کور / نوميالي / د علامه عبدالشکور رشاد د اووم تلين په مناسبت

د علامه عبدالشکور رشاد د اووم تلين په مناسبت

د علامه عبدالشکور رشاد ژوندليک 
علامه باباد افغانستــــــان او سيمي وتـلــى او نامتــو عالـــم ،څېړونكى، مؤرخ، ليكوال او شاعر
اكاډيميسن پوهاند رشاد د ۱۹۲۱ م كال د نومبر پر ۱۴ ( د ۱۳۰۰ ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې ، چي دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ دعلم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداګر او ورنيكه يې ( غور نيكه ) محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك سكو خاوند او دمعاصر افغانستان دبنسټ ايښودنكي ستر احمدشاه بابا ( ۱۷۴۷ ? ۱۷۷۳ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و.
دا كورنۍ پخوا دپاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده ، لكه نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالك ) او ګل محمد خان بابړ چي د ( امين الملك ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان چاري ور دغاړي وې ، دلوي احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او دشاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه كړ ، خسر يې هم و .

داستاد رشاد په روزنه او پالنه كي په لومړي ګام كي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د ګوربت مجلې سره په مركه كي وايې :
“زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ﷻ ورحميږي زه يې روزلى ، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ۱۳ كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً ۶۹ ( اوس ۷۳ ) كاله وړاندي ما انګرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره سره ويلي دي ، پاړسي كتابونه مي لكه ګلستان ، بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره سره لوستي ، البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و .”
او همدارنګه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه .
خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ۱۹۳۳ م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ۱۹۳۴ م كال يې پر ديارلس كلنۍ د ښوونكي په توګه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاګردان به يې تر ده مشران هم وه .

په ۱۹۴۶ م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ۱۹۴۷ م كال دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له ۱۹۴۷ م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانګړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام وركړ ، چي د “لودي پښتانه” كتاب ، چي ۴۲۰ مخونه لري او “سوري پښتانه” چي 400 مخونه لري يې ښه بيلګي دي او دهغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليكدود هم زده كړ او څه سانسګريټ او انګرېزي ژبي يې هم وكوتي . ۱۹۵۲ م كال د ويښو ځلميانو چي د افغانستان لومړي ملي ديموكرات ګوند و ، د استازي په توګه د كندهار د ښاريانو له خوا پارلمان ته انتخاب سو خو دكندهار د والي عبدالغني خان ( قلعه بيګي ) او دچارواكو دمخالفت په وجه چي د ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوى د رائيو صندوق د پوليسو له خوا ضبط او دى دښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو . په ۱۹۵۷ م كال دپښتو ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل سو چي وروسته بيا دپښتو ټولني د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو ، سره له دې چي دكابل پوهنتون دژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ۱۹۶۱ م كال دپخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورګ (پخوانى لينن ګراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانګي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ۱۹۷۴ م كال كي تر لاسه كړه، څو د۱۹۷۸ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره ? سره يې خپلي علمي او فرهنګي اړيكيد كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره وساتلې.

استاد رشاد لومړى شعر په ۱۹۳۴ م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ۱۹۳۸ م او لومړى څېړنيزه ليكنه په ۱۹۴۱ م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي . دده په وينا له ۲۶ كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و .

د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له ۱۹۹۲ م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جګړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړي او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ۱۹۷۹ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او دموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي: ” زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا ګوند هغه ګوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ .”

د ۱۹۷۸ م كال تر پيښي را وروسته بيا تر ۱۹۹۲ م كال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولګه د ” ملحد شاهۍ” په نوم ليكلې او د ۱۹۹۲ م كال څخه بيا تر ۱۹۹۶ م كال پوري يوه شعري ټولګه د”تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ” په نوم ليكلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د ” طالب شاهۍ” په نوم يوه شعري ټولګه ليكلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي ، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ ، د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .

ارواښاد استاد به تل دا ويل چي ” هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم .”
ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره كي تېر كړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (۴۹) اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي :

چاپي اثار:

1. ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۷۸ م كال د كودتا څخه تر ۱۹۹۲ م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده.
2. تنظيم شاهي ، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۹۲م كال څخه تر ۱۹۹۶ م كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكي سوى د ى .
3. طالب شاهي ، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ سوې ده.
4. لودي پښتانه په 420 مخونو كي، د ۱۹۵۸ م كال چاپ .
5. ډهلي د پښتنو په وخت كي، سريزه، د ۱۹۶۰ م كال چاپ .
6. د ليو تولستوى درې نكلونه، (پښتو ژباړه) د ۱۹۶۱ م كال چاپ .
7. د يولسم ټولګي پښتوقرائت ، د ۱۹۶۱ م كال چاپ .
8. د دولسم ټولګي پښتوقرائت، د ۱۹۶۱ م كال چاپ .
9. د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
10. د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ۱۲۲ مخونوكي، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
11. د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
12. د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
13. د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
14. پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه كي پښتو كلمې، د ۱۹۷۵ م كال چاپ .
15. ګيتانجلي (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ۱۰۴ مخونو كي ، د ۱۹۷۵ م كال چاپ .
16. تاج (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ۱۹۷۵ م كال چاپ .
17. د ګولډن شتت د فرهنګ سريزه، د ۱۹۷۷ م كال چاپ .
18. د ګلشن روه سريزه په ۱۹۲ مخونو كي، د ۱۹۷۷ م كال چاپ .
19. د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ۱۹۷۷ م كال چاپ .
20. د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ۱۹۷۸ م كال چاپ .
21. بديع درسي كتاب ، د دارالمعلمين له پاره، د ۱۹۸۰ م كال چاپ .
22. د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه .
23. د پښتو تجويدونو تاريخچه په ۷۴ مخونو كي، د ۱۹۸۰ م كال چاپ .
24. د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ۱۹۸۰ م كال چاپ .
25. دڅمكنو ميا عمر، د ۱۹۸۱ م كال چاپ .
26. د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ۱۹۸۲ م كال چاپ .
27. پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د ۱۹۸۲ م كال چاپ .
28. د پټي خزانې فرهنګ، د ۱۹۸۳ م كال چاپ .
29. در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د ۱۹۸۶ م كال چاپ .
30. د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د ۱۹۸۸ م كال چاپ .
31. لس مقالې، د ۱۹۸۸ م كال چاپ . .
32. سوبهاش چندرابوس، د ۱۹۸۹ م كال چاپ . .
33. د زړه ويني (شعري ټولګه)، د ۱۹۹۱ م كال چاپ .
34. د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولګه)، د ۱۹۹۴ م كال چاپ .
35. لولپه پېغله (شعري ټولګه) ، د ۱۹۹۵ م كال چاپ .
36. كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د ۲۰۰۰ م كال چاپ .
37. د پښتنو غميزه (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۱ م كال چاپ .
38. خښمېدلې امريكا (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۲ م كال چاپ .
39. د واده كلى كربلا سو (شعري ټولګه) ، د ۲۰۰۳ م كال چاپ .
40. د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۳ م كال چاپ .
41. د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مركو ټولګه، (لومړۍ برخه)، د ۲۰۰۴ م كال چاپ .
42. تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ۲۰۰۴ م كال چاپ .
43. بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ۲۰۰۴ م كال چاپ .
44. لوى احمدشاه بابا د خلګو له نظره ، ( د افغانستان د اكاډيمۍ له خوا)، د ۱۹۹۱ م كال چاپ .
45. روڼې اوښكي (شعري ټولګه) په ۱۲۰ مخونو كي، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
46. د ګلانو ګېډۍ (شعري ټولګه)، په ۴۶ مخونو كي، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
47. د بېنوا ياد، په ۴۵ مخونو كي ، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
48. ادبي نثرونه، په ۶۱ مخونو كي ، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
49. د كارنامو مېرمني، په ۶۸ مخونو كي ، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
50. نصاب الصبيان، سريزه، 1982 م كال چاپ .
51. فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، 1980 م كال چاپ .
52. د پښتو – جاپاني قاموس په باب .
53. د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.
54. د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه .
55. د پټي خزانې عروضي اړخ .
56. د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر .
57. د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه .
58. پښتانه شعراء (دريم ټوك) د ۲۷ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح .
59. د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه .


ناچاپه اثار:

1. پښتانه شعراء په اردو ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر كي (۳۸۳) تنه شاعران راغلي دي ، ۸۵۰ مخونه لري .
2. پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده ، په دغه اثر كي (۲۰۰) تنه شاعران معرفي سوي دي ، ۷۰۰ مخونه لري .
3. غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنګښ او د هغه كورنۍ، ۱۹۰ مخونه لري.
4. آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر ايستني په ګوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ كي د پاملرني وړ دي ، ۵۰۰ مخونه لري .
5. د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه، ۶۷۰ مخونه لري .
6. مستشرقين، په دغه اثر كي (۲۰۰) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني كړي ، معرفي سوي دي ، ۵۴۰ مخونه لري .
7. امين الملك ګل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له نيكونو څخه دى ، ۲۴۰ مخونه لري .
8. ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ، ۲۳۰ مخونه لري .
9. سوري پښتانه، ۴۰۰ مخونه لري .
10. د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ۴۰۰ مخونه لري .
11. حضرت ابوبكر صديق  ، ۲۳۰ مخونه لري .
12. په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا كي پښتو كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر) ۳۸۰ مخونه لري .
13. د كندهار زيارتونه، ۷۰۰ مخونه لري .
14. ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى ، لومړى ټوك (۱۲۰۰) مخونه، دوهم ټوك (۶۳۰) مخونه، دريم ټوك (۱۲۵۰) مخونه، څلورم ټوك (۶۰۰) مخونه، پنځم ټوك (۶۵۰) مخونه او شپږم ټوك (۱۲۰) مخونه لري .
15. پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۰۰۰) مخونه، دوهم ټوك (۷۶۰) مخونه او دريم ټوك (۵۸۰) مخونه لري .
16. جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، لومړى ټوك (۸۰۰) مخونه او دوهم ټوك (۳۶۰) مخونه لري .
17. د كندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، په لومړي ټوك كي مخكي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (۹۷۰) مخونه لري او په دوهم ټوك كي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (۱۰۴۰) مخونه لري .
18. د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۵۰۰)مخونه لري او دا برخه د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده . دوهم ټوك (۴۲۰) مخونه لري چي په دې برخه كي له احمدشاهي شاهنامې پرته د نورو نومياليو ذكر راغلى دى .
19. پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى ، لومړى ټوك (۱۵۰) مخونه ، دوهم ټوك (۲۰۰) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى .
20. د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو كي مشهوري دي ، ۲۰۰ مخونه لري .
21. نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان كي د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (۲۷۰) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى ، (۹۰) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى، (۱۸۵) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (۳۲۰) مخونه او پنځم ټوك (۱۲۰) مخونه لري .
22. سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوكونو كي دپښتو، پاړسي عربي، انګريزي، روسي، اردو او تركي ژبو ورته متلونه راوړي دي .
23. ۲۰۰۰ دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (۳۶۵) مخونه ، دوهم ټوك (۴۵۰) مخونه، دريم ټوك (۴۲۰) مخونه او څلورم ټوك (۴۲۵) مخونه لري .
24. د خوشال فرهنګ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (۴۰۰) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (۲۶۰) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات (۲۸۰) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه (۴۸۰) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (۵۲۰) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (۳۲۰) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (۳۶۰) مخونه لري .
25. د پټي خزانې فرهنګ، دوهم ټوك، (۴۰۰) مخونه لري .
26. د ګلشن روه لغتنامه ، (۸۰۰) مخونه لري .
27. نواب حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ (د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .
28. د فرهنګونو په باب، په دغه اثر كي هغه ټول فرهنګونه چي په ختيځ كي ليكل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :

? پښتو فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
? پاړسي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
? عربي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
? تركي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
? هندي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

