کور / نوميالي / دګاندي ژوند،مبارزه او مړینه

دګاندي ژوند،مبارزه او مړینه

موهنداس کرمچند ګاندي


ګاندي خپل ټول عمر دانګریزانو څخه دهندوستان دازادۍ لپاره په مبارزه کې تیر کړ او د(عدم تشدد) دفکرپه بنسټ یې، نړیوالو ته وښوده ،چې ازادي نه یوازې دټوپک به زور بلکې ، دټينګ عظم ، دخلکو دراوېښه ولواو سوله ییز مقاومت پرمټ هم ترلاسه کیدایشي . مهاتما ګاندي دهندوستان دازادۍ لپاره خلک سرکونو ته راوایستل لاریونونه یې وکړل او انګریز حکمرانانو ته یې د هندوستان دخلکو غږ ورساوه ،چې  هندوستانیان ازادي غواړي .



نوموړی زندان ته ولیږل شؤ ، ووهل شؤ، وشړل شؤ، خو هیڅ کله هم دخپل هوډ اولارې څخه ،چې ازادي وه وانوښت . اخیر انګریزان هم دګاندي او دهغه دملګرو په وړاندي لاچاره داودهندازادي یې ومنله ، خو له بده بخته ،چې انګریزانو دهند دازادۍ ترڅنګ هغه تجزیه هم کړ .


ترهغه وروسته ګاندي ته دمهاتما لقب دهندستان دخلکو له لوري ورکړل شوو، خو دا نوم په اصل کې دهندوستان وتلې لیکوال (رابيتات ټایګور) ورته غوره کړی ،چې (دستري روح) معنی لري . نوموړی په هندوستان کې د(باپو) یا  لوی پلار په نامه هم یادیږي.ګاندي ته دټولې نړۍ په ځانګړې توګه دهندوستان وګړي هندوان، مسلمانان ، سکهان ،عسیویان او نور لیږکي ډېراحترام لري ، هغه ځکه چې نوموړي هیڅکله دچا پلوي یا مخالفت ونکړ او په هند کې یې شته قومونه او مذهبونه دیوه بل ورڼه بلل، په همدې اساس وو،چې افراطي هندوانو ور سره مخالفت وکړ او نوموړی یې دهندوستان تر ازادۍ یو کال وروسته وواژه .


دموهنداس کرمچند ګاندي زیږدنه او ماشوم توب :


ګاندي د۱۸۶۹ کال داکتوبر په دوهمه نيټه دهندوستان  په ګجرات ایالت کې زیږیدلی . دګاندي پلار(کرمچند ګاندي) نومیده اودګجرات ایالت یو متوسط  سوداګر او سیاست وال وو .  ګاندي خپلې لمړنئ زده کړې په همدغه سیمه کې ترسره کړې او لوړې زده کړی یې دحقوقوپه برخه کې د۱۸۸۸ نه تر ۱۸۹۱ کاله پوري په لندن کې  تر سره کړي او بیرته دهندوستان بمبئ ښار ته ستون او هلته یې دوکیل په توګه دنده پیل کړه . په کال ۱۸۹۳ نه تر ۱۹۱۵ میلادي سویلي افریقا ته دماموریت لپاره لاړ . ګاندي په سویلي افریقا کې دمیشتو هندي اوتورپوستانو لپاره هم مبارزه وکړه ،چې دځائي حکومت له لوري څو ځله زندان ته ولیږل شؤ.


 ګاندي په سویلي افریقا کې دهندوستان حالات له نږدې څارل او دهندوستان دازادۍ لپاره یې  پلانونه جوړلو . ګاندی په  ۱۹۱۵ کال کې له سویلې افریقا څخه هندوستان ته ستون اود هندوستان د دازادۍ  لپاره یې خپلوکړنوته زور ورکړ او دهمدغو هلو ځلو له امله نوموړی په ۱۹۱۸ زیږدیز کال کې د(کانګریس) ګوند مشراو دمهاتما په لقب ،چې د(ستري روح) معنی لري وویاړل شؤ .


دکانګریس ګوند اوګاندي


ګاندي په ۱۹۲۲ کال دمارچ په لسمه نیټه دانګریزانو له لوري دتاوتریخوالي په تور ونیول شوواو په شپږ کاله بند محکوم شوو ، خو دوه کاله وروسته نوموړی بیرته راخوشې شوو.د ګاندی په نه شتون کې په کانګریس ګوند کې ګڼ اختلافات راوزیږیدل او دغه ګوندپه دوبرخو ووویشل شوو ،چې دیوې برخې مشري(چیتا راجنداس) او (موتیلال نهرو) او دبلې ډلې مشري (راجوپال چکروتی ) او( سردارپاټیل) کوله ، خو هغه مهال چې ګاندي له زندانه خوشي شوو یو ځلې بیا یې دکانګریس ګوند متحد اوشته ستونزي یې له منځه یوړې .


