کور / نثر / شعرڅه شی دی؟

شعرڅه شی دی؟

شعر عربي کلمه ده،په لغـت کې پوهیدلو اوموندلو ته وايي.په اکثروقاموسونوکې دشعرلغـوي مانا داسې راوړل شوې ده:


« شعرد «ش»  په زور،دا نسان یا څاروي دبد ن ویښته، د «ش» په زیر،هرهغه څه چې دانسان د تخیل زیږنده وي،وزن اوقافیه ولري.» ( فرهنګ فارسي عمید،۷۹۵مخ)


دلته زموږ موخه په دویم تعریف کې ده،نه په لومړني تعریف کې.که دشعر له لغـوي مانا څخه راتیرشو،نوله دې پوښتنې« شعرڅه شی دی؟» سره سم،بله پوښتنه رامنځ ته کیږي،هغه داسې چې:


« شعر په کوم وخت کې څه شی دی؟»؛ځکه چې شعردخپل پیدایښت په لومړنیو وختونوکې یوډول پدیده وه،او وروسته بیا د وخت په تیریدوسره بل دول،او اوس بیا جلا مفهوم افاده کوي.زه به دلته په بیلابیلووختونوکې دبیلابیلوشاعرانو،لیکوالو،فیلسوفانواوپوهانوالواکونه(نظریات)،دشعردتعریف په برخه کې وڅیړم،څودرانه لوستونکي وکولای شي دخپل قضاوت له مخې دشعریوتعریف غوره کړي اویاهم دشعر دتعریفونوپه رڼا کې دوی خپله شعرته یونوی تعریف جوړ کړي یا شعرتعریف کړي.


شعردانسانانوترټولوپخوانۍ هنري پدیده ګڼل کیږي.لومړنۍ نښې نښانې یې هغوسندرواوآوازونوته رسیږي چې لومړنیوانسانانوبه د کارپه لړکې له هغـونه استفاده کوله.


کله چې دشعـرد تاریخ په هکله څه وایو،نوپه دې برخه کې اکثره پوهان اوڅیړونکي اولیکوال په دې نظرموافقه سره لري چې شعـردانسانانوترټولوپخوانۍ هنري پدیده ده.مشهورانګلیس نقاد اوشاعر« شللي » په دې برخه کې داسې نظرڅرګند کړی دی:« څنګه چې شعرمخیل کلام دی اوتخیل دپیدایښت له پیل نه د بني آدم خاصه وه،ځکه دشعرپیدایښت دانسانانوله پیدایښت سره یوځای شوی دی.» ( ادب مجله،۱۳۵۶کال،۱۱۹مخ)


دغه راز دشعـردپیدایښت دبیلابیلونظریاتوپه لړکې کرستوفرکادول«په شعـرکې خطا اوثواب»نومي اثرکې داسې لیکلي دي:« هره ټولنه چې په نظرکې ونیسواودهغې ټولنې دهنري ابداعاتوتاریخ ترکتنې لاندې ونیسو،شعـربه دهغې ټولنې پخوانۍ رامنځ ته شوې هنري بڼه وي.»( ادب مجله،۱۳۵۶کال.۱۱۹مخ)


دهمدعونظریاتوپه لړکې ی ـ ا ـ هاوزرهم دشعـردلرغونوالي په باب خپل نظردیوې مقلې په ترڅ کې څرګند کړی دی،ده ویلي دي:« شعـردذهـن دښکلاپیژندنې له لومړنیوفعالیتونوڅخه دی…»(ګستره ومحدوده ی جا معه شناسي،هنروادبیات،۷۹مخ)


په دې ډول د ډیرومفکرینو، محققینواوپوهانو په بیلا بیلوآثا روکې د غه نظریه اود دې نظریې تا ییدي مقا لې اوکتابونه ګوروچې دشعـرپه لرغونوالي سره په یوه نظردي؛ خود شعـرد تعریف،هدف،رسالت او وظیفې په هکله بیا سره دنظراختلاف لري.دنړۍ په بیلا بیلو سیمو کې دشعـر له پا ره دپیړیو په اوږدو کې بیلا بیلوخلکودخپلونظریاتو،ایدیالوژیوتجربواوپوهې له مخې ډول،ډول رسالتونه،هدفونه،نومونه،تعبیر،معـناوې اوتعـریفونه رامنځ ته کړي دي.


