کور / کیسه / ناكامه مينه

ناكامه مينه

له دوولسم ټولګۍ څخه په عالي درجه فارغ سوم،ډيرخوښ وم چي دخپل ژوندڅه باندي يوه لسيزه مي شاته پرې اېښې، خودژونديوه برخه مي لاهم نيمګړې پاتي وه.


حيران وهم چي څه وكړم،په صنف كي په ملګروراته ويل چي نذيرجانه ته لايق يې اودخپلي خوښي پوهنځۍ ته به بريالى سې،اوس نوپدې سوچ كي وم چي خپلي زده كړي پاى ته ورسوم اوكه دكورنۍ لپاره دډوډى دپيداكولوجوګه سم.


بالاخره دډيرفكركولو،دخپلي موراودوستانوسره مي ترمشورو وروسته پريكړه وكړه چي زده كړي نيمګړي پريږدم اوپه يوه دولتي اداره كي دنده پيل كړم اوكه خداى كول دشپې په پوهنتون كي زده كړي وكړم.


بله خبره داوه كله چي زه لايوولسم ټولګۍ كي وم خپل كورته مي نژدې دشپي لخوادچوكيداره دنده هم پرمخ وړله اوددې پيسوڅخه مي دخپلي كورنۍ نفقه  ، دخپل ځان اوخپلي خورلپاره مي درسي وسايل آماده كول ځكه هغه وخت چي مي پلاردزړه دناروغۍ له امله په حق ورسيدنودژوندډيرلوى بارمي پراوږو پريوت.


خولنډه داچي يوې دولتي ادارې ته مي ددندي لپاره عريضه وليكله خووروسته له ډيرو واسطو،ځغاستو،تيليفونونو او هاخواداخوباندي مي وظيفه ترلاسه كړه اوديوې مياشتي په تيريدوسره مي خپل معاش چي (۲۳۰۰) افغانى كيدلې داستحقاق دپاڼي ترامضاكولووروسته چي زه خپله هم  پكښې هيئت وم خپل جيب ته كړلې اوډيرخوشحاله وم ځكه دچوكيدارئ څخه مي هم شاوخواشپږزره افغانۍ ترلاسه كولې.


كله چي كورته ولاړم خپله تنخوامي خپلي ګراني مورته وركړه ، هغه هم خوشحاله سوه چي دهيلووني يې ميوه وركړې ده،زماپرسريي لاس تيركړاوراته يې زارئ وكړې اوشكريې وكړ.


مورمي پيسي په غلبېل كي واچولې ،ويې ښورولې اوله ځانه سره يې يوڅه وويل خوزه پوه نسوم.


ومي پوښتل چي موري داڅه ډول دود دى؟ مورمي وويل :زويه ! خداى تعالي دي معاش ډيروي اوبركت پكښې لويږي.


په خندامي ورته وويل چي موري ته هم عجيب كارونه كوې.


پدې وخت كي مي هغه وړه خور چي زه ډيرورباندي ګران وم راغله اوزماپه معاش اخيستلوچي كله خبره سوه راته يې فرمايشونه راكړه چي لا لا دا او ها راته رانيسه.


دنه جواب مي ورته ونه وايه اودغرور احساس مي وكړچي خوركۍ مي دپلارپرځاى له ورورڅخه يوڅه غواړي خوددې فرمايشونه مي ترسهاره ورته پوره كړل.


وروسته مي مورخپل مخ پداسي حال كي ماته راواړاوه چي زمادمعاش پيسې يې په لاس كي مښويلې ،ددې پيسوڅخه يې (۱۵۰) افغانى جلاكړې اوراته يې راكړي ترڅوكيلو(سوجي) اوړه اوغوړي راوړم خوبوره موپه كوركي لرله ، دخپلي موردغه لارښوونه مي عملي كړه چي هغې هم لدې موادوحلواجوړه اودكلي مسجداوګاونډيانوته يې وليږله.


پدې سره مي دژوند مياشتي مياشتي تيري سوې خودټولوستونزوسره سره مي ژوندښه تيريده اودپرمختګ په حال كي وو.