ګاندي خپلو پلویانو ته ویل ،چې زموږ مبارزه روښانه او دعدم تشدد لاره ده. نوموړي به خپل هیوادوال له تاوتریخوال څخه منع کول او اطمنان یې ورکاوه، چې دوی به ضروریو ه ورځ ازاديږي. دنوموړي دعدم تشدد فکراومبارزي نورې نړۍ ته لاره وکړه او دنړۍ دبیلا بیلو هیوادونو یو شمیر مشرانو دګاندي لاره خپله کړه ، چې به دې ډله کې ، مارتین لوترکینګ ، تنزین ګیاتسو ، لخ والسا ، استفان بیکو، انګ سانسوچې ، او نیلسون منډیلا ، یادولی شوو، خو په یادو کسانو که ټولودګاندي مفکوره پیلې نشوای کړای او کله نالکه به یې تاوتریخوالې ته هم لاس اچاوه ،خو ګاندي دعمر تر پایه په همدې فکرټنیګ پاته او هیڅکله یې دزور او تاوتریخوالې له لارې مبارزه ونکړه . 
 
 


دګانډي کورنۍ


ګاندي په ۱۸۸۳ کال کې هغه مهال چې لا ۱۳ کلن وو دیوې هم عمره جنۍ (کاستوربا) سره واده وکړ دهمدغې ښځې څخه یې څلور اولاده مانیلاګاندي ، رامداس ګاندي ، دیوداس ګاندي ، هاریلاګاندي لرل .  ګاندي لاد۱۶ کالو وو، چې پلار یې مړشوو . نوموړی په همدغه کال دلوړوزده کړو لپاره انګلیستان ته لاړ. ګاندی له خپلی مور او میرمن سره ژمنه کړی وه ،چې  په انګلستان که به هیڅ راز ګناه نه کوي په همدې ژمنه ټنیګ ودرید او دلندن په پوهنتون کې دښه شخصیت له امله هم د ډېرو محصلینودپام وړ وګرځید.


دازادۍ لپاره دګاندي هڅې


ګاندي دهندوانو، مسلمانانو، سکهانو او نورو لږکیو ترمنځ دیوالي اواتحاد راوستلولپاره ډېرزیارویوست او په دې چاره کې تریوه بریده بریالی هم وو. نوموړی په ۱۹۳۰ زیږدیږ کال دمارچ په ۱۲ نيټه  دلکونو کسانو په ملتیا دمالګي په نامه مشهورلاریون ،چې داحمد اباد ښار نه تر(داندي) سيمې پوري یې ۴۰۰ کلیومیرته لاره په پښو ووهله، وکړ او له سیند څخه یې د مالګې په راایستلو پرمالګه دانګریزانو لګول شوی ټکس وننګاوه، همداراز یې دانګریزانوګڼ توکي تحریم کړل ، چې دې کار انګریزان سخت وار خطار او وه ویرول . انګریزانو دګاندي اودهغه دملګروددغه اقدام په وړاندي سخت عکسل عمل وښود اوڅه کم شپیته زره کسان یې زندانونو ته واچول ، خو یو کال وروسته دګاندي په هلوځلو ټول نیول شوي کسان راخوشي شول . دا چې دزور له لاري انګریزان په دې نه توانیدل ترڅو،ګاندي رام کړي نوهغه یې دخبرو له لپاره لندن ته وغوښت ترڅود خبرو او ځینو امتیازونوله لاري یې قانع کړای شي،خو ګاندي دومره وړ سړی نه وو،چې دازادۍ نه ورته بل څه مهم وبریښي. له انګریزانوسره ترڅوورځوخبرووروسته هم دګاندي لمړۍ او اخیري خبره دهند ازادي وه .


ګاندي به ویل دهر کس مسولیتونه  دځان ، کورنۍ ، هیواد او نړۍ په وړاندي یوشان دي ، ده به پوښتنه کوله ، دا شونې ده چې ځان او کورنۍ  ته په زیان اړلو سره دې څوک هیواد ته چوپړوکړای شي؟ همداراز نړۍ ته هم په زیان اړولو سره هیواد ته چوپړ کول ناممکن ګرځي .


دګاندي مشهورې خبرې


ـ هرکله ،چې نا هیلۍ کیږم را یاده وم ،چې میدان خوهروخت حقیقت او مینې ګټلی.