دلته به دشعـردتعـریف،التزام،معـناوو اوتعـبیرونوپه هکله د نظردخاوندانونظریات راوړل شي او وبه ګورو چې شعـر ددوی له نظره څه شی دی؟


که دیونان دنامتواستادانو،افلاطون«جمهوریت» اوارسطو« کتا ب الشعریا پویټکس » دشعـراوشاعرۍ په باب دنظریاتودلومړنیوکتابونوپه توګه په نظرکې ونیسو،نوپه مستندډول ویلای شوچې له دوو زرو کلونونه زیات وخت کیږي چې دشعـردپیژندنې اوماهیت په باب مفصل اومنسجم بحثونه روان دي،خوتراوسه پورې داسې یوتعـریف چې لکه دساینس فورمول ومنل شي،نه دی رامنځ ته شوی.ځینې ادبي شخصیتونه حتی دشعـرله تعریف اودشعـر په هکله له څه ویلوسره هم مخالفت کوي.له هغوادبي شخصیتونوڅخه چې له شعـرله تعـریف سره یې څرګند اوټینګ مخالفت کړي دی،یوهم دترکیې طنزلیکونکی،ناظم حکمت دی.ده ویلي دي:


« شعـریوې خوش آوازه مرغۍ ته ورته دی چې باید نغموته یې غوږونیسو،خوهغه کسان چې دشعـردماهیت په باب خبرې کوي،دهغوخیټوروپه شان دي چې دمرغۍ دآواز پرځای،دهغې له غوښې سره مینه لري،»(سرمحقق صدیق روهي،دپښتومعاصرادبیات،۹ــ ۱۰ مخونه)


دارسطوله «پویټکس» نه مخکې افلاطون دخپلونظریاتوپه ترڅ کې،شعـرته دیولاهوتي موهبت په نظرکتلي اوویلي یې دي چې:شاعردتفکراوتآمل له مخې شعـرنه وايي،بلکې د «میوز» رب النوع خپلې خبرې موږته دشاعرانوله خولې اوروي.کله چې شاعران شعـروايي،دوی په خپل اصلي نورمال حالت کې نه وي،بلکې دوی دشاتوله فواروڅخه،چې دهنردآلهې په باغونوکې فوارې کوي،خپلې خوږې سندرې راټولوي اودجذبې په حالت کې یې زموږغوږونوته رارسوي.نوشعـردهنر دآلهې اختراع ده اوموږنه شوکولای چې د «تنیخوس» او «خاسیدیان» ښکلي نظمونه دبشري فکرمحصول وبولو.شاعران دهنردآلهوترجمانان دي اودجذباتوپه عالم کې سندرې وايي.که داسې نه وي،نوڅنګه امکان لري چې دډیروعادي خلکوله خولې دې دومره ښکلې سندرې واوریدل شي.(روهي،دپښتومعاصرادبیات،۱۱ــ ۱۳مخونه)


څنګه چې په پخوا زمانوکې هنردطبیعت تقلید ګڼل کیده،نوارسطودهمدې اصل پربنا دشعرپه باب وویل:


« دشعـرهدف دخلکوداعمالونمایش دی.»(صورتګر،سخن سنجي،ص۵۹)


همدارنګه ارسطوپه خپل اثرپویټکس کې هم شعـردطبیعت تقلید ګڼلای دی.ارسطوګټورهنرونه ــ چې دژوند دمادي اړتیاوودپوره کولوله پاره خدمت کوي ــ له ښکلوهنرونوڅخه،چې دخوند اودروح دتصفیې له پاره په کاریږي،بیلوي.دده په نظرشعـردبشري عواطفوله تهذیب سره مرسته کوي.که په شعـرکې د تخیل اومبالغـې برخې زیاتې دي،علت یې دا دی چې شاعرایدیال انځورونه اوحقیقي مفکوره په نظرکې نیسي.(روهي،دپښتومعاصرادبیات،۹ــ ۱۳)


دارسطو له نظره انساني ذوق دشعـرخالق دی.دغه موضوع ارسطوپه خپل اثر« پویټکس » کې طرح کوي.دده دنظریاتوخاکه داسې ده:دانسان کوم ذوق چې دشعرخالق ګڼل کیږي،له دووسرچینوڅخه توومنه اخلي.لومړنۍ چینه یې دتفاخراولويۍ فکردی،چې دپلاراونیکه دلويۍ اوعظمت دتآثرنتیجه ده.دغه برخه دفخریه اورزمیه اشعارومحرک ګڼل کیږي.دویمه چینه یې دنورودعیب لټولواونکته چینئ ته دانسان هغه طبیعي علاقه ده،چې له دې برخې نه غندنه پیدا کیږي.


