کور / نثر / د استاد پسرلي (غزل بڼ ) چاپ او مخکتنه يې وشوه

د استاد پسرلي (غزل بڼ ) چاپ او مخکتنه يې وشوه

دمیدان وردګو والي په مالي مرسته د ميدان وردګو ولايت مقام په لګښت د هېواد د پياوړي او وتلي شاعر استادمحمدصديق پسرلي (غزل بڼ) چاپ او د سلواغې په ٦مه يې په پلازمېنه کابل کې دیو ادبي مجلس په ترڅ کې مخکتنه وشوه.
د مخکتنې په دې غونډه کې د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي،د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي،د ملي شورا يو شمېر غړيو، په خپله استاد صديق پسرلي، ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو، فرهنګیانو، خبريالانو او داستاد پسرلي مینوالو  برخه اخيستې وه.
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي غونډې ته وويل، چې د (غزل بڼ) له چاپ سره پښتو ژبه د غزل په برخه کې له نورو ژبو سره سياله شوه.
هغه زياته کړه: ((زموږ په ټولنه کې پول او پولګوټو ته زياته اړتيا نه شته،د تېرې دېرش کلنې جګړې په ترڅ کې انسانانو زيات زيانونه ليدلى، نو اوس  اړینه بریښې چې د انسان فکر او ذهن په سمه مانا ورغول شي.))
د فدايي په وينا، که څه هم د ذهن جوړونې پروسه ډېر وخت ته اړتيا لري؛ خو که هر څومره ودانۍ جوړې شي، خو چې فکر او ذهن جوړ نه شي، نو بېرته ورانېداى شي،نوموړى وايي: ((د همدې فکر جوړونې په اساس، مو په ميدان وردګو ولايت کې د بيارغونې د نورو کارونو ترڅنګ دکتابونو د چاپ لړۍ پيل کړه او د استاد پسرلي د دغه کتاب چاپول د دې لړۍ (۳۱) کړۍ ده.))
د فدايي په خبره، تراوسه يې ٣١ بېلا بېل عنوانونه کتابونه چاپ کړي او
ژمنه يې وکړه، چې دې لړۍ ته به ادامه ورکوي او دپښتو ژبې په برخه کې  که
څه هم  پدې ورستیو کې دغې تشې ته پاملرنه شوې غواړي نوره یې هم بډایه
کړي.
ښاغلي والي وويل: د کتابونو د چاپولو په موخه د يوې ځانګړې بوديجې رامنځ
ته کولو  اعلان یې هم وکړه خو نوموړې د دغې پلان د پرخوالو  په اړ ه وویل
چې دځینو والیانو سره یې خبرې پیل کړي او تمه لري چې دفرهنګیانو او روڼ
اندو دنظر وروسته  هره میاشت یو اړین کتاب دچاپ په ګاڼه سمبالوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، د دغه کتاب چاپ او
مخکتنه دوه بېلابېل نوښتونه او له ارزښتونو ډک ګامونه وګڼل او زياته يې
کړه، چې کاشکې يو شمېر نورو ولايتونو هم د ميدان وردګو په څېر فرهنګپاله
واليان درلودلى او دولایت لخوا د(۳۱) کتابونو چاپول یې خورا ستر فرهنګي
ګام وباله.
نوموړي د کتابونو چاپولو د بوديجې په اړه د پيلېدونکي پروګرام په اړه
وويل، چې وزارت به يې هم په دې برخه کې خپله ونډه واخلي.
د وزارت مرستيال، صديق پسرلى د هېواد يو خوږ ژبى او په اوسني عصر کې د
غزل د برخې يو وتلى شاعر ياد کړ او هغه ته يې د اوږده عمر هيله وکړه.
د ملي راډيو ټلوېزيون رييس زرين انځور په دې خوښي وښوده،چې د استاد صديقي
پسرلي په ژوند د هغه دغه ډول پنډ او د خوږو غزلو کتاب چاپېږي. نوموړې
داستاد پسرلي سره دیوځای پاتې کیدو دځینوخوږ خاطرو یادونه هم وکړه.نوموړي
هم، استاد پسرلى نازک خياله او د ژور فکر شاعر دی چې تل یې شعر دچا اثر
لاندې ندې راغلي او نه دحالاتو تابع شوې دی
دعلومو اکاډمۍ غړې استاد حبیب الله رفیع په خپله لیکلې مقاله کې وویل
داستاد غزل دسیمې په کچه بې سارې او هر غزل یې انتخاب او دټولنې  په درد
خبرې کوي.
ویساء ورځپاڼې مسول مدیر محمد زبیر شفیقي وویل دچارواکو لخوا په زیاته
اندازه لګښتونه په ښکلو کورنو او ماڼیو باندې کیږي خو ښاغلي فدایي غزل بڼ
ستر ماڼۍ  دلیکوالو په واک کې ورکړه او دده په اند چې همدا دسړیتوب کار
دی  چې ښاغلي فدایي ورته مخه کړې او هیله لرم چې دالړۍ په دوام وکړي.،
ښاغلي شفیقي دپښتو  ادب ته په خدمت  کې دخوشحال بابا دکورنۍ وروسته
داستاد صدیق پسرلي کورنۍ یاده کړه.
