کور / کره کتنه / قوماندان طلا همدرد وشرماوه

قوماندان طلا همدرد وشرماوه


 د پکتیا والي جمعه خان همدرد ته په افغانستان کې د پښتنو مشر او جهادي  شخصیت  په سترګه ورته کتل کېږي او ډېری پښتانه چې کله د ستونزو سره مخ شي نو دده نغری نيسي ، او دده څخه د مرستې غوښتنه کوي . همدرد د جهاد په دوران کې  د اسلامي حزب یو مهم او پیاوړی قومندان وو ، او په وروستیو کلونو کې په شمال کې د پښتنو د حقونو لپاره ډېرې مبارزې  کړې او لا هم دوام لري او څو ځله یې په شمال کې د شمالې ټلوالې له ځایي قومندانانو سره شخړې کړي ، او ډېری افغانان په ځانګړې ډول د شمال اوسیدونکې یې د نوم او کار نامو سره اشنا دي ، پښتو کې متل دی چې ګېله له خپله کېږي او دا متل هم دی دوست به دي وژړوي او دوښمن به دې وخندوي راځو د موضوع اصلي ټکو ته  . هیله ده لوستونکې او والي همدر یې  په غور سره واوري که څه هم ددې حکومت او چارواکو څخه د خیر تمه نه کېږي  ، خوبیا هم خپلې غاړې خلاص وو . د تېرو دریو کلونو راهيسې چې کله جمعه خان همدر په پکتیا کې د والي په  توګه دنده په غاړه واخیستې نو پکتیا وال  ورته ډېر خوښ وو چې د پښتنو یو زړه سوانده همدر ددوی والي شو ، د نورو ټولو خبرو تېرېږم او نه یې سپړم ، پښتنو څخه راپاتې متل دی چې وایې خبر کوه د خره کوه ، قومندان طلا چې د والي د ساتونکو مشري په غاړه لري او والي جمعه خان همدرد ته ځان ډېر نږدې کس ګڼي او همدرد هم په ده پوره باور کړی ، دی دومره نمک حرام او خاین انسان دی چې والي جمعه خان همدرد یې په سپکو سپک کړ او داسي بدنامې کارنامې یې په پکتیا کې همدرد ته پرېښودې چې پکتیا وال به یې تر ابده ابده هېرې نکړي .   قومندان طلا په ډېرو چټلیو کې لاس لري ، زه به یې تاسو ته یو څو بېلګې وړاندې کړم ، لومړی داچې دی په اخلاقي فساد اخته دی او په ښکاره  په نارسمي غونډو او ناستو کې د اخلاقي فساد کېسې کوي او وایي چې تېره شپه مې  داسې داسې وکړل ، دوهم داچې د ټولو شرکتونو د مالکانو څخه پیسې او بډې اخلي او بیا د هغوی ناقانونه سندونه  په والي همدر او يا دده په مرستیال امضا کوي او نور هغه مراجعین چې غواړي د والي سره د خپلو ستونزو د حل په اړه وویني نو دی ورته اجازه نه ورکوي او بد رد ورته وایي او یواځې د شرکتونو مسولین د والي تر دفتره رسوي او کار ورته خلاصوي ، که څه هم دده دنده یواځې د والي ساتل دي خو دی دومره فاسد کس دی چې د ولایت په ټولو چارو کې مداخله کوي او خلکو ته د والي استازېتوب کوي . ده ډېری ریسان د خپلې حکمرانی لاندې راوستي دي، او ناقانونه کارونه پرې کوي او بیا د اړو کسانو څخه بډې اخلي او ریسانو ته په ډېرو بدو الفاظو خبرې کوي   ځکه چې د والي ساتونکو مشر او نږدې کس دی. کله چې والي کابل ته لاړ شي او حاضر نه کوي نو دده ښه غوا لنګه شي په ریسانو او د ولایت په مرستیال په بېړه سره غیرې قانوني سندونه  لاسلیک کوي او که چا یې کار ونکړ نو د بر طرفۍ  او د وهلو  ګواښونه ورته کوي . ګرانو لوستونکو سربه مو نور نه په خوږوم دی داسې ناوړه کړنې ترسره کوي چې دلته یې پريادونه ټول پښتانه شرميږي .موږ له والي همدرد هيله کووچې که دی په داسې ناوړو مردارګيو کې د قومندان طلا سره شریک نه وي نو د پښتونولی احساس  له مخې یې له  دندې ګوښه کړي . نور به دې  هم داسې بدنام کړي چې تېرې ښې کار نامې به د تاريخ په کرښو کې په ناوړو او تورو کرښو ولیکل شي .اودپکتياوالولخواچې کومه تاته درپسرکړې شمله ده هغه به دې ټيټه کړي ځکه چې والي همدردپه افغانستان کې دپښتنومشرانويوخواخوږی پاتې شویدی دی دپښتو اوعزت يو وياړهم  ګڼلای شو.که والي همدرد ددې ټولو خبرواثبات غواړي نو دپکتيا له قومي مشرانو اوريسانو دې وپوښتي.