دڅوكيدارئ له بېخوبئ نه هم خلاص سول اوپه آرامه توګه مي خوب كاوه.


يوه ورځ تازه له دندي راستون سوى وم چي دګاونډي هلك چي ټيلفون يې په لاس كي وو كورته راننوت اوراته يې په تلوار وويل چي نذيرجانه دخور لخوادي زنګ راغلى دى،كله چي مي ټيلفون غوږته كړزمادخورخاوندنجيب وو.


وروسته له روغبړه نجيب راته وويل چي نذيرجانه خوردي ناروغه ده اواوس په روغتون كي بستري ده اوغواړي چي ودي ويني.


ددې لپاره چي مي مورپوه نه سي وخت مي ورنكړ اوورته ومي ويل چي سمه ده سبادرځم.


پدې وخت كي مي مور راغله راڅخه يې پوښته وكړه چي زويه ! دچازنګ راغلى وو؟


ورته ومي ويل چي نجيب جان دخورخاوندمي وو،ايمل اواجمل سنت كوي ،اول خوبايدټوله راسئ اوكه دي مورنه راځي نوته خوحتمي راسه.


مورمي وويل چي ښه سوچي كراري ده ،ته خپله پوهيږې چي دخويندوآزمويني دي پيل سوي ،زه نسم تللاى ته پخيرولاړسې خوبيرته ژر راځه.


دهغې ورځي په سباردبغلان مركزپلخمري ته ولاړم،ماښام قضاوه چي ورسيدم،خورمي مي عمليات كيدله،دګوردوكي كي يې ډبره وه،عمليات په بري ترسره سول،پدې پوه سوم چي روغتيايې سميږي نوددوهمي ورځي په ماښام خپل كورته ورسيدم اوخپل مورمي په رشتيااودرواغوسره ډاډه كړه.


شپه تيره سوه ،سهارمي درېشي وكړه اودوزارت دموټرتمځي ته ولاړم،له هغه ځايه چي زه دوزارت موټرته خيژم اودنده ته ځان رسوم.


تازه دموټرتمځي ته رسيدلۍ وم چي ومي ليدل يوه پېغله هم هلته ولاړه ده،شايې زماخواته وه ،ميانه قد اوبرابراندام يې لاره.


وېښتان يې لكه ددوو تورومارانوپه څيريوپه بله راتاوسوي وه،ترملاپوري ځوړنده وه،سپين پوړنۍ خونسبتاٌ اوږدچين اوتورپتلون يې په تن وو.


هغې پېغلي ته نژدې ورغلم،په دوره مي وخوړه اوپه پتۀ مي ورته وكتل،غټي غټي شيني سترګي،څه تورنګې خوډيره جذابه وه،تركتووروسته يې راته سلام اداكړ اوماهم ورته سلام وكړ.


خووروسته دواړه دموټرترراتګه پوري غلي پاتي سوو،كله چي موټرراغئ،ومي ليدل چي هغه هم دموټرپه لوري راغله خوهغې ته مي لومړيتوب وركړ،يوپه بل پسې موټرته وختواو خپلي دندي ته ولاړو.


رشتياووايم دلومړي كتوڅخه يې زماپه زړه منګولي ولګېدې،خوداچي زه دښه ځوانۍ خاوندوم اوبده څېره مي نه درلوده،نولدې امله مي دهغې سره دخبروكولوشرم نه كاوه.


سباته بياپه هغه ځاى اوهماغه وخت كي سره مخامخ سولو،داځل ځل مي ورته لومړۍ سلام اداكړ،هغې هم سلام وكړ،مخكي لدې چي زه ترې پوښتنه وكړم،هغې راته وويل چي تاسوهم هم پدې وزارت كي دنده لرئ؟


ومي ويل چي هو،څه باندي شپږمياشتي كيږي چي په اداري رياست كي شامل سوى يم.


ومي پوښتل چي تاسو؟؟ هغې وويل:څلورورځي كيږي چي دپاليسئ په رياست كي مي دنده پيل كړې ده،خبري يې له مسكاسره مله وې،دسړي خوښېدلې،اولنډه داچي دې مخامخ كيدوپه ورځوورځودوام وكړ،اوموږيې سره نژدې كولو خوتراوسه مي لاددې تمځي څخه هاخوانه وه سره ليدلي.


