کور / اقتصادي / ۴۲۷۰۰۰ فیصده ګران ؟

۴۲۷۰۰۰ فیصده ګران ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ـ آیا چا کله هم دومره ستره سلنه اورېدلې وه ؟ دا به اوس وڅیړو، خو باید ووایو چی ملیټریزم او کپیټلیزم په ګډه دنیا ورانوی . امریکا په جنګ ( یعنی د وژلو په هنر ) کی تر هر چا مخته ده . امریکا د وسلو ، تجهیزاتو او مهماتو د رانیولو او خرڅولو دواړو تر ټولو ستره امپرراتوري ده . یعنی دا چی پنتاګون ( د دفاع وزارت ) یې د پوځی ـ صنعتی مجتمع څخه رانیسی خو واشنګټن یې پر دنیا باندی پلوری . آیا پوهیږﺉ چی د پنتاګون د راتلونکي کال بودجه څومره ده ؟ ځواب : د ټولو ښکاره او پټو مصارفو په شمول ۱٫۳ ټریلیونه ډالره .


آیا پوهیږﺉ چی دا ستره بودجه د نورو هېوادو په پرتله څونه ډیره ده ؟ ځواب : دا ستر مبلغ د متباقی ټولی نړۍ تر مجموعی پوځی بودجې لا هم څه زیات دی .


 آیا پوهیږﺉ چی امریکا « د ترور پر ضد جګړه » کی څونه پیسې مصرف کړي دي ؟ ځواب : د بارک اوباما له قوله یو ټریلیون ډالره ، خو د ماهرانو په حواله درې ټریلیونه ډالره .


آیا پوهیږﺉ چی امریکا د دې ستر مبلغ څخه څومره یې په افغانستان کی مصرف کړي دي ؟ ځواب : پنځه سوه بلیونه ( یا نیم ټریلیون ) ډالره . آیا پوهیږﺉ چی امریکا په افغانستان کی هره میاشت څومره پیسې مصرفوي ؟ ځواب : د میاشتی لس بلیونه ډالره چی د کاله ۱۲۰ بلیونه ډالره کیږی . آیا پوهیږﺉ چی هغوی دا دومره ډیری پیسې په څه شي او څنګه مصرفوی ؟ ځواب : که فساد ځنی وباسو ، نو د مصارفو یوه کوچنۍ بیلګه به یې داسی وښیو : یو ګیلن تیل امریکایی پوځ ته په ۱٫۳ ډالره رانیول کیږی ، خو کله چی هغه د کراچی له لاری افغانستان ته راوروسیږی ، نو په ۳۵ ـ ۴۰ ډالره  ورته تمامیږی . خو که پر هغه فساد ، ضایعات ، کمیشن او غلا هم اضافه کړو ، نو دغه یو ګیلن تیل به امریکایی پوځ ته په ۴۰۰ ډالره تمام سی . مهمه لا دا چی په ژمي کی د امریکایی پوځیانو د خونو تودول یا په دوبی کی سړول ۴۴۸۰۰۰ ګیلنه تیلو ته اړتیا لری .


آیا پوهیږﺉ چی امریکا د دغه نیم ټریلیون ډالرو د مصرف په بدل کی څه حاصل کړل ؟ ځواب : یو فاسد رژیم ؛ غریب ملت ؛ ناامن ، بې ثباته ، جنګ ځپلی او د اوږو بار هېواد ؛ او ځان ته دام !


په هر صورت ، مخکی مو اشاره وکړه چی پنتاګون د پوځی ـ صنعتی مجتمع څخه وسلې رانیسی او واشنګټن یې بیا پر نړۍ خرڅوی . د دې مجتمع لویی کمپنۍ لاک هیډ مارټین ، بوینګ ، جنرل الکټرونیکس او نوری دي . هغوی داسی محصولات تولیدوی چی وینی تویوی ، وینی بهوی او وینی څښی . هغوی د دغسی وینو څخه پیسې کشوی ، عاید حاصلوی او خزانې ډکوی . نو هیڅ داسی جنګ نسته چی دوی یې ملاتړ ونکړی ، هیڅ داسی جنګ نسته چی دوی یې و نه غواړی ، او هیڅ داسی جنګ نسته چی دوی پکښی ګټمن نه وی . اوس به موضوع لږ څه ځانګړې کړو : هره ورځ په لسګونو بلېک هاک هلیکوپترونه د افغانستان پر فضا دوری هوری الوزی . د یو بلیک هاک بیه لس ملیونه ډالره ده . پنتاګون ۲۶۰۰ دغسی هلیکوپترونه رانیولي دي چی صرف په دغه یو قلم یې ۲۶ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . د دغو هلیکوپترونو فقط یو ساعت پرواز ۴۶۰۰ ډالره مصرف لری . د دغسی یو هلیکوپتر د یو ساعت الوتنی په لګښت به یو بشپړ او پوخ کلیوالی مکتب جوړ سی . خو د ودانیو لپاره هیڅ پیسې نسته حال دا چی د ورانیو لپاره بوجۍ بوجۍ ډالرونه تیار دي .


