کور / نوميالي / د قاضي غلام محمد مخلص ژوند ليک

د قاضي غلام محمد مخلص ژوند ليک

 ښاغلې قاضي غلام محمد د ملا سيد احمد شاه زوى په قوم شينوارى او د ننګرهار ولايت د هسکې مينې (ده بالا) د ولسوالۍ د شپولې د قريې د لکړۍ د کلى اوسيدونکې وو.


محترم قاضي صاحب په ١٣۱۰لمريز کال کې پخپل کلې لکړۍ کې په يو ډيره دينداره او متدينه کورنۍ کې دنيا ته سترګې غړولى دي.


ښوونه او روزنه:


څرنګه چې د قاضي صاحب والدين په داسي وخت کې وفات شول چې دې د درى يا څلورو کالو نو


 په عمر کې وو نو د ده مشر ورور ملا مغفور شاه (مرحوم) او قاضي سيف الرحمن يوسفزى (مرحوم) چې  د ده اوښى او استاذ هم وو د ده په روزلو کې ډيرى هلې ځلې کړي دي. ابتدايه تعليم يې د خپل کلى په مکتب کې سرته رسولې. قاضي صاحب د وړکتوب نه ډير ذهين او ذكي وو نو په اوله نمره د مکتب څخه فارغ شو. او بيا يې د مرحوم قاضي سيف الرحمن سره د نحو، صرف، فقه او نظم ځيني کتابونه په خصوصي توګه ولوستل.


د دې نه وروسته د هډى په مشهور دارالعلوم (نجم المدارس) کې خپل تحصيلات بشپړ او پاي ته ورسول او په اوله نمره او اعلى درجه د ددغې مدرسى څخه فارغ شو.


رسمى دندې او وظيفى:


د فراغت څخه وروسته لومړى د کوز کونړ د (سيد جمال الدين افغاني) په عالي ليسه کې او بيا د شينوارو د کوټ د سيد احمد خيلو په ښوونځى کې د ښوونکې په حيث وظيفه اجراء کړى ده. بيا د قاضي په حيث د کندوز په ولايت کې د امام صاحب په ولسوالۍ کې او د وردګو په ولايت د چک په ولسوالۍ کې او د مزار شريف د شولګرې په ولسوالې کې او د لغمان د ولايت په مرکز کې د قضاء دنده پر مخ بيولې ده.


هجرت او جهاد:


کله چې  ترکي او امين له خوا په افغانستان کې د کمونيستي نظام دور راغى نو په هيواد کې د مسلمانانو ژوند او خصوصا د ديني علماؤ ژوند خورا تريخ شو ځکه چې ترکي او امين د مسلمانانو د علماؤ په وژلو لاس پورې کړ او د افغانستان ډير لوى لوى عالمان او فاضلان يې شهيدان کړل.


کله چې ببرک د روسانو په مټ او مرسته په افغانستان کې قدرت ته ورسيد او د روسانو سرو لښکرو د افغانستان په پاکه خاوره قدم کيښود، نو ټولو مسلمانانو ته جوته شوه چې اوس په افغانستان کې ژوند کول د روسانو د اسارت لاندې خورا مشکل دي ځکه چې روسان د اسلام د محوه کولو لپاره راغلى دى او همدارنګه يې په افغانستان کې د بمونو او هوايې بمباريو په ذريعه قتل عام شروع کړ نو په همدې ملحوظ د افغانستان مسلمانانو ځيني هيوادنو ته هجرت غوره کړ خصوصا پاکستان ته چې ګاونډي اسلامي مملکت دي د افغانستان زياته برخه هيوادوال مهاجر شول  په همدې ډله کې قاضي صاحب هم په ١٣٥٨ لمريز کال کې هجرت وکړ.


د هجرت نه وروسته د مهاجرينو په يو مدرسه کې چې د (مدرسة الهجرة و الجهاد) په نامه وه د مدرس په حيث مقرر شو او د قرآن کريم تفسير، اصول تفسير، حديث، اصول حديث، علم عقايد، فقه، اصول فقه، اسلامي تاريخ او منطق کتابونو تدريس ورپه غاړه شو. او په ډيره مينه او اسلامى جذبى سره يې خپل افغاني بچيان وروزل.
د تدريس تر څنګ به کله ناکله د جهاد ګرمو سنګرونو ته هم تللو او خصوصا د رخصتيو په موسم کې به د هميش لپاره د جهاد په سنګرونو کې پروت وو، جهادي سفرونه يې اکثرا د مرحوم مولوي صاحب محمد يونس خالص سره يو ځاي وو. چې زيات جهاد يې په ننګرهار، خوست، پکتيا او پکتيکا کې کړى دى.