له لومړنۍ نه دخندا وړمنظوماتوڅخه(کمیدي) رامنځ ته کیږي.ارسطوپه دې عقیده درلوده چې غم لړلي یا تراژیدي منظومات په فخریه یا هجویه اشعارولوړوالی لري؛نوله دې کبله لازمه ده چې دهغې په باب پوره تحقیق او اوږد بحث وشي.لکه چې ده هم خپل «پویټکس» کې همدا کار عملي کړی دی.(ارسطو،کتاب الشعـر،پښتواکادیمي،۱۶ــ۱۷مخونه)


ځینوبیا دشعـر پایه له تاریخ نه هم لوړه ګڼلې ده اودا هڅه یې کړې ده چې په تاریخ باندې دشعـرفضیلت ثابت کړي.ددغوخلکوپه سرکې ارسطوولاړدی.ارسطوبه هرکله ټینګارکاوه چې:شعـرله تاریخ نه بزرګوار(لوی) اوفیلسوفانه دی.(سخن سنجي،۷۳مخ)


سکولاستیکانوپه انتقادي ډول دشعرپه باب په ټول کې خپل نظرداسې څرګند کړی دی:«شعـرانسانان بت پرستئ اوغیراخلاقي پرهیزګارئ ته رهنمايی کوي.»(سخن سنجي،۹۶مخ)


دشعـر په هکله دسکولاستیکانودغه غیرعادلانه اوغیرعلمي نظردډیروپوهانوله خوا رد شوی دی اوپه مقابل کې دشعـرښوونیزـ روزنیزارزښت په نښه شوی دی.


د « نګه هنر » (هنردهنرله پاره ) بنسټ ایښودونکي،مشهورآلماني پوه امانویل کانت له بایکون نه یوه پیړۍ وروسته دهغه دنظرپه تآید سره دشعـرپه هکله داسې وویل:


« شعـرله دې کبله چې دزړه له هیلوسره،دڅیزونوله ښکاره بڼوسره منطبق دی،نودزړه دهوسايۍ اودذهن دسپیڅـلتیا سبب کیږي.»(سخن سنجي،۱۱۷مخ)


دځینوپوهانوله نظره ښکلاپوهنه،له کانت نه وروسته وغوړیده اوټوله نړۍ یې ونیوله.دکانت دښکلا پوهنې دنظريې لنډیزداسې دی:


« انسان له بهرني طبیعـت( غر،ځنګل،سیند اونور) څخه خبردی اوپه خپل طبیعـت (شعـور) باندې هم پوهه لري،دی په بهرني طبیعـت کې حقیقت لټوي اوپه خپل طبیعـت کې ښیګڼه.لومړۍ مرتبه (دبهرني طبیعـت څیړنه) دمجرد عقل کاردی،اودویمه مرتبه ( دځان په باره کې څیړنه ) عملي عقل ته راجع کیږي.دکانت په نظر،مجرد عقل اوعملي عقل دواړه دمعـرفت اوپیژندنې وسیلې دي،لیکن دیادووسیلوترڅنګه دمعـرفت له پاره یوه بله وسیله هم شته چې هغې ته دقضاوت استعـداد ویل کیږي.دغه استعداد دښکلاپیژندنې داحساساتواسا س دی،لیکن ذهني ښکلا پرته له دې چې له کوم ضرورت سره اړه ولري،اوپرته له دې چې په کومه عملي ګټه باندې متکي وي،دانسان په شعـور کې خوند اولذت پیدا کوي اوعیني ښکلا له یوه مقیاس سره سم دیوه شي دشکل په تنا سب پورې اړه لري.