ديوبل خو ى اوبوى مواخيستۍ وو،ورځ تربلي  لكه دپسرلي ګل غوړېدله اوښايست يې پيداكاوه.


زموږخبري تردې ځايه رسېدلي وې چي داحاضره وه زماسره دواده كولووروسته زمادموردخدمت لپاره خپله دنده پرېږدي.


ناويلي خبري زموږمنځ كي پاتي نه وې.


هره ورځ چي له دندي راګرځيدم نودسباپه تمه به وم چي له خپلي فرشتي سره ووينم.


زموږژونديوتربله ډيرورته والۍ درلود،هغه هم يوه يتيمه وه اوزه هم،هغې هم داقتصادي ستونزوله امله زده كړي پرايښي وې اوماموريت يې غوره كړى وو.


هغې هره ورځ په خپلوشيرينوخبروسره زمازړه كشاوه خودهغې مودبانه نزاكتونولاهم زه كشولم.


پدې موده كي مي دهغې په اړه له هري خواهم معلومات هم راټول كړي وه،خوكيداى سي چي هغې هم زماپه اړه داسي كړي وي ځكه زړه يې راسره غوښتل اوپدې تمه وه چي زه ورته دزړه خبره يوه ورځ څرګنده كړم خوماهم داولي ورځي څخه دافكرته وده وركړې وه.


يوه ورځ مي سل زړونه سره يوكړل او ورته ومي ويل چي فرشتې جاني!لكه څرنګه چي پدې موده كي سره آشناسوي يو،ستاپه وجودكه هغه صفتونه سته چي ديوې پېغلي لپاره اړيني دي اوتاسومي دخپل ژونددسطحي سره يوډول موندلي ياست،زړه مي غواړي چي خپل مورسبادجمې په ورځ ستاسوكورته وليږم خونه پوهيږم چي ستاسونظرڅه دى؟


بيامي هم ددې په ښكلوشنډوكي هغه نرمه موسكاوليدله،پداسي حال كي چي سريې كښته اوخپل بوټ يې له مځكي سره ټكاوه ،كراروويل :هرڅنګه چي ته پوهيږي ،زه پكښې كومه خبره نلرم اوخپلي مورته مي هم ستاپه اړه څه ناڅه ويلي دي.


داچي دهغې ځواب مثبت وو نوورڅخه مي دزړه له كومي مننه وكړه ،داهم خوښه وه ،پدې حال كي موټرراغئ اودواړه ددندي په لور ولاړو.


هغه ورځ تېره سوه ، مازديګرچي كورته راغلم نوپرشونډومي موسكانسواى بندولاى،مورته مي چي سلام ادا كړنوراته يې وويل چي خيرت دى زويه! ډيرخوښ ښكاري؟


مورمي هركله راته ويل چي يوه نجلى انتخاب كړه او وګوره چي موردي څنګه په مركه ځي.


خومامخكي نه ورسره منل اودرد ځواب به مي وايه.دماما،كاكا،عمه له لسګونولوڼوڅخه به يې راته يادونه كوله،خويوه مي هم نه خوښېدله،اوويل مي چي اوس وختي دى.


خونن خوښ وم چي مورته ووايم چي مايوه نجلى خوښه كړې ده،په ډيرشرم اوحيامي وويل چي موري يوڅه درته ووايم؟


ووايه زويه ! ماته چي ونه وايې نوچاته به وايي.


زړه نازړه مي ورته وويل چي موري مادخپلي خوښي پېغله پيداكړې ده ،زموږسره په وزارت كي دنده لري،ډيره شريفه اويوې درنې اوغريبي كورنۍ غړې ده.


زويه ! ته چي خوشحاله وي نوزه هم خوشحاله يم،زماعمركم پاتي دى ته اووړه خوردي پاتيږي،ووايه زويه چي څه وكړم؟


مورته مي وويل چي تصميم لرم چي سباته اودخاله مږور مي دفرشتې كورته په مركه ورسئ.