دولسي جرګې غړې او دمیرمن کلتوري بهیر مشرې اغلې سارا شریف: دوردګو والي
هغو مرستو ته یې اشاره وکړه چې دښځو بهیر او دښځو دژوند دښوالي په موخه
یې ترسره کړي نوموړې زیاته کړه چې ترواسه یې  افغان ښځو دوه کتابونه،
دښځو بڼ دشهیدې ګل مګۍ په نوم نومول،  دښځو بهیر مالي او معنوي مرسته او
په ولایت کې دافغان خویندو یون  په پښو درولو څخه یادونه وکړه.
د دودیزې جرګې ویاندې اغلې صفیه صدیقي استاد پسرلي دوخت ستر شاعر یاد
کړاو نوموړې زیاته کړه چې زما لپاره ستر افتخار دادی چې داستاد په وخت کې
 دژوند شپې سباء کوم.
دژوندون تلویزیون مشر استاد یون  بیا  داستاد پسرلي کلک هوډ څخه دیادونې
په اړه وویل چې پسرلي خپلو درې موسمونو منې، ژمې او اوړۍ سره تل  په
مبارزه کې وي اوهڅه کوي چې خلکو ته دهوسا ژوند هیلې ورکړي.
وروسته کره کتونکي استاد نور الحبیب نثار او ځوان ژورنالسیت مصطفی سالک
په  خپلو ځیړنیزو مقالو کې چې د استاد پسرلي په شاعري او ژوند یې لیکلي
وو استاد یې دهندي سبک کلک پيروي وګاڼه او  نوموړو داطلاعاتو فرهنګ وزارت
څخه غوښتنه وکړه  چې استاد پسرلي دی دملک لشعرا په لقب و نوموي.
دپروګرام دپای په شیبو کې داستاد صدیق پسرلي زوي او تکړه  ژب پوهه استاد
اسدالله عضنفر  داستاد کورنۍ په استازیتوب د میدان وردګو والي محمد حلیم
فدایي څخه مننه وکړه چې داستاد ټول غزلونه یې په بې ساري توګه  دچاپ په
ګاڼه سمبال کړ او زیاته یې کړه چې حلیم فدایي نه  یوازې دا چې والي دی
بلکې یو تکړه لیکوال  او نوموتي ژورنالیست  دي چې په خپلو ځیړنیزو لیکنو
پروخت دبهرنۍ ژبې( انګلیسي) څخه پښتو ته ډیرمناسب لغتونه او کلیمې
کاروي.
ښاغلي   عضنفر وویل داچې نن فدایي صیب  دفرهنګي مینې له امله دکتابونو
چاپ ته اوږه ورکوي خو خدای دی داسې وخت راولي چې موږ دشخصیتونو پرځای
دسیستم څخه مننه وکړو چې هغه داطلاعاتو او کلتور وزارت  اساسي دنده ده.
په (غزل بڼ) کې ١١٥٥ غزلې ځاى شوي او ١٢٨٦مخونه لري، چې  په سپين اعلى
کاغذ کې د زر ټوکو په شمېر چاپ شوى او د پيړې پښتۍ لرونکى دى.
دغه غزل بڼ، شاعر خپلې مور او پلار ته ډالۍ کړى،ليکوال او ژورنالېست زبير
شفيقي پرې سريزه ليکلې ده.
له (غزل بڼ) څخه دوه بيتونه د بېلګې په توګه رااخلو:
د ژوند په تن کې څه ساه پوه کړه د پسرلي غزلې
راځه راځه چې بې له تا ښکاري نيمـــــــګړ بهار
بل ځاى وايي:
چې له کله راښکاره شي تور مخونه د نيتونو
د زړه په اينه کې د دښمن په تماشــــــــــــــايو
استاد پسرلى يواځې د غزل شاعر نه دى، بلكې قصيدې، څلوريزې، نظمونه او
منظومې يې هم ليكلې دي.
صديق پسرلى، پسته ور، د نى کوڅه، کوچى ملا (ناول) او بخملي صحرا (ناول)
چاپ شوي نور اثار هم لري.
استاد محمد صديق پسرلی د رمضان خان زوی، چې په ۱۳۰۷ لمريز کال د وري په
مياشت کې د غزني د قرباغ په لويه کلا کې زېږېدلی دى. د ژوندانه لومړني
څلور کاله يې په خپل زېږنځاى او پلرني کلي کې تېر کړي او بيا وروسته له
خپلې کورنۍ سره کندوز ولايت ته کډه او هلته استوکن شو، چې اوس په کابل کې
اوسيږي.