که په ساده توګه ووایو،ښکلا په خپله یومستقل ارزښت دی،چې منشآ یې اخلاقي ښیګڼه یا عملي کټه نه ده.دکانت اصلي موخه دا ده چې هنرپه خپله  غایه ده،باید دهیڅ ډول هدف له پاره دوسیلې په توګه استخدام نه شي.دکانت په عقیده شعردهنرترټولولوړ شکل دی،ځکه په هغه کې ایدیا ل انځوریدای شي.(روهي،ادبي څیړنې،۱۳۶۰کال.۵۵ــ۵۶مخونه)


په شلمه پیړۍ کې داګزیستنسیا لیزم ستر نماینده،فرانسوي لیکوال ژان پل سارتر،دشعـر په هکله داسې ویلي دي:


« دشعرحکم،دانځورګرۍ،مجسمه جوړونې اوآهنګ جوړولوحکم دی.په شعـرکې کلمات دنښونښانومانا اووظیفه نه لري،بلکې د شي په توګه منل کیږي.»(اسماعیل نوري علآ،صورواسباب درشعـرامروزایران،۱۳۴۸،۴۵مخ)


رضا یراهني په «طلا درمس» کې شعـرداسې راپیژني:


« شعـر دانسان اوطبیعـت دیوازیتوب په باغونوکې پاکه اوله انځورونوډکه ګډا ده.شعـردکلماتوپه واسطه دشیانوپه منځ کې په ګډا سرکیدل دي.»(طلا درمس،۱۳۴۷،۱۵مخ)


« لوچي » یوچیني سرداردی،ده دشعـرپه باب خپل نظر،په خپل یوه آزاد شعرکې داسې څرګند کړی دی:


موږشاعران له عدم سره جنګیږو،څوهغه په هستۍ بدل کړو،


موږدچوپتیا دروازې په سوک وهو،څویوه ځواب ورکونکې موسیقي واورو،


موږلایتناهي فضا په یوه ټوټه کاغذ کې ځایوو،


اود دووګوتوزړه له سیمې څخه سیلاب را بهوو، …


شاعرهغه څوک دی چې مځکه اوآسمان دقفس په قالب کې اچوي.»( طلادرمس،۱۶مخ)


دشعـر په هکله دبیلابیلونظریاتوپه لړکې دانګلستان مشهورشاعر « وردزورت »دشعـر په هکله داسې ویلي دي:


« شعردباقدرته اوپیاوړواحساساتوطبیعي څرګندیدل دي.»(راعي،نظریات ادبي،۱۳۵۸،۱۰۷مخ)


فرانسوي شاعر« شارلربودلر» دشعردملتزم والي په اړوند دشعـردهدف په هکله داسې ویلي دي:


«ځینې انګیري چې دشعـرموخه زده کړه ده اوشعـرباید دوجدان دبشپړولو له پاره وکارول شي.شعـرله ځانه بل هدف نه لري اونه شی کیدای چې بل هدف ولري.هیڅ شعـرترڅوچې دشعـر ویلوله پاره نه وي ویل شوی،لوړاوعالي شعـرنه کڼل کیږي اودشعـرنوم ورباندې نه شوایښودلای.حتی که شعـرپه نا بودۍ هم تهدید شي،له علم یا اخلاقوسره نه شي تشبیه کیدای.دشعـرهدف حقیقت نه دی اوله خپل ځانه پرته بل هدف نه لري.»(روهي،ادبي څیړنې،۴۰ـ ۴۱مخونه)


دشارل بودلر دغه پورتنۍ خبرې د «هنردهنرله پاره»دشعاردترویجولولیکوال «ویکتورهوګو» دهغې خبرې ټینګ ملاتړدی چې ویلي یې و:« سل ځلې وایم چې هنردهنرله پاره»


امریکایي شاعر«ادګارآلن پو»دشعـرپه هکله ویلي دي:


«شعـریوازې دیوه واحد(یوازیني) مرموزاوتوصیف نه منونکي (توصیف نه کیدونکي) اصل مسؤل دی،اوهغه اصل ښکلا ده.»(شجاع الدین شفا،منتخبې ازبهترین اشعارامریکايي،۱۳۳۵،۱۰مخ)


اوپه همدې ډول دویکتورهوګوددغې خبرې نورملاتړي هم پیدا شول،چې دهمدې نظريې (هنردهنرله پاره) کاروکړي،خوددوی په مقابل کې دګټورهنر(هنردژوند له پاره) دنظريې رامنځ ته کوونکي اوپلویان ودریدل اودریالیستي افکاروپربنايې ددوی په مقابل کې سخته جګړه پیل کړه.دساري په ډول فرانسوي لیکوال« سن سیمون»(۱۷۶۰ــ ۱۸۲۵) اودده ملګروبه ټینګارکاوه چې دشعـراونوروټولوهنري آثاروهدف باید دا وي چې دټولنې دافرادوترمنځ دمرستې اوهمدردۍ حس پیدا کړي.


