عبدالله احسان

د مولوي عنايت الله اخندزاده په ږغ کي سيرت النبي پرليکه سو

عبدالله احسان
Larawbar.com  2012-08-24

د لوی خدای جل جلاله شکر ادا کوو چي د کلونو ارزو مو پوره سوه او په لراوبر ويبپاڼه کي د مولوي عنايت الله اخندزاده په خواږه ږغ او روانه پښتو ژبه د سيرت النبي په خپرولو بريالي سوو .

ددې کار په بشړه کېدو کي پخپله مولوي عنايت الله اخندزاده ته ډير کوردانئ وايم او له لوی خدای جل جلاله څخه د افغانانو او مسلمانانو لپاره دډېرو دغسي اسلامي خدمتونو ترسره کېدو توان او توفيق غواړم .

په سعودي عربستان کي د ښاغلي عبدالله ناصري ورور څخه ډېره ډېره مننه کوم چي په دې برخه کي يې پر ځان ستونزي ومنلې ، وخت يې ضايع کړ او دغه ټوله ږغيزي ټوټې يې  په تخنيکي لحاظ د انلاين اويدلو جوګه کړې . دغه ډول د لراوبر ويبپاڼي د تخنيکي چارو مسول انجنير ګل اغا کاکړ څخه مننه کوم دغه سيرت النبي يې د يو لوړ نورو مهمو اوارزښتناکو اسلامي معلوماتو سره يوځای تر موږ او تاسو پوري د رارسولو ، اوريدلو او ډاونلود کولو جوګه کړ .

ښاغلی مولوي عنايت الله اخندزاده د سعودي عربستان په مدينه منوره کي اوسيږي ، د لراوبر دغه هڅه يې وستايله او خوښي يې څرګنده کړه چي نوي تکنالوژي د پښتو ژبي او د اسلام د مقدس دين په اړه د پوهني پراختيا په لاره کي کارول کيږي . نوموړي وويل چي د سيرت النبي پر ثبت او چمتو کېدو يې تر دوه زيات کار کړئ دی . نوموړي وويل چي ددې کار څخه يې هدف خپلو هيوادوالو او د اسلام مقدس دين ته خدمت او د خدای جل جلاله رضا حاصلول دي .

نوموړي پردغو لاندي موضوعګانو په تفصيل سره خبري کړي دي چي دغه ټوله اوس د لراوبر ويبپاڼي څخه اوريدل کيدائ سي .

سيرت النبي ( صل الله عليه وسلم)

ابوبکر صديق او عمر فاروق

اخيري سفر په

قِصص الانبيا

د امام اعظم مناقب

د سحر او ساحر د شر څخه خلاصون

د عقيدې مسايل

د ژبي ګناهونه او ضررونه او د هغو څخه د ځان ساتلو لاري

د لمانځه فضايل ، احکام او معنی

د کلمه طيبه فضايل او معنا

په ښځو پوري خاص مسايل

د انسان د خلقت څخه مقصد او د نبوت دلايل

د همسايه حقوق

حيات الصحابه رض

د مسلمانۍ پنځه بناوي

اسلامي تاريخ  یا د عبدالله ابن ذبير رض ژوند

په ودونو او ښاديو کي حرام رواجونه

د علم او عالم فضيلت

مرګ لوی عبرت دی

طب او اسلام

اخلاق

د الله جل جلاله څخه بېره

د الله جل جلاله شکر

په قرآن مجيد سره علاج

د قبر يا برزخ عذاب

شيطان د انسان دښمن دی

عزت چالره دی

په اسلام کي د ښځي مقام

د يادوني وړ ده چي ښاغلي اخندزاده صاحب پورتنۍ موضوعګاني د ټيپ په ۱۰۰ بېلابېلو پيتو ( کسيټونو ) کي ثبت کړي او خپاره کړي دي ، د نوموړي دا هڅه په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي افغانانو په پراخه کچه وستايله او ددې لړۍ د مډرن کېدلو غوښتونکي سول ، څنګه چي د ۱۰۰ کسيټونو وزن او حجم زيات و ، له يوه ځايه څخه يې بل ځای ته لېږدېدل هم اسان کار نه و ، له دې امله به ځينو کورنيو ته يوه موضوع په هغه شمېر کسيټونو کي رسېدله چي په سر - منځ يا پای کي به يې ځينی شمېرې کمي وې ، دادی په لومړي ځل لراوبر ويبپاڼي د سيرت النبي د ټولو مينه والو دا ارمان پوره کړ چي غوښتل يې د مولوي عنايت الله اخندزاده په لاس د ثبت سوو کيسټونو پوره سيټ واوري .

دغه ارزښتناکه او مهيم اسلامي معلومات د لراوبر د ږغونو په برخه کي پر www.larawbar.com/audio واورئ .




بيرته شاته
 

وروستي سرليکونه

   کندهار پوهنتون : پوهنیز سیسټم په لوی کندهار کي

   Afghanistan: Durand Line, Greater Tajikistan, Federally Administered Tribal Agency (FATA)

   دافغان ولس مشر پر ځای پریکړه

   لراوبر کتابتون: {د عبدالباري آشنا ژوند او آثار} په نوم د لیسانس د دورې مونوګرا

   لراوبر کتابتون : د {بشري سرچينو مدیریت} نومي درسي رساله

   د پښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه(۵)

   زموږ ملا او پښتونستان

   پښین ،انګرېزي لښکري او واقعیتونه !

   انګرېز او د هیکل زۍ جنګونه!

   له آمو تر اباسينه د افغانانو سوله ايز پاڅون

   خط دیورند باعث ایجاد پشتونستان، بلوچستان وتجزیه پاکستان

   د ډیورنډ کرښې تاریخې او حقوقي بهیر ته لنډه کتنه

   خط دیورند، چلبازی وچالاکی واهانت انگلیس

   که افغانستان بيرته يو نه شي ...

   کتابتون:د اختر په مناسبت ارزښتناک آثار پر لیکه سول

   د ډيورند کرښې ته پلمه

   د افغانستان که دا حال دی، نو د تور ګل څه حال دی؟

    د پښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه ( دريمه او څ