دخاله موږور مي هغه څوك وه چي ماته يې ورور ويلي وه اوپرماهم دخورغوندي ګرانه وه اودفرشتي په اړه مي ډيرمعلومات هم ددې څخه ترلاسه كړي وه اوهغې له فرشتې سره نژدې خپلوي درلوده.


خوآخرمي مورداومنله چي سبابه دفرشتې دوى كورته په مركه ورځي.


مورمي راته وويل چي ته ولاړسه،يومن سيب رانيسه اودخاله مږور په يوه بهانه راوله چي خاله دي پوه نسي،ماورته وويل چي موري ته غم مه كوه.


تازه مي معاش هم اخيستۍ وو ،بازارته ولاړم اويومن ښه سيب مي په ډيره ليوالتيارانيول اوكورته مي راوړل اودمورپه اجازه دخاله دكورپه لور روان سوم.


كله چي دخاله كره ورسيدم نوخاله مي له نيكه مرغه پرلمانځه وه نوله وخت نه مي ګټه واخيسته اودناهيدته مي موضوع څرګنده اوورته ومي ويل چي خواښې ته ووايه چي دنذيرجان موركلنيك ته بيايم،هغې هم ومنل خودايې راته وويل چي خپل كاردي كړى دى.


ومي خندل خوځواب مي ورته ورنكړ،هغه وو چي خاله كوټې ته راغله ،لاسونه مي ورمچي كړل اوهغې زه مچ كړم،راته يې وويل چي خيرت خودى زويه! ؟


ومي ويل چي خاله جاني خيرت دى ،ستاسوليدوته راغلۍ يم،ښه دي وكړه زويه .


وروسته مي وويل سبامي موركلنيك ته ځي نوكه ستااجازه وي نوناهيدجانه به راسره ولاړه سي ځكه هغه كومه ډاكټره كلنيك كي پيژني.


خاله وويل چي ښه دى زويه سبايې دراستوم،له ځايه پاڅيدم اوډيرخوښ وم چي دفرشتيې لپاره داهرڅه ترسره كوم.


خويوبدفكرمي په ذهن كي راګرځيده چي ګواكې دفرشتې مورراته دنه جواب ونه وايي.


كورته چي ورسيدم مورته مي ډاډه كړه اوومي ويل چي كارسم دى اوسباناهيدراځي.


اوس نوتاريكه سوې وه ،ډوډى يې راته راوړه ،تازه مي په ډوډئ شروع كړې وه چي دهمسايه دكوره هلك له ټيلفون سره راغى او ويې ويل چي دپلخمري څخه درته زنګ دى.


مورمي ځواب وركړ،ګاهي ژړل اوګاهي يې خندل ويې ويل چي دراستوم يې ،خبري يې تمامي سوې.


مورته مي وويل چي خيرت وو،مور مي وويل هو زويه خيرت وو خوخوردي ويل چي ماشومان مي دېغ سوي اوراته وايي چي دماماكورته خپلي اناته ورځو،پلاريې هم تاجكستان ته تللى اوكيداى سي لس ورځي نورهم رانسي.


دهغې ورځي په سهاردملادآدان سره يوځاى زه دپلخمري په لوري روان سوم،شپه وه چي دخپلي خوركورته ورسيدم ،هغه ډيره خوشحاله سوه اودخور اولادونومي راته دماما نارې وهلې  اوزماغېږ ته يې رادانګل اوډيرخوشحاله وه چي زه يې كابل ته بيايم.


لنډه داچي خورمي دټولودوستانوحال وپوښته اودشپې ډوډى تياره سوه ،په ډيري خوښئ مي دخوريانوسره ډوډى وخوړه،اوخورمي دشپې ترناوخته راته قصې كولې،دفرشتي په اړه هم وږغېدو،فرشته هغه نجلى ده چي پرماګرانه وه اوغوښتل مي چي واده ورسره وكړم.


خورته مي وويل چي سبامي دخاله مږور اوزماخپله مور په مركه ورځي.


خورمي لاهم خوشحاله سوه ،ډيري پوښتني يې دهغې په اړه وكړې،ويل يې چي چاته يې څېره ورته ده ، جګه ده كه ټېټه،سوادلري يايي نلري اوداسي نورولسګونه پوښتني يې وكړې اوماهم په ډيري آرامئ سره ځوابونه ورته وويل.