  ـ چارواکي او قاتلان که څومره هم واک او ځواک ولري په پایله کې دذلت ،بدبختۍ ،نا بودۍ او ناکامۍ سره مخ کیږي .


ـ دبرید په وړاندي برید،  دوینې تویونې په وړاندي وینه تویونه اوددښمنۍ په وړاندي دښمني نړۍ ړنده وي .


 ګاندي کله هم دمنطق لاره پرېنښوه.


ګاندي په ۳۶ کلنۍ کې د(برهماي) دفلسفی پراساس جنسي اړیکې له خپلې میرمنې سره پرې کړې .نوموړي په دې کار سره دباطني تذکیې هڅه کوله.


ګاندي ویل هرهغه څوک ،چې ټولنې ته چوپړ کوي یا دچوپړکولونیت لري نوباید، چې نهایتآ ساده ژوند ولري ، دعامو کسانو په څیر ځان وښيې ترڅو دخلکو اعتماد پرې وه شي. نوموړی په خپله هم دهمدې اصل سخت پابند وو ، ده به خپل کالي خپله مینځل ،نورګڼ کارونه یې هم خپله کول . نوموړي ټول عمرهغه کالي اغوستل چې دهند غریب ترینه کسانو به اغوستل ، ګاندي خپلې اغوستې جامې دهغو رختونو څخه جوړولې چې خپله یې دڅرخ په واسطه چمتو کولې او نورو ته یې هم لارښونه کوله چې همدا کار وکړي . نوموړي عقیده لرله ،چې دهند رخت که څه څومره هم خراب وي دانګلستان دوتلو رختونو څخه غوره دی .دګاندي  دې نظریې انګلیس اشغالګروته  سخت اقتصادی زیانونه واړول .
 
 
 


  ګاندي  په اونۍ کې یوه ورځ  دسقوط یا چوپتیا په نامه تیره وله په دې ورځ کې به یې هیڅ نه ویل خو ،چې څه به یې پکاریدل یا به چا ورته څه ویل هغه به یې په لیکنې بڼه تر سره کول . ګاندې په  ۳۷ کلنۍ کې ددریو کلونو لپاره دورځپاڼو لوستل بند کړل دهغه په وینا دنړۍ خراب حالات دنوموړي باطني ارامتیا ته زیان اړوي .


ګاندي ویل دی دهیڅ دین سره ستونزه نلري او ټول ورته محترم دي .ده به ویل  بلی زه هندو ، مسلمان ،عیسوي ، بودایې او سکه یم ، نوموړي دا خبره د شته مذاهبو ترمنځ دیوالي اوستونزو کمولو لپاره کوله خو خپله دهندو مذهب پیرو وو .


دهنداوپاکستان وېش


دګاندي سره دازادۍ په لاره کې ګڼوکسانو ملګرتیا کوله خو (جواهرلال نهرو) او (خان عبدالغفارخان) یې نږدي ملګری وو. نوموړي ډېره هڅه کوله ترڅو پاکستان له هند څخه جلانشي، خو محمد علی جناح ،چې دمسلم لیګ ګوند مشراودمسلمانانو مشري ور په غاړه وه دا خبره نه منله ، جناح ویل پکارده  مسلمانان یوبیل هیواد ولري . باچا خان ،مودودي او ګڼونورو مسلمانومشرانوهم دپاکستان دجوړیدومخالفت کاوه ، دوی ویل په دې کارسره دهندوانو او مسلمانانو ویش نه بلکې مسلمانان ویشل کیږي ،حقیقت هم همدا دی ځکه همدا اوس دهند دمسلمانانوشمیردوه نیم سوه ملیونه او دپاکستان ټول نفوس یو سل او اتیا ملیونه اټکل کیږي .



