کور / نوميالي / د مولوى محمد سالم “حارث” ژوند ليک

د مولوى محمد سالم “حارث” ژوند ليک

الحاج مولوى محمد سالم حارث د 1318 لمريز کـال د جوزا په مياشت کې د لغمان ولايت اړوند د موسى خيلو په کلى کې په يوه بزګره کورنۍ کې زيږيدلى دى.


پلار يې محمد هاشم او نيکه يې عبدالخالق دى او خداينور يې غور نيکه نومېږي او په خټه ساپى دى.


نوموړى لومړنۍ او ثانوى زده کړې په قلعه السراج او روښان ليسه کې کړيدى.


دى په 1341 هـ . ش کـال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل او په 1345 کـال کې له پوهنځي نه فارغ شويدى.


هغه له کوچنيوالى څخه د علم او پوهې سره مينه درلوده نو ځکه يې د ديني علومو زده کړې ته لومړى خپله پاملرنه واړوله.


ده د ښوونځي او پوهنځي له زده کړو سره جوخت د دينى او اسلامي علومو او معارفو په تحصيل پيل وکړ، د فقه، صرف نحو، تفسير، احاديثو او منطق په برخو کې، د برخې خاوند شو، په دې توګه نوموړي د هېواد د تکړه او جيدو علماؤ څخه هم مستفيد او برخمن شويدى. اديب او ليکوال هم دى.


ده خپل ديپلوم د عامو خدماتو او ديپلوماسۍ په څانګه کې په (1345) کـال کې تر لاسه کړ او د 1346 کـال د وري په مياشت کې د عسکرۍ د احتياطو له کورس څخه له فارغېدو پس په دولتي چارو پيل وکړ.


دده منظوم آثار:


1- د ګلو ګيډۍ د اشعارو ټولګه: لومړى ټوک، ناچاپ


2- ګل څانګه، د اشعارو دوهمه ټولګه، دوم ټوک ناچاپ


هغه داسې کتابونه او درسي مواد چې ده په پښتو ژبه ژباړلي او هغه مهـال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي په بيلابيلو ټولګيو کې د اړوندو استادانو له خوا تدريس کېدل دا دى:


سياسي اقتصاد
د حقوقو مبادي لومړى او دوهم ټوک
د بين الدول خصوصي حقوق
د بين المللي مناسباتو يا نړېوالو اړيکو تاريخ (1-2 ټوک)
اساسي مقايسوي حقوق
نوموړي د ريسرچ او څيړنو په پايله کې 9 ټوکه په زړه پورې رنګارنګ ګلچين هم لري چې دا هم تر اوسه پورې ناچاپ پاتې دي.


دا هم د “حارث” د شعر نمونه:


غوښتنه


خدايه! هغه لــــــه لاس تللى عظمت را


چې په برخه ؤ زمونږ هغه شـــــوکت را


د جذباتو، احســـــاساتو سمنــــدر کې


ما لاهــــــو تـه خپل ساحل د حريت را


د هـــــر ډول کـــــړاؤنو، زحمتـــــونو


د روزګار ســــره ټينګار، مقـــــامت را


د يووالى، اتحــــــاد لـــــه برکتـــــــه


نوى ژوند، نوى بهـــار، نوى نهضت را


د هېواد د ودانۍ پــــه لار کې مونږ ته


په ښه توګـــــه توفيقات د صداقت را


“حارث” وايي چې يې وونيو په سترګو


ارتقاء مـــــو د وطــــن او مملکت را


مأموريت يې:


د 1346 لمريز کـال د وري مياشت د کورنيو چارو وزارت د کليو د پراختيا په رياست کې د ښوونکي په توګه


له 1347 – 1348 پورې د اصلاح ورځپاڼې د راپور تاژونو د مدير په توګه


له 1349 -ي1350 پورې د پروان د اطلاعاتو او کلتور د مدير په توګه


له 1350 – 1352 پورې د عدليې په وزارت کې د ميدان وردګو د مرافعه څارنوال د لومړى مساعد په توګه


له 1352 – 1355 پورې د نهر سراج د څارنوال په حيث


له 1355- 1365 پورې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مربوطاتو کې (د هېواد او جمهوريت ورځپاڼې د تصحيح د مدير او د ترجمې د بورډ د مسؤول) په توګه.


1366 – 1367 پورې د علماؤ او روحانيونو د ارشاد اسلام د نشراتي مؤسسې د رئيس په توګه


له 1368 – 1371 پورې د ارشاد او اوقافو وزارت په مربوطاتو کې د پيام حق مجلى د مسؤول مدير، د اسناد او ارتباط د رئيس او د جمعيت العلماء د مسؤول سکرتر په توګه.


له 1372- 1374 پورې د هنر مندانو د اتحاديې د سياسي او عقيدتي چارو د رئيس په حيث.


له 1375- 1377 پورې د افغانستان په ملي راډيو تلويزيون کې د اسلامي معارفو په اداره کې د مسلکي غړي په توګه


له 1378 – 1384 پورې د پوهنې وزارت مربوط د تعليمي او تربيتي راډيو تلويزيون په رياست کې د مسلکي غړي په توګه (پښتو او دري ليکوال)


او په 1385 کـال کې په مافوق رتبه متقاعد او دمګړۍ د اتو کالو را هيسې په پکتياغږ اونيزه کې د سر محرر او مصحح په توګه په خدمت بوخت دى.