کور / نوميالي / څوبُعديزه شخصيت (قاضي محمد حسن حقيار)

څوبُعديزه شخصيت (قاضي محمد حسن حقيار)

 

دزړه کعبه مې له مندر نه ځانته رام غـواړي
رنګين سُندُر يې پرهندو تندي امام غــواړي
نه ازغي زغمي نه دځمکي خواته سرټيټوي
خوساده زړه مې دګل غېږه کې ارام غــــواړي

 

درنو دوستانو يوځل بيا سلام:نن غواړم ديوه داسې چا د فن اوشخصيت په اړه خبرې وکړم چې زمالپاره يې پر هراړخيز شخصيت تبصره ډېره ګرانه ده، له دې شخص سره دکورنۍ اړيکې ترڅنګ کاري يا دفتري اړيکې هم لرم اوله کال ۱۳۸۵هـ ل راپه دې خوا مې استاد هم دى،نن که زه کوم څه پنځومه ،دلوستونکېومخې ته يې په چاپي او انلاين بڼه وړاندې کوم،نوداهرڅه دهمده مهربانه استاد،لورېينه ده،چې له ماسره يې زيار اېستى دى،وايي دهرې بريالۍ ادارې ترشاه ديوه هوښياراوباپرنسيپه مدير لاس وي،همداشان زمادهرې بريااولاسته راوړنې ترشاه دده لاس وي.
دوستانودابريالى ،وياړلى اودښو اوصافوځښتن الحاج قاضي محمدحسن حقيار دى چې له نن څخه نهه دېرش پسرليه دمخه په ننګرهار ولايت دسرخرودولسوالۍ دنظرابادکلي په يوه دينداره کورنۍ کې دښاغلي الحاج جانګل احمدزي به کور کې سترګې دې دنياته وغړولې،حقيار په کور کې درېيم اولاد وو،داچې خوږه مور او مهربانه پلار يې دتعليم اوتحصيل ډېرتږي وو،نويې وغوښتل چې تعليم پرې وکړي اوددوى هر ارمان پوره کړي، دده نورو، وروڼو هم زده کړې وکړې او ځينې خو يې لا لګيا دي اوس هم زده کړي کوي او ماشاالله ټول هوښيار اوذهين اشخاص دي.

 

 

 

 