اصلاحي کارنامي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر:


قاضي صاحب د جهاد تر څنګ د دعوت سنګر هم ګرم ساتلى وو او د يو نيورسټي ټاون پېښور د ګول جامع مسجد يې کوم کې چې ده تقريبا ٢٥ کاله خطابت وکړ خپل د دعوت مرکز ګرځولې وو.تل به يې په خپلو موعظو او خوږه مؤثره ژبه خلکو ته نصيحتونه کول او سمى لارى ته به يې رابلل او بي لارى کسان به يې د شريعت له حکم سره سم تنبيه کول او همدارنګه به چې کله جهاد ته لاړ نو مجاهدينو او قومندانانو ته به يې هم نصيحتونه کول او سوچه سپيڅلى جهاد طرف ته به يې خلک دعوت کول او د بدو او مفاسدو په مخنيوي کې د هيچا د ملامتيا څخه نه ډاريده. او هميشه به يې د نبي عليه السلام پدې حديث عمل کاوه: (افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر) د هر ظالم په مقابل کې به يې تل د حق کلمه او وينا کوله او مظلومانو سره به يې تل همدردي او مرسته او مينه کوله.قاضي صاحب بهترين داعي او ښه مجاهد وو، د همدې دعوت او تدريس په نتيجه کې يې په زرهاؤ شاګردان روزلي دي.همدارنګه کله چې افغانستان ازاد شو او قدرت مجاهدينو ته انتقال شو، په هيواد کې خپل مينځي جنګونو زور واخيست چې له امله يې د کابل ښکلې ښار په کنډوالو بدل شو. محترم قاضي صاحب د خپلې ايماني وجيبي په اساس د اتحاد علماي افغانستان د ريس مولوي عبد الله ذاکري په مشرۍ د سولي وفد کې ګډون وکړ او څو ځلې يې د جهادي مشرانو ترمينځ د جوړ جاړي کوشش وکړ او څو ځلې يې د کابل سفرونه وکړل.د هجرت په ديار کې دندې:د الهجرة والجهاد په مدرسه کې د مدرس په حيث وظيفه او همدارنګه د خپلو افغاني يتميو ماشومانو سرپرستي د څمکنو (دارالايتام) مدير او د مجاهدينو د عبوري حکومت داخله وزارت کې مدير د تفتيش او په يو نيورسټي ټاون ګول جامع مسجد کې خطابت او په الوکالة الاسلامية الاغاثة (اسرا) په دفتر کې خدمت او د لجنة البر په معهد کې تدريس.قاضي صاحب خپلي ټولې دندې په ډير ديانت او اخلاص او صداقت سره سرته رسولى دي.


تاليفات او ژباړې:


رياض الصالحين للامام محي الدين ابو زکريا يحي بن شرف النووي (پښتو ژباړه د مختصرى شرحې سره) چاپ په دري جلدونو کې.


سيرة النبي (تاريخ سيد المرسلين و خاتم النبيين) پښتو تاليف چاپ


 ديني رڼا  په (فقه کې چاپ) پښتو تاليف


 محمدي رڼا (اصول حديث کې) پښتو تاليف چاپ


 نور الميراث ( علم الميراث کې) پښتو تاليف چاپ


 د افغاني مکاتبو لپاره د فقه حديث او عقايد په برخه کې کتابونه


 د مجاهدينو د حکومت لپاره د قضاء کتاب


 د مجاهدينو د رادو لپاره بي شماره ديني او علمي مقالى


 د جهاد دوخت په مختلفو اخبارونو جريدو او مجلو کې د مثال په ډول (النور، شهادت، صبح پيروزي، منبع العلوم، شفق، پيام حق) او نورو ډيرو مجلو کې مختلف ديني مضامين.


ناروغتيا او وفات:


په ١٩٩١ ميلادي کال کې قاضي صاحب په خپل مسجد کې د جمعې په مبارکه ورځ په هوايې مرمۍ په ملا باندې ولګيد چې د مرمۍ دراويستلو لپاره يې د ملا کامياب عمليات ترسره شول.


د دې نه وروسته ورته د فشار خون او څو کاله وروسته ورته د شکرې ناروغي هم پيدا شوه، بيا هم قاضي صاحب خپل تدريس او دعوت جاري ساتلي وو بيا پري په ٢٠٠٣ کې فالج (ګوزڼ) حمله وکړه چې الله رب العزت په خپل فضل او کرم ډير زر د هغې نه جوړ کړ او واپس يې خپل تدريس او دعوت ته دوام ورکړ. خو د وفات نه يو کال وړاندې يې د شکري ناروغي ډيره زياته شوه او مسجد ته به هم ډير نه راتلو او د همدې مريضۍ له امله يې بدن ډير کمزورى او ضعيفه شو. چې پس له اوږدې ناروغتيا څخه د جمعي مبارکه ورځ باندې د جمعي د لمانځه نه وروسته د ١٣٩٠لمريزکال د ميزان په ٢٢مه د چې د ٢٠١١ د اکتوبر د ١٥ سره سمون خوري د دې فانې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړى او د مرحوم جنازه په پشاور کی ادا چی په سلګونو علماو او شاګردانو او جهادی مشرانو او عامو خلکو په کی ګډون وکړ،او وروسته په خپله پلرنی هدیره کی خاورو ته وسپارل شو روح دیښاد او آباد وي. د مرحوم څلور ځامن دي چې هر يو ډاکتر خيرالله مخلص،د افغان پوهنتون د طب پوهنځی څخه فارغقاري استاد شکرالله مخلص چې د جمعيت اصلاح غړي او د مرکز فرهنګي اسلامي افغانستان مرستيال دى او د اسلام اباد نړیوال پوهنتون نه یی په اصول الدین د تفسیر په څانګه کی ماسټری کړیده او قاري بشيرالله مخلص،د ننګرهار پوهنتون څخه فارغاو قاري نصرمن الله مخلص د اسلام اباد نړیوال پوهنتون نه یی په اصول الدین د تفسیر په څانګه کی ماسټری کړیده چې ټول علماء او نيکان دي يقينا چې قاضي صاحب د خپلو بچو په تربيت کې زره غفلت هم ندې کړي انا لله و انا اليه راجعون.