د « هنردهنرله پاره » دنظریې پلویانوټول ټینګاردا دی چې دیوه هنري اثرله پاره یوازې ښکلا کفایت کوي.دساري په توګه« تیوفیل ګوتیه » تل دا خبره کړیده:شعـرچې ښکلی دی،آیا همدغه کفایت نه کوي.


دا یومنل شوی حقیقت دی چې ښکلادټولوهنري آثارواصلي برخه جوړوي،په تیره دشعـر؛خوددې ترڅنګ د «هنر دهنرله پاره» دنظریې دپلویانوغوښتنه له شاعرنه دا هم ده چې شاعردې دټولنې دغوښتنوترجمان هم وي.ددغوخبروپه تاییدولوسره « اوګوست باربیه » د «هنردهنرله پاره» دنظريې دپلویانوپه ترویجولوسره دشعـرهدف داسې ښوولای دی:


« دشعـرهدف په ملت کې دروښنايي خپرونه ده.»(ادبي څیړنې،۵۸مخ)


په دې ډول لیدل کیږي چې دتاریخ په اږدوکې ځینې خلک دخپلوادبي مکتبونواوسیاسي ایدیالوژیوپه پیروئ اودطبقاتي رسالت پربنا دشعـرله التزام څخه سترګې پټوي،خوځینې بیا شعـررسا لتمند ګڼي خا صې ټولنیزې اوسیاسي دندې د همدې رسا لت اوالتزام پربنا ورپه غاړه کوي،چې ددواړوډلوله نظره دشعـرمفهوم اومانا کاملآ فرق سره کوي،ان تردې چې یودبل پرضد هم دریږي.


د روم نامتوشاعرهوریس په خپل اثر« دشعـرهنر» کې دشعـرپه هکله داسې علمي نظروړاندې کړی وچې شعـرباید هم ښکلی وي اوهم ګټور.دده دغه نظردشعـرله اوسني تعریف اورسالت سره اړخ لګوي.دهمدې نظريې په تا یید سره بیا ځینوداسې ویلي دي چې په شعـرکې اخلاقي تعـلیمات باید داسې ونغښتل شي،لکه ماشومانوته چې ترخه درمل له خوږوشیانوسره ورکول کیږي.


ځینوپه دادبیاتودپخواني ویش په اسا س ویلي چې ادبیات دوې برخې لري:


۱ـ منظومه برخه.


۲ـ منثوره برخه.


اوپه دې ډول به یې ټولومنظوموماتوته شعـروایه.


ځینونوروبیا په عنعـنوي ډول ویلي دي چې:شعـردعربوپه لغـت کې پوهې اوخبریدوته وايي،اوپه اصطلاح کې هغه موزون کلام چې غا لبآ قافیه ولري،شعربلل کیږي. اوشاعردشعردڅښتن ما نا لري.


ځینوبیا شعـردنوي اوابتکارپه ما نا راوړی دی.


بلې ډلې بیا ویلي دي چې :شعرهغه خوندور کلام دی چې وزن اوقافیه ولري،فکرځان ته متوجه کړي اوروح په حرکت اوهیجان راولي.


ځینې بیا شعردهغه کلام مجموعې ته وایي چې دواقعیت،احساس اوتخیل موزونه غوټه وي،چې دیوه ټولنیزمطلب درلودونکی وي.دغه رازبل نظربیا داسې دی چې:هغه داحساس اوتخیل درلودونکې وینا چې اغلبآ مقفی وي،شعـردی.


په همدې لړکې یوبل پوه خپل نظرداسې څرګند کړی دی: … شعردادبیاتوشیره اوروح دی.(سخن سنجی،۲۹مخ)


مشهورانګلیسي شاعرویلیام شکسپیرشعـرداسې تعریف کړی دی:


شعرداحساساتواوعواطفوکورنۍ بڼه ده.