ددې کورنې ‌طوطي (حقيار)چې کله په خبرو راغى او لومړۍ خبره چې دپلار له خولې يې ياده کړه،هغه د(السلام عليکم )کلمه وه، هغه لومړنۍ زده کړې او لومړني ديني کتابونه له خپل مشفق اوستړيا نه پېژندونکي پلارڅخه ولوستل او کله چې جومات ته دتللو شو، نو نور لوړ ديني کتابونه يې به مساجدو کې له علماوو څخه ولوستل ،چې دډېرو‌‌‌طالب العلمانوترمنڅ يې له ځانه داوړتيا وښوده،چې واقعاً يو ذهين هلک دى، به شپږ کلنۍ يې ،دمکتب لاره ونيوله دوه کاله يې دسويي ازموينه ورکړه ،چې بالاخره ۱۳۶۶هـ ل په لوړونمبروداتحاد له عالي لېسې څخه چې دپېښورپه څمکنوکې يې موقعيت درلود فارغ شو.
داچې حقيارواقعاًبااستعداده او وړ شخص وو،نوله لېسې څخه تر فارغېدو وروسته يې بياخبلو لوړوزده کړوته ادامه ورکړه اودابوبکرصديق رض انستتيوت څخه په ۱۳۶۸هـ ل په اسلامي ثقافت کې ديپلوم او به ۱۳۷۲هـ ل دساينس اوتکنالوژۍ داسلامي پوهنتون چې پېښور ښار ته څېرمه حيات اباد کې يې موقعيت درلود دشرعياتو له پوهنڅۍ څخه لسانس او ماستري ترلاسه کړ ه، دلوړو زده کړو پر مهال په ناصرباغ کې شهيد مو لوي حبيب الرحمن به لېسه کې يې دښوونکې سپېڅلې دنده ترسره کوله چې هلته يې هم څو تقدير نامې او تحسين نامې اخستې دي اوله خپلې کورنۍ سره يې په اقتصادي برخه کې ونډه واخسته. حقيار په ګڼو صحي ، ژورنالستيکي، ثفافتي او دعربي ژبې دزده کړې اوږدمهاله او لنډمهاله کورسونه لوستي دي
هېوادته دهجرت له دياره تر راستنېدو وروسته يې په بېلابېلو دولتي اوتنظيمي اداراتوکې دندې ترسره کړې دي، هغه په يوو خت کې دننګرهاردبرېښنااواوبولګولوپه رياست کې دخدماتو عمومي مدير اودپيام ازادي راډيو دخبرونومسؤول او دننګرهار ولايت دعلماوو دشورى غړى وو، دطالبانو له راتللو وروسته دشريعت اخبارچلوونکى،دکتاب مجلې مسؤول، دقلم اوفرهنګ مجلې دتحريرهيئت غړيى و ،دمعدن اوصنايعو وزارت دعلمي او جيولوجيکي تحقيقاتو دانستتيوت عمومي رئيس ،اوبياپه همدې وزارت کې مالي او اداري عمومي رئيس،په جنوب غرب زون کې دکانو اوصنايعولوى رئيس، دطالبانو له سقوط سره سم يې دولتي دنده پرېښوده او په ننګرهار کې ديو ان هبيتات(UNHABETAT) مؤسسې اداري مسؤول،له پژواک خبري اژانس سره کاپي اېډېټراو وروسته دخبرونو ايډيټرپاتې شوى دى.
اوس،دافغانستان دملي اسلامي محاذ دفرهنګي کمېټې رئيس اودمحاذ اوونيزې مسؤول مدير دى . هغه دنظراباد علمي اوکلتوري ټولنې مشراوبنسټ ايښودونکى هم دى.
ښاغلى محمدحسن حقياريوپياوړى شاعر،ليکوال،اديب،دسياسي او حقوقي چارومبصرهم دى،هغه تردې دمه ١٥چاپ اوناچاپ اثارلري ،چې يوه لنډه اشاره ورته کوو.قاضي محمد حسن حقيار
چاپ شوي اثار يې
ښځه په اسلام کې په دوه ټوکوکې تحقيقي اثر:
کورنى ژوند :تحقيقي اثر،
کورنۍ فقه تحقيقي اثر:
دممبرغږ :
،ښځه او اسلام تحقيقي اثر،
،دسباوون وږمې شعري ټولګه،
اسلام او موسيقي: علمي اوتحقيقي اثر چې گڼ حساسيتونه يې راپارولي دي ،
دشيشې زړه: شعري ټولګه،
دايمي اډې که دايمي اسارت:سياسي تحليل.

 

 

ښاغلى حقيارګڼ شمېرناچاب اثارلري،دلته يې دهغو نومونه اخلو چې کمپوز شوي،اوښايي ژردچاپ په ګاڼه وپسولل شي.
سورتعويذ دلنډوکېسوټولګه
دحرمينوهنداره دحج يونليک
بېلالې مقالې اوسياسي بحثونه.
دهدايې دلومړۍ برخې (کتاب الصلوة)پښتوژباړه.
طلاق اوبېلتون په اسلام کې
سپېڅلې وړانګې(دګڼوعلمي اوتحقيقي مقالوټولګه)

 

 

