کور / هستوي فزيک / ګرځنده ټلیفون ستاسو پټ رازونه بربنډوي

ګرځنده ټلیفون ستاسو پټ رازونه بربنډوي

په ګرځنده ټلیفونونو کې د لوبو نصبول یا انسټالیشن اوس په نړیواله کچه مینوال پیدا کړي. دا ډول لوبې چې د لوبو سافټویر یا ګیم په بڼه په بازار کې خرځیږي هغه کارونکې ډیر ځان ته را جذب کړي کوم چې ډیری وخت د خپل فکر د سالم مصروفیت لپاره په خپل ګرځنده کې لوبې یا ګیم کوﺉ. د دې ترڅنګ چې کله ناکله استخباراتی موسسې د وګړو ټلیفونونو ته غوږ نیسی خو، په دې اورستیو کې غلو هم ورته سواداګري ته مخه کړې. یوه څیړنه چې د بی بی سی نړیوالې شبکې او د موبایل نړیوالې امنیتی شبکې لخوا ترسره شوې ښیی چې په سلو کې لس دغه ډول سافټویرونه د غلو لخوا چې بد پروګرامونه یا malware جوړوي د ناوړه استفادې لپاره جوړيږي. په دغو سافټویرونو کې ځینی داسی هغه هم شته چې ګرځنده ته په انسټالولو سره د ګرځنده کارونکي ټول پټ د اړیکو مالومات د سافټویر جوړونکې ته په نیغه توګه ورکوي او په دې ډول دغه غله نوموړي مالومات بیا بیرته په کارونکي باندې خرڅوي. دا کار په تیره بیا د هغو سیاسی او یا هم لوړپوړو حکومتی چارواکو د ټلیفونونو او اړیکو د ثبتولو لپاره کاریږي کوم چې په نظامونو کې خپل سیاسی مخالفین لري. د دې ډول غلاوو یوه نښه داده کله چې تاسو سهار مهال له خوبه را پاڅیږۍ د شپې له چارچ څخه ډک ټلیفون به مو تش ښکاري او دا په دې مانا ده چې د شپې لخوا ستاسو له ګرځنډه ټلیفون څخه مالومات غلا شوی دﺉ. همداراز لږ تر لږه په اونۍ کې یوځل خپل ګرځنده وګوری تر څو داسې شمیرې په کې ثبت نه وي چې تاسو ندی په کې ثبت کړې. د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د ټلیفون څخه د اړیکو غلاشویو ریکارډونو له امله په نړۍ کې ډیرو سیاستوالو او یا هم لوړپوړو حکومتی چارواکو په ټولنه کې خپل مثبت سیاسی تصویر او یا هم لوړه حکومتی څوکۍ له لاسه ورکړې.