کور / کیسه / حــــــــادثـــــــــه

حــــــــادثـــــــــه


زه د تیر کال د اګسټ په میاشت کې په یوه رومانتیکي حادثه کې سخت ټپي شوم ، ټپ مې د زړه په سر وخوړ چې ډیر ژور او پراخ وو .
الله تعالی لکه د ځینو نورو ژویو په شان د انسان زړه هم د قوي هډوکو په پنجره کې راګیر کړی دی چې د حوادثو له ضرره په امان کې وي خو خالق په خپل حکمت سره ددې حساسې پرزې د ټپي کیدو یوه مهمه لاره خلاصه پرې ايښې ده چې هغه د سترګو لاره ده .
اکثره په داشان حوادثو کې زړه د سترګو له لارې ټپي کیږي لکه څنګه چې زه شوم .
زما د زړه ټپ لکه څنګه چې مې درته وویل ډیر ژور او پراخ دی خو د مرګ ویره راسره نه شته ځکه ، د سترګو له لارې د زړه ټپونه دوه مهم خواص لري ،اول دا چې بیا رغیږي نه ، او دوهم دا چې که نوره څه قیصري وه نه کړي او یا نور جانبي عوارض په کې پیدا نه شي نو دا ټپونه که هر څومره ژور او پراخ وي مرګ نه کوي خو له مرګه بتر (بد تر) حالات په انسان راولي !
د وخت په تیریدو ښې او خوږې شیبې هم راغلې او تیرې شوې او د سختو نه سختې هم ، د زړه دې ټپ څو څو واره د مرګ تر پولې ورسولم ، د مرګ ټولې سختې یې راباندې تیرې کړي خو د خپل خاصیت له مخې یې تر اوسه لا وژلی نه یم .
زما د زړه له ټپه ډیرې وینې څاڅې خو له نیکه مرغه ووایم او که له بده ، دغه وینې په داسې ځای کې توئیږي چې بیرته زما د بدن له نورو وینو سره یوځاې کیږي او له مرګه مې ژغوري .
زه ددې ټپ له درده او تکلیفه دومره هم په تنګ شوم چې یو ځل مې پخپله په لوی لاس ځان د مرګ خولې ته ورووست خو په هغه وار هم د ژوند د بخښونکي او اخیستونکي ذات رضا نه وه او زه یې بیرته د ژوند بنديخانې ته ورټیل وهلم .
هو ریښتیا ! هیر مې شو ! په دغه حادثه کې مقابل لوری سل په سلو کې پړ او ملامت وو خو له دې امله چې زما لپاره دا یوه نوې شان حادثه وه او ډیره خونده وره او خوشګواره هم وه نو د مقابل لوري سره مې لا تراوسه ددې حساب نه دی کړی چې خطا د چا وه او پړ څوک دی او نه د چا دریمګړي منځګړیتوب ته حاجت پیښ شوی.
ورځې شپې تیرې شوې کله په دې ټپ خوشحاله او له درده به مې خوند اخیست او کله هم داسې په ژوند پورې تنګ چې د ځمکې د پاسه او د اسمانونو د لاندې به مې د آرام ځای نه مونده .
خو اوس !
اوس داسې معلومیږي چې په ریښتینې مې له دې ټپه د مرګ شیبې را رسیدلي دي ، او هغه څه چې ماته د مرګ زیری راکوي هغه دادی چې د ډیرو سختیو ګاللو او دردنو  د زغملو په نتیجه کې مې د زړه وینو د سترګو خواته لار کړی او د سینې له پنجرې نه بهر مې په ګریوانه را توئیږي ، نو زما د بدن وینې که هر څومره ډیرې هم وې اخر به خلاصې شي او د ژوند شیبې چې په زړه کې د وینې د چلند په وجه اوږدیږي لنډې ، او پای ته به ورسیږي .
ته مې وژنه د قصاص اندیښنه مه کړه
د خپل خون په تور به ونیسم یو بل څوک

د لیندۍ ۷ ، ۱۳۹۰ کال