همدارنګه په سلګونوهراړخيزې مقالي يې په هېوادکې دننه اوله هېواد ځخه بهر به ډېرو چاپي ،صوتي،تصويري اوانلاين خپرونوکې خپاره شوي دي.
کله چې دحقيارقلم په سياسي ليکنه څرخي نودومره تېز وي چې کاغذوېرېږي،اودنيالړزوي،مګرداپه دې معنى نده ،چې هغه حق اوناحق،وليکي ،دروغ،په خلکوپه ناحقه تور لګول اوپه حق يې سترګې پټول په خپله ليکنه کې خوښ ندي،خودحق په ويلوکې له چاڅخه وېره هم نلري،هغه که دده لپاره څومره سترګواښ اوله ننګونوڅخه ډک کار وي،پروايې نلري،څوڅله خودحق ويلوه په خا‌طر ورته ډېراخطارونه اوچلنجونه هم ورکول شوي،هم ددولت اوهم دځينوپه اصطلاح دوخت دزورواکيو لخوا،مګرلکه ځنګه چې يې نوم حقيار دى همداشان حق پالونکى هم دى.
رابه شو دحقياردشعر اوشاعرۍ نړۍ ته،که ځه هم چې هغه اوس ترډېره شعر اوشاعرۍ ته شاه کړې چې ښايي لامل به يې دده ګڼې بوختياوې وي،خوشعري ژبه يې دومره ښکلي اونغمه زاره ده چې که چادى (حقيار)په نوروبرخوکې لوستى وي،اوپه تصادفي ډول يې له کوم شعر ياغزل سره مخ شي او ويې لولي نو به هېځ باور ونکړي،چې دادې دمحمدحسن حقيارشعر وي.
دنوي مينـــــــــي نوى امتيــــــاز مې وليـــــــــــده
انجام دې دستم دعشــــــــــق اغازمې وليـــــــده
وربل نه سحرايي شي غلچکى شــانتې نګهت
ښکارته دې زړګيـــــه عجيب بازمې وليـــــــــده
بيامې مړغېژنې هيلې تاته په سجـــــــــدوشوې
عشق لامذهــــــــــب سره همراز مې وليــــــــــــــده
عنهاکه دحقيـــــــاردفکرکړي دلاهوت شــــــــوق
ستانوم ته په نسبــــــت کې دااعزازمې وليـــــــده
دده شاعري ترډېره حده فلسفي رنګ اواړخ لري،دى هم لکه د ځوان شاعرمصطفى سالک او درونداستاد اومنلي شاعرپيرمحمدکاروان دفلسفي نړۍ دشعرونودسمندرپه تل کې لامبو وهي،چې زماپه انددهرچالپاره به ګران او له امکان ځخه لرې وي،ولې چې له دوى سره خبرې کول هم ځانته استعدادااوپوهه غواړي ددوى خبرې له يوډول بېل خوند او کيف څخه ډکې دي،اوهرڅوک نشي کولاى چې درک يې کړي ،که رښتيا ووايم زه خو چې کله له دغه شان،زيرکواشخاصوسره خبرې کوم نوباور وکړئ چې ژبه مې بنده بنده کېږي،خوله راباندې راځي،بدن مې چوخېږي،دهغه احترام له امله چې ددوى پروړاندې يې لرم وېرېږم چې خداى مکړه کومه خبره ونکړم چې دوى رانه پرې خوابدي شي.
حقيار حماسي،فلسفي،عشقي او هر اړخيزه شاعري کوي.

 

 


داچې څڅېږي سپيــــن غمي غمي له هاره چيـــــــنه
موږه وغوښتې سپيـــــنو لپــــــــــوکې له ياره چيــــنه
داشين چمن منګى ترځنــګ وربل کې ګوتــې وهي
دکلي مستوپېغـــــــــــلوکړه ځانته هنــــــــــداره چينه
اوس دهوسيواوښکې څښي زموږپه غروکې شپانه
دتقــــديردېوترې تښتـــــولې ده حقيـــــــــــــــاره چينه
ځينې شعورنه يې دومره عميق دي چې مطلب اخستل ترې دهرچالپاره ډېرمشکل وي خو په حقيقت کې ډېرعالي اوله معنى اومفهوم څخه ډک وي.

 

 