دفرشتې په اړه مي دومره ورته وويل چي آخرخورمي راته ويل چي وروره لكه چي سخت عاشق سوى يي،ومي ويل هرنګه چي تاسوفكركوئ؟


وروسته يې راته وويل چي يوځل صبروكړه چي كابل ته ورسېږونودواده غم به هم وخورو،نجيب چي له تاجكستان څخه راغۍ نو ورته وبه وايم چي ستادواده پيسي برابري كړي،پدې اړه هيڅ غم مكوه!


زړه مي لږڅه ټول سو اوپوه سوم  فرشته چي زمامينه ده زمانوزماپه لاس به راسي اونوې ژوندبه له هغې سره پيل كړم.


خورته مي وويل چي خوري ته آماده اوسه چي سبادخيره كابل ته ځو،خورمي وويل چي سبالادلته پاته سه ،زه څه ناڅه ډالئ اخلم بيابه ځو.


نېمه شپه وه،ځاى يې راته هواركړ اوبيده سوم.


سهارمهال نژدې وو چي يوعجيب خوب مي وليده،ومي ليدل چي زه دبس تمځاى خواته روان يم اوفرشته هم په سپېنوجاموكي دې خواته راځي خوهرڅومره چي دفرشتې خواته منډي وهم نو نه ورته رسېږم،نورنومي حوصله ختمېږي اونارې وهم چي فرشتې! فرشتې! خوهغه دليري راته لاس وښوراوه اوراته يې خداى په امانۍ وكړ اولادركه سوه.


هرڅه مي وكتل پيدامي نكړه ،نوبيامي هم ورته نارې كړې فرشتې! فرشتې!


پدې حال كي مي خورزه دخوبه ويښ كړم ،ټوله بدن مي خوله خوله وو،بدن مي لرزه كوله،كليمه مي وويله اوخورته مي وويل چي زه ووېرېدم.


په څنګ بيده سوم خوخوب مي نورتښتېدلى وو،ترسهاره بيده نسوم اوپه زړه كي مي ويره وه.


دسهارآذان چي وسونولمونځ مي وكړاوفرشتې ته مي هم دوعا وكړه.


دغه ورځ  په پلخمري كي راباندي ډيره سخته تيره سوه خوپه سهارمودكابل په لوري دتګ نيت وكړ،كابل ته شپه مهال ورسېدو ، مورمي راته دروازه پرانيستله ،زماخوريې غېږكي ونيوله اوپه ژړايې پيل وكړ،دومره يې وژړل چي ماته هم ژړا راغله.


مورته مي وويل ددې پرځاى چي خوشحاله اوسې ولي ژاړې، وروسته مي مورترلاس ونيوله اوكورته سره ولاړو خومورمي لاهم ژړل.


وړې خورمي ډوډى راوړه او وموخوړه،مورمي هم داغه خواړه غوښتل چي پاخه سوي وه.


زماموخه داوه چي سباته ټوله خبري دفرشتي څخه واورم،پدې بهانه چي ستړى يم نودخوب لپاره بلي كوټې ته ولاړم اوپدې فكركي وم چي سبابه راته يونوى زيرۍ راكړل سي اوبل ځل به خپله خور اوموردفرشتې كورته دمركې لپاره واستوم ځكه دنجلۍ كورنۍ يوه يادوه پله تګ باندي هو نه وايي.


چي سهارسونوپدې تمه وم چي ژر اوه بجې سي ،درېشي مي وكړه اوژر ژر دبس تمځاى ته ولاړم ، ومي كتل چي سيمه خړه پړه ښكاري،دونوپاڼي رژېدلي اوسپېري ښكاري،كنډاوكپرونه ښكاريدل،په سيمه كي تراوسه هم وحشت حاكم وو او ويره وه،هاخواكي مي يوه مرغۍ وليدله چي وړه تنه يې وه خوسريې نه وو،هغه مهال پوه سوم چي دلته يوه پېښه سوې ده.