ځینوبیا شعـرته دډیراهمیت دقایلیدوپه لړکې شعـرله ادبیاتوڅخه جلاکړی اودهنر دبلې څانګې په ډول یې پیژندلی دی.دهمدې خلکودنظرخلاصه داسې ده:


شعر دادبیاتودپراخې سیمې له ښارونوڅخه هغه ښاردی چې دپرله پسې بغاوتونوپه نتیجه کې اوس غواړي خپل استقلال ترلاسه کړي.(صور واسباب درشعرامروزایران،۴۵مخ)


دنړیوالوپوهانو،فیلسوفانو،مفکرینو،لیکوالانواوشاعرانوپه لیکه کې ،پښتنوپوها نو،فیلسوفانو،مفکرینو،لیکوالواوشاعرانو؛په خپل وارسره،دخپل وخت دعلومواوتجربوپه رڼا کې اودوخت له غوښتنوسره سم دشعرپه هکله خپل نظریات څرګند کړي دي.په پښتوادبیاتو کې دشعر په باب دپام وړنظریات له خوشا ل بابا نه راپیل کیږي.ده شعـر«لګیدلی اور» بللی،« خان براندازسینه ګداز» یې کڼلی دی.خوشال په خپله دستارنامه کې ویلي دي:


« دشعـرکارعظیم دی،ددې خانه براندازسینه ګدازڅوتعـریف توصیف کوم،لګیدلی اوردی،چې هرڅه سره پرمخ وړي،میلمه زوروردی چې واړه وینې دزړه خوري … دهرچا کارنه دي … دشعـرطبیعـت په مثال دتوند باد دی … دشعـر مستي ډیره ده … » ( خوشال خان خټک،دستارنامه،پښتوټولنه،۴۵مخ)


له خوشال نه وروسته دشعـرپه باب دده کورنۍ،پیروانولومعاصرینوهم دشعـر په با ب ډول ډول نظریات څرګند کړي دي،چې دغه سلسله تر معاصرینوپورې رارسیدلې ده.استاد ګل پا چا الفت دشعـرپه هکله داسې ویلي دي:


« شعـر له زړه نه الهام اخلي اوله زړه سره کارلري … عواطف اواحساسات چې دشاعرله زړه نه رانقل شي،شعـرترې جوړشي اوپه زړونواثرکوي… شعـرته دعواطفواواحساساتودظهوراودتجلیاتوکوه طورویلی شو.» ( ګل پا چا الفت،غوره نثرونه،۱۳۳۶کال،۵۶مخ)


الفت په یوبل ځای کې دشعـر په هکله داسې وايي:


« څوک وايي(شعر) هغه موزون کلام دی چې دانسان په احساساتواوعواطفوکې تحریک پیدا کوي.ځینې نوروايي هرکلام چې دغه کارکولای شي،وزن اوقافیه ولري … هغه شعـردی.څوک بیا وايي چې نه،هرڅه چې په زړه اثرکوي اوپه انسان کې تعجب یا جوش اوجذبه پیدا کوي،هغه شعـردی.نوددوی په نظرکې جهان ټول شعـردی،چې سړی یې دآسمان په ستورواوشفق کې،دډکواومستوسیندونوپه څپو،دګلونواوچمنوپه رنګ او،طراوت کې،دغروپه لوړوڅوکو،دآبشارونوپه مستئ،دبلبلوپه شور،دښکلوپه ښایسته سترګواونازونوکې ګوري،نه یوازې دا نه! دمهجورواوآرزومندوپه اوسیلیو،ددردمنوپه آه وفریاد،دمظلومانوپه ژړا کې هم شعـري کیفیت موجود دی.» (ګل پا چا الفت،ادبي بحثونه،پښتوټولنه،۱۰ــ ۱۱مخونه)


که چیرې همدغسې دشعـرپه تعبیر،نومونې تعریف،رسالت اوهدف پسې نوره لټه هم وشي،دغسې نورډیرنظریات به ولیدل شي چې دنظرخوندانودخپل وخت له غوښتنو،پوهې اوطرزتفکرله مخې شعـرته یوډول نوم،تعـبیر،تعـریف ،هـدف اورسـالـت ټاکــلی دی،خــومـهــمه داده چــې له پیــل نــه تــرپــایــه دشـعــرداکــثــروتـعــریــفــونــومشترک یا ګډ ټــکی او ګــډې ځــانــګــړنــې پــه شـعــرکــې دتخــیل،احساساتــو،واقعیت،مفکورې،عواطفو،آهنګ،ابتکار،خوند اوښکلا شته والی دی.