(ان الله جميل يحب الجمـــــــال) څه معنـــــــــــــــــــــــى؟
داوينا دمينې ،محبــــــت او وصال څه معنــــــــــــــــى؟
داچې پېغلتوب،مسته ځواني اوسينې نه ستـــــــايي
وايه د (کواعــــــــب اترابا)مثـــــــــال څه معنــــــــــــــــى؟
(کاساًمن معين کاســــــــــــاً دهاقا)خوقرآن وايـــــــــــي
بياهم په پيـــــالواوپه ساقي کې جدال څه معنـــــــــى؟
****
سختې شېبې دي دبېلتون څومره دغم ورځــــــې دي
راتاو دهجر ښــــــــــاماران څه دماتم ورځـــــــــــــې دي
دشيشې زړه مې ستا په مخ کې پروت دانه وانه دى
که رغوې يې نو همـــــــدايې د ملهم ورځــــــــــــې دي
دحجاب تورو لړو سپيـــــــــن مخ دهلال پوښلـــــــــــى
تبونيـــــــــــولې اورنځور ې ددې چم ورځـــــــــــــې دي
داسمعيل دبڼ طوطيـــــــــان له تندې جـــــل وهلــــــي
دهـــــاجرې احساسه!هلــــــــــه دزم زم ورځــــــــــــې دي
دهغه دلومړيواووروستيوشعرونوترمنځ يوڅه توپير ليدل کېږي،زماپه اندچې ددې لوى توپير سبب به يې هم همدا له شعر څخه لرې باتې کېدل او يا ورسره مخه ښه کول وي هغه په وروستيو کې يو شعر ليکلى وو چې ويلي يې دي:
داسې نه چې دهمت وزر مې نشـــته
تربـــــانه!له بــــــدرۍ نه مــــــــــرور يم
موده کېږي چې مې ته ليدلې نه يې
موده کېږي شــــاعرۍ نه مــــــرور يم
ښاغلي حقيار ټولکمال (کمپيوټر)ته ورته دى،ددې هرڅه ترڅنګ يوتکړه کيسه ليکونکى اوطنزليکونکې هم دى،چې تراوسه يې ډېرې کېسي اوګڼ خواږه او مالګين طنزونه ليکلي اوخپاره شوي دي خودکتاب به په بڼه لا ندي چاپ شوي دنوروکتابونو اولاسته راوړنوپه څېرورته دعاکوو چې ډېرژريې دلنډوکېسو ټولګه هم دکتاب په بڼه چاپ او دمينه والوتنده پرې خړوبه شي.دده ډېرې لنډې کېسي مالوستي دي،واقعاً چې يو عالم احساس پکې پروت وي خوکومه کيسه چې زماډېره خوښه ده او بارباريي دلوستوپه وخت کې زمااوښکودکاغذمخ وينځلى دى،هغه کېسه(لاوارثه شهيده پېغله)ده چې ډېره په زړه پورې کيسه ده.
خويوه پوښتنه چې ماته راپيداکېږي هغه داده چې ولې ښاغلي حقيار دشاعرۍ ترڅنګ له مکملې ليکوالۍ سره مخه ښه وکړه،ولې اوس هغه شپي ويښې نه رڼې کوي،ولې په ساعتونو،ساعتونو مطالعه نه کوي او ولې اوس ورته له ډوډۍ خوراک،دچايو له څښاک او استراحت څخه مطالعه او ليکل ښه ندي؟يو وخت ووچې هغه به څه نه خوړل خو يوڅه به يې ليکل او لوستل،خومالاتراوسه ترې په دې هکله پوښتنه هم نده کړې.
دوستانوتاسوته به پوښتنه پيداشوې وي،چې زه ولې داسې ليکم چې ولې حقيار ليکنې نه کوي،اوتاسوبه داهم وايۍ چې زه نوترې څه خبريم چې هغه اوس يې ليکل او لوستل پرېښي دي،هغه ځکه چې زه دښاغلي حقيار ددفتر همکار او دا‌طاق ملګرى يم،دده ډېر کتابونه،شعرونه،مقالې،اوکيسي ماکمپوزکړي،نودهمدې ثبوت پر مټ داخبره کوم،خوزه فکر کوم چې عمده دليل به يې داوي چې اوس هغه دليکلو او لوستلوپرځاى يواځې به ويلو اوبحثونوبسنه کوي،داپه دې معنى چې اوس دى په اوونۍ کې کم ترکمه څلور ورځې په بېلابېلوټلوېزيوني او راډيوي خپرونوکې مېلمه وي اوپه مرکو او تبصروبوخت وي،نوځکه يې له پنځونوڅخه لاس اخستى ديى،مګر زه به هڅه کوم چې يوځل بيايې دې ته اړباسم اوله تاسو دوستانو اودحقياردليکنوله مينه والوڅخه هم هيله لرم چې دهغه په هڅولوکې راسره مرسته وکړي، ترڅوبياخپل قلم دخلکودخدمت لپاره وخوځوي،که څه هم چې زه بايد هغه ته داسې خبرې ونکړم ،ځکه چې يوخورانه ډېر مشر دى ،استاد مې دى او رئيس مې هم دى،خوبايد ورته ويې وايم ،ولې چې داهرځه راته همده رازده کړي،چې که څوک هغه کار چې هم يې پکې خپله فايده وي او هم دبل مسلمان، داکار ترې پاتې اوهېر شي، نوبايدورته متوجه کړاى شي،هغه که هرڅوک وي.