پدې وخت كي مي دموټرهارن واورېد،ومي كتل چي هغه زموږددفترموټروو، چي وختلم نوټولو راته بل بل ډول كتل،زه خپله هم حيران وم چي څه پېښه به سوې وي،پدې وخت كي مديرسرور پداسي حال كي چي زموږدسيټ آمروو راته وويل ښه دى چي ژوندى يې،ورته ومي ويل چي مديرصاحب پلخمري ته تللى وم.


مديرصاحب راته وويل چي ستاسودبس تمځاى ته نژدې چاودنه وسوه چي پكښې اته ښځي،يوولس ماشومان ووژل سول اوخداى خبر چي څومره نارينه به وژل سوي اوټپيان سوي وي.


دبس دهغه بلي خوايوې ښځي ږغ كړل چي زړه مي پرهغه فرشتې باندي وسو،ځواني مرګه سوه.


ويل كيده چي دكور ټوله خرڅ هم دهغې په غاړه وو،دهغې په زړه كي چره ننوتې وه چي هغه لحظه يې ژونددلاسه وكړ.


نورمي زړه طاقت نه درلود،موټروان ته مي ږغ كړچي استاده صبروكړه چي په كوركي مي يوڅه هيرسوي دي،تاسوولاړسئ .


دموټرڅخه چي كښته سوم په ځغاسته ځغاسته كورته ورسيدم چي په دروازه ورننوتم نوږغ مي كړل چي موري! خوري! نااميده سوم.


مورمي راغله زماسريي خپله غېږكي كېښود اوترمايې په لوړ آواز ژړل،دژړاپرمهال يې ويل چي زويه ستادبربادسوي اميدلپاره ومرم،څومره خوښ وې ،موږخبروو خوتاته مونه ويل.


خورمي راغله اوزماسريې خپله غېږكي كېښودله،دموردقوله مي چي ښځوآماده ګي نيولې وه چي په مركه به ځي.


خورمي وويل چي زه ددې دپاره راغلم چي ستاپه مركه ولاړسم خوورورمي نااُميده سو.


ټولوديوساعت لپاره دزړه له درده څخه وژړل.


مورمي دخپلي ژړاپرمهال راته كيسه وكړه چي موږيې كورته ولاړو،ډيرشرافت يې وكړاوفرشته مي ډيره خوښه سوه،منفي ځواب يې رانكړ،كله چي دپوليسوموټرپه بم والوزول سونودرې ساعته بعده يې كورته ورغلم اودفرشتې جسدمي وليده چي يوه سترګه يې خلاصه وه اوتاته يې انظاركاوه،تابه ويل چي ژوندې ده ،يوه وړه چره يې زړه كي لګېدلې وه،نورټول بدن يې روغ وو،دوزارت ټوله مامورين يې جنازې ته راغلي وه،موريي ډيره زړه تنګي اوژړاكوله،اوهغه څه يې ويل چي دانسان سريې په درد راويسته اوټولوژړل.


دمورژړامي دكيسي په دوام سره ډيرېده  خولنډه داچي دومره مي وژړل چي اوښكي مي وچي سوې اونوري اوبه مي په سترګوكي نه وې چي وژاړم.


دهغي ورځي وروسته مي ښه ورځ نه لرله،دفرشتي په ياد اوخاطروژوندى وم ،ماخپله تمه دلاسه وركړې وه، نه مي كور،نه مي دفتراونه مي هم نوروځايونوزړه غوښته اوهيڅ ډول مي دزړه تسلي نه كيده.


اوس دفرشتي له مرګ څخه دوې مياشتي تيري سوي دي،دنده مي زړه نه غواړي،هرڅه ته چي ګورم نوفرشته راته په سترګوكي ښكاري.هرماښام يې مزارته ځم ،ژاړم اودعاورته كوم.



زمااودمور دتسلي لپاره ټول خپلوان،ماما،اكا او نوردوستان حاضروه چي ماته خپله لورراكړي ولي زمانه وه خوښه،ځكه هيچازماپه زړه كي دفرشتې غوندي ځاى نسوپيداكولاى.


وروسته دفرشتي مورته ورغلم ،هغه مي خپله موروګڼله اواوس هم هغې ته ديوه زوى خوندي چوپړوهم.