کور / د ډيورنډ کرښه / پنجاب وار په وار تر ډيورنډکرښي راتېريږي !

پنجاب وار په وار تر ډيورنډکرښي راتېريږي !

دلراوبر ويبپاڼي يادونه : ډيورنډ کرښه هيڅکله هيڅ يوه با احساسه او باضميره افغان ته د منلو وړ نه وه ، نه ده او نه به اوسي ، دې کرښي زموږ مسجد او ملا سره بېل کړي ، ښوونځی او زده کوونکي يې سره بېل کړي ، خور او ورور يې سره بېل کړي او په ټوله کي يې د يوه واحد افغان ملت او غيرتمند پښتون قام تر منځ نه منونکئ بېلتون رامنځته کړئ دی . پر هغه برسېره بيا هم پاکستان د تېرو لسو کلونو په اوږدو کي د ډيورنډ کرښي څخه وار په وار خپلي سرحدي پوستې او ځواکونه راڅکولي دي چي په د سپين بولدک په سيمه کي د ۲ کيلوميټره څخه پيل د پکتيا او خوست تر سيمو پوري يې په لر افغانستان کي تر ۴۰ کيلوميټره پوري مځکه لاندي کړېده .


 لراوبر ويبپاڼه دخپلو لږو اسانتياو خو د ولس په منځ کي د پراخ اعتماد پر اساس په دې اړه يوه خپلواکه څېړنه کوي ، له ټولو هغو اشخاصو څخه چي په دې اړه اسناد او شواهد په لاس کي لري هيله کوو چي له موږ سره يې شريک کړي ، دا څېړنه اړوند دولتي ارګانونو او په دې برخه کي راتلونکو پراخه څېړونو ته د اسانتيا تر څنګ ولس ته د خپلو ملي ارزښتونو څخه ددفاع او وطنپالني ذهنيت د پراختياپه برخه کي ارزښتناک او اغېزمن واقع سي .  info@larawbar.com


دافغانستان او پاکستان اړیکو ته یوه کتنه :
دافغانستان او دپاکستان اړیکي په کال د ۱۹۴۷مېلادي کي داګسټ په میاشت کي هغه مهال سره راپیل سوې چي برتانوي هند او افغانستان دانګرېزانو له خوا (دهند جمهوریت) او(دپاکستان اسلامي جمهوریت) په نومونوپرمنځ دوه ځایه سول.افغانستان اوپاکستان دوه نه بېلېدونکي دولتونه دي ځکه چي تاریخي،مذهبي، کلتوري، قومي، تجارتي اواقتصادي اړیکي یې داسي ورته والی سره لري چي څوک یې بېلولای نه سي.افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي ملکونه اودسارک دسازمان غړیتوب لري. دپاکستان ملت اکثره دپښتنوڅخه جوړ دﺉ، خودپنجابیانو له خوا ورسره همېشه دمورومیرې چلند سوی او کیږي.


دډیورنډکرښه،دپښتونستان اوبلوچیستان مسئلې، دشوروي اتحادد ۱۹۸۰ جنګ پرمهال په افغانستان کي دپاکستان دوه مخی سیاست اومداخله،په افغانستان کي دطالبانورامنځ ته کول اوبیا یې ملاتړ کول، (په افغانستان کي) د۲۰۰۱ کال څخه تراوسه پوري رواني جګړې ته لمن وهل او حمایه کول،دافغانستان اوهندوستان داړیکوپه وړاندي خنډونه جوړول اودافغانستان په داخلي اوخارجي چارواوسیاست کي هرډول مداخله کول هغه ستر تاریخي حقایق اوشواهد دي چي دافغانستان سوله ،ثبات، امنیت، اقتصادي انکشاف او ملي یوالي ته یې همېشه سخت اوسپنیز ټکانونه ورکړي دي.