29. بديع، (۷۵۰) مخونه لري .
30. بيان، (۵۰۰) مخونه لري .
31. قافيه، (۶۵۰) مخونه لري .
32. عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۱۳۰) مخونه، دوهم ټوك (۳۶۸) مخونه ، دريم ټوك (۴۴۰) مخونه او څلورم ټوك (۹۵) مخونه لري .
33. معاني، (۶۵۰) مخونه لري .
34. نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو كي، (۵۰۰) مخونه لري .
35. مكتبي قاموس، په دغه اثر كي د ښوونځيو د كتابونو(۶۰۰۰) لغاتونه تشريح سوي دي .
36. په ګلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ۲۴۰ مخونه لري .
37. لاله، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري .
38. چاپ سوي څلوېښت حديثه .
39. د محبت نغمې، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري .
40. نيم ديد، (شعري ټولګه) .
41. د شعرونو پنځه ټولګي، لومړۍ ټولګه (۶۲) مخونه، دوهمه ټولګه (۵۰) مخونه، دريمه ټولګه (۱۲۶) مخونه، څلورمه ټولګه (۶۲) مخونه او پنځمه ټولګه (۱۸۰) مخونه لري .
42. شمس الكفات خواجۀ بزرګ احمد بن حسن ميمندي، ، (۱۰۵) مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
43. شهيد سردار محمدداود، ۱۸۰ مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
44. امان الله شاه غازي .
45. (۱۰۰) زاړه لغاتونه .
46. د سنسكريت ژبي ګرامر، (۷۴۰) مخونه لري .
47. د جاپاني ژبي ګرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۳۰) مخونه او دوهم ټوك (۱۶۵) مخونه لري .
48. د روسي ژبي ګرامر، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۶۰) مخونه او دوهم ټوك (۱۷۰) مخونه لري .
49. په پښتو كي مناظرې، (۷۵) مخونه لري .
50. الفنامې، (۸۵) مخونه لري .
51. د پښتو نظم عروضي سيستم، (۴۵۰) مخونه لري .
52. په پښتو كي د نظم ډولونه، (۲۹۰) مخونه لري .
53. سبك پېژندنه، (۲۰۰) مخونه لري .
54. د ډورن په پښتو ډكشنري كي تېروتني .
55. تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي كتابونو كي .
56. پښتو نكلونه او پښتو كيسې .
57. ځيني ادبي خبري، (۲۰۰) مخونه لري .
58. د جاپان سفرنامه (يون ليك)، (۹۰) مخونه لري .
59. د امريكا سفرنامه (يون ليك)، (۱۰۰) مخونه لري .
60. د يمن سفرنامه (يون ليك)، (۱۳۵) مخونه لري .
61. بړيڅي پښتانه، (۱۲۰) مخونه لري .
62. غازي ايوب خان، (نيمګړى اثر) .
63. برمكيان، (۲۲) مخونه لري (نيمګړى اثر) .
64. زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (۵۰) مخونه لري .
65. د سوسيالوجۍ په اړه ياداښتونه، (۱۲۰) مخونه لري .
66. پښتانه شعراء په عربي ژبه كي، (نيمګړى اثر) .
67. د پښتو كتابو كاتبان، (۱۲۰) مخونه لري .
68. تعليقات ، (۶۰) مخونه لري .
69. سرياني قصيده، (۴۰) مخونه لري .
70. د خوشال خان ياد، (۱۰۰) مخونه لري .
71. عربي ګرامر، (۱۲۰) مخونه لري .
72. شيخ قاسم سليماني، (۱۲۰) مخونه لري .
73. د تحفه القاسمي په اړه نيمګړې ليكنه .
74. دخوستي، تڼي، ګوربزي لهجو ځيني كلمات .
75. رقوم نويسي .
76. پنځه كتابونه د مختلفو ياداښتونو، (۶۰۰) مخونه لري .
77. د محاربۀ كابل په اړه نيمګړي تعليقات .
78. پردي دودونه، (۲۰) د مخونه لري .
79. د فوايد دعوا لغتونه، (۱۵۰) مخونه لري .
80. وحدة الوجود، (۴۰) مخونه لري .

كه ددوى ۸۰ ناچاپ اثار د ټوكونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرګند دي (۱۱۶) ټوكه ناچاپ اثار د كتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته ، چي ډيري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرګند دي ، په ټوليز ډول د استاد (۵۹) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (۸۰) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي .

اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه كي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليكوال ارواښاد كانديد اكاډيميسن سر محقق محمدصديق روهي د استاد په اړه ليكي :
“پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه كي د تبحر درلودلو له امله د روښانفكرانو له خوا د”فاضل استاد” لقب ګټلى دى . د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونكى په حيرت كي اچوي .
فاضل استاد په اوسني وخت كي د پښتو او پاړسي ادب د كلاسيكو متونو د مشكلاتو د حل كولو له پاره يوه مهمه مرجع ګڼل كيږي .
استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له كبله، بلكي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفكره قشر په منځ كي خاص محبوبيت ګټلى دى .”

هېره دي نه وي چي فاضل استاد ته د ۱۳۸۲ ل كال د مرغومي پر نهه ويشتمه په جلال آباد ښار كي دده په وياړ جوړ سوي سيمينار په ترڅ كي د (علامه) بېسارى دروند لقب وركړه سو.

دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ۱۳۸۳ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (۱۱مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي د ماپښين پر دوولس نيمو (۱۲:۳۰) بجود زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

انالله و انا اليه راجعون
ډاكټـر طارق



اړوند سرليکونه :



  1. رشاد پوهنه –  پروفيسور خالق رشيد
  2.  –