کور / اقتصادي / د انارو سوداګري او د آنتي اکسيدانتس رول

د انارو سوداګري او د آنتي اکسيدانتس رول

– سرچینه :   فولکسکرنت، ۲۰۱۱/۰۸/۱۹
– سرلیک :   Het toverwoord is anti-oxidanten
– لیکوال :   پېتر دَ وارد
– د ژباړلو نېټه :  ۲۰۱۱ز، د اګسټ او روژې ۲۵مه


• څه شي؟  انــــــــــــــــــــار
• چیري؟  پـــــــیــــــــــــرو(۱)


– ښه،نو انار د پيرو څخه راځي؟ فکر مي کاوه چي د نورو هیوادونو څخه به راځي.
– د نورو مملکتو څخه هم راځي . هالنډ د فبروري څخه تر اګسټ پوري په ځانګړې توګه انار او د انارو دانې د مځکي په جنومي نیمي کُره کي د پيرو څخه علاوه د چیلي او ارجینټینا څخه هم واردوي او په ژمي کي يې خصوصاً د امریکا متحده ایالاتو، اسرائیلو، ترکیه، مصر او افغانستان څخه واردوي .


– نو ولي د پیرو څخه؟
– د اقتصاد په دې برخه کي د پیرو هیواد په ډېره چټکي پرمختګ کړئ دئ . د دغه ملک څخه یوازي د سږ کال واردات تر ۱۵۰ سلني زیات سوي دي .


– د دې هیواد انار خوندور دي، کار یې اسانه دئ او که اصلاًد پخوا څخه د دې هیواده راځي؟
– نه، داسي نه ده، انار په ابتدأ کي د دې هیواد نه دي، بلکي د انارو بوټی اصلي فارسي دئ. دا ټول یوازي په بیي او موسم پوري اړه لري .


د انارو سوداګري او د آنتي اکسيدانتس رول


– د انارو بازار خورا ګرم دئ، ورځ تر بلي یې خلګ ډېر ویني.
– دا یې ښه تعبیر دئ.
هو، خورا ډېر وګړي ورته متوجه دي .
واردات د څو کلونو راهیسي د ۳۰ څخه ۵۰ سلني ته اوچت سوي دي چي په دې شمېره کي یوازي هالنډ نه، بلکي نور هیوادونه هم شامل دي .


– راز یې په څه شي کي دئ؟
– فقط یو لغات : آنتي اکسیدانتس


– آنتي اکسیدانتس یعني څه؟
– دا خارق العاده توکي دي چي بدن د میکروبي موادو څخه صفا کوي. همداراز زیات شمېر زیانمن مواد متوازن کوي چي په نتیجه کي یې د چا لپاره د سرطان او د زړه د ناروغۍ سره د مخ کېدو چانس کم وي او بل دا چي د چا بڼه ځوانه ساتي . 
 
– آیا دا آنتي اکسیدانتس د نورو مېوو او سبزیجاتو تر قِسمونو په انارو کي ډېر دي؟
– انار د غوجي الو او د وچو سوو ګیرینګیچو په څېر آنتي اکسیدانتس نه لري، خو د انارو هغې بیا د مځکي تر توتو، آبي رنګه الو، ممیزو او تمشکو(۲) زیات دي.


– دا باید ځای پر ځای ومنو او که څنګه؟
– اخ، ساینس یې تراوسه اغېزې څېړي . د هروخت په څېر د ساینس هماغه کیسه ده چي نوري اظافي څېړني یې د متضادو نتیجو سبب کیږي، خو هغه مهال بیا انـار د خوړلو د مصارفو پر ډګر ځای پر ځای سوي وي، بازار یې ګرم وي، خلګ یې خوښوي او نه یې پرېږدي.


– ښه تبلیغات پسي کيږي .
– هو، بالکل . د انارو کار ښه برابر دئ .
بله خبره دا هم ده چي مېوه ښکلا لري. په نېر (۳) کي د ځانګړو مېوو د یوه رانیوونکي (اخیستونکي) په اند یې رنګ دننه او بهر ښکلی دئ . دغه ښایست د انارو په محبوبیت کي ځانته رول لري .



– نو د پيرو اوسېدونکي خو به په دې سره ښه شتمن سي لکه کولومبیایان چي د قهوې له برکته بډای سول .
– دا یوه فیصله کوونکې نتیجه نه سو بللائ .
ګورئ، دې ټکي ته هم باید ځیر واوسو چي په ساحل کي ډېر زیات یرغملګر سته .
نور نو په جنوبي-افریقا کي هم انار کرل سوي دي او هسپانیه هم په دغه مصروفیت لګیا ده.




(۱)  : پيرو : د جنوبي امریکا د لوېديځ د ساحل سره پروت هیواد دئ.
 (۲)  : تمشک : په انګلیسي یې ” raspberry”  او په فارسي یې ” تمشک” بولي، دا دتوت دكورنۍ يوډول بوټی دئ چي د توت په څېر مېوه لري .
(۳)  : نېر : د هالنډ د لیمبورخ نومي ولایت کي یوه سیمه ده .