کور / هستوي فزيک / د پام وړطبي خبرتیا (Multiple myeloma )

د پام وړطبي خبرتیا (Multiple myeloma )

لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی   (ځدراڼ)


دجرمني هیواد، نېټه : ٢٨/٣/٢٠٠٨
 



داسې اټکل کيږي چې په دې وروستيووختونوکې دهیواودپه کچه دیوډول ځانګړې وینې  سرطان ناروغۍ ملټيپل میولوما ( Multiple myeloma ) پېښې ډېرې شوي اودخلکوانديښنې يې ډېرې کړې دي . په دې تړاو دهیوادوالوڅخه هیله کوم چې که دهغوی په کورنۍ اویاخپلوانوکې دنوموړې ناروغۍ نښې پېژندل شوې وي نوديوه ډاډمن اېپيدېمولوژي احصائيې دترلاسه کولو اوددې ناوړه ناروغۍ د مخنيوي اولاملونودسپړلو په موخه په لاندي بريښنا لیک پته خبرراکړئ .


N.Sultansei@gmx.de
برسېره پردې به هڅه وشي چې د افغان ډاکترانوټولنې په دویمه کانګره کې چې دسلواک دجمهوريت په پلازمینه ،براتسلاوا ښار ، د ۲۰۰۸ کال دجون میاشتې شلمه نيټه کې غونډه کوي ،  دنوموړې ناروغۍ په اړوند څېړنيزمالومات،لکه دچاپیریال اغېزې ، دګاونډيوهیوادونوهستوي ازموينې اونور  لاملونه تر بحث لاندې ونیول شي .


په درنښت