کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې وژل سوي غړي خاورو ته وسپارل سوه

د ولسي جرګې وژل سوي غړي خاورو ته وسپارل سوه

د بغلان په بريد کې د ملي جرگې د وژل شو استازو له منځه د پنځه تنو مړي د ملي جرگې ودانۍ ته نژدې په دارالمان کې خاورو ته وسپارل شول .
دهلمند ولايت داستازي انجينر عبدالمتين مړى يې خپل اصلي ولايت ته دهغه د خپلوانو په غوښتنه وليږداوه چي جنازه يې نن سهار ۱۱ بجې لښکرګا ته ورسېده .


دبغلان په بريد کې چې دسې شنبې په ورځ وشو د سيمه ييزو ډاکټرانو په ويناد ولسي جرگې د٦ استازو په گډون ٨٥ تنه وژل شوي او١٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي .


د ملي جبهې د غړي او وياند مصطفی کاظمي په اړه دجميعت ګوند مشر برهان الدين رباني او يو شمېر نورو اندېښنه ښودلې ده چي ګواکي هغه د ټوپک په ډزو ويشتل سوی دی ، رباني پرون وويل چي د کاظمي پر ځيګر د څلورو مرميو ټپونو ددوی سره ډيري پوښتني پيدا کړي دي .