کور / تازه خبرونه / اسفنديار ولي خان نظربندشو

اسفنديار ولي خان نظربندشو


07.11.2007پېښور :


دعوامي نيشنل پارټۍ ANP مرکزي مشر اسفنديار ولي دپوځ له خوا تر يوې مياشتې په خپل کورکښې نظر بند شو. دعوامي نيشنل پارټۍ له خوا په يوې اعلاميه کښې دپاکستان بيړني حالات غندل شوي او د ANP مرستيال حاجي غلام احمد بلور دآل پاکستان ډيمواټک مومنټ ( APDM ) په چوکاټ کښې دبيړنيو حالاتو پرخلاف دهلوځلو اعلان کړى او ويلي يې دي ،چې مونږ به ددغه اتحاد په چوکاټ کښې دنورو گوندونو سره په گډه د ډيموکراسۍ دودې لپاره هلې ځلې کوو .