که څه هم دپاکستان په جوړیدوکې دجناح او ملګروهڅې یادیږي خودلوی هند ویش دانګریزطرحه وه اوبلاخره په کال ۱۹۴۷ داګست په څورلسمه پاکستان او یوه ورځ وروسته په پنځلسمه دهندوستان دازادي اعلان وشوؤ. دپاکستان درا پیدا کیدو په ترځ کې دهند څخه لکونه مسلمانان دپاکستان سمی ته اوهمدا شان دپاکستان دسیمو نه ګڼ هندوان او سکهان هند ته تلل ،چې په دی ترځ کې دهندوانو ،سکهانو او مسلمانانو ترمنځ خونړۍ جګړې وه شوې او په لکونه کسان پکی ووژل شول . هغه مهال چې ګاندي دمسلمانانو او هندوانو ترمنځ په نښتو خبر شوو نو سخت خفه او د نه خوړولو اعتصاب یې وکړ. ګاندي ویل ترهغه چی هندوان او مسلمانان په خپلو کې جګړه ونه دره وي نه به څه وه خوري او نه به څه وڅښي . ترڅو ورځو تیریدو وروسته ،چې ګاندي سخت ضعیفه شؤ، احوال ورته راغی ، چې جنګ دریدلی  نوموړی ډېر خوشحاله او خوړل یې پیل کړل .هغه مهال ،چې پاکستان له هند څخه جلا شوو نو پاکستان دخپل هیواد لپاره ځانګړې بودیجه او امتیازات غوښتل ،چې ددې کار سره هندوان په ځانګړې توګه سخت دریځه هندوان سخت مخالف وو، خو ګاندي دپاکستان لپاره دځانګړي بودیجې اعلان وکړ، چې په دې سره یې د سخت دریځو هندوانو غصه راوپاروله او یوې افراطې هندو ډلې یې دوژلوپلان جوړکړ.


دګاندي وژنه (ترور)


دهندوستان له ازادۍ څخه یو کال وروسته د۱۹۴۸ دجنورۍ په ۳۰ مه هغه مهال چې ګاندي دعبادت لپاره روان وو یوه افراطي هندو (ناتورام ګوډسی) پرې دتومانچي درې ډزې وکړي ،چې له امله یې نوموړی په سینه ولګید او ځاي پر ځای ومړ.


جواهرلال نهرو دګاندي نږدي ملګری او دهندوستان دازاۍ مهم مشر دګاندي دمړینې په اړه په راډیو کې داسې اعلان وکړ: ( ملګرواودوستانو نن زموږ دژوند څخه روښاني او نور تللي ،ټول ځای تیارو نیولی رښتیا وایم هیڅ نه پوهیږم ،چې څه ووایم ، او څنګه تاسووته ووایم چې زموږ رهبر او پلار نن زموږ په منځ کې نشته ، معني غواړم ووایم ،چې نور نو هغه موږ نشو لیدلی ، موږ کلونه او ډېرعمر دهغه سره خبرې کولې خو اوس یې نشو کولي ،  له دې وروسته به هغه څوک ونه وینو ،چې تل مو ترې نیکې مشورې اوریدلي اودهغه له برکته تردې ځایه رارسیدلی یو، دمهاتما ګاندی مړینه نه یوازي زما لپاره بلکې دملیونونو کسانو لپاره چې په ټول هیواد کې دي غم نه بلکې یوه لویه فاجعه ده ) .


هندوستان دهغه مهال حکومت قاتل (ګوډسي) اودهغه یوه ملګری په ۱۹۴۹ کال کې اعدام کړل ..


دګاندي په اړه دځینومشرانونظر


ګاندي ته دنوبل جایزه ورنکړل شوه ، که څه هم نوموړي د۱۹۳۷ کال نه دهغه ترمړینی پوري هر کال دغه جایزي ته کاندید یده خو دا جایزه یې ترلاسه نکړه ، په ۱۹۸۹ زیزدیز کال کې چې تبت مشر (دالایې لاما )ته دنوبل جایزه ورکړل شوه ، هغه په خپله وینا کې وویل پکار ده ، چې ګاندی له یاده وه نباسؤ . (البرټ انشټین) دګاندي له مرګ وروسته وویل (( راتلونکي نسلونه با دا ونه مني چې په نړۍ کې یو وخت داسی کس هم موجود وو)) دی وایي ((زموږ په عصر کې تر ګاندي بل دروښانې لارې سیاست وال نه لیدل کیږي)).


 


دګاندي په اړه په نړۍ او خپله هند کې ګڼ فلمونه جوړ شوي


په ۲۰۰۶ کال کي  (لګیورهو مونابهای )


په همدی کال بل فلم (ګاندي ګرای)


په ۲۰۰۵ کال کې فلم(ګاندی نی تو نهی مارا)


په ۲۰۰۰ کال کې فلم(هی رام)


په ۱۹۹۶ کال کې فلم(سردار)


په ۱۹۸۲ کال کې فلم(ګاندي جي) .


همدارازپه دې وروستیو کې هالیوډ هم دګاندي په اړه یو فلم جوړکړی .


دهندوستان په ډهلي ښار کې دګاندي په نامه یو ځانګړی موزیم هم شته ،چې دهغه دژوند ټول حالات پکې انځورشوي ،  همداراز دهند خلک دګاندي دزیږدنې پرورځ چې دوهم داکتوبرده، رسیمې رخصتي کوي .