله لمونځ تکرارکړي،اوبیا يې یوه درنه خوښه ښایسته صدرۍ واغوستل اووکښل،اوبل يې یوفلم راوښووي. يوځل دسروروسانو سره جنګ اوبیاله دغه اوسنیو ترڅلويښتو زیاتوهیوادو له کفاروسره جنګ ؤ.او راته ويې ویل چي سبا به دهغو شهیدانو اوجنتیانو فلم دروښیو چي اوس په جنت کښي،دښواوښادیوخاوندان دي.بابا ! تاخوزیات عمر ژوند کړیدي اوهغه تیروختونه دي لیدلي دي،آخیر په موږباندي دوي څه کوي؟. زویه زما خبره واوره ،یوعمرموپه ماړه نس ډوډي نه وه خوړلې.په هرډول چي وي باید دلته زیات وخت پاته سو.هرڅه ژر مه زده کوو،که څه ماته ځینو وویل چي دلته تر دري میاشتي زیات وخت څوک زده کړي نه کوي.اوس سري وخت دي څه وخت به لا تیرکړو،وبه ګوروچي نور څه وینو.والله بابا رښتیا وايې ډوډي ،میوه اوبستره خویې ښه دي ،خو…..چي خبره را لنډه کړوتريومیاشت زیات وخت نیکه اولمسی،په ماړه نس ډوډي وخوړل، دتوفنګچي،توفنګ، بم،ماین، واسکټ اغوستل،استل اودهغه له توکموسره پوره بلدسول.په مدرسه کي هغه دلمړي ورځی ورسره یوځاي هلکان اوسړي هره ورځ پنځه اوشپږ يې له سترګو پنهان کیږي اوپه عوض يې نوي خلګ پیداکیږي.نیکه اولمسی هرڅه ته دشک په سترکوګوري.نیکه سره دخپلۍ غریبي هوښیار دي اوکوښښ کوي چي لمسۍ اوځان دواړه وساتي.دنیکه په خبرو سرخلاص دي،ښه پوهیږي چي دځان وژونکوپه جال کي راګیر سویدي.داغوړي ډوډي،کالې اونوي څپلۍ مفتي ندي.غو اړي جمال ته قناعت ورکړي،جمال ځوان دي دهمزولواوښونکوخبروپر آغیزه اوتاثیرکړیدي.ژر يې ځان دي ته آماده کړي وو، چي له یوه ګروپ ځان وژونکوسره وافغانستان ته ولاړسي.نیکه په ډیر سخت حالت کي راګیردي،په لږ بې احتیاطي له مرګ سره مخامخ کیږي.نوهره ورځ يې کوښښ داچي چي خپل لمسی له ځانه راضي وساتي ،څودنیکه خبري واوري اوبل ته يې ونه وايې. څونیکه دي مرحلی ته ورسیدي،چي دخبروپروخت خپل لمسی ته ژاړي،عجزونه کوي،دځان وږلويې راګرځوي.جمال نیکه ته وايې:بابا دافغانستان په حکومت کي ټول هغه سره راجمع دي،چي زموږدکورکالې  غلاکړل ،زموږ مځکه يې دځان کړل ،زموږ غويې يې یوړل ،زما وروکمال اوزماخوربي بي زرګره يې راشهیدان نه کړل ؟نو داسي خلګوته لاسرسي اوهغوته دجزآ ورکولوبله کومه لاره سته؟ بابا مادغه نورهلکان چي زموږ سره په یوګروپ کي، دځان وژنې لپاره آماده دي، پوښتلی  دي زیات يې ماغوندي دبدبخت ژوند لرونکي وه. همداسي دغوواکداروورسره جفأوي کړیدي،اوپدي ډول غواړي خپلۍ عقدي سرته ورسوي.مکتب دغوظلمانوپری نه ښولو،مکتبونه دوي سوځل،معلمان دوي وژل،کورونه دوي لوټ کړل اواوس پاچهې کوي،داټول هلکان وايې زموږ سره بل زور نسته . نیکه ډیرکوښښ وکړي چي خپل لمسی لدي کار(ځان وژنې) منعه کړي. چي نه کیدل نیکه هم بیله لمسی ژوند نه غوښت ،څونیکه يې ملأ ته ورغلې اوخپله اماده ګي يې وښول چي غواړي دلمسی سره په یوه ګروپ کي ځان شهد کړي ،اوهمداسي يې وکړل.پاي