کور / هستوي فزيک / د ځمکې پر مخ تر ټولو ځواکمنې ګاما وړانګې وموندل شوې

د ځمکې پر مخ تر ټولو ځواکمنې ګاما وړانګې وموندل شوې

د سکاټلنډ د سټراټ کلایډ په پوهنتون کې ساینسپوهانو د ځمکې پر مخ د ګاما تر ټولو ځواکمنې وړانګې لاس ته راوړې دي. دا ګاما له آیونایز شوي ګاز سره د ډیر لنډ مهاله لیزر د تصادم په پایله کې رامینځ ته شوې ده. دا ګاما کولای شي چې په سورپو کې 20 cm او په کانکريټ کې تر 1.5 m پورې واټن ووهي. دې ډول ګاما وړانګو ته په طبابت کې د ناروغیو د تشخیص او نځورنې لپاره په پراخه کچه اړتیا شته. همدارنګه له دې ډول ګاما څخه تر ځمکې لاندې راډیو اکټیف فاضله توکو د اکټیفیټی او نورو ځانګړتیاوو په مالومولو کې هم کار اخیستل کیدای شي. دا ګاما به د ډیر کثافت لرونکو توکو و یا هم د لږ ګاما جذبونکو توکو په انځور اخیستنه کې ډیره مرسته وکړي او همدارنګه به د هغو سرطانونو له مینځه وړل آسانه کړي کوم چې کثافت یې زیات دی. د یادونې وړ ده چې د دغو څیړنو تیوري او بشپړې پایلې د فزیک آف نېچر په ژونال کې هم خپرې شوي دي.