کور / تازه خبرونه / وژل شوي وکيلان په كابل كې خاورو ته سپارل کېږي

وژل شوي وکيلان په كابل كې خاورو ته سپارل کېږي

دبغلان په پرونۍ چاودنه کې وژل شوي وکيلان به دولسي جرګې له پرېکړې سره سم د ملي شورا دراتلونکې ودانۍ په خوا کې خاورو ته وسپارل شي .


د مصطفى کاظمي په ګډون دولسي جرګې شپږ غړي تېره ورځ په هغه چاودنه کې ، چې دبغلان ولايت دقند فابرېکې ته نږدې وشوه، ووژل شول .


دولسي جرګې رييس محمد يونس قانوني نن په عمومي غونډه کې وويل : ((څنګه چې وژل شوي کسان دخلکو استازي وو او دافغانستان په ټول ملت پورې اړوند وو له همدې امله يې مړي دملي شورا د راتلونکې ودانۍ په خوا کې خاورو ته سپارو . ))


يونس قانوني وويل چې ددغو استازيو کورنيو هم دملي شورا د راتلونکې ودانۍ په خوا کې دهغوى له خښولو سره توافق کړى دى ، بله خوا د هلمند ولايت د خلکو استازي ارواښاد انجنير عبدالمتين ورور انجنير اغا ګل باور چي سبا سهار په سيمه ايز وخت لس بجې له لندن څخه کندهار ته رسيږي لراوبر ويبپاڼي ته د ټيلفون پر کرښه وويل چي ددوی کورنۍ غواړي چي د ارواښاد انجنير عبدالمتين مړی په هلمند ولايت کي د هغوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپاري .


همدارنګه قانوني زياته کړه چې نن  خاورو ته ددغو وکيلانود سپارلو امکان نشته ، ځکه چې ټاکل شوې ده دملي شورا  داستازيو دجنازې په مراسمو کې دکابينې غړي ګډون وکړي او دا کار سختو امنيتي تدابيرو ته اړتيا لري .


ولسي جرګې د داخلي امنيت کميسيون ته دنده وسپارله، چې په ياد شوي ځاى کې د وژل شويو کسانو د خښولو لپاره مناسب ځاى وټاکي .


ددې خونړۍ چاودنې د رامنځته کېدو په مناسبت دولسمشر حامد کرزي لخوا درې ورځنى ملي ماتم اعلان شوى دى اوپه دې ورځو کې به  ملي بيرغ  نيم  ښکته وي .