د طالبانودسقوط څخه وروسته، پاکستان دافغانستان سره اړیکي خړي پړي کړې؛ ولسمشرحامد کرزي په وار وارپه خپلوڅرګندونو کي ویلي دي چي دافغانستان دترهګرۍ سرچینه په پاکستان کي ده اودافغان دولت مخالف طالبان اوترهګرپه پاکستان کي روزل کیږي اوبیا افغانستان ته دورانکاریوله پاره رااستول کیږي. په ۲۰۰۶ کال کي ولسمشر کرزي داسي څرګندوني وکړې چي”پاکستان،ایران اونورملکونه نه داچي زما په ملک کي مداخله کوي بلکي پرخپل ځان ډرۍ وهي، که چیري دوی خپلي مداخلي ختمي نه کړي نودوی(دغه دوه همسایه ملکونه) دي پوه سي چي داځل به ټوله منطقه زموږسره په دې اور کي یوځای وسوځله سي، اودوی باید په دې هم پوه سي چي دټولي منطقې هیوادونه دافغانستان په شان دمختلفوقومونوڅخه جوړه سوی دي نواوس وخت دایوه جلا لوبه ده. همسایه ملکونه په افغانستان کي قومي پرستۍ ته لمن ونه وهي “


دڅېړونو اومعلوماتوڅخه وروسته داسي څرګنده سوه چي د ۲۰۱۱ کال دډېرلوړپوړوافغان چارواکو لکه برهان الدین رباني،احمدولي کرزی،جان محمد خان،محمدداود داوداوغلام حیدر حمیدي دترورپلانونه په پاکستان کي جوړسوي وه. په کابل کي دامریکا پرسپارت باندی، د ۲۰۱۱ دسپټمبردبرید څخه وروسته،امریکا ددې برید په اړه پاکستان اوای ایس آی(ISI) اداره تورنه کړه اوپاکستان ته یې اخطار وړکړﺉ چي امریکا به په قبایلي سیموکې فوځي علمیات وکړي اوزیاته یې کړه چي دافغانستان په داخل کي ترهګریزو بریدونه په پاکستان کي پلان کیږي. که چیري دولسمشر حامد کرزي څرګندوني دتايد وړ نه وي، نولاندي معلومات ولولئ:


په نړیوال تروریزم کي دپاکستان ونډه:سوریه، لیبیا،الجزایر،مصراوداسي نورهغه هیوادونه دي چي په میلیونونوداسي افراد ژوند پکښي کوي چي دامریکا څخه ډېره سخته کرکه كوي خویوهم له دغواسلامي مملکتونوڅخه امریکا ته ترهګر نه صادروي.اوس نړۍ دحیرانیتا ګوته په غاښ نیولې ده چي پاکستان څه شي اوولي مبجورسوی دﺉ چي ترهګریزفعالیتونه سرته رسوي؟؟؟ مثلاً:رمزي یوسف دپاکستاني موروپلارڅخه په کویټ کي زېږدلی اوپه پاکستان کي ورته ترهګریزه روزنه ورکول سوې وه چي دامریکانړیوال تجارتي مرکز(World Trade Center) یې له خاورو سره سم کړﺉ. دسپټمبرد ۱۱مي دحملې همکاررمزي بن الشعیب په ورپسې کال سمدستي په پاکستان کي ونیول سو. دلندن داورګاډي الوزونکو ته په پاکستان کي روزنه ورکول سوې وه .نجیب الله ځاځي اوپلار یې چي غوښتل یې په نیویارک کي چاودنه وکړي،دپولیسوله خوا ونیول سول، وروسته څرګنده سوه چي دوی ته په پاکستان دبم جوړولو اوتروریستي ستراتیژیو روزنه ورکول سوې وه. فیصل شهزاد چي غوښتل یې په ټایمز سکوېر (Time Squares)کي چاودنه وکړي، په خپل پلرني وطن پاکستان کي ورته دتروریستي فعالیتونوروزنه ورکول سوې وه. اسامه بن لادن چي امریکا ته یې پرافغانستان دحملې بهانه اوزمینه برابره کړه اوپه امریکا یې په لکونو معصوم افغانان شهیدان کړل، دپاکستان اسلام اباد په ایبیټ اباد کي ووژل سو. سوال دادﺉ چي پاکستان ولي داسي کوي؟؟؟ یوعام اوډېرلنډ تاریخي تفصیل یې دادﺉچي نن ورځ نړۍ امریکا ته دانتقادګوته نیسي ځکه چي امریکا د ۱۹۸۰کال دشوروي اتحاد پرضد پاکستان،جنګ ته هڅوی، چي پاکستان په دې جنګ کې یوه فعاله ونډه هم ودرلودله؛پاکستان دجهادخوندوڅکئ او اوس امریکا ته دلستوڼي مارسو.


دافغانستان اوپاکستان ددوستۍ دروازه اوکه دافغان پرخاوره تېری(دپولي پرسر نه ختمېدونکې شخړه): دډیورنډ د کرښي نه منوونکی سند چي اووه مادې یې درلودې دامیرعبدالرحمان خان اومورټایمر ډیورنډ(Mortimer Durand) ترمنځ په ۱۸۹۳ مېلادي کال کي لاسلیک سو. داچي ولي؟ څنګه؟ اودکومومجبوریتونو له مخي لاسلیک سو؟ په اړه یې مخکي لا ډېري لیکني سوی دي؛خويوتاريخي حقیقت دادﺉچي دامیر عبدالرحمان خان دواکمنۍ څخه نیولې بیا تراوسه پوري هیڅ یوافغان رهبراودافغانستان ولس داسند په رسمي توګه نه منلی دﺉ اونه بې هیڅکله ومني.


دافغانستان اوپاکستان ددوستۍ دروازې پلان دډاکتر نجیب الله دواکمنۍ پرمهال په پاکستان کي جوړاودبرهان الدین رباني دواکمنۍ سره پوره تړاو لري.


دډاکټر نجیب الله دواکمنۍ دسقوط څخه ډېرژروروسته،کرنل امام دملا نقیب (ملا ګل اخند) په کوربه توب کندهار ته راغی، داچي دملا ګل اخند سره یې خپل پلان شریک کړی و او که څنګه،دې ته به وخت ځواب ووايي. کله چي کرنل امام د کندهار د ولایت مقام ته راغی نو جنرال اکرم (د کمونستانو د حکومت پر مهال د کندهار والي، چي هغه وخت لا په کندهار کي و) جنرال اکرم منیرمنګل ته زنګ ووهی چي کرنل امام ستاسره مجلس لري، نو دغه مجلس دکندهار د شپږمي ناحیې په فرقه کي دایر سو. کرنل امام منیرمنګل ته داسي وویل (تا باید ما ته سلامي کړې وای ځکه چي زه په رتبه کي درتا لوړ یم خوتا ځکه داسي ونه کړه چي ته خلقی یې!) منیر منګل دخپل جېبه څخه دګوند کارټ راویستئ اوکرنل اما ته یې داسي وویل:(دا زما دګوند کارټ دﺉ، نوکه چیري زما ګوند همدا اوس ما ته اجازه راکړي،تا به پرداسر وولم!) داپه داسي حال کي رامنځ ته سوه چي په دې مجلس کي دمشهورو کسانو څخه یوجنرال اکرم، شعیب وفا، منیر منګل، ګل اغا شیرزى اوځیني نور شامل وه.


کرنل امام خپل وړانديزپه ډېره ډیپلوماټیکه توګه مجلس ته وړاندي کړﺉ چي:(موږ(پاکستانیان) غواړو چي د (ددوستۍ ددروازې) په نوم دافغانستان په خاوره کي دروازه(Gate) کښېږدو.)) منیر منګل سمدستي پرکرنل اما توپنچه راویستل چي دژوند څکه به راڅخه ونه کړي؛ ته چا افغانستان ته رادعوت کړئ یې اوتاته چا ددې مسؤلیت درسپارلی دﺉ؟ کرنل امام په ځواب کي ورته وویل چي ملا نقیب! … د غالمغال اوناروڅخه ورسته مجلس همداسي په بې پلانه اوبې نتیجې توګه پای ته ورسېدﺉ.


دبرهان الدین رباني دواکمنۍ پرمهال دپاکستان ددوستۍ دروازې پلان نور هم پېچلی سو ځکه چي همدغه وخت دافغانستان ادراي اوسیاسي نظام په پوره ډول له پښو لوېدلئ و ، سيمه ايزي دولتي وسله والي ډلي يا د سرحدساتلو په ارزښت نه پوهېدل يا يې خپلو سرحداتو ته  پاملرنه نه سوای کولای.


کله چي طالبان واک ته ورسېدل، پاکستان یوکیلومتر ددوستۍ دروازه بر افغانستان خاوري ته راوڅکول،خو طالبانو عکس العمل وښودﺉ اودروازه یې بیرته په پاکستانیانو شا ته کړه.


کله چي په ۲۰۰۱ مېلادي کال کي دطالبانوحکومت سقوط وکړﺉ، نوپاکستانیانو دافغانستان په خاوره کي یوځلي بیا ددوستۍ ددروازې وړاندیزوکړ چي دا وار  نو ددوي له پاره یو طلايي چانس و؛ ځکه چي ددوستۍ دروازه دیوه کېلومتر په راڅکولوسره په داسي توګه دافغانستان په خاوره کي کښېښودل سوه چي دافتتاح مراسمو ته یې د کندهار والي ګل اغا شیرزی هم ورغلی و.


زه دیو لیکوال په صفت، داتور پرګل اغا شیرزي نه لګوم چی دی په دې موضوع اوپلان کي خدای مه کړه ورسره موافق و؛ ولي د یوه والي په صفت دا د ګل اغاشېرزي یوه لویه تاریخي تېروتنه وه او ده چي دافتتاح په مراسمو کې ګډون کړی و.


ددوستۍ ددروازې په نوم په خیتځو ولایتونو کي، پنجابيانو دافغانستان خاروه  د۲۰ الی ۳۰ کیلومتروپه عرض لاندي کړې ده. دویکیپیډیا له مخي افغانستان دپاکستان سره 2,640 کېلومتره یا ((1,640 mi) سرحد لري.که چیري دېرش، په دوه زره، شپږسوه څلوېښت کي ضرب کړو نوپاکستان دافغانستان نهه اویازره، دوه سوه کیلومتره(30×2640=79200 km) خاوره لاندي کړې ده.


اکثره وخت دافغاني اوپاکستاني پولیسوترمنځ دهمدې مسئلې پرسر نښتي رامنځ ته کیږي ځکه چي افغانان وايي دازموږخاوره ده اوحقیقت هم دادﺉ چي دادافغانستان خاوره ده، که دافغانستان خاوره نه وای، نوبیاولي امریکا بمبارپرکوي؟ ولي امریکا دپاکستان شل لوړپوړي فوځي چارواکي ورووژل؟ اویا ولي دامریکا یوسناتور لینزي ګرام په ټینګار سره پر امریکا يي چارواکو غږ وکړ چې پرپاکستان دي دڅارګرو الوتکودبریدونو سره سره له لویو جنګي الوتکو څخه هم کار واخیستل سي.


ددې ټولوڅخه څرګندیږي چي پاکستانیان پرخیتځو ولایتونودګولیواوراکیټونودراغورځولوسره سره دافغانستان ۲۰ الی ۳۰ کیلومتره خاوره په بره اشغال کړې ده اوموږ تراوسه لاس ترزني لاندي ورته ناست یو. نو زه د لراوبر د ادارې، د افغانستان د ټولو لیکوالانو او تاریخ پوهانو، د ګل اغا شېرزي، خالد پښتون چي په هماهغه وخت کي د شیرزي ویاند او د کندهار د بهرنيو اړيکو رئيس و، د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت، د دفاع د وزرات او نورو اړوند وزارتونو اوچارواکو څخه په ټینګه غوښتنه کوم چي ددغي مهمي ملي مسئلې په اړه خپل قلم اوږغ پورته کړي که نه نو راتلونکی نسل به مودډېرولویوستونزوسره لاس اوګریوان کړي وي .


 


د ډيورنډ کرښي څخه څو کيلومټره د سپين بولدک خواته هغه دروازه چي ددوستۍ نوم پر ليکلئ او ددښمنۍ لپاره کارول کيږي 



لیدل کیږي چي دادروازه اوس د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په بازار کي راخلاصیږي حال د تر ۱۹۹۲ کال پوري لږ تر لږه دوه کيلومټره هاخواته د افغانستان سرحدي پوځيان پر ډيورنډ کرښه ميشت وه.



نوربیا