دلته ددې خبرې یادول ضروري ګڼم چې تراوسه پورې دشعـردپیژندنې په برخه کې داسې یوتعریف نه دی رامنځ ته شوی چې ټول شاعران،ادبپوهان اودنظر خاوندان دې هغه ومني.اوس هم دشعـرپه باب نظریات لکه پخوا بیلابیل دي،خودشعـردجوړونکوعناصروپه برخه کې ډیری ادبپوهان اوڅیړونکي سره په یوه نظر دي.دشعـرڅیړونکوډیره سلنه دشعـردجوړونکوبرخوپه باب په دې نظر دي چې،شعـرکې باید دغه څلوبرخې شته وي:۱


ــ مفکوره ۲ــ احساس ۳ــ تخیل ۴ــ آهنګ.


دشعـرددغویادوشووضروري عناصروپربنا هم کیدای شي چې دشعریوڅه نوی اوبشپړتعـریف وړاندې شي،اوځینوادبپوهانوپه نښه کړی هم دی.یوه څیړونکي دشعـر دپورتنیوڅلوروضروري برخوته په پام سره،نورومآ خذونواوتجربوته په پام سره ،دشعـرتعریف داسې وړاندې کړی دی:


« شعـردآهنګ والوعبارتونوپه واسطه دواقعیت تخیلي اوبیا ځلي انځورولوته ویل کیږي.»(روهي،دپښتومعاصرادبیا ت،۱۳مخ)


څنګه چې دټولنیزو عیني،طبعـي اووضعـي قوانینوله مخې هره پدیده دتحول اوودې پرلور روانه ده اوبدلون مومي،نوشعـرهم که تریوه وخته دقافیې اوردیف په چوکاټ کې بند و،نوبیا یې دهمدې غوښتنې پراساس ځان آزاد کړاوبې قافیې شعـرونه باب شول چې په بیلابیلوملتونوکې ځانته جلا ،جلا تاریخ لري.


ددې بحث دښه پای له پاره به بې ځایه نه وي چې دیوه تکړه نقاد،لیکوال اوشاعرداخبرې را واخلو:


« … نووینوچې او اوروچې نوی شعـردنوې زمانې،دنویوغوښتنودراسپړل شویوارمانونو،یوه اړتیا ده،هغه اړتیا چې هرومروباید پوره شي … » (افغان یاد،دمقالومجموعه،۲۴۰مخ)


مآخذونه:


۱ــ ادب(مجله)،دکابل پوهنتون دابیاتوپوهنځي خپرونه،۱۳۵۶کال،لومړۍ ګڼه،۱۱۹مخ(پیدایش ومنشآ شعر،درحیم الهام مقاله)


۲ــ ارسطو،کتاب الشعر،دمولوي محمداسراییل ژباړه،دپیښوریونیورستي پښتواکادیمي،۱۳۵۸کال.


۳ــ الفت ګل پاچا،غوره نثرونه،پښتوټولنه،۱۳۳۶کال.


۴ــ الفت ګل پاچا،ادبي بحثونه،دپښتوټولنې چاپ.


۵ــ افغان یاد(دمقا لومجموعه)،کابل پوهنتون،۱۳۶۰کال.


۶ــ براهني رضا،طلادرمس،کتاب زمان،تهران،۲۳۴۷.


۷ــ خټک خوشال خان،دستارنامه،پښتوټولنه،۱۳۴۵کال.


۸ــ راعي،نظریات ادبي،دادبیاتوپوهنځي درسي کتاب،کابل پوهنتون،۱۳۵۸.


۹ــ روهي سرمحقق محمدصدیق،ادبي څیړنې،دننګرهارپوهنتون خپرونه،۱۳۶۰کال.


۱۰ــ روهي سرمحقق محمود صدیق،پښتومعاصرادبیات،دابیاتوپوهنځي درسي کتاب،کابل پوهنتون.۱۳۶۳کال.


۱۱ــ شفا شجاع الدین،منتخبې ازبهترین اشعارامریکايي،انتشارات کتابفروشي ابن سینا،۱۳۳۵.


۱۲ــ صورتګرلطفعلي،سخن سنجي، تهران،۱۳۴۱.


۱۳ــ عمید حسن،فرهنګ فارسي عمید،چاپ چهارم،۱۳۷۴.


۱۴ــ نوري علآ اسماعیل،صورواسباب درشعرامروزایران،۱۳۴۸.


۱۵ــ هاوزرـ ی ـ ا ،ګستره ومحدوده جامعه شناسي وهنر(خاستګاه اجتمعي شعر)،مترجم فیروزشیروانلو،انتشارات توس.