بلخوا ، امریکا د افغانستان او عراق په جنګونو کی د میاشتی پنځلس بلیونه ډالره ( یعنی په هر ساعت کی شل ملیونه ډالره ) مصرفوی او په دې ډول د مستحقو امریکایانو حق په دفاعی قراردادي کمپنیو ، فاسدو سیاست والو او بې کفایتو مسؤلینو باندی خوری .


د ملیټریزم او کپیټلیزم اتحاد نړۍ ورانوی ، انسانان حلالوی ، وینی بهوی او ځانونه پنډوی . د امریکا یو حکومتی راپور وایی چی بوینګ کمپنۍ د امریکایی مالیه ( ټکس ) ورکونکو تر ټولو ډیری پیسې خوری : مثلأ دغه کمپنۍ چی پر پنتاګون وسلې ، طیارې او تجهیزات پلوری ، یوه کوچنۍ ټوټه په ۶۴۴ ډالره پر حسابوی حال دا چی هغه په ۱۲ ډالره وی ( یعنی څه باندی ۵۳۰۰ فیصده ګرانه ) . تر هغه نسبتأ مهمه پرزه په ۱۶۷۸ ډالره ورکوی چی اصلأ په ۷ ډالره وی ( یعنی ۲۳۰۰۰ سلنه ګرانه ) . ډیره ناوړه لا دا چی یوه کوچنۍ نازکه ټوټه اوسپنه یا فولاد یا المونیم په ۷۱ ډالره ورکوی حال دا چی هغه په څلور سنټه وی ( یعنی ۱۷۷۵۰۰٪ ګرانه ) . دا لا څه ، یو اوسپنیز پیچ یا میخ چی اصلأ په څلور سِنټه وی ، په ۱۷۱ ډالره پر خرڅوی یعنی ۴۲۷۵۰۰٪ ګران ! آیا کله هم چا دومره لوړه سلنه اورېدلې وه ؟ آن تصور یې چا کاوه ؟ نو آیا نسو ویلای چی د ملیټریزم او کپیټلیزم اتحاد نړۍ تباه کوی ؟


هو ، دا هر څه په داسی حال کی جریان لری چی پخپله د امریکایی منابعو له مخی ۹٫۲٪ امریکایان بېکاره دي ، هېواد ۱۵ ټریلیونه ډالره پوروړی دی ، کسر یې ۱٫۷ ټریلیونو ډالرو ته رسیږی ،  ۴۶٫۲ملیونه امریکایان ( یعنی ۱۵٪ وګړي یې ) تر فقر لاندی ژوند لری ، پنځوس ملیونه انسانان یې د وړیا روغتیاپالنی څخه محروم دي او ۴۵ ملیونه امریکایان هم په خیراتی خوراکی موادو سره پایی….


نو آیا نسو ویلای چی امریکا به له بهره تروریسټان نه بلکی له دننه خپل امریکایان ورانوی ؟ د یو تریخ حقیقت په توګه امریکا نور د یوې لسیزی لپاره اوږده جنګونه نسي تمویل کولای ، امریکا نور د پخوا غوندی د مازاد په حال کی نه بلکی د کسر په حال کی ده ، امریکا نور خپلی تیت او پرک پوځی اډې نسی تمویلولای ، امریکا نور د جنګونو تر عهدې نسی وتلای ، امریکا نور چا ته غټ مالی کومکونه نسی ورکولای بلکی پخپله اړتیا ورته لری ، امریکا نور چا ته پور نسی ورکولای بلکی پخپله پورړې ده….


نو د خلاصون ښه چاره یې دا ده چی د نیونو پر ځای د نورو هېوادو خصوصأ افغانستان څخه خپلی بسترې راټولی کړی او د جنګ پر ځای ننګ وکړی نه دا چی د استعماری تړونونو په تحمیلولو سره ځان او جهان نور هم زیانمن ، خوږمن او غمجن کړی . والسلام ( ن . صمد )