کور / د ډيورنډ کرښه / دکوزي پښتونخوا يو پښتون د افغانستان ولسمشر کيدای شي

دکوزي پښتونخوا يو پښتون د افغانستان ولسمشر کيدای شي

د تاریخ په اوږدو کی اکثرو زبرځواکه قدرتونو د خپل د  قدرت د بقا په خاطر د نړی د بعضو هیوادو نو په جغرافیایی جوړښت کی بدلونونه رامنځ ته کړی او همدارنګه یی یو ملت په څو برخو ویشلی او خپله حکمرانی ور باندی چلولی ده او په ډیرو مواردو کی یی داسی کړنو ته  د هغو واکمنانوپواسطه چی دوی پخپله رامنځته کړی ول او دوی واک ته رسولی ول د یو توافق بڼه هم ورکړی او هغوی یی دی ته مجبور کړی تر څو داسی تقسیماتو ته قانونی ارزښت ورکړی اومعاهدی یی ور باندی امضاءکړی او  د هغه هیواد وګړو  ته یی داسی ور ښکاره کړی چی ګواکی دا نو ستاسو زعیم یا په بل عبارت د مملکت د مشر په خوښه تر سره شوی پریکړه ده، چی په ډیر تاسف سره باید ووایم چی د داسی دسیسو څخه زمونږ هیواد افغانستان هم په امان کی ندی پاتی شوی د وخت تیری کوونکی او اشغالګر ځواک برتانی زموږ د هیواد ډیری سیمی ور جلا کړی او نورو هیوادونو ته یی ورکړی لکه سیستان یی ایرانیانو ته،  پنجده سیمه یی تزاری روسی ته ورکړه، او همدا راز یی په 1893 کال کی د ډیودند کرښه په امیر عبدالر حمن خان په وخت کي ،چی  پدی کار سره یی یو پښتون قام په دوو برخو وویشه .


په هغه وخت کی په افغانستان کی د انګریزانو  تحت الحمایه حکومت وه او ټولی بهرنی اړیکی یی د انګریزانو په واسطه تر سره کیدی او افغان حکومت پکی کوم رول نه درلود او بله دا چی امیر عبدالرحمن خان هم انګریزانو په تخت کینولی وه اود افغانستان د خلکو د خوښی پادشاه نه وه، د ډیورند د تړون د تړون څخه تر نن پوری په  افغانستان کی اتلسو واکمنانو په کابل کی واکمنی کړی چی ټولویی پرته د څلورو واکمنانو څخه چی هغوی هم د استعمارګرو تر فشار لاندی دا کرښه منلی وه نورو ټولو څوارلسو واکمنانو  په شدد سره ددغی کرښی د منلو څخه انکار کړی او تل یی ددی غوښتنه په ملی او نړیوالی کچی کړی چی دا سیمه دی بیرته افغانانو ته ورکړل شی او د افغانستان د اوسنی جغرافیه سره دی یو ځای کړی شی دا ځکه چی د ډیورند د  کرښی دواړو غاړو ته یو پښتون قام پروت دی او پخپلو کی سره نه بیلیدونکی ریښی لری همدا رنګه د نړیوالو حقوقی قوانینو څخه پر ته دغه سیمه د افغان خاوری څخه جلا کړلی شوی ده.


او س راځو ددی لیکنی  اصلی هدف ته چی ولی می دغه لیکنه کړی ده ؟ هغه دا ده چی  د لر او بر و یبپاڼی می کتله چی یوی لیکنی  زما پام ځانته واړوه او هغه لیکوال په خپله لیکنی که یادونه کړی وه چی   افغانی چارواکو تل ویلی چی پښتانه ټول یو دی هغه په لر دی او که په بر دی خو ایا د پیښور یو پښتون اوسیدونکی ته به اجازه ورکړل شی چی دافغانستان جمهوری ریاست ته ځان نوماند کړی؟  ایا د کوټی یو پښتون به ددی حق تر لاسه کړی چی په افغانستان کی ځا ن د افغانستان پارلمان ته کاندید کړی؟ او همدا راز به د پښتون خوا یو پښتون اوسیدونکی ته  ددی اجازه ورکړل شی چی د افغانستان تذکره یا تا بیعت پاڼه ولری؟ او که نه نو دا هسی د درواغو وعدی دی؟ او همدا رنګه یی بعضی مثالونه هم وړاندی کړی چی د نمونی په ډول یی زه د اسرییلو د هیواد یادونه کوم په لیک کی راغلی ول که یو یهود د دونیا له هر ګوټ څخه د اسراییلو هیواد ته ورشی نو پرته د کوم ځنډ څخه ورته د اسراییلو تابیعت ورکول کیږی.خو زه د لیک لیکوونکی دا وایم چی ولی ورته د اسراییلو تابیعت ورکول کیږی؟ دا ځکه چی هغه بل دین نه منی پرته د جیویش(یهودی) دین څخه او ځان اسراییلی ګڼی،  نو زه به دغه ګران دوست ته ووایم چی ایا ته داسی کوم د پښتون خوا  یو اوسیدنکی پیژنی چی  فقد ځان افغان وبولی  او ووایی چی زه د افغانستان پوری تعلق لرم او د پنجاب واکمنی نه منم او د همدغه هدف لپاره یی مبارزه کړیوی ؟ که وی  نو زه په ډاډ سره ویلی شم چی داسی یو کس ته هیڅ راز ستونزه به نه وی چی په افغانستان کی ژوند وکړی لکه د نورو افغانانو په څیر او زما ددی خبری ډیر مثالونه شته په افغانستان کی  ټولو اوسیدونکو قامونو تل د کوزی پښتونخوا اوسیدونکو ته هر کلی ویلی او هر وخت یی ور ته یادونه کړی چی افغانستان ستاسو د پلار نیکه خاوره ده او تاسو پدی خاوره حق لری او همدا رنګه دا خاوره په تاسو هم حق لری چی د خدمت لپاره یی چمتو واوسی او هیڅ کله یی د کوزی پښتونخوا اوسیدونکی ددی برخی څخه نا هیلی کړی ندی چی ښه بیلګه یی د عجب خان افریدی ده کله چی د غازی امان الله خان په پادشاهی کی افغانستان ته راغی نه تنها دا چی هغه څخه یی د انګریزانو په وړاندی ملاتړ وکړ بلکی هغه ته یی د مزارشریف په ښار کی استوګنی لپاره ځای ور کړ او همدا راز یی هغه ته په سلهاو جریبه ځمکه ورکړه چی د یو خان، او ملک، په څیر یی په افغانستان کی خپل ژوند پیل کړ نو کله چی افغان حکومت او خلکو عجب خان افریدی ته  دومره ځمکی او جایدادونه ورکول نو ښکاره خبره ده چی په  حکومت کی هم پوره واک ورکو لو کی هغه ته کومه ستونزه نوه او هغه  وخت کی د دولت ټولی چاری د هغه چا په ولکه کی وی چی ډیر مالداره به وه او ځمکی او جایدادونه به یی لرل.


د پښتو ژبی نامتو لیکوال او شاعر اجمل خټک  په افغانستان کی اوسیده او د وخت حکومت ورته پوره د دولت په چوکاټ کی  برخه ورکړی وه او همدا راز د  افراسیاب خټک،  مشهور سندر غاړی سردار علی ټکر، استاد اولمیر چی افغانان یی خپل ملی سندر غاړی بولی او تل به  دافغانانو په زړنو کی واوسی او همدا رنګه د ډیرو نورو یادونه کولی شو چی ډیر په عزت سره دلته د یو افغان په توګه اوسیدل افغانانو نه تنها د کوزی پښتون خوا د ژوندیو قدر کړی بلکی یی  د هغو د مړو عزت په ډیره لوړه سطحه کړی چی ښه بیلګه یی د خان عبدالغفار خان دی چی په افغانستان کی ورباندی لوی زیارت جوړ دی او افغانان یی ډیر احترام ساتی او همدارنګه  دافغانستان حکومت تل له هغو قامی مشرانو سره پوره مالی مرسته کړی چی فقد تش په نامه یی د پښتونستان چغی وهلی او هیڅ کومه ګټی د افغانستان حکومت او په خاصه توګه افغانانو ته  نده رسولې  خو چی صرف ځان ته یی پښتون ویلی ده نو افغانانو ور څخه پوره ملاتړ کړی دی.


بله خبره داده چی کوزی پښتونخوا پښتنو پخپله ندی غوښتی چی دلته په افغانستان کی و اوسیږی او تر ټولو لویه خبره خو دادچی که په یوه هیواد که  څوک وغواړی د دولت لوړو څوکیوته لار ومومی باید  هغه په خپل ولس کی پوره د با ور وړ کس وی او خپلو خلکو ته یی خدمتونه کړی وی بی له شکه چی داسی کس به په ډیری اسانی سره وشی کړی د خلکو په ملاتړ لوړو مقامونو ته ورسیږی او که یادی شوی ځانګړتیاوی ونلری که په کابل که د جمهوری ر یاست تر څنګ زیږیدلی او لوی شوی وی نو هم به خلک ورباندی باور ونکړی چی حتا په یوه معمولی دنده یی وګماری،  اوبیا لیکوال په خپل لیک کی یادونه کړی چی افغانان تل پخپلوکی سره نه جوړیږی او هر وخت د قدرت په سر پکی جګړه روانه ده او دا چی ددوی په منځ کی دغه ستونزه حل شی ولی د کوزی پښتونخوا نه یو مشر نه راولی او د افغانستان مشری ورته نه ورکوی چی جګړه ورباندی ختمه شی؟، خو زه باید دغه دوست ته په ډیر تاسف سره ووایم چی تر اوسه لا تاسو نه پوهیږی چی په افغانستان کی جګړه د څه لپاره ده؟ هیڅ کله هم د یو شخص یا د یوی ډلی په وړاندی جګړه نده روانه، کله چی په ۱۳۵۷ کال کی جهادی ډلو د حکومت په وړاندی خپل مخالفت شروع کړنو غوښتنه یی دا وه نه چی هغه کس یا  هم هغه دغه ګوند د له واکه لری شی نو جګړه به ختمه شی هغوی (مجاهدینو)ویل چی دا نظام شوروی اتحاد جوړ کړی او شورویانو په اسلام تجاوز کړی نو موږ باید خپل دین وګټو چی همداسی وشول په ډیرو قربانیو سره افغانانو شوروی اتحاد ړنګ او هیواد یی ازاد کړ، خو کله چی ۱۳۷۱ کال کی جهادی ډلی پخپلو کی سره په جګړه اخته شول هغه وخت هم د شخص په سر جګړه نه وه هلته هم مجاهدینو غوښتل چی باید یو اسلامی حکومت جوړ کړی چی د ګاونډیو په لاسوهنه ونه توانیدل چی حکومت جوړ کړی همدا راز د طالبانو جګړه ددی لپاره اوس روانه نده چی که ښاغلی کرزی قدرت پریږدی نو جګړه به ختمه شی او نه هم طالبانو کله داسی ویلی چی ښاغلی کرزی دی قدرت ښاغلی ملا محمد عمر ته پریږدی  په افغانستان کی ټول جنګ د اسلام په خاطر ده ځکه چی افغانان د خپل دین او مذهب ته تر هر څه ډیر پابنده دی، دا چی څومره اوس او همدارنګه په تیرو دورونو کی دا په رښتیا سره هم دا جنګ  اسلامی ریښه لرله  اولری او همدا رنګه  څومره د پردیو په لمسون یی دا جنګونه کړی او کوی یی دا بیا یوجدا بحث دی،  دا چی پاکستانیان ولی خپل دین نه ګټی نودا ددوی خپله بی وسی ده که نه  نو دغه هره ورځ چی د بی پیلوټه  الوتکو بریدونه کیږی او عوام پاکستانیان پکی وژل کیږی ایا پاکستانیانو ته په کار نده چی د خپلو خلکو څخه دفاع وکړی او دا اوسنی حکومت چی د کفری هیوادونو په لاس جوړ شوی ړنګ کړی ځکه چی دغه بی پیلوټه الوتکی خو د پاکستان په خاوره کی اډی لری دا د امریکا یا د کوم بل هیواد څخه نه راځی چی پاکستان بمبارد کړی؟


 د افغانستان په ټول 5000 زره کلن تاریخ کی هیڅ کله هم نه دی شوی چی حکومت دی جومات په توپونو شهید کړی او ټول دینی طالب علمان پکی ووژنی خو دا کار د پاکستان حکومت وکړ او لعل جومات یی په اسلام اباد کی شهید کړ او په سلهاو بی ګناه دینی عالمان یی پکی شهیدان کړل نو ایا پاکستانیانو ته  پکار نده چی د داسی غیر اسلامی او وحشی حکومت چی دوی یی لری په وړاندی جهاد وکړی؟ نن چی په افغانستان کی د څلویښتو څخه ډیر هیوادونه شتون لری دا د چا په واسطه دلته راغلل؟


ټولو ته ښکاره ده چی د پاکستان د دولت له خوا راوستل شول،ایا همدا پاکستان ندی چی ددی لسو کلنو په موده کی بی ګناه مسلمانان د ډالرو په بدل د دهشت ګردو او تروریست په نامه په غربیانو پلوری؟ ایا تاسو ته لازمه ندی چی د داسی مزدور نظام په وړاندی جهاد وکړی؟  خوکله چی افغانان د خپلی خاوری غوښتونکی دی دا پدی معنا نده چی نصیرالله بابر د پاکستان د کورنیوچارو د اداری پخوانی  مشر یی باید په افغانستان کی په څوکی کینولی وای او یا  قاضی حسین احمد راولی یا هم مولا نا فضل الرحمن راولی او په افغانستان کی یی د پارلمان مشر وټاکی چا چی د افغانستان په تباهی که پوره رول لوبولی دی  زه د ټولو پښتنو څخه غواړم که چیری دوی وغواړی د افغانستان په دولت کی برخه ولری او حتا د افغانستان جمهور ریس شی نو اوس هم وخت شته او نړیوالو ته په خاصه توګه په ملګرو ملتونو کی دی خپل اواز د افغانستان د خلکو سره همغږی کړی او د پنجاب د واکمنانو څخه خپله خاوره بیله کړی او په میړانی سره دی خپل افغان وروڼو تر څنګ ودریږی او یو لوی افغانستان دی جوړ کړی نو لری به نوی چی یو ه ورځ به د پیښور یو پښتو ن په افغانستان کی جمهور ریس یا هم د پارلمان غړی شی.


د یو لوی او سو کاله افغانستان په هیله،


د لراوبر يو افغان او ډيورنډ منحوثي کرښي په اړه د نورو موضوعګانو لپاره په  لراوبر ويبپاڼه کي د (بيلتون کرښه ) برخه وګورئ.