کور / کره کتنه / دپښتو دښمنان په خپله پښتانه دي

دپښتو دښمنان په خپله پښتانه دي

یولیک د بی بی سی  او نورو هغو سایټونو په نامه ، چې پښتو لیکي او پختو وايي …

دلو ی او مهربانه خدای په نامه !


په نامه دهغه خدای می دابیان دی      چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دي


په دغه هفته کې بي بي سي  پښتو څانګي  یوه مصاحبه « په هند کې دپښتو ژبی …» د جیپوري ژورنالستي  شلپي بترا له ښکلي عکس سره ګډه وډه  خپره کړه . مرکه  به اوس یوې خوا ته پریږدو ، په دې چې په هغي کې یوازې له یوې ځاني او یاهم که لږیې لوړه  ووایو نو د کورني  له کچې لوړه خبره نه وه.  اوسنی ژورنالزم  دا که بی بی سی ده او که نوره لویدیزه مید یا  د دوی دنده  له خپلو مغرضو موخو پرته بل څه نه ده او نه له خپل حده پیښې وړاندې ایښودای شي ټوله لویدیز میدیا دا که په هرژبه ده ، نن سبا دوی  په خپلو بې کیفیته کړنو او وینو ترهرڅه دمخه دهغي ژبي  جرړې را باسي او د هغې ژبې د ویونکو په ملي ، تاریخی او فرهنګی ارزښتو نه باندې د یو شمیر ځایی ژورنالستانو په مرسته چې د مزدورانو په توګه یې ګمارلي  یرغلونه کوي. ځکه دغه ژورنالستان بدې ورځي پسې اخیستې وي ، هرڅه چې ورته ویل کیږي هغه یې که دمور اوپلار پرضد هم وي خپروي .
پوښتنه داده ، چې دغه مرکه هم له درواغو پرته بل څه نه وه ، ځکه دیوه سړي په خبرو کولودیوې ژبی ترقی او نه ترقی سړی نه شي معلومولای ، بی بی سی وال  که رښتیا هم په هند کي د پښتو له غمه مړه دي ،نو دوی ولې  بیا  له افغاني مقامتو په تیره د ولس مشر له فرهنګی سلاکار، دلوړو تحصلاتو له وزیر ، په هند کې د افغانستان له سفیر اونورو هغو کسانوڅخه  دا پوښتنه نه کوي چې ولي په نهرو پوهنتون کې د پښتو استاد دنده پریښوده او ددغې څانګي دروازه یې په داسې حال کي وتړله چي  دهند د دولت د باندنیوچا رو وزیر په کابل کې دخپلو مرستو په ترڅ کې اعلان وکړ چي دوی  په نهرو پوهنتون کي  دپښتو ژبی لپاره  د ډاکتر ي ترکچې پورې  لاره پرانیستی ده …  او داهغه وړاندیز و چې د پښتو ژبې پخواني استاد  داکتر عبدا لخالق صاحب رشید  له کلونو وروسته  دهندي مقاماتو ترخوله راو یوست چې له بده مرغه  پایله یې په خپله  دده لرې کیدل شول .
زه نژدې شپږ کاله دمخه نهرو پوهنتون ته تللی وم ، ان هغه مهال  استاد رشید د غه وړاندیز کړی و ، له ښه مرغه چي دده دغه وړاندیز د هند دزده کړو وزارت ، یوجی سی  او نهرو پوهنتو ن استازو ومانه ، کله یې چې خارجه وزارت ته د وروستی تایید په خاطر واستاوه ، هغه وزارت ددغې موضوع په اړه له ښاعلي رهین څخه پوښتنه کړې وه چې دی په دغه اړه څه نظر لري ، په وړاندیزکې د پښتو ژبی ترڅنګ د بیدل پوهنې خبره هم یوځای وه ، بیدل پوهنه داسې  انګیرل شوې وه چې ګواکي مراد ترې  دری څانګه ده ، ښاغلی رهین  د  وزارت خارجه په ځواب کې ویلی وو : « چې فارسی او دری  فرق نه لري ، فارسی دیپارتمنت په نهرو پوهنتون کې شته  دری ته اړتیا نه شته زه له دغه وړاندیز سره موافقه نه لرم » ښاغلی رهین  په دغه خبره  دوه ډزه وکړل ، هم یې خپله خبره منطقی کړه اوهم یې وړاندیز ونه مانه چې زور یې تر پښتو وخوت ، د ښاغلی رهین د سفارت  د دورې ترپایه بیا دغه خبره همداسې پټه پاتې شوه ، کله چې طرزی پر سفارت راغی یو شمیر کسانو د استاد رشید په ګډون  دغه موضوع له طر زي سره شریکه کړه ، هغه بیا په ورین تندي ومنله او د استاد رشید په مرسته یې ترهغه ځایه ورسوله ، چې اوس هندیان تیاردي دا کار وکړي ، خو هغوی وایی چې استاد به دافغانستان له خوا وي ،  دافغانستان له خوا استاد ته نه څوک تنخوا ورکوي او نه مرسته ورسره کیږي هغه څنګه کولای شي دهندوستان په ناڅیزه  تنخوا باندې پښتو څانګه پیاوړی کړې  ؟  د چمتو په نامه یواستاد سره له دې چې د استادي صلاحیت یې هم نه درلود ، راغی ، له دریو ټولګیو څخه یې  دویم ټولګی ګرد سره  له پښتو زد ه کړې سره خداي  پامانی وکړ ټول کال پښتو څانګه بې دویم ټولګي وه ، اوس هغه  په خپله مخه ولاړ ، نهرو پوهنتو ن په استاد رشید پسې سر درد ګرځي چې بیا راشې ، خو هغه وایی چې  ( پښتو دافغان دولت لپاره  شپږمه ګوته ده ، نه پاملر نه ورته کوی او نه یې د پراختیا په فکرکی دی . ما خپله خواری وکړه  خونه چا وستایله اونه  په خپله پښتانه  دي ته حاضرشول چي له ما ملاتړ وکړي ، هیواد مل صاحب زموږ مشرو ، په هرڅه پوهیږي ، خوپه دغه برخه کې داغیارو ومنله او زموږ درد يې وانه وریده … پښتو په افغانستان کې دشلوملیونو خلکو ژبه ده ، خو په عمل کې  له ولسمشره ترعادی کس پورې ټول ددغې دښمنان دی او په رڼو سترګو جفا ورسره کوي …یو زه يې که په سر وګرزوم ګټه نه ورته لري … )( دتلیفونی خبرو  پربنسټ )
زما غوښتنه د بی بی سی دپښتو څانګې له دکاندارانو څخه داده چې :
–  په افغانستان کې دی له هیواد مل سره مرکه وکړی چې ولي په نهرو کې پوهنتون کې دهند ددولت غوښتنې ته  مثبت ځواب  نه ورکوی ، اودا ترې وپوښتۍ چې ته فرهنګي سلاکارصاحب یی  ، ستاسۍ فرهنګی مسوول ولي له هنده لرې کړی شو ؟  آیا تاسې خبریاست ؟ تا سې له خپل فرهنګی مسوول څخه پوښتنه وکړه چي څه ستونزه لرې او څوک ستا دکارونوپه وړاندې خنډ کیږي ؟
– دلوړو تحصلاتو له وزارت څخه پوښتنه وکړئ ، چې دوی په دغه برخه کې څه کړي ؟ ولي یې استاد وتښتید ؟
– د ولس مشر کرزي څخه پوښتنه وکړۍ چې پښتو د افغانستان رسمي ژبه ده ، یوهیواد لیوال شوی چې تدریس پیل کړي ، تاسې په دغه برخه کې مرسته کوي که نه ؟
– دپارلمان له فرهنګی کومیټې پوښتنه وکړي چې ښاغلی رهین ولي دخپل سفارت په دوره کي پورتنی وړاندیز پټ وساته او ولې یې دغه سترملی خیانت د افغانستان له خلکو په تیره بیا له پښتنوسره وکړ ؟
ـ په هند کې له افغان سفیر  طرزي څخه پوښتنه وکړۍ ، چې ولي دیوټولي تش په نامه دپیلاماتو پرځای خپل دولت ته نه وایی چې دیوه عادي دیپلومات  معاش او امتیازاتو باید یو استاد ته چې هلته تدریس کوي ورکړل شي .
– له یون صاحب اسماعیل خان سره مرکه وکړۍ چې دیوه لیکوال په توګه ته په کال کې دوه دری وارې پټ اوښکاره ډیلي ته راځې ، تا دغه ستونزه نه لیده ؟ اوپه دی نه پوهیدې چې ستاسې د فرهنګ استازي شته والی دغې څانګې ته څومره مهم و ؟
– له ډاکتر رشید څخه پوښتنه وکړۍ چې ولې یې دخرم په دوره کې دغه دنده ومنله او د رهین په دوره کې یې پریښوده ؟ او په هند کي دپښتو تدریس  په اړه چې نهرو پوهنتون یې هم غواړي ولي نه ځي ؟
 زه یو هند وستانی پښتون یم ، څه مې چې وویل دا می دخدای لپاره ، دهغوپښتنو لپاره ووې چې دوی په خپله دخپلې ژبي او خپل فرهنګ دښمنان شوي  اویایی  ځان غلي پرې نیولی دی .
په فاړسۍ کې یوشعردی  چې حافظ وظیفه تو دعاګفتن است وبس
ما خپله خبره وکړه ، پخوا مي هم دغو یارانو ته چې ډیلی ته را غلی کړی چې ویې نه منله ، هیله ده چې نور کله ډیلی ته راځي راپه مخ نه شی …
په ډیر ډیر احترام 
خاوري   سین خان (ام ای  فرشن ایند اردو)


دپښتوپخوانی خادم اودهندوستان له پښتنویوپښتون
نوی ډیلی  هندوستان