کور / هستوي فزيک / دويني سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی

دويني سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی

(لومړی برخه : طبي لکچرنوټ )


لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی   (ځدراڼ)
دجرمني هیواد، نېټه : ٢٠/٣/٢٠٠٨


سریزه :


په هیوادکې نوې شمیرنې په ډاګه کوي چې دوينې سرطان ناروغۍ (ملټيپل میولوما) کچه دپخواپه پرتله ډيره شوې ده. که څه هم په اوسني وخت کې  دنوموړې ناروغۍ اصلي لامل سړی نه شي  سپينولای خودکارپوهانوپه اند داسې اټکل کیږي چې په کیمیاوی  ، بیالوژیکي اورادیواکتيوزهرجنوموادوباندې  دچاپيريال ککړتیا ددې پيښې یوغوره لامل کیدای شي چې په عام  ولس کې دوينې سرطان ناروغۍ لکه (ملټيپل میولوما) ډيره شوې ده. بلخوادیادولووړده چې په اوسنیوشرايطوکې دنوموړې ناروغۍ  دپيژندنې امکانات دپخواپه پرتله هم ښه شوي دي .
ملټيپل میولوما  (Multiple myeloma) :
ملټيپل میولوما دبدن دمعافيتي سیستم ( immune system)  پلازما حجروسرطان ناروغۍ ته ویل کیږي   چې لنډیز يې  په   myeloma  اوياپه plasma cell myeloma  سره لیکل کیږی .  پلازما حجرې دمعافيتي سیستم یوډول حجرې دي چې دهډوکوپه ماغزوکې تولیدکیږي اودانتي باډي )Antibody( پروتېين دجوړولودنده ترسره کوي .که څه هم د ملټيپل میولوماناروغۍ بشپړه درملنه ناشونې ده خودنوموړې ناروغۍ دکلینیکي نښوکمښت اودمنځه وړلوپه موخه دشحمي کیمیاوي موادولکه سټېروید(Steroids) ، کیمیاوي درملنه (Chemotherapy) ،تاليډوميددرمل  Thalidomide ،اودسټم حجروپیوندکولو stem cell)   (transplantation   کړنلارې څخه ګټه اخیستل کیږي .



ملټيپل میولوما دیوپراخ ډلې ناروغۍ يوه برخه جوړوي چې دهیماتولوجیکل مالیګنانسي  (Hematological malignancies) په نامه سره یاديږي . نوموړې دسرطان هغه ډول ناروغي تشکیلوي چې دوینې سرطان ، دهډوکوماغزوسرطان اود لمف غدو (Lymph nodes)  سرطان ناروغۍ منځ ته راولي .



دمطالبوسرلیک :
١- نښې اوسېمپتومونه    ( Signs and symptoms)
٢- پېژندنه (Diagnosis)
 ٢-١   پلټنه  (Investigations)
 ٢- ٢  کړنلاره (Workup)
 ٢- ٣ دپېژندنې معیارونه     (Diagnostic criteria)
 ٢-٤ دناروغۍ پړاوونه  (Staging)
٣- پاتوفیزيولوژي (Pathophysiology)
٤- درملنه (Treatment)
 ٤-١ ړومبۍ درملنه  ( Initial therapy)
 ٤-٢ دناروغۍ راستنېدنه (Relapse)
٥ – دناروغۍ برخلیک اواحتمالي تګ لوری (Prognosis)
٦- اپيدېمیولوژي  (Epidemiology)
٧- اخذلیک (دويکيپيدیا څخه ژباړل شوې دی)     



(دلومړۍ برخې پای )
په درنښت    پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی   (ځدراڼ)


  
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma
2. http://myeloma.org/
3. http://www.myelomaonline.org.uk/NetCommunity/Page.aspx?&pid=820&srcid=-2
4. http://www.myeloma-euronet.org/
http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma