کور / خبرتیا او پيغامونه / اوکراين: دارواښاد سيدميرويس سيدزي د يادغونډي راپور

اوکراين: دارواښاد سيدميرويس سيدزي د يادغونډي راپور

 


د اوکراين هيواد په ادېسه ښار کي اوسېدونکو سلګونو افغانانو نن د جمعې ورځ ۲۰۱۲
د ډسمبر پر ۲۱ دادیسی دښار په پامير اسلامي او کلتوري مرکز کي د ارواښادسيدميرويس
سيدزي د لومړي تلين په مناسبت د قرآن عظيم الشان په ختم ، دعا او ياد غونډه کي برخه
واخيسته . جريان يې په لاندي ويډيو کي هم ليدلای سئ .






دغه غونډه چي د ارواښاد سيدميرويس سيدزي د کورنۍ او په ادېسه کي د مېشتو
افغانانو په نوښت جوړه سوې وه لومړئ راغليو افغانانو د قرآن عظيم الشان ختم وکړ چي
د جمعې د لمانځه څخه وروسته د قرآن عظيم الشان خاتمه او د ارواښاد سيدزي روح ته
دعاترسره سوه .




د غونډي چلوونکي افغان فرهنګپال ډاکټر آدم خان ځدراڼ ښاغلي مولوي نور رحمان
ته بلنه ورکړه چي ياد غونډه د قرآن عظيم الشان دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل کړي
.




ورپسې ښاغلي ډاکټر ځدراڼ د ارواښاد سيدميرويس سيدزي د شخصيت او خدمتونو په
اړه لنډي خبري وکړې .
دویناوو په پیل کی دارواښاد ميرويس سيدزي مشر ورور ښاغلي
سیداخترشاه سیدزئ له اسټريا ( اوتريش ) څخه د ټيلفون پر کرښه د غونډي ګډونوالو ته
وينا وکړه ، په ادېسه کي د مېشتو افغانانو څخه يې د خپلي کورنۍ سره د غمشريکۍ له
امله مننه وکړه .


محمد ايوب شيردل او ډاکټر ادم خان ځدراڼ



محمد ايوب شيردل د افغانانو د ملي کلتوري ټولني پخواني مشر د ارواښاد
سيدميرويس د کړو وړو ستاينه وکړه او د هغه سره يې خپلي ګډي خاطرې يادي کړې ، نوموړي
وويل ارواښاد سيدزي د نېک سلوک او کردار تر څنګ په مهمو چارو کي پر سلا مشوره باور
درلود .


حاجي امين باوري او ډاکټر ادم خان ځدراڼ



دې غونډي ته په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشرحاجي امين باوري هم خپله
وينا واوروله ، نوموړي په بلجيم کي د ابن سينا کلتوري مرکز ، لراوبرافغان کلتوري
ټولني ، افغان کلتوري بهير او په اروپا کي د خويندو ټولنو په استازيتوب ددغي غونډي
جوړېدل وستايل ، نوموړي د غونډي جوړوونکي وستايل چي يو د بل سره اوږه پر اوږه په
ښاديو اوغم کي برخه اخلي .


انجنير محمد صابر ارمان او د غونډي نور برخه وال



وروسته د افغان پامير اسلامي او کلتوري مرکز مشر حاجي محمد رسول مفتون ددغه مرکز
( مسجد او دغونډو تالار) دجوړېدو په اړه د ارواښاد سيدميرويس سيدزي خاطرې بيان کړې
، نوموړي وويل چي د مسجد شريف د نقشې په ډيزاين کي يې پام وړ همکاري کړې او ددغه
مرکز د جوړيدو سره يې ډېره مينه لرله .



دښاغلي مفتون په وينا ارواښاد سيدزي غوښتل چي په دغه مرکز کي د بحث يو داسي ګردی
مېز جوړ سي چي تر پنځلسو کسانو پوري برخه پکښي واخستلای سي ، پر دې خبره تر موافقې
وروسته سيدميرويس په خپل لګښت د مرمر ډبري يو ښکلی لوی مېز په خپلو لاسونو دې مرکز
ته راوړ او نصب يې کړ .


له راستې خوا: هلمند پردېس ، عبدالله احسان، حاجي غفار ځاځی او حاجي امين باوري


د لراوبر ويبپاڼي موسس او په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر عبدالله احسان
د خپلو خبرو پر مهال په ادېسه کي د ښاغلي عبدالباري جهاني د سفر پر مهال ددغه ښار د
اوسيدونکو افغانانو مېلمه پالني ته په اشاره وويل چي ددې ښار د اوسيدونکو افغانانو
د يووالي او کلتور پالني کيسه د يووالي د يوې بېلګي په توګه په مجلسونو کي يادوي خو
دا چي اوس بيا هماغه افغانان ټول پر يوه ځای راټول سوي ددې څرګندونه کوي چي دوی نه
يوازي دخوښيو پر مهال يو موټي وي بلکي په وير او خواشيني کي هم يو بل ته لاس ورکوي
او په ګډه د ويرجني کورنۍ سره غمشريکي کوي .






شاعراوليکوال انجنير احمد شاه پښتون وويل چي دا ښه خبره ده چي موږ د خپلو
تلليو شخصيتونو ياد او ستاينه کوو مګر موږ بايد د خپلو مستحقو او نوښتګرو ځوانانو
ستاينه ددوی په ژوند کي وکړو .




د ارواښاد ميرويس ورور سيد رمضان سيدزي د ټولو افغانانو څخه مننه وکړه چي
ددوی د کورنۍ سره يې غمشريکي کړې ده خو تر څو ثانيو خبرو وروسته يې ستونی راډک سو
او نور يې ونسوای کولائ خبرو ته ادامه ورکړي .


انجنير سيد حضرت سادات


سيد رمضان سيدزی او د کورنۍ نور غړي يې




په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير دمشرتابه جرګې غړي انجنير سيد حضرت سادات د
ارواښاد سيدميرويس د ژوند او شخصيت په اړه خبري وکړې ، نوموړي د ارواښاد ميرويس د
کورنۍ په استازيتوب د ټولو هغو افغانانو څخه مننه وکړه چي په مخامخ توګه يا ټيلفوني
او انټرنټي پيغامونو پذريعه يې ددوی سره غمشريکي کړېده .




په پای کي دغونډي چلوونکي ډاکټر ادم خان ځدراڼ د غونډي له ويناوالو او برخه
والو څخه په مننه سره د لنډيو په ويلو او د ويناوالو او برخه والو څخه په منني
يادغونډه پای ته ورسوله او ټولو برخه والو ته يې د ارواښاد سيدزي د کورنۍ لخوا په
جوړه سوې ډوډۍ کي د برخي اخستو بلنه ورکړه .


دغه مراسم په جماعت سره د ماځيګر د لمانځه تر ادا وروسته پای ته ورسيدل .








دارواښاد سيدميرويس
سيدزي په اړه نور معلومات: 


د اوکراين د ادېسه د ښار اوسيدونکئ ځوان فرهنګي شخصيت سيد ميرويس
سيدزئ د پنجشنبې ورځي په سهار (۲۲ ډسمبر ۲۰۱۱)  د يوې ټرافيکي پېښي
په ترڅ کي په حق ورسېدئ ، د ادېسه يوه اوسيدونکي انجنير صابر ارمان لراوبر ته
د ټيلفون پرليکه وويل چي نوموړئ نن سهار له کوره څخه کارته روان و چي ددغي پېښي سره
د مخامخېدو پر مهال ځای پر ځای په حق رسېدلی دی . د لراوبر ويبپاڼي اداره او
همکاران د نوموړي پر ناڅاپي مړينه د زړه له کومي خواشيني دي ، پاک روح ته يې له لوی
خدایه د مغفرت او کورنۍ ته يې د جميل صبر دعا کوي .



په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مرستيال او د ارواښاد سيدزي د کورنۍ غړي انجنير
سيدحضرت  سادات لراوبر ته وويل چي ددې خبر په اورېدو يې ټکان خوړلئ او د خپلي
کورنۍ سره ادېسه ته خوځېدلئ دی .


ارواښاد سيدميرويس سيدزي په اوکراين کي د افغانانو په کلتوري او ټولنيزو خدمتونو
کي دپام وړخدمتونو تر څنګ دپښتو ژبي دعلمي اثارو د چاپ په برخه کي هم مرسته
کړېده  . 


د ادېسه ښار يوه بل فرهنګپال افغان ډاکټر ادم خان ځدراڼ ارواښاد سيدزئ
د خپل ښار د ټولو افغانانو دوست او انډيوال وباله ، هغه وايي ميرويس
سيدزئ زموږ راسته لاس و ، هغه به د هر افغان خدمت ته ور دانګل .


انجنير صابرارمان وايي کله چي دډاکټر ادم خان نوښت او نورو افغانانو
په ملاتړ  د ۲۰۱۱ په دوبي کي په اوکراين کي د ښاغلي عبدالباري جهاني
په وياړ د ادبي غونډو بنسټ اېښوول کېدئ ، ميرويس سيدزي تر وروستۍ ورځي پوري هر ډول
مالي او معنوي خدمت ته په ورين تندي ودرېدئ .


په سويډن کي مېشت فرهنګي شخصيت ډاکټر حکمت الله حکمت لراوبر ته وويل ؛ هغه
يو مېړه مخئ خدمتي انسان و ، په داسي وخت کي يې په ايس ايم ايس کي د مرګ خبر
راته راغئ چي ما دده لپاره د مبارکۍ کارت انتخاب کړئ او غوښتل مي ادرس يې پر
وليکم . زما باور نه راتلئ چي دا خبر به ريشتيا وي ، کله چي مي د
پيغام رالېږونکي شمېره وليده . . .


له راستې خوا دوهم شهيد سيد ميرويس سيدزئ د لوی شاعر عبدالباري جهاني لپاره د کلتوري غونډي جوړوونکی هم و


د هيواد وتلئ شاعر عبدالباري جهاني هم د ميرويس سيدزي په وير کي اوښکي
تويوي ، نوموړئ وايي : ډاکټر حکمت د ځوانیمرګ میرویس سید زي له ناڅاپي مړینی
څخه خبر کړم. انّا للّه و انّا الیه راجعون . اوښکی می   اوس هم نه تمیږی
. د هغه روح ته دعا کوم او ټولو دوستانو ته یی صبر جمیل غواړم. زما به په تیر اوړي
کی د ادیسه ښار ته د سفر په ترڅ کی د هغه خدمتونه، ورین تندی، ځغاستي او په شپو شپو
تر ناوخته پوري کښیناستل هېر نه سي. زه نه پوهیږم چي که چیري یو وخت بیا ادېسي ته
تللم د میرویس جان یادونه به مي نور هم څونه وژړوي. خو داسي راته ښکاري چي بیا به
په ژوند کي هیڅکله هغه ښار ته د تللو جرأت ونه کړم. داسي څوک به نه وي چی د میرویس
سید زي څخه بده خاطره ولري. اوریدلي مي دي چی ښایسته ګلونه هر وخت د خزان بادونو ته
مخامخ وي. زه به دعا کوم چی خدای دي د ده کورنی له نورو غمونو څخه وساتي او خدای دي
د ښادیو ورته مخه کړي او خدای دي په موږ سپین ږیرو د داسي ښو ځوانانو د ناڅاپی
مړینی خبرونه نه اوري.


دادېسه ښار يو بل اوسيدونکئ انجنير احمدشا پښتون وايي : تېره شپه موږ
ټولو د خادم خان د لور په واده کي ګډون کړئ و،  افغانان وختی په ۶ بجو په
بازار کی حاضر ول داتوبجو په وخت کی دا بده اوازه پورته شوه ، چا چي دا خبره
اوریدلې دا فکر ئی نه کولو چی بل ته هم ووایي دډیر ي حیرانتیا اوتلالی په
موټرو کی سپریدل تر څو دده کمک ته ځان ورورسوي .


د اروا ښاد سید میرویس
سید زي لنډ ژوند لیک

ډاکټر ادم خان ځدراڼ – ادېسه
(اوکراين)



لحده نیسه ئی کرار په غېږ کي
یو زاره چاودئ او خوږمن در سپارو
چي ئې
زخمونه دي د ستورو په شمېر
دکهکشان غو ندي بدن  درسپارو


اروښاد سید میرویس په ۱۹۷۳ م کال د ننګر هار ولایت د خوګیا ڼیو د خوږو میوو په
سیمه کي د ښا غلي سید پا چا سید زي په کاله کي زیږیدلی لا د ژوند پنځه پسرلیه ئی نه
و تیر کړی چی خوږ پلار ئې له لا سه ورکړ او د ددوی روزنه او پالنه د مهر باني
مور په غاړه شوه ، هغې په پوره سپیڅلتیا او پښتني مینی سره د خپلو اولادونو په
پا لنه او روزنه کي له هیڅ ډول زیار څخه ډډه ونه کړه .


 اروښاد سید میرویس لمړ نۍ او منځنۍ زده کړي په مزار شریف کي سرته ورسولې
او لوړي زده کړي ئې هم دهمدی ښار په عالي- تخنیکم کي بشپړي کړيدي .


نوموړی په هیواد کي د جګړې له امله دډیرو نورو افغانانوپه څېر په کال ۱۹۹۶ کې د
وطن پرېښودو ته اړ شو او د اوکرائین په لور و خو ځیده .


په ۲۰۰۰ م کال کي ئی واده کړئ او دواده ثمره ئې یوه لوراو دوه زامن دی .


ار وا ښاد سید میر ویس د ۳۹ کلنۍ په عمر د۲۰۱۱کال ددسمبر پر ۲۲ نېټه سهار وختي د
یوې ترا فیکي پېښي  له امله ځان حق ته ځان وسپاره چي ټول 
افغانان اوخپلوان ئې د ویر په ټغر کښېنستل . انالله و انا اليه راجعون


له قبرستانه مي ګیله
ده       ځوانان خوندی کړي رالیږي تش پا
لنګونه


اروا ښاد سید میر ویس د کاک کرکټر ، پښتون زړه او ټینګ ایمان څښتن و . د
هجرت ټولي سړې توېی ئې په ځان باندی په خندا او ورین تندي تیرولې ، د سلام په
ځواب کی به یې و علیکم سلام  او «ګرانه د مرګي هېر شې» ويل .


اروا ښاد د ټولو افغانانو په مینځ کی یو فعال ،خو ځند او چمتو سړئ و  دهر
افغان خوښي او غمونه ئې د ځان غم او ښادي بلله.


یو افغان پاله، فر هنګ پاله ، مشر پاله،او میلمه پاله سړئ و. خو د فر هنګ او ادب
په بر خه کي ېی هر وخت غوره خدمتونه کړيدي ،  ډېر کتا بونه ئې په خپل شخصي
مصرف چاپ کړي او دادبی غونډو په جوړولو کي ئې مادي او معنوي مرستي کړيدي ،
د بیلګی په توګه :


۱-  د ستر خو شال خان  خټک ۴۰۰ تلین یاد غونده
۲- دار وا ښاد
استاد ګل پا چا الفت  ۲۶ تلین یاد غونډه
۳- د پښتو د غزل بابا ارواښاد امیر
حمزاشینواری د شلم تلین یاد غونډه
۴- د ستر فیلسوف، انځورګر  ، ارواښاد غنی
خان یاد غونډه
۵-  د ستر روهي یادونو غونډه
 اوهمدارنګه دراوان
کال  ۲۰۱۱ د اوړي په مو سم کي د وتلي او نومیالي شاعر ښا غلی جهاني صاحب په
ویاړ غونډه ، ادبي با نډارو نو اومیلمه پا لنه کي يې تر ټولوزیات زیار
ایستلی دی .


زه په دې باور یم چي کلونه به تېر شي خوداروا ښاد میرویس د خندا ډکه خوله، ورین
تندئ، دزړه مینه ،ادبي کړه وړه او میلمه پالنه به په او کرائین کي د مېشتو
افغانانو هېر نشي او دده ځای به زموږ په مینځ کی هروخت  خالي وي .


دده محترمي مور ته ، میر منی او بچیانو ته ،وروڼو خویندو ، نژدې او لیري خپلوانو
، دوستانو او ټولو افغا نانو ته د لوی صبر دعا کوم او اروا ښاد میر ویس ته د فردوس
جنت غو ښتونکئ یم .
 په درناوي – ډا کټر ادم خان ځدراڼ


ډسمبر ۲۳ :
انجنير سيد حضرت سادات له ادېسه
څخه  لراوبر ويبپاڼي ته د ټيلفون پرکرښه وويل چي د ارواښاد سيدزي جنازه د شنبې
په ورځ ماښام د ادېسه له هوايي ډګر څخه د ترکيې له لاري د يکشنبې سهار ۸ بجې د کابل
نړيوال هوايي ډګر ته لېږدول کېږي چي د جنازې تر مراسمو وروسته به ددوی په خپله
پلرنۍ هدېره کي دفن کړل سي .


 ۲۴ ډسمبر :
په ادېسه کي مېشت افغان
فرهنګپال ډاکټر ادم خان ځدران وايي د ارواښاد ميرويس سيدزي جنازه نن ماپښين له
روغتون څخه د هغه کور ته د کورنۍ د غړو او سلګونو نورو افغانانو د وروستي ځل ليدلو
په موخه ولېږدول سوه ، وروسته  تر پنځه سوه زیاتواوکراين مېشتو افغانو په د
اوښکو په بدرګه د ارواښاد سيدزي جنازه د ادېسه تر هوايي ډګره بدرګه کړه
.



ډاکټر خان ادم خان ځدراڼ چي د ادېسه له هوايي ډګره څو شېبې مخکي له
لراوبر سره خبري کولې وويل چي شاوخوا شپږ سوه کسانو په هوايي ډګر کي د ارواښاد
ميرويس سيدزي په مراسمو کي برخه اخستې ده ، د هوايي ډګر په پارکنګ کي د موټرونو
او جنازې مراسمو په ځای کي د نورو کسانو ځای نه و، د ارواښاد سيدزي
دجنازې لمونځ د مولانا نور رحمان کوچي په امات ادا کړه سو،  نوموړئ وايي چي پر
ټولو افغانانو د وير او ماتم فضا خپره ده او د اوښکو ډکي سترګي ټولو د شهيد سيدزي
وروستئ ديدن وکړ.


ميرويس سيدزئ د شهادت څخه څو ساعته مخکي د محمد خادم د لور د واده په مراسمو کي ګډون کړئ و


د ارواښاد د کورنۍ غړي سيد صابر اغا له دوی سره په دې غم کي د ګډون له
امله د ټولو افغانانو څخه مننه وکړه او ويې ويل چي د افغانانو دومره
پراخي برخي اخستني ددوی پر کورنۍ د ميرويس غم راکم کړ، تر مراسمو
وروسته په ډېر عزت او درناوي سره د هغه جنازه الوتکي ته ولېږدول سوه ، د يادولو وړ
ده چي د جنازې سره يو ځای د ارواښاد سيدزي د کورنۍ ۱۷ غړي هم کابل ته ستنيږي.


بله خوا په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري له کابله د
لراوبر سره په ټيلفوني اړیکه کي وايي چي د ارواښاد سيدزي د کورنۍ د نورو غړو سره يو
ځای افغان فرهنګيانو هم د جنازې رارسېدلو لپاره بشپړ تيارئ نيولئ دی . نوموړئ وايي
چي جنازه به انشاالله سهار د ډسمبر پر ۲۵مه د سهار پر ۱۰ بجې د کابل نړيوال هوايي
ډګر څخه د کابل سېلو په سيمه کي د نوموړي کورته او د ماپيښن يوه بجه به د
جنازې مراسمو د اجرا په موخه په څلورمه کارته کي د شېرشا
سوري مسجد جامع ته ولېږدول سي او ورپسې به په سيد نورمحمدشا مېنه کي ددوی په
پلرنۍ هديره ( دخوګياڼيو هديره ) کي خاوروته وسپارله سي .


۲۵ ډسمبر – نذير احمد نذير – کابل
د ارواښاد
ميرويس سيدزي جنازه د کابل هوايي ډګر ته راورسېده ، د کورنيو غړو ، دوستانو او
فرهنګي شخصيتونه هوايي ډګر ته ور وتلي وو ، د خدای بښلي جنازه ورپسې د پروګرام له
مخې لمړی د کابل په دریمه ناحیه کې د سیلو شاته د اروښاد کور ته یوړل شوه، له دې
ځای ورسته جنازه د جنازې د لمانځه لپاره د کابل په څلورمه کارته کې د شیرشاه سوري
مسجد ته یوړل شوه، د جنازې په لمانځه کې د ارواه ښاد د کورنۍ د غړو سر بیره دده
دوستانو او د کلتوري ټولنو سلګونو غړو برخه اخیسته وه. ورپسې جنازه د سلګونو کسانو
په بدرګه د کابل د سید نورمحمد شاه مینې د خوګیاڼو هدیرې ته یوړل شوه.


د قبر پر سر مولوي په خپلو خبرو کې وویل چې د اورښاد د دوستانو له څرګندونو
ښکاري چې نوموړی تل د افغانانو په خدمت کې وو او خدای (ج) به ورته د هرې نیکۍ بدله
ورکړي، په اوس وخت کې دده لپاره بل هیڅ څه مرسته نشی کولای بلکې یوازې او یوازې دا
چې دا اوس یې دوستان د ده د هغه نیکو کارونو په بدل کې ارواښاد ته د مغفرت لاسونه
پورته کړي. مولوي زیاته کړه، مرګ حق دی، خو بختور کسان به د ارواه ښاد میرویس سیدزي
غوندې وي چې ټول دوستان ورپسې د خدای بښنې لپاره دعا وکړي.


له هغه وروسته د اوکراین په ادیسه کې د خدای بښلی میرویس سیدزی یوه
همکار افغان سوداګر حاجی صاحب ستار خبرې وکړې، نوموړي وویل چې ده په هر حالت کې د
افغانانو خدمت ته رادانګلی دي او هیڅ وخت یې چاته د نه ځواب ور نه کړ او د افغانانو
کارونه یې تر خپلو شخصي کارونو لمړي بلل، د اوراه ښاد مرګ زموږ ملا ماته کړه، او
موږ به دده ځای ډک نشو کړای.


ورپسې په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري د خپلو خبرو په یوه
برخه کې وویل چې د خدای بښلی میرویس سیدزي خدمتونه به کله هم موږ هیر نه کړو،
نوموړي نه یوازې په مالي برخه کې د افغانانو خدمت ته لاس په نامه ولاړ و، بلکې په
فرهنګي برخه کې یې هم د پام وړ کارونه کړي دي، د فرهنګي غونډو په جوړولو کې یې مالي
او معنوي مرسته کړې ده.
 
ورپسې د ارواښاد د کورنۍ غړي سيد صابر اغا له
دوی سره په دې غم کي د ګډون له امله د ټولو څخه مننه وکړه او ويې ويل چي د دوستانو
دومره پراخي برخي اخستني ددوی پر کورنۍ د ميرويس غم راکم کړ.د جنازې مراسم ماذدیګر
له لمانځه مخکې ختم شول.


 ډسمبر ۲۶ – نذير احمد نذير – کابل


 د خدای بخښلي فاتحه نن د ماسپښین له یوې نیمې تر درې نیمو بجو پورې د کابل
په څلورمه کارته کې د شیرشاه سوري په مسجد کې واخیستل شوه، په فاتحه کې هم د جنازې
په څیر د کورنۍ د غړو سربیره سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.


ډسمبر په ۲۷ -نذير احمد نذير کابل


د کابل ښار د دریمې ناحیې د سیلو شاته د خدای بښلی په کور کې د کورنۍ لخوا د
خیرات مراسم تر سره شول. چې د ارواه ښاد خپلوانو او دوستانو پکې ګډون کړی و.


د فاتحې مراسم به د پروګرام له مخې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د خدای بخښلي د
کورنۍ د غړو او دوستانو لخوا اخیستل کیږي. چي نېټه او پته به يې ډېر ژر له لراوبر
ويبپاڼي پرليکه سي .


د لراوبر ويبپاڼي اداره او همکاران د نوموړي پر مړينه د زړه له کومي خواشيني دي
، یو ځل بیا یادونه کوي چې دده په غم د خدای بښلي له کورنۍ سره ځان شریک بولي، پاک
روح ته يې له لوی خدایه د مغفرت او کورنۍ ته يې د جميل صبر دعا کوي .


په ادېسه کي افغان فرهنګپال ډاکټر ادم خان ځدراڼ وايي چي د
ارواښاد ميرويس سيدزي فاتحه د جنوري پر ۳ نېټه د ماپښين ۱۳:۳۰ څخه د ماځيګر تر
۱۷:۰۰ بجو پوري د نارينه و لخوا د افغانانو په مسجد جامع کي اخستل کېږي
او د ښځو فاتحه د ارواښاد ميرويس سيدزي په کور کي اخستل کيږي .


نوموړئ وايي دجنوري پر ۴ نېټه د ارواښاد ميرويس سيدزي انډيوالانو او دادېسه ښار
افغانانو په افغان پامير رستورانټ کي د قرآن عظيم الشان ختم او خيرات هم په
پام کي نېول سوئ دی او له دوستانو هيله کوي چي په دې ثواب کي برخه واخلي .


ډاکټر ادم خان ځدراڼ وايي چي له بېلابېلو هيوادونو افغان فرهنګيانو او د ارواښاد
سيدزي دوستانو خواخوږي څرګنده کړې ده ، نوموړي په سويډن کي د همايون صاحبزي او
بلجيم کي د حاجي امين باوري نومونه د بېلګي په توګه ياد کړل .


جنوري ۳
نن تر غرمې وروسته د ادېسي ښار د افغانانو په مسجد جامع کي د ارواښاد
سيدزي پاک روح دعا ، قرآن کريم ختم او خيرات مراسم اجرا سول ، په دې اړه له اوکراين
څخه سيدحضرت سادات لراوبر ته وويل چي په دې مراسمو کي د يو شمېر هيوادونو څخه
راغليو دوستانو او د کورنۍ غړو او په سلګونو د ادېسي اوسيدونکو افغانانو برخه
واخيسته . له ادېسه څخه ډاکټر ادم خان ځدراڼ د نن ورځي جزياتو په اړه وايي :
نن ورځ د۲۰۱۲ کال دجنوری په ۳  دادیسی په ښارکی د اروا ښاد سید میر ویس سیدزی
فا تحه په ادیسه کی د میشتو افغانانواو همدارنګه د اوکرائین جمهوریت  خارکوف
کییف ا ونورو ښارونو څخه را غلو میلمانو په ګډون دادیسی ښاردګلوشکوپه جامع جومات کی
وا خستل شوه  .


د ما سپښن لما نځه د اداکولو وروسته د قرا ن  عظیم الشان ختم وشو . د افغا
نا نو دګلو شکو جامع جومات ملا امام نور رحمن د خدای بخښلی سید میرو یس  بی و
خته ا ونا ببره  مړینه دده د فا میل او ټولو افغانانو په خاطر یوه نه
جبرانیدونکی  ضایع و بلله او ټول مسلمانان او په خا صه توګه ځوانان ئی د اسلام
دمقدس دین دټولو فرایضو ادا کولو او لا ټینګښت ته را و بلل  وروسته د افغانانو
یوه سپینګیری مشر او په اسلا می مسایلو پوه خواجه صاحب یوسف د مرحوم په ژوند او
کړنلارو رڼا وا چوله او د میرویس د ډیرو ښو او اسلامی کارونو یادونه ئی وکړه او مر
حوم  ئی ځوانیمرګ شهید وباله اودده مړینه ئی دټولو افغانانو لپاره نه
جوړیدونکی پرّهروباله  ورپسی ټولو افغانانو په هغه خیرات کی چی د مر حوم د
کورنی له خوا تیار شوی  ګډون وکړ اودد ه په خاطرئی ډیری دوعاوی وکړی د خیرات
وروسته د مازدیګر لمونځ په جمع سره ادا شو د لمانځه دادا کولو وروسته د خا ر
کوف ولایت څخه راغلی امام صا حب شعر دمرحوم سید میرویس سره د خپلی  پیژند ګلوی
په دوران کی دده په انسانی او اسلامی اوافغانی اخلا قواو کړونو رڼا وا چوله  د
اسلام د نورو فضا یلو ا و وفات شویو مسلما نانو ته د خیر د رسولو په باره کی حا ضرو
مسلمانانو ته هدایتونه او سپرښتنی بیان کړی .  مرا سم د مازدیګر د ۴ بجو په
شاو خوا کی پای ته ورسیدل .


د یادولو وړ بولم چی سبا د ور ځی  په یوه بجه دادیسی ښار د پا میر افغان په
جامع جومات  کی  مر حو م سید میر ویس ته دلازیات ثواب درسولو په خا طراو
دمرحوم کورنی سره دغم شریکی په خا طر دقران عظیم الشان حتم .اوخیرات په دوو بجو
دټولو افغانانو لپاره د یو شمیر مشرانو او سپین ګیرو له خوا تر تیب شوی دی چی نور
معلومات په ئی وروسته وړاندی شی . وسلام   ډاکټر ادم خان ( ځدراڼ
)







 جنوري ۴
نن داوکرائین جمهوریت دادیسي په ښارکید
مرحوم سید میر ویس د شهادت په منا سبت دادیسي ښار د سو خوی لیمان دافغان پا میر په
جامع جو مات کی د ماسپښین دلما نځه له اداکولو وروسته د پا ک قران عظیم الشان ختم
وشوه په ختم کی د فرونز نومی کوڅی جامع جومات اماماو په ادیسه کی دچیچین دخلکو
استازو اود عربو وروڼو مشرانو  او همدارنګه دافغانانو د ګلو شکو جومات امام
نور رحمن دوستو خیل ګډون کړی و  چی په نو بت سره ټولو امامانو د شهید سید میر
ویس  پهښو او اسلا می اخلاقو خبری وکړی او دپاک الله (ج) له درباره ئی ورته
جنت فردوس غوښتنه وکړه .


وروسته د مر حوم سید میر ویس دوست او ګاونډی ښا غلیانجینرسلیم خان
اندړ دده ټول ښکلی خواص او عاداتونه بیان کړل او زیاته ئی کړه چی ما هیڅکله هم
دومره ښه او با نازاکتهد تجارت او کور همسایه نه و لیدلی دده ښه حوصله هر وخت موسکی
او خندانه ستړی مه شی او نیک نیت دده دژوند سره تړلیعاداتونه و. لوړه انسانی افغانی
او کلیوالی تربیه ئی درلوده .


همدارنګه ئی د ټولو هغو مشرانو څخه په نام او نام سرهمننه وکړه چی
دننی ور ځی په خیرات او ختم کی ئی مانوی او مادی مرسته کړی وه دمازدیګر لمانځه د
اداکولو وروسته ټولوافغا نانو یو ځای د خیرات ډوډی و خوړه او د مرحوم اروا ته ئی
دمعا فیت او معفرت لا سونه پورته کړل . مرا سم د مازدیګرپه ۴ بجو پای ته
ورسیدل  وسلام   ډاکټر ادم خان (ځدراڼ) او  انجینرمیراحمد شاه
(پښتون)









 


دجنوري پر ۱۴نېټه


د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د افغان کلتوري بهير لخوا د ارواښاد
سيدميرويس سيدزي روح ته ددعا او فاتحې په مراسمو کي د بلجيم مېشتو افغانانو په ګډون
د انګلستان ، هالنډ ، جرمني او سويډڼ څخه يو شمېر افغان شخصيتونو برخه واخيسته
.




دغه مراسمو د ۲ څخه تر ۵ بجو پوري دوام وکړ ، د قرآن کريم د ختم او
دعا تر څنګ د ارواښاد ميرويس سيدزي اخښي، د امه زوی او په بلجيم کي د افغان کلتوري
بهير دمشرتابه جرګې غړي ښاغلي انجنير سيدحضرت سادات د ارواښاد ميرويس ژوندليک ولوست
او د هغه د کلتوري خدمتونو او ښو اخلاقو د يادوني ترڅنګ يې د ټولو حاضرينو څخه د
راتګ اوغمشريکۍ له امله ډيره مننه وکړه .



برخه والو وروسته په هغه مېلمستيا کي برخه واخيسته چي د ارواښاد
ميرويس په پاک روح پسي د خيرات په نامه ترتيب سوې .




په بلجيم دافغان کلتوري بهير په نوښت او بروکسل کي د ابن سينا مسجدد
ادارې په همکاري ددغو مراسمو ځيني برخي په دې ويډيو ښوول کيږي .



اوکراين د جنوري ۲۸ : د ارواښاد ميرويس سيدزي روح ته د قران کريم د ختم غونډه


دمر حوم سید میرویس سيدزي پاک روح ته ددعا او د هغه د ياد تازه کولو په موخه د
نوموړي یو شمیر دوستانو دجمعی په ورځ دادیسۍ ښارسوخوی لیمان دافغان پا میر په جامع
جومات کی وروسته دجمعی لمانځه د ادا کولووروسته دقران عظیم الشان ختم او خیرات
مراسم جوړوي . ادیسي میشتو افغانانو ته بلنه ورکول کیږی چی په ترتیب شوی مراسمو کی
ګډون وکړی .
ارواښاد سيدزی د ۲۰۱۱ دډسمبر پر ۲۲ نېټه په داسي حال کي په يوه
ترافيکي پېښه کي ناببره توګه شهيد سو چي سهار وختي له کور څخه کارته روان وو .


سويډن ۲۸ جنوري :
په ستوکهولم کی دسیدمیرویس سیدزی دفاتخې خبرتیا


انالله وانالیه راجعون


حاجی سیداخترشاه سیدزی، سید رمضان سیدزی او سیدعلی احمد شاه سیدزی ـ وروڼه.
انجینرسیدحضرت سادات اوسید کاظم سادات ـ اوښی. سیداسحق سیدزی، سید جلال سیدزی او
سیدمنصور سیدزی وریرونه. داکترصاحب ژوند، حمید الله ورور، همایون ژوند،عبداولی
خاوری،محمد رسول ابراهیم خیل،محمد اصف نورګلی،حکیم صافی، عبداواسیع بره کی، محمد
عمر فرزان، عبدالمجید امیری او ډګروال سید رحمن پیلوت ـ دوستان.
د ارواښادسید
میرویس سیدزی د شهادت له کبله چه جنازه یی پخوا په کابل کې خاوروته سپارل سویده،
دوستانوته خبرورکول کيږي چې د نارينه و فاتحه د روانې مياشتې په ۲۸ مه نيټه د شنبې
په ورځ په ستوکهولم کې د افغانانو په جامع جومات کې د ماسپښین له دووبجو(14:00) څخه
دمازيگر تردرې نيموبجو 15:30 او دښځینه وو فاتحه په همدغوبجو په ستوکهولم کې د
سیدکاظم سیدزی په کورکې اخيستل کيږي.ددوستانو راتگ به دخدایبخښلی دروح دخوښۍ او
ددوی دکورنۍ دلاډاډگيرني او تسليت لامل وګرځي.
په افغانی مینه
اودرنښت
سیدکاظم سادات


د جومات آدرس:
Adress: Askersundsgatan 4 , 124 67 Bandhagen , T-Bana:
Rågsved


دمعلوماتو لپاره له لاندي تيلفون شمیرو سره اړيکه ونيسي


0046700417547 , 0046739511984 ,0046720340782


په سویډن کې دافغانانو اسلامي مرکزاومېشت افغانان دارواښادشهید سیدمیرویس سیدزی
پرمړینه ډیر زیات خواشينی دی.د دغې غمجنې پیښې او ماتم له کبله ددوی دردیدلي کورنیو
ته د تسلیت په ویلو سره د دوی په غم کې ځان شریک بولي .
د دغه مرکز غړي د لوی
خدای (ج) له دربار څخه د ارواښادو دوستانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.


په درنښت
په سویډن کې دافغانانو داسلامی مرکز مشرتابه جرګه



د ارواښاد سيد ميرويس سيدزي د کورنۍ لخوا د منني
پيغام
د1390 کال دکب یاحوت دوهمه د2012 کال د فبروری 21
انجنير سيد
حضرت سادات – بروسل ښار ـ بلجیم


ډیرو ګرانو افغانانو، دوستانو، وروڼو اوخویندو!
اسلام علیکم ورحمت الله
وبرکاته واما بعد


لکه
څنګه چه خبریاست دروان 1390 لمریز کال دمرغومی یا جدی په دوهمه، چه دمیلادی 2012
کال دډسمبر له 22 مې سره سمون لری،داوکراین جمهوریت دادیسې په ښارکې مېشت افغان،
دسیدزی دکورنۍ غړۍ، افغان ځوان فرهنګی شخصیت، فرهنګیال اوفرهنګپال ،دافغانانوپه غم
اوښادیوکې شریک ځوان، ارواښاد سیدمیرویس سیدزۍ ، پداسې حال کې چه له کوره دخپل
سوداګریزدفتر په لورروان وو، په یوه غمناکه ټرافیکی پېښه کې شهیدسو. قالوانالله
واناالیه راجعون


دده دشهادت دهماغه لومړۍ ګړۍ څخه بیا ترپایه ټولودوستانوپه بیلابیلو هیوادونو
اوګران افغانستان په دننه کې په پوره اندازه داسې غمشریکی وکړه چه احسان به یی په
تلپاتی توګه زموږد کورنۍ لپاره احساس وی. الله تعالی دې یی اجرټولو ته ورکړی.

هرڅوک چه دده له شهادته خبرشویدۍ، له خپلو امکاناتو اولاسرسیو سره یی پدې
غمشریکۍ کې برخه اخیستې ده. ځینې دوستان اوملګری داوکراین جمهوریت دادیسې ښارته
مخامخ ځانونه ورسول، ځینو بیا ځانونه کابل ته ورسول ترڅو دجنازې اوترهغې وروسته
مراسموکې برخه واخلی. ځینو دوستانو خو حتی دغمشریکۍ لپاره خپل سفر بیرته تر ادیسې
وغزاوه.
په عین وخت کې افغانی ویبپاڼواو هغودوستانوچه انټرنټ ته لاسرسی درلود،
په ښه، پرېمانه اوپروخت دغمشریکۍ پیغامونه ولیکل. دهمدې پیغامونو له برکته دشهید
میرویس دشخصیت، استعداد،مړانې، دوستۍ، افغان انسان اوافغانستان ته دوفادارۍ اوخدمت
احساس اونېکو اخلاقواو افغانی اویسلامی سلوک سپړنه وسوه. اودهمدې غمشریکیو له برکته
نن شهید سیدمیرویس سیدزۍ په تېره بیا دجلاوطنه افغانانو په منځ کې دبوې مثبتې بېلګې
او سمبول په څېر مطرح او ځلیږی.
که څه هم دارواښادمیرویس سیدزی شهادت زموږدکورنۍ
لپاره یوه سترغم اونه هیریدونکۍ ماتم دۍ، خو ددوستانو، یارانو، آشنایانو اوګرانو
افغانانونه هیریدونکې غمشریکۍ، چه ترهمدااوسه لادوام لری،زموږدا غم رانیم کړ. خدای
موخوشاله لره!
دې غمشریکیوموږټولوته داڅرګنده کړه چه داشهید دټولوشهیداوداضایعه
اوتشه
دټولولپاره نه جبرانیدونکې ده. ځکه همدومره چه زموږکورنۍ دده دنه شتون
احساس وکۍ اولاتراوسه هم لا دویراوغمه نه یووتلی، له دې نه لازیات ګرانو
افغانانودده تشه احساس کړې اوویرپرکوی.
همداسې چه دشهیدمیرویس ژوندیولوی درس
اولوست دی، په همغې اندازه دده شهادت هم دزده کړې لپاره ډیرغنی دۍ .
زه له وخته
په ګټه اخیستو، دشهیدسیدمیرویس دکورنۍ په استازیتوب، له ټولو ګرانوافغانانو، ملګرو،
یارانو، آشنایانو، خوندو او وروڼو څخه چه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه یی زموږله
کورنۍ سره پدې سترماتم کې برخه اخیستې او غمشریکی یی کړېده، دزړه له کومې مننه کوم.
لوی څښتن تعالی دې ددوی د دغو نه هیریدونکو زحمتونو او غمشریکیو اجراوثواب ورکړی.
او الله تعالی دې موږ ټول دباقی غمو وساتی. آمین
له هغودوستانو ځانګړې مننه کوو
چه دهیواددننه په کابل، ننګرهار، هرات اوبلخ ولایتونو کې یی پدې غمشریکۍ کې مخامخ
برخه اخیستې وه.
ځانګړې مننه له هغودوستانو کوو چه له هیواده بهر په اوکراین
جمهوریت او په ځانګړې توګه دادیسی په ښار،اوهمدارنګه په اتریش، بلجیم، سویډن،
انګلستان، دامریکا په متحده ایالتونو، دچین په جمهوریت او روسیی فدرافیف جمهوریت کې
یی په مخامخه توګه پدی غمشریکیو، فاتحو او دقرآن کریم په ختمونو کې یی برخه اخیستې
ده.
ځانګړې مننه د بینوا او ټول افغان دښکلو ملی ویبپاڼو له چلوونکواو کاری
ټیمونو څخه کوو چه پروخت یی دپیغامونو اوخبرتیاووله لاری ګران افغانان شیبه په شېبه
په جربان کې اچول.
دلروبرد ملی اوښکلې ویبپانې دامتیازخاونداوچلوونکی ګران
عبدالله احسان اود دوی له کاری ټیم څخه ځانګړې مننه کوو چه دشهیدمیرویس دشهادت له
لومړۍ شبیې بیاتراوسه یی دغمشریکیو ترڅنګ شېبه په شېبه لیکلی، تصویری،
ږغیږاوویډیویی خبرتیاوې، پیغامونه ،معلومات اوراپورونه بېله ځنډه ګرانو افغانانوته
رسولی دی. آن تر دې چه دلاښه معلوماتو دوړاندې کولو په موخه یی داوکراین جمهوریت
دایسې ښار او کابل ته خپل دکاری ټیم غړی اواستازی په بیړنۍ توګه واستول. اوتقریبا
دجنازې اوټولو فاتحواوختمونو راپورونه یی په مخامخ ډول رسولی دی.
په تیره بیا له
هالنډڅخه کابل ته دلروبرداستول سوی همکاراو استازی، ګران نذیراحمد، نه ستړې کیدونکی
هلې ځلې دیادولووړبولو.


په پای کې یوځل بیا له ټولو مننه.
لوی څښتن تعالی مو په خپل امان کې وساته.
آمین


په افغانی اوپښتنی مینه او درنښت
دشهیدسیدمیرویس سیدزی دکورنۍ لخوا
د
ارواښاد سيدزي په اړه نور معلومات پر دې پته ولولئ

تبصره نسته

  1. دغمشريکۍ اوخواخوږی پيغام
    راته ډير گرانه، دمرگ خونه وې دښمن دې ومره !
    په زياته خواشینی مو خبر تر لاسه کړ چي داوکراين هيواد دادېسي دښار اوسېدون کی ځوان فرهنگپال سيد ميرويس ((سيدزی))په يوه ترافيکي پېښه کښي دجلاوطنۍ په شرايطوکښي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ اوځوانمرگ شو .اناالله و انا اليه راجعون
    موږ پداسي حال کښي چي ځوان فرهنگپال ،دښواوعالی اخلاقوڅښتن سيد ميرويس ((سيدزی)) مړينه دمرحوم کورنۍ ټولودغړو اوستانولپاره لويه ضايع گڼو،ځانونه ددوي دکورنۍ،دوستانو،علاقمندانواوټولوفرهنگپالوسره پدې ستر اودردونکی غم کښي شريک بولو،دلوي څښتن تعالی له دربارنه دمرحوم درنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دزړه صبر اوگران ځوانمرگ ميرويس جان ته فردوس جنت غوښتنه کوو.روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله
    ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
    حبيب الله غمخور

  2. دا غمجن خبر دی نه وای خپورشوی ۰ د میرویس مسا فره پښتنه مور دی دخپل نازولی زوې په ویر نه واۍ ویرجنه شوی ۰ د میرویس کورنی ، عزیزان او یاران دی ددغه مهربانه میلمه پاله او فرهنګ پاله ځوان په ویر نه وای غمجن شوی ۰ اوس چی دا غمجن خبر رښتینی شو خدای ج دی د میرویس روح ښاد وګرزوی ، جنتونه دی نصیب شی ، درنی کورني ته دی الله ج صبر ورکړی ،پښتنه مور دی دنورو غمونو په امان پاته شی ۰ امین یا ربالعالمین

    حکمت الله حکمت مالمو سویډن

  3. زه او زما کورنې دخدائیبخلی وطنپال اوفرهنګپال غمیدلۍ کورنۍ سره دغم په ټغر ځان شریک بولم ،موربی بی اوخویندو بی بیانو دزړه صبر ،اومرحوم مغفور ته دوعا ګانو لپی وچتوم۰

  4. ستا د روح پتنګان چیری خفه مه شه زه ډ یوی د او ښکو ږدمه په مزار ستا

    هو ! نن ورځ داتر یخ او زړه چاو دیدونکی حقیقت دی چی خدای بخښلی میر ویس زموږ په مینځ کی نشته

    همدا اوس دادیسی د هوای میدانه را غلم د میر ویس خان جنازه مو وا خیسته او د انتقال په خا طر ټولو ادیسی میشتو افغانانو دده همسایه ګانو ملګرو او پیژند ګلوو په یو ځای د هوای میدان کارکونکو ته وروسپارله
    الوتکه به نن په ۸ بجو د ستا نبول هوای ډګرته اود وختی سهار په وخت به کا بل ته انشالله پرواز وکړی او زموږڅخه به زموږ میرویس جان دتل لپاره یوسی چی هجران به ئی دادیسی ښار ټول افغانان تر ډیر وخته و ځوروی .

    لکه څرنګه چی مامخته وویل یو څو شیبی مخکی د میر ویس د جنازی څخه را غلم دډیر خفګان نه می د ځان سره وویل چی را ځه د هغو انډیوالا نو سره خبری شریکی کړم چی دادیسی بهر ژوند کوی او میرویس ئی پیژانده د شپی ادیسه یوڅه یخ وه (هوا د نورو ورځو په نسبت ساړه وه) مګر افغانان خوشخال و ادیسی ته دهیواد تکړهسندر غاړي فرزانه ناز را غلی وه د ښا غلی خادم خان دلورلاس نیوئ و او څوک چی میرویس جان پیژنی هغوی پو هیږی چی هغه څومره یو دکاروبار سړی و او پدی منډو رامنډو کی دی څومره تکړه او بیدار و ده زموږ سره پوره منډی وو هلی د شپی په محفل ماته وائی بخښنه غواړم چی زه دومره پوره شاعر نه یم خوده ماته د شاعرصاحب غږ کولو ، شاعر صا حب نور نو ستاسو کار دی زه به استراحت کوم او خوند به اخلم د پرګرام په جریان کی زه دوه
    ځلی ستیج ته پورته شوم مګر موزیک نه برابریده زموږ دوست ببرک خان ماته وویل پا څه پښتون صاحب د میویس خان څخه هیله وکړه دا موزیک سور نه نیسی غیر دده په دی کی بل څوک کومک نشی کولی ماورته وویل چی دده ورور رمضان میلمه ورته راغلی مه ئی په عذابوی پربږدی چی دورورسره ناست وی خو بیا هم ونه شوه دده څخه مو خوا هیش وکی را پا څیده او هغه موزیک ئی برابر کړ که رښتیا ووایم دی زموږ لاس پښه و . سبا سهار تقریباً یو څه د عمده فروشۍ ورځ وه افغانان وختی په ۶ بجو په بازار کی حاضر و داتوبجو په وخت کی دا بده اوازه پورته شوه ، چا چی دا خبره اوریدلی دا فکر ئی نه کولو چی بل ته هم ووایي دډیر ی حیرانتیا اوتلالی په موټرو کی سپاریدل تر څو دده کمک ته ځان ورورسوی.

    خو په ډیر افسوس او ډیر افسوس د ویر ژاړا نور زموږ وس نه و دا دوه دری ورځی په ادیسه کی د افغانانولپاره دلوی غم ور ځی دی او دده په غم کی به موږ تل ځوریږو دا زما لیکنه شاید چاته دپام وړ ونه ګر ځی خودیادولو وړدی چی زه دده ټولو دوستا نوته که په ادیسه دی که په وطن کی دی اوکه په اروپا او امریکا کی دی داوایم میرویس د خدای وبخښي .
    اوس موږ ده ته فقط ددوعا له لاری خپل ښه نیت ښودلی شو میرویس د ټولو ادیسی میشته افغانانو دوست عزیز او ورور وه موږ ټول دده په غم کی ستاسو سره شریک یو خا صتاً زموږفر هنګی وروڼو او دوستانو ته چی سږ کال په اوړی کی زموږ دادیسی میلمانه و اوپه جدا ډول ښا غلی جهانی صا حبته د شهید میر ویس خان د بی وخته مړینی ډاد ګیرنه وړاندی کوم او ژمنه کوو چی موږ به تل په ادیسه کی دمیلمه پالنی او فر هنګ پالنی روحیه لوړه وساتو په اخیرکی یو ځل بیا دمیر ویس جان روح ددوعا لاسونه پورته کوم . دا دوه تصویرونه دده داخری شپی تصویرونه دی وسلام

  5. د ارواښاد ميرويس سيدزي د ناڅاپه مړيني له کبله چي زما په شان يی دداسي ډيرو زړونه داسي ولړزول لکه ناببره زلزله چي له داسي ډيرو ودانيو ، کليو او ښارونو تيره سي . د ګران ميرويس جان مړينه يوه غټه ضايع او يوه غټه خلا تشکيلوي ، خدای بخښلی ميرويس د ورين تندي خاوند چي تل به يي په روغبړ کي په ډکه خوله خندا او هر چاته په مخ کيدو دوه لاسي سلامونه کول .
    خدای بخښلی ميرويس يو فرهنګي شخصيت او د خپلو هيوادوالو خدمت به يي په خان فرض ګاڼه او هميشه به يي ورسره نه ستړي کيدونکي ګامونه اخستل . د اديسه ښار د ملا امام په توګه او د دستوخيلو د قوم په نماينده ګي ارواښاد ته د هسک له پراخه دربار څخه د جنت فردوس او درديلي کورني ته يي د جميل صبر او عضيم اجر غوښتونکی يم .\انالله و اناالیه راجعون
    \وسلام عليکم ورحمه و برکاته

  6. pak Allah (J) de warta janate ferdaus aw koranai ta e jamil sabr war pa nasib kri kala che me da dardnak khabr wawred no shock me wakhor pa rekhtya der dard nak khabr wo gar che ma pa khapl zhwand ke yaw zal ledali wo kho zma nezhde dostano warasra de odesse pa khar ke kar kawao no hamish ba me trena de khodia bakheli Merwais jan sefatona ,khawale awreda aw haghwoe sara e de wrono pa shan rawya kawala .ajmal safi austria vienna

  7. ددې فاني نړۍ د ژوند پای مرګ او مرګ حق دی .
    انالله و انااليه راجعون
    د خدای بخښلي ځوانيمرګ ميرويس سيدزي له کورنۍ او ويرجني مور سره يې ددې لوی غم پر ټغر خپله کورنۍ او ځان شريک ګڼم .
    له لوی څښتن تعالی جل جلاله څخه يې کورنۍ ته د جميل صبر او د وروستي غم غوښتونکی يم . روح يې ښاد او جنت فردوس يې په نصيب .
    په پښتني دود يې زموږ په زړونو کي تل نېک يادونه تل پاتي لره . امين يا رب العالمين.

  8. خدای دی ورته جنت زای کړی او ‍کورنی تی خدای (ج)صبر ورکړی

  9. دغمشريکۍ اوخواخوږی پيغام
    راته ډير گرانه، دمرگ خونه وې دښمن دې ومره ! دا غمجن خبر دی نه وای خپورشوی ۰ د میرویس مسا فره پښتنه مور دی دخپل نازولی زوې په ویر نه واۍ ویرجنه شوی ۰ د میرویس کورنی ، عزیزان او یاران دی ددغه مهربانه میلمه پاله او فرهنګ پاله ځوان په ویر نه وای غمجن شوی ۰ اوس چی دا غمجن خبر رښتینی شو خدای ج دی د میرویس روح ښاد وګرزوی ، جنتونه دی نصیب شی ، درنی کورني ته دی الله ج صبر ورکړی ،پښتنه مور دی دنورو غمونو په امان پاته شی ۰ امین یا ربالعالمین

  10. مننه

    د لر او بر د ملی او درندی ویبپانی او د قدر وړ دوستانو چه د ارواښاد سید میر ویس سید زی د فعالیتونو ،خاطراتو او ډاډګیرنی
    پییغامونو د اظهار له امله د خپل ځان او د ارواښاد د تولی کور نی له خوا د مننی په ځرګندولو تولو دوستانو عبدلله جان احسان ، نزیر احمد نزیر ، داکتر صاحب ادم خان ، ریس صاحب ایوب ، جهانی صاحب ، حاجی صاحب ستار ، باوری صاحب ، اجمل خان مسافر ، مولوی صاحب نور رحمان ، حکمت الله حکمت ، انجینر میر احمد شا ، نجیب الله احمد زۍ ، حبیب الله غم خور ، محترم صافۍ حاجی صاحب فرهاد ، خالد جان ،داکتر صاحب مهمند او نور تولو هغو دوستانو چه د ادیسۍ بیلجیم ، سویدن ، امریکا او نورو هیوادونو څخه تشریف راوړی او هغه دوستان چه په افغانستان کی د ارواښاد د جنازی او فاتحی په مراسموکی کډون کړی او په دې ویرجنو شیبوکۍ خوا خوږی کړی د لوی خدای له درباره د عظیم اجر غوښتنه کوم او په ترڅ کی
    باېد ووایم چه په اطرېش کۍ فاتحه به وروسته اعلان شی. همدارنګه د پیژندليک په برخه کی یوځوټکی اضافه کوم هغه دا چه : ارواښاد سید میرویس هغه مینه چه دخلکو سره دخدمت او د علم سره
    د محهبت په برخه کی درلوده وروسته له دی چه دتخنیکم عالی موسسه يی په مزارشریف کی پای ته ورسوله بیایی
    د ‍طبی تعلیماتو موسسه هم په بری او دیری مینی

    تکمیل کړه خو کله چه هجرت ته مجبور شو نو تجار ت ته یی مخه شوه خو هیڅکله هم د پیسو زخیره کول یی مقصد نه ؤ بلکه دبی وزلو لاس نیوی د افغانانو د کلتوری ودی د پار نه ستړې کیدونکی هلی ځلی یی خپله دنده ګڼله لنده دا چه همیشه تحرک او تلاش د افغانانو د خدمت لپاره هیڅکله یی هم د ستړیا احساس نه کاؤ او کله هم زما نه یادیږی چه ده به ویلی وی چه زه ستړی یم او یا خوب راضی . دلوی خدای (ج) رضا د خپل وطن خلکو او افغانی عالی کلتور سره مینه د ده مخی او ارزختونه ؤ او د هغی دپاره هڅه او هاند ده خپله دنده ګڼله .دښی سلیقی خاوند ، مهذب ،مهربانه او د ظریف احساس څښتن ؤ .
    کله یی چی په کمپیوتر ارامه ، مسکۍ او په ابدی خوب ویده څیره راته وښوده نو مور راته وویل چه اوس ویده دی او غواړی چی دیړ ارام وکړي .

    انا لله و انا الیه راجیعون

    چه پیدا شوی تا ژړل خلکو خندا کړه
    داسی مړشه چی ته خاندي خلک ژاړ ي
    سید اختر شاه سیدزۍ د مرحوم مشر ورور

  11. د لوی څښتن په نامه
    له خواشيني سره مې دغه زړه خوږونکی خبر ولوست، چې زموږ هڅاند افغان ورور سید ميرويس سیدزي په پردېسي کې د ترافيکي پېښې له سببه په شهادت رسېدلی دی. د مرحوم سيد ميرويس سيدزي مړينه د افغان ولس لپاره يو ضايعه ده او د کورنيو غړيو لپاره يې يوه لويه بدمرغي ده او نه زغمېدونکی غم دی. زه د دغه کرښو په ليکلو د مرحوم سيد ميرويس سيدزي د کورنۍ په غم کې ځان شريک ګڼم او ښاغلي انجينير صيب سادات او د کورنۍ نورو غړيو ته يې د جميل صبر غواړم او له لوی حښتنه شهيد سيد ميرويس سيدزي ته د فردوس جنت تمه کوم. ټول مسلمانان دې خدای له غمونو وژغوري او په خپل امان کې دې يې وساتي.
    وسلام
    ډاکټر سيد نصير احمد (نيدرلند)

  12. Da loy a bakhonki allah pa nama . Allah pak de de zwani marg ta janatul ferdaws war pa naseeb ki aw pata famil ta de allah pak sabr jamil warkry

  13. Ahlla pak da merwes jan. Ta jant perdow nesab kha.

  14. په بلجیم کي افغانانو د شهید میرویس سیدزي روح ته د احترام مراتب وړاندي کړل . افغان کلتوري بهیر او د شهید میرویس سیدزي د کورنیو له خوا دا مراسم د افغانانو د ابن سینا په جامع جومات کي تر سره شول . په مراسمو کي د بلجیم میشتو افغانانو له ګډون سره سره ، له سویډن ، هالنډ ، انګلستان ، المان ، ډنمارک څخه هم افغان منورو شخصیتونو برخه اخیستی وه . بلجیم میشتو افغانانو په ډیر اخلاص او غمشریکۍ دا غمجن درد او غم د ارواح ښاد سیدزي له کورنۍ سره شریک کړ . دا مراسم چي د قران پاک په ختم او د ډوډی خوړلو چي د شهید سیدزي ارواح ته د خیرات په ډول جوړه سوی وه ، پای ته ورسیدل . وروسته د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګی د سویډن ، هالنډ ، انګلستان او ډنمارک څخه راغلو افغان منورینو په ګډون د شهید میرویس سیدزي د خور کورته ورغلل او هغوی ته یې د صبر او زغم دوعا وکړل . په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو استازو د شهید میرویس سیدزي د شخصیت ، شهامت او ملګرتوب اړخونه بیان کړل . د شهید میرویس سیدزي ځای یی په افغاني کلتوري کهول کي تش یاد کړ او د هغوی ټولي کورنۍ ته یې د صبر جمیل او شهید میرویس سیدزي ته یې د لوی تبارک تعلی څخه فردوس جنت تمنا کړ . امین .
    باوري له بلجیم څخه
    15.01.2012

  15. دغمرازئ پیغام

    په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی ښاغلی میرویس سیدزی له هیواده بهر په یوه ترافیکی پیښه کی ځوانیمرګ شو او لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
    ارواښاد میرویس سیدزی د پښتني کولتور د بډایني لپاره بی دریغه هلی ځلی کړی، چی د ده یاد به تل تازه ساتی.
    زه د خپل ځان اود پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له اړخه دارواښاد کورنئ، خپلوانو ، دوستانو ،له ښاغلی انجنير سيدحضرت سادات او ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼم .
    جنت فردوس دی په نصیب شی.
    په درناوی

    نصیر ستوری

  16. dera manena de tolo dostano aw wrono de gham sharekina khday de tolo ta hager pa nasib kre za de mirwais jan pa gham ke ywaze na wom aw mirwais jan dase zlanda nom prekhod che za ee nen pa wrory eftkhar kawom ..

  17. dera manena de tolo dostano aw wrono de gham sharekina khday de tolo ta hager pa nasib kre za de mirwais jan pa gham ke ywaze na wom aw mirwais jan dase zlanda nom prekhod che za ee nen pa wrory